د "برکي برک ولسوالۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''د برکي برک ولسوالی''' د [[افغانستان]] [[د لوګر ولایت]] یوه ولسوالی ده چې د همدغه ولایت د لویدیځ په لور کې پرته ده. نوموړې ولسوالی په لویدځ او شمال لویدیځ لوري کې [[د وردګ ولایت]] او [[د پل علم ښار|د پل علم]] له ښاره سره ، په شمال او ختیځ کې له [[د خروار ولسوالی|خروار]] او په سویل کې له [[د څرخ ولسوالی|څرخ]] سره ګډه پوله لري. د ۲۰۰۶ کال د یوې سرشمیرنې له مخې د دې ولسوالی د وګړو شمیر 101,000 تنو ته رسیده او د دې ولسوالې مرکز هم د برکي برک ښارګوټی دی.
 
برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي،چې په لاسونو اوبدل شوی وي . برکي برک دلوګر یوه ولسوالۍ ده،چې دسجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.ددې سیمې دنوم ایښودلو تاریخ داسې دی،چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیوددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل.په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته واوبدلې شوې.ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.اورمړیان په لوګر اوپیښور کې استوګن دي.په پیښور کې اورمړوسټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده .(۲۱) برکی دبرګیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې داورمړ دقوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې دبرکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې داورمړي قوم زیږندځایونه دي دبیلګې په توګه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برګیستان په غزني کې په لوګر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي ګروم کې برګیستان یوه سیمه ده. دغه قوم داریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده،چې اورمړي ژبه بلل کیده.خو دامهال داژبه ژوندۍ نه ده،مړه شوې ده.او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.
 
برکي برک هغه لرغوني سیمه ده،چې هلته ابومسلم خراساني خښ دی.( ۲۵-۳۵ه) دنوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده.(۲۲)دابومسلم خراسانی زیارت دبرکي برک دپل جوګي په سیمه کې دی،چې ورکې دابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل ګمان سره داسې ویل کیږي،چې ابو مسلم خراساني له لوګر څخه و.خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.