د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۷۲ کرښه:
لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې:
 
چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو -
چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم
 
چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه -
تره به زه د هند په لور په تماشه ځم
 
پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه -
نو ایران لره په توغ په نغاره ځم
 
معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې -
تر نگين مي ایران لاندي شاهانه ځم
 
زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم -
په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم