د "اسدالله دانش ساپى" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و clean up, replaced: ← using AWB
۱ کرښه:
'''اسدالله دانش ساپى''' پر ۱۳۴۴لمريز كال د لغمان په ولايت كې كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په لغمان او کندهار کې ترسره کړې او دولسم ټولگی يې په كابل كې لوستی .
اسد دانش له كتاب او خپل فرهنګ سره د ځانګړې مينې درلودو له لامله پر ۱۳۶۶ لمريز كال په [[پېښور]] كې د دانش په نوم يو وړوکی كتابتون پرانيست . دانش كتابتون د هرې ورځې په تېرېدا سره غوړېده او د فرهنګيانو په زړونو كې يې ځاى پيدا كاوه، څه موده وروسته يې د يوشمېر فرهنګي ملګرو په غوښتنه د دانش خپرندويه ټولنې بنسټ کېښود او ددې ترڅنګ يې د الفت په نوم يوه علمي ، ادبي او کلتوري خپرونه هم پيل کړه چې له نېکه مرغه تر دې مهاله يې ۴۰ ګڼې چاپ شوي دي .
دانش خپرندويه ټولنې تر اوسه د دوه زره عنوانه په شا و خوا كې علمي ، تاريخي ، سياسي ، معلوماتي ، ادبي ، ژورنالېستيکي او نور بېلابېل کتابونه چاپ کړي . دانش په لر او بره پښتونخوا کې ځان د لويو ناشرانو په کتار کې درولی دى .
اسدالله دانش د هېواد په ګڼو ښوونځيو ، كليو او حجرو كې ځوانانو او د كتاب مينه والو لپاره كتابتونونه پرانيستي او هم يې له کتابتونونو سره مرسته کړې. ښاغلى اسد دانش په فرهنګي حلقو كې ډېر ملګري ، خواخوږي او دوستان لري . نوموړی تر دې مهاله په ګڼو مډالونو او ستاينليکونو نمانځل شوى دى . په جرمني كې د [[افغانستان]] د كلتوري ودې ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال ، د كونړ سيند په مشاعره كې د كونړ مېشتو فرهنګيانو ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال ، د ځلا خيريه موسسې لخوا يو مډال ، د كبير ستوري په مډال اوله نيكه مرغه په دې وروستيو كې د [[اشوكا]] په نړيوال ايوارډ هم ونمانځل شو ، چې دا يواځې هغه ته نه بلكې ټول افغان ولس ته يو ښه زيرى دی .
 
 
==سرچينه==
# http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091021_studio7_asad.shtml
 
 
[[وېشنيزه:پښتانه]]