د "سقراط" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Socrates Louvre.jpg|بټنوک|250px|کیڼ|سقراط]]
'''سقراط''' ([[يوناني ژبه|يوناني]]: {{polytonic|Σωκράτης}} {{IPA|sɔkɹətiːz}}, ''Sǒcratēs''; [[۳۹۹ م.ز.پ|۴۷۰]]–[[ز م.ز.پ]]) يو [[ancient Greece|لرغونی يوناني]] [[فلسفه|فېلسوف]] ؤ چې د [[غربي فلسفه|غربي فلسفې]] د بنسټ ايښودلو يا پلار وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سقراط په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سقراط انځورونه د سرچينو نه سم اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سقراط يو بشپړ انځور نه دی راڅرګند کړی خو د هغه ډيالوګونه موږ ته سقراط د يو ښوونکي په توګه راپېژني چې د سوفستيانو د زده کړو مخالفت يې کاوه. سوفستيانو به خپلو زده کوونکو ته د خبرو اترو کړه وړه ورښودل چې په بحثونو کې بېلابېلو پوښتنو ته څنګه په هوښيارۍ سره ځوابونه ووايي خو سقراط بيا خپل زده کوونکي دې ته اړ وېستل چې په خپل شاوخوا نړۍ کې تل د حقيقت پلويان اوسي او تل دې په دې هڅه کې وي چې د خپل د ضمير سره په هماهنګۍ کې ژوند وکړي، آن تر دې بريده چې که چېرته د هغوی همدا کار د هېواد د قانون سره په ټکر کې هم مخامخ وي خو دوی بايد د رښتيا په دريځ ولاړ وي. سوفيستيانو بيا د سقراط په مخالفت کې راپورته شول او داسې انګېرنې يې کولې چې سقراط زده کوونکو ته ناسمې لارښونې کوي او د دی زده کوونکي د داسې بامنطقه کسانو په توګه د ټولنې پر خلاف راڅرګندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د سقراط په سر کې ازانګې وهي. خو سقراط يو نېک او روک سړی و څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي.
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/سقراط" نه اخيستل شوی