د "احمد علي کهزاد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: خدای بخښلئ استاد کهزاد په ١٣٦٢ لمريز سپوږميز کال د ليندۍ مياشتي په دريمه نېټه د دې نړۍ څخه سترګي پټي ک…
 
د سمون لنډیز نسته
۵ کرښه:
باوري
 
دمرحومد مرحوم کانديد اکادميسن محمد ابراهيم عطايې په نظر استاد کهزاد علاوه پر دې چي د هېواد نامتو مورخ دئ ، د هيواد برلاسئ ميتولوژيست هم دئ نوموړئ ليکي : د مرحوم کهزاد په علمي او ارزښتمنو کارو کي يو هم د افغانستان پخوانئ تاريخ او په هغه کي د ار يا ئيانو پر ټولنيز ژوندانه او قبلوي جوړښت پراخ بحث دئ چي هغه وخت يې هم ارزښت درلود او اوس يې دا ارزښت څو چنده سوېدئ . او بيا ليکي : د مرحوم کهزاد د افغانستان پخواني تاريخ کي ډير په زړه پوري علمي مواد سته او د ليکني ډول يې لوستونکو ته په تاريخ کي تر شا پاته طلايې عصر او تمدن تداعي کوي . ( ٢٤ : عطايې )
 
دمرحوم پوهاند داکتر جلا الدين صديقي له نظره د استاد کهزاد هغه پاملرنه چي د تاريخ ليکني په برخه کي يې د ارشيفي اسنادو په اړه لري يوه ارزښتمنه ځانګړتيا ده ، نوموړئ ليکي : مرحوم کهزاد يکي از پژوهشګران مېهن پرستی است که خود به پرابلمهای تاريخنويسی در کشور از جهت کمبود يها ی مواد و اسناد درجه اول اشاره کرده و ضرورت ګرد اوری انهارا چنين خاطر نشان ساخته است : ( در نوشتن تاريخ معاصر هر قوم و مليتی اسناد خطی خانوادګی که اروپائيان ( ارشيو فاميلي ) ميګويند اهميت زياد دارد و مبنای تاريخ معاصر بيشتر بران ګذاشته شده است ، ولی هر قدر که وجود اين اسناد ضرور است ، دست يافتن بدان به مراتب مشکل تر ميباشد. ) ( ٤٣ : صديقی )
۲۵ کرښه:
پوهنوال داکتر خالق رشېد د کابل پوهنتون پخوانۍاستاد د پښتو ژبي د منشا په اړه مرحوم استاد کهزاد يو له هغو نامتو څيړونکو څخه ګڼي چي ليکني او څيړني يې پخې او د درنښت وړ دي ، نوموړۍ ليکي : موږ په خپل هېواد او تاريخ ليکونکو کي د ګوتو په شمار کسان لرو ، خو که د ګوتو په شمير کي بيا هم د خپل هېواد او تاريخ په وړاندي ټاکنه کوو ، زه فکر کوم چي د استاد کهزادنوم او يادونه د لومړي توب حق تر لاسه کوي .دا ځکه چي ده په خپلو تاريخي هستونو کي د ملي تاريخ ليکني ټول ارونه په نظر کي نيولي دي . پيښې ، او حوادث يې د يوه رښتني مورخ په توګه په پام کي نيولي ، او په ليکونو کي يې خپل ملي کرکتر له پامه نه دي ليري کړۍ .کهزاد د يوه مليت نه بلکي د يوه ملت مورخ دئ . د کهزاد ملي ځانګړني د تاريخ ليکني په برخه کي دومره په زړه پوري دي چي په رښتيا د ملت رښتينې هنداره ګڼل کيږي .
 
اخځونه :
 
== سرچينې ==
١ - د افغانستان په پخواني تاريخ کي د ځينو اتنکي او ميتولوژيکي اصطلا حاتو پر جوړښت لنډه تفسيري څيړنه . عطايې . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .