د "مایکروارګانیزم" د بڼو تر مېنځ توپير
د "هر ژوندی موجود چې بې له مایکروسکوپ څخه په عادي سترګو (naked eyes ) نه لیدل کیږي؛ د مایکروارګانیز..." تورو مخ جوړ شو |
(بې توپيره)
|
د ۱۹:۵۴, ۲۳ مارچ ۲۰۱۷ بڼه
هر ژوندی موجود چې بې له مایکروسکوپ څخه په عادي سترګو (naked eyes ) نه لیدل کیږي؛ د مایکروارګانیزم یا مایکروب په نوم یادیږي.
کیدای شي مایکروارګانیزمونه یو حجروي او یا ډير حجروي وي. (۴، ۵، ۶).
مایکروارګانیزمونه کیدای شي حیواني او یا هم نباتي وي. (۳).
مایکروارګانیزمونه د لومړي ځل لپاره د Anton van Leeuwenhoek په واسطه په ۱۶۷۵ میلادي کال کې د خپل جوړ شوي مایکروسکوپ په واسطه ولیدل شول.
مایکروارګانیزمونه ګڼ شمیر ډولونه لري، د نمونې په ډول باکتریاوې، وایرسونه، فنکسونه، الجي، ارچیا (Archaea)، پروتوزواګانې، Viroids، Chlamydia، Rickettsia، Mycoplasmas، prions او داسې نور.(۷، ۸، ۹).
د مایکروارګانیزمونو یو شمیر ډولونه ( لکه وایرسونه، Prions او Viroids) غیر حجروي او یا Sub cellular، ځینې ډولونه یې Prokaryotic (لکه باکتریاوې، ارچیا، Chlamydia، Rickettsia، Mycoplasmas ) او ځینې نور یې Eukaryotic (لکه فنګسونه، الجي، پروتوزواګانې او Slime mold ) جوړښت لري.(۱).
مایکروارګانیزمونه ګڼ شمیر ډولونه لري چې په لوړه پیمانه په چاپیریال (هوا، اوبو، خوړو، خاوره، بوټو او د انسانانو په سطحه ) لیدل کیږي.
په عمومې توګه دوه ډولونه لري:
۱- مفید مایکروارګانیزمونه: هغه مایکروارګانیزمونه دي چې انسانانو ته ګټه رسوي لکه د پوستکي او مخاطي غشاء لپاسه موجودې نورمالي فلوراوې چې د پتوجن مایکروارګانیزمونو له ځای پرځای کیدو څخه مخنیوی کوي.
۲- مضر مایکروارګانیزمونه: هغه مایکروارګانیزمونه دي چې په انسانانو کې ناروغۍ رامنځته کوي. د مفیدو مایکروارګانیزمونو شمیر له مضرو مایکروارګانیزمونو څخه ډير زیات دی. (۱، ۲).
سرچینې:
1- kayser F.H.etal. Medical microbiology, 2005, Thieme , pdf format, on CD ROM.
2- Walter R.Wilson, W. Lawrence et al. Current Diagnosis & Treatment in Infectious Diseases 1st edition. Publisher: McGraw-Hill/Appleton & Lange (June 22, 2001).Isilo format, On CD ROM.
3- Stedman’s electronic Medical dictionary. Version 6, 2004, Lippincott Williams and wilkins.
4- word web professional 5.32, 2007, Antony Lewis, on CD Rom.
5- http://www.sciencedaily.com/articles/m/microorganism.htm
6- http://www.merriam-webster.com/dictionary/microorganism
7-http://www.biology-online.org/dictionary/Microorganism