د "مسعود سرلوڅ مرادزی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱ کرښه:
'''ډاکټر مسعود سرلوڅ مرادزی''' يو افغان سياستوال ، سياسي نقاد، څېړونکی او د طب ډاکټر دی .
== مخينه ==
مسعود سرلوڅ مرادزی د محمدرسول زوی، د سيدعلي لمسی، د سيد مرتضی کړوسی او د مرادعلي کودی دی. په ۱۳۲۸ ل کال کې د ننګرهارولايت د کامې د سمسورې ولسوالۍ چې د افغانستانګوتو په شمار دافغانستان نامتو ليکوال، شاعران او سياستوال ترې راوتلي د فقيرسيب ورثه نومي ځای کې زېږېدلی دی .
 
== زده کړې ==
زده کړې يي تر بکلوريا پورې د مرادعلي ( رح ) په لوړښوونځي (لېسه) کې بشپړې کړي. په ۱۳۴۸ ل کال د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې شامل او په ۱۳۵۵ ل کال کې ټولنې ته د طب د ډاکټر په توګه راووت . د لېسې د زده کړو په مهال يي پښتوژبدود د خپل کورني مشراستاد مولوي شېرګل يوسفزي څخه ولواسته . په ۱۳۶۲ ل کال يي ټولنيزې او فلسفي زده کړې د المان په هېوادکې زده کړې.