د "پولي وینايل کلورايډ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۹ کرښه:
== جوړښت ==
د پولي وینایل کلورایډ بنسټ مالګه او تېل دي. د مالګې څخه کلور او د اومه تېلو د شننې څخه ايتلین په لاس راوړل کېږي. کلور ۵۷ سلنه، ايتلین ۴۳ سلنه په دغه تړنګ کې ونده اخلي او د یو ځای کولو څخه یې دای کالوریتان جوړېږي. بیا د دای کالوریتان یوه برخه د ایلیمینشن د عملې (Elimination reaction) په مرسته لمنځه وړي او پاتې شوې برخه د هایدروجن کلورایډ په ګازو او په وینایل کلورایډ باندې شننه او تجزیه کېږي. په لاس راوړل شوې وینایل کلورایډ د اوبو سره په یوه ریاکتور کې یو ځای کوي او د جګ فشار او د لوړې تودوخې په مرسته پوليمیریزیشن کېږي او په یوه اومه پولي وینایل کلورایډ بدلیږي. وروسته د چاڼولو او پاکولو څخه په لاس راوړل شوي پولي وینایل کلورایډ د یوه سپین پوډر بڼه لري.
پوډر سره د [[جمعي تړنګتعامل|جمعي تړنګ]] په مرسته د تودوخې په کابو ۱۸۰ – ۲۰۰ درجو کې جمع کونکي (په انګریزۍ: Additives) ګډوي. جمع کونکي د بنسټ ییز پولي وینایل کلورایډ په ځانګړنو کې بدلون راولي. بنسټ ییز پولي وینایل کلورایډ یو وچ ماتېدونکی توکی دی جمع کونکي کله توکي ته پیاوړتیا، کله کلکوالی او کله یې هم نرمه وي.
د پیاوړتیا د ډېرولو له پاره یې د وار (وهلو) په وړاندې اکریلونیتریل بوتادین استایرن (په انګرېزۍ: Acrylonitrile butadiene styrene ، لنډیز:ABS) ورګډوي. داسې پولي وینایل کلورایډ د کلک په نامه یادېږي.
هغه توکونه چې بهر کارېږي او د لمر د وړانګو سره اړیکه کوي په بله وینا چې د UV د وړانګو اغېزې یې لږ کړې وي او د توکونو رنګ یې ساتلی وي، بنزوفنونن، بنزوتریازول پولي وینایل کلورایډ ته ورډېروي.