د "اردو ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
AdillAdell (خبرې اترې | ونډې) د سمون لنډیز نسته |
||
۲۷ کرښه:
|}
'''اوردو''' يا ''
د مغلو اصلي ژبه [[چغتايي ژبه]] نومېده کومه چې د [[تورکي ژبې]] کورنۍ پورې تړاؤ لري . خو وروسته له هغه چې د مغلو قبايل سوېلي اسیا ته راکډه شول نو ېې د پاړسي ژبې لورې مخه کړه او پاړسي ېې خپله کړه . د ځينو سيمو چې ژبه ېې سنسکرېټ وه نو د مېشتو خلکو سره د اړيکو له کبله دې ته اړ شول چې هندي د پاړسوـ عربي په بڼه وکاروي . همداسې ېې ليکني بڼه او ويونه ېې د [[پاړسي]] ، [[عربي]] ، [[تورکي]] ، او وروسته ېې د [[پښتو]] ژبې د اغېزې په وجه ادبي وسموله . همدې نوې بڼې ژبې ته ېې د اوردو ٫٫ اردو٬٬ نوم ورکړ .
اوردو تر ډېره د هندي سره يو ډول گڼل کېږي . ددغو دوؤ ترمنځ توپیر په معياري توگه د نستعلیق لیکبڼې په پاړسوـ عربي لیکلو کې او د ويپانگې برخه ېې له پاړسي او عربي څخه ډېره اغېزمنه ښکاري د کومو ليک لارې چې په ادبي لحاظ له يو بل څخه توپیر لري . هندي بیا په معياري توگه د ديوانگري ليک بڼې او سنسکرېټ په بڼه په هندي ادبياتو کې لیکل کېږي . دواړه اوردو او هندي په لويه کچه عربي ، پاړسي ، او سنسکرېټ ويونه کاروي . او د همدې له کبله ډېری ژب پوهان دغو دواړو ته د يوې ژبې د دوه ؤ معياري بڼو لرونکې وايي، او د توپیر وجې ېې ژب پوهان د نژدو ـ ژب ـ ټولنيز (sociolinguistic)اړخ گڼي .
|