د "راشدين خليفه گان" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
معلومات زیاتول نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
ود سمون لنډیز نسته نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
||
۱ کرښه:
راشدین خلیفه ګان چي داسلام تر ستر پیغمبر حضرت [[محمد]] ﷺ وروسته دواک پر ګدۍ کښېناستل عبارت له [[ابوبکر صدیق|ابوبکر]] الصدیق، [[عمر بن خطاب|عمرفاروق]]، [[عثمان بن عفان|عثمان]] ذوالنورین او [[علي بن ابي طالب|علی]] المرتضی (رض) څخه دي .
ترحضرت محمدﷺ وروسته ترټولو لمړﺉ ابوبکر (رض) دخلافت پرګدۍ کښېناست او دمسلمانانو دمشرتوب چاري یې پرغاړه واخیستې . ابوبکرالصدیق (رض) دحضرت محمدﷺ له نژدې ملګرو څخه وو اوتر انبیاوو (ع) وروسته دځمکي پرمخ تر ټولو غوره شخصیت بلل سوی دی .
دابوبکر(رض) دخلافت لمړي کلونه ترډېره په جزیرة العرب کي له هغه کسانو سره په جګړه کي تېرسول چي داسلام له مبارک دین څخه یې سرغړونه کړې وه اودوی ته یې مرتدین ویل . په دوی کي ترټولو مشهوره کافر مسیلمة الکذاب نومېدی چي دیوې سختي جګړې (غزا) په پایله کي دمسلمانانو له لوري په هلاکت ورسېدی . ورپسې ځیني نور مرتدین او کفار چي بغاوت یې کړی وو یوپه بل پسې دمسلمانانو له لوري په هلاکت ورسېدل اویو شمېر داسي کسان هم وه چي له ردت څخه یې توبه وکښل او بیرته داسلام په مبارک دین مشرفه سول .
د ردت ترفتنې وروسته ابوبکر(رض) له رومي سلطنت او فارس سلطنت سره جګړې ته مټي راونغښتلې اوپه لنډه موده کي مسلمانان وتوانېدل چي دشام اوعراق ښارونو ته ننوزي خود ابوبکر(رض)
دابوبکرالصدیق(رض) تر وفات وروسته داسلام دویم راشد خلیفه عمرفاروق(رض) په 13هجري ق (634) زیږدیز کي دخلافت پرګدۍ کښېناست . داخلیفه چي په اسلامي تاریخ کي نوموتی شخص بلل کیږي دمسلمانانو لپاره یې ډېر سترخدمات ترسره کړه اود ابوبکر(رض) له وخته چي کوم فتوحات پیل سوي وه هغوی ته یې بې حده پراختیا ورکړه . دنوموړي دخلافت په موده کي [[سوريه|شام]]، [[عراق]]، [[ايران|ایران]]، [[مصر]]، [[لیبیا]] او د [[افغانستان]] لوی شمېر سیمي دمسلمانانو تر بیرغ لاندي اوفتحه سوې . دحضرت عمر(رض) دخلافت موده نژدې یوه لسیزه وه اومسلمانانو په دې موده کي وکولای سوای چي داسلام لمړۍ قبله [[بيت المقدس|بیت]] المقدس هم فتحه اوله عیسایانو څخه لاندي کړي .
۱۰ کرښه:
دحضرت عمر(رض) ترشهادت وروسته داسلام دریم راشد خلیفه عثمان بن عفان(رض) واک ته ورسېدی اوپه 644 زیږدیز کال کي یې دخلافت چاري په غاړه واخیستې . دغه راشد خلیفه چي دعربو له اموي کورنۍ څخه وو دحضرت عمر(رض) دزمانې پاته فتوحات یې راپیل اوپه دوولس کاله موده کي یې دافغانستان پاته سیمي، دشمالي افریقا هیوادونه، دقبرس جزیره اوځیني نوري سیمي فتحه کړې . حضرت عثمان(رض) پخپله زمانه کي دقرآن کریم د راجمع کولو ترڅنګ دمکې مکرمې او مدینې منورې په حرم کي هم پراختیا راوستل اومسلمانانوته یې لویي چوپړتیاوي ترسره کړې . دنوموړي په وخت کي مسلمانانو سمندري ځواک هم رامنځ ته سوچي په مدیترانه سمندر کي یې له رومي سلطنت سره ډغري وهل پیل کړه . دحضرت عثمان (رض) دخلافت په دویمه نیمایي کي له مصرڅخه یوې فتنې سر راپورته کړ، دغه فتنه چي دحضرت عثمان(رض) په وړاندي په لاره اچول سوې وه ورځ تربلي یې پرمختګ کاوه او دومره پراخه سول چي اخریې مدینې ته ځان ورساوه اوهغه شرخوښوونکي یاهم ناخبره انسانان چي په دغه فتنه کي ښکېل وه په 35 هجري ق کال کي یې حضرت عثمان (رض) په شهادت ورساوه . داپېښه دمسلمانانو لپاره دومره ګرانه پرېوتل چي په راتلونکي وختونو کي یې ستري جګړې او ورانۍ رامنځ ته کړې اوپه زرګونه مسلمانان تلف اوشهیدان سول .
دحضرت عثمان (رض) ترشهادت وروسته حضرت علی المرتضی(رض) خلافت ته ورسېدی کوم چي داسلام څلورم راشد خلیفه بلل کیږي . حضرت علی(رض) دحضرت محمدﷺ داکا زوی اویوله هغه کسانوڅخه وو چي پردې دنیا دجنت زېرۍ ورباندي سوی وو خو نوموړي پرداسي وخت واک ته ورسېدی چي اسلامي نړۍ دحضرت عثمان(رض) دشهادت له کبله په یوه لویه ستونزه کي ښکېل وه اودغه ستونزه دحضرت علی(رض) لپاره ځکه ګرانه تمامه سول چي دحضرت محمدﷺ یوبل صحابي معاویه بن ابوسفیان(رض) له حضرت علی(رض) سره اختلاف وکړ اوله ده څخه یې په کلکه وغوښتل چي دحضرت عثمان(رض) قصاص واخلي . [[صحابه|داصحابانو]] ترمنځ داسي اختلاف
پورتني څلور خلفاء راشدین دحضرت محمدﷺ له نژدې او خوښو کسانوڅخه
حضرت ابوبکرصدیق(رض) دحضرت محمدﷺ خسر وو یعني دحضرت ابوبکرالصدیق(رض) لور چي [[عايشه بنت ابي بکر|عایشه]] (رض) نومېدل دمومنانو مور
حضرت عمر(رض) هم دحضرت محمدﷺ خسر وو اودنوموړي لور [[حفصه بنت عمر بن خطاب|حفصه]](رض) دمومنانو مور
حضرت عثمان(رض) دحضرت محمدﷺ زوم وو یعني دحضرت محمدﷺ دوې لوڼي یوپه بل پسې دحضرت عثمان (رض) مېرمني وګرځېدلی چي له همدې کبله نوموړي ته ذوالنورین وایي .
|