د "اردو ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''اوردو''' يا ''اردو'' د هندي ژبې په کورنۍ پورې تړلې د لرغوني [[هند]] د مسلمانانو ژبه بلل کېږي . دا ژبه يوه پراخه ويونکې او د [[پاکستان]] د دوؤ رسمي ژبو (انګرېزي ، اوردو) څخه يوه ملي ژبه ده . همدارنګه د هند له ۲۲ ژبو څخه يوه پراخه ژبه ګڼل کېږي . د هند د پينځو ايالتونو لويه ژبه هم ده . دغه ژبه د پاړسي ، عربي ، پښتو او تورکي ژبو تر اغېزې لاندې د ۹۰۰ کالو راهيسې پرمختګ کړی دی . دې ژبې د هند د اتر پردېش ايالت کې د ډيلي د سلطنت (۱۲۰۶ـ ۱۵۲۷) پر مهال د وينا بڼه خپله کړه همدا رنګه ېې ليکني پرمختګ د مغلو واکمنۍ (۱۵۲۶ ـ ۱۸۵۸) سره منځ ته راغله. اوسينۍ نوې بڼه اوردو د هند د ځوانانو ترمنځ د دوه اړخيزې پوهېدنې لپاره ځانګړی ځای خپل کړی .
د مغلو اصلي ژبه [[چغتايي ژبه]] نومېده کومه چې د
اوردو تر ډېره د هندي سره يو ډول ګڼل کېږي . ددغو دوؤ ترمنځ توپیر په معياري توګه د نستعلیق لیکبڼې په پاړسوـ عربي لیکلو کې او د ويپانګې برخه ېې له پاړسي او عربي څخه ډېره اغېزمنه ښکاري د کومو ليک لارې چې په ادبي لحاظ له يو بل څخه توپیر لري . هندي بیا په معياري توګه د ديوانګري ليک بڼې او سنسکرېټ په بڼه په هندي ادبياتو کې لیکل کېږي . دواړه اوردو او هندي په لويه کچه عربي ، پاړسي ، او سنسکرېټ ويونه کاروي . او د همدې له کبله ډېری ژب پوهان دغو دواړو ته د يوې ژبې د دوه ؤ معياري بڼو لرونکې وايي، او د توپیر وجې ېې ژب پوهان د نژدو ـ ژب ـ ټولنيز (sociolinguistic)اړخ ګڼي .
|