د "د خلق ډموکراتيک ګوند" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۳ کرښه:
|flag=[[دوتنه:Flag of the People's Democratic Party of Afghanistan.svg|250px]]
}}
 
== پېژندنه ==
 
== تاريخ ==
 
د خلق ديموکراتيک ګوند بنسټ په ښکاره ډول د ۱۹۶۵م ز کال د جنورۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د نور محمد تره کي په کور کې کېښودل شو. دا يې په ښکاره ډول د راټولېدو لومړنی ځای وو.
 
په پورته ذکر شوې نېته، د ګوند لومړنۍ غونډه جوړه شوه، چې نورمحمد تره کي پکې د ګوند د عمومي منشي او ببرک کارمل په کې دويم منشي وټاکل شو. همداسې د ګوند مرکزي کمېټه هم د اوو کسانو نه جوړه شوه. د همدې کال په وروستيو کې وه، چې د ګوند لخوا د خلق په نوم يوه جريده نشر شوه، په دې جريده کې د ګوند اساسي موخې خپرې شوې وې.
 
خو، د ګوند له ښکاره رامنځته کېدو نه ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې ګوند په دوه ډلو خلق او پرچم باندې ووېشل شو.
 
د خلق ډلې مشري تره کي او د پرچم ډلې مشري ببرک کارمل په لاس کې ونيوه. د دوی دا دوې برخې کېدلو ډېر لاملونه درلودل؛ خو د ټولو ليکوالو پر دې يوه خبره اتفاق دی، چې د ګوند دننه د ګوند د مشرۍ پر سر اختلافات موجود ول، عبدالقدوس غوربندي ليکي، چې د ګوند دننه دوه داسې کسان (امين او کارمل) ول، چې د يوه بل نه پخلا کېدونکي دښمنان ول. غوربندي په خپل کتاب کې د ګوند د وېش پړه په کارمل اچوي او هغه ځان غوښتونکی او ځای غوښتونکي بولي، چې د ده دغه خبره يو شمېر نور ليکوالان هم تأييدوي.
 
د دوی تر منځ دغه اختلاف نږدې لس کاله دوام وکړ، د ۱۹۷۷م ز کال په اوږدو کې دواړه ډلې بيا د محمد داود پر ضد سره يو ځای شوې. د ثور له کودتا وروسته، چې واک د خلق ډلې په لاس کې وه؛ نو د خلق ډلې مشرانو په حکومت کې د پرچم ډلې ته ځای نه ورکاوه. اقبال وزيري ليکي، چې د شوروي مشرانو په غوښتنه او ټينګار سره پرچميانو ته په حکومت کې ځای ورکړل شو. د دواړو تر منځ بيا هم اختلافات رامنځته شول، چې پايله له واکه د پرچميانو لرې کول شول.
 
لرې کړای شوي غړي نورو هېوادونو ته د سفيرانو په توګه واستول شول، د نيولو او له واکه لرې کولو کې يې د امين رول ډېر زيات وه. کارمل په کې چکسلواکيا ته ولېږل شول، جنرال لياخوفسکي ليکي، چې کارمل خپلو ملګرو ته ويلي ول، چې (حتماً هېواد ته راستېږم او له سره بېرغ سره يو ځای). له دې وروسته د پرچم د ډلې ځينې غړي نيول کيږي. جنرال عمرزی، چې د پرچم د ګوند پټ غړی وه، هغه په خپل کتاب کې د خپلو نيولو په اړه ښه وضاحت ورکړی دی.
 
کله، چې تره کی په امين باندې بد ګمانه کيږي او اقبال وزيري د دغو ټولو پلان شويو پېښو پړه په کې،جي،بي ور اچوي؛ نو تره کی د مسکو له راتګ نه وروسته غواړي، چې امين ووژني؛ خو امين تښتي او امين په دې بريالی کيږي، چې تره کی ووژني او واک په خپل لاس کې واخلي. امين درې مياشتې واکمني کوي او لکه څرنګه چې کارمل ويلي، چې بيا به د سره بېرغ سره هېواد ته راځي، هماغسې وشي او د ۱۹۷۹م ز کال د دېسمبر په ۲۷ مه د روسانو په ټانک سپور کابل ته راشي، شوروي کوماندويان توانېږي، چې امين د تاج بېګ په ماڼې کې ووژني.
 
په دې ډول واک د پرچم ډلې ته انتقاليږي. په ۱۹۸۶م ز کال کې کارمل په زور سره د شورويانو لخوا ګوښه کيږي او نجيب چې دی هم د پرچم د ډلې غړی وه، د حکومت واګې ور سپارل کيږي. درې کاله وروسته شوروي ځواکونه له افغانستانه وځي. نجيب د ګوند نوم بدلوي او د (وطن ګوند) نوم پرې ږدي، د ملي روغې جوړې سياست پېلوي او هغه خلقيان، چې د پرچم لخوا بنديان شوي ول، له زندانه راخلاصوي، دواړه ډلې سره بېرته يو ځای کيږي؛ خو د کارمل پلويان، بيا د نجيب سره مخالفت کوي او مزدک، کاوياني، بريالی، نادري او يو شمېر مجاهدين سره يو ځای کيږي. د غوربندي له مخې، چې همدوی د نجيب د حکومت د ړنګېدو اصلي لامل شو. نجيب استعفاء کوي او په دې سره د خلق ديموکراتيک ګوند د دوو ډلو (خلق او پرچم) حکومتونه پای ته رسيږي.
 
== ايډيالوژي ==
 
== اړوند ليکنې ==