د "پولي وینايل کلورايډ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 1 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q146368 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Pipes.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|د پولي ونيل کلورايډ نه جوړ شوي پيپونهپايپونه]]
پولي ونيل کلورايډ
 
''' پولي وینایل کلورایډ''' ''([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Polyvinyl chloride)'' په لنډه یې PVC او په وګړیزه ژبه یې پلاستیک بولي.
پولي وینایل کلورایډ د وینایل کلورایډ د پوليمیریزیشن څخه په لاس راغی او د مندلو سره یې هڅه وشوه چې نور پنځ (طبیعت) وه نه ځوروي او د پنځیزو توکونو لکه: لرګی، وسپنه، سیمټ او داسو نورو د کارولو څخه لاس واخلي او یا یې کاروونه کمکۍ کړي.
 
== پیداښت ==
په ۱۸۳۸ زیږیدیز کې حینري ویکتور ریجنیلت فرانسوي عالم په یوه ناڅاپي پېښه کې او بیا په ۱۸۷۲ زیږیدیز کې ائګین باومن الماني کیمیاپوه پولې وینایل کلوریډ وموندل. د دغه نوښت څخه نه یوه او نه بل کومه ګټه پورته کړه. وروسته په ۱۹۱۲ زیږیدیز کې ایوان اوسترومیسلینسکي (روسي) او فریتز کلات (الماني)، پوهانو په ملګرتیا سره هغه زهري کلور چې په پولي وینایل کلورایډ کې شتون درلودل په اسانه جلا کړل. خو بریالي نه شول چې یوه ښه او د کار وړ توکی ترې جوړ کړي. په ۱۹۲۶ زیږیدیز کې والدو سیمون امریکایي دغه توکی پلاستیکي کړ او هر ډول فورم او بڼې یې ورکړې.
 
== جوړښت ==
د پولي وینایل کلورایډ بنسټ مالګه او تېل دي. د مالګې څخه کلور او د اومه تېلو د شننې څخه ايتلین په لاس راوړل کېږي. کلور ۵۷ سلنه، ايتلین ۴۳ سلنه په دغه تړنګ کې ونده اخلي او د یو ځای کولو څخه یې دای کالوریتان جوړېږي. بیا د دای کالوریتان یوه برخه د ایلیمینشن د عملې (Elimination reaction) په مرسته لمنځه وړي او پاتې شوې برخه د هایدروجن کلورایډ په ګازو او په وینایل کلورایډ باندې شننه او تجزیه کېږي. په لاس راوړل شوې وینایل کلورایډ د اوبو سره په یوه ریاکتور کې یو ځای کوي او د جګ فشار او د لوړې تودوخې په مرسته پوليمیریزیشن کېږي او په یوه اومه پولي وینایل کلورایډ بدلیږي. وروسته د چاڼولو او پاکولو څخه په لاس راوړل شوي پولي وینایل کلورایډ د یوه سپین پوډر بڼه لري.
پوډر سره د جمعي تړنګ په مرسته د تودوخې په کابو ۱۸۰ – ۲۰۰ درجو کې جمع کونکي (په انګریزۍ: Additives) ګډوي. جمع کونکي د بنسټ ییز پولي وینایل کلورایډ په ځانګړنو کې بدلون راولي. بنسټ ییز پولي وینایل کلورایډ یو وچ ماتېدونکی توکی دی جمع کونکي کله توکي ته پیاوړتیا، کله کلکوالی او کله یې هم نرمه وي.
د پیاوړتیا د ډېرولو له پاره یې د وار (وهلو) په وړاندې اکریلونیتریل بوتادین استایرن (په انګرېزۍ: Acrylonitrile butadiene styrene ، لنډیز:ABS) ورګډوي. داسې پولي وینایل کلورایډ د کلک په نامه یادېږي.
هغه توکونه چې بهر کارېږي او د لمر د وړانګو سره اړیکه کوي په بله وینا چې د UV د وړانګو اغېزې یې لږ کړې وي او د توکونو رنګ یې ساتلی وي، بنزوفنونن، بنزوتریازول PVC ته ورډېروي.
د نرمولو د پاره د وینایل کلورایډ سره پلاستیکي کونکي (په انګرېزۍ: Plasticizer) یو ځای کيږي چې د نرم پولي وینایل کلورایډ په نامه یادېږي.
 
== کارونځ ==
د کلک پولي وینایل کلورایډ څخه د پلاستیک تختې، د برېښنا د سیمونو کانالونه، د اوبو نلونه او د کړکیو او د ورونو چاږکاټونه ترې جوړېږي.
نرم پولي وینایل کلورایډ څخه د پوړ د پټولو پلاستیکي فرشونه، د اوبو پایپونه او کله یې تر هغه هم نرموي چې د چار جامې او د باران کوټونه او داسې نور ترې جوړېږي.
پولي وینایل کلورایډ په غټه توګه د ماشومانو د لوبو د شیانو په پار هم کارېږي. خو دې سره به د پولي وینایل کلورایډ په جوړښت کې د روغتیا د ګواښنې جمع کونکي ګډ نه وي. دا خبره ډېره جدي ده او په دې موخه جوړه شوې پولي وینایل کلورایډ د ډېرو جدي نورم او د کنترول د کتاب د مخه کنترولېږي.
 
== د پولي وینایل کلورایډ ګواښنه ==
[[وېشنيزه:کيميا| ]]
د دغه توکي د جوړو شویو شیانو د ځانګړنې څخه څرګنده شوې چې دغه توکی په عادي اکر (حالت) کې د استعمال وړ او د انسان د روغتیا لپاره هیځ کوم زیان نلري. هغه جمع کونکي (لکه سرپ) چې پخوا ورسره ګډېدل نن نه ورسره ګډېږي او د هغوی پر ځای نورو توکونه چې انسان ته زیان نه لري کاروي.
[[وېشنيزه:پولي ونيل كلورايډ]]
 
== سرچینې ==
* کړکۍ په ودانۍ کې (ودانیز کتاب)
* د ویکي پاڼې
 
 
[[وېشنيزه:کيمياکیمیا| کیمیا]]
[[وېشنيزه:تخنیکي کړنلارې ]]
[[وېشنيزه:ودانیز توکونه]]