د "عطارد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
و یو څه مالومات مې ور زیات کړه خو سم اپډېټ به یې وروسته راشي.
۷ کرښه:
 
په لمریز غونډال کې د عطارد چورلښت بېساری دی. دا سیاره داسې پر لمر را چورلي لکه سپوږمۍ چې پر ځمکې را څرخي--- یانې د چورلښت پر مهال د سپوږمۍ یوه خوا د ځمکې پر لور وي، نو د عطارد دا هم یوازې یوه خوا لمر ته څرمه وي چې دې ته په ستورپوهنه کې نیولی چورلښت (captured rotation, tidal locking, gravitational locking) وایي.
 
د عطارد په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:
 
۱ـ عطارد د لمریز غونډال تر ټولو کوشنۍ سیاره ده --- یانې د ځمکې تر سپوږمۍ یو لږ نوکي لویه ده.
 
۲ـ لمر ته تر ټولو نږدې سیاره ده --- چې له لمر څخه ۵۸ ملیون کیلو متره (۳۶ ملیون میله) یا ۰،۳۹ س.ی. واټن لري.
[نوټ: س.ی. د ستورپوهنیز یوون (Astronomical Unit, AU) لنډون دی چې ۱۵۰ ملیون کیلو متره کېږي چې دا له آره د ځمکې او لمر تر منځ واټن دی. په لمریز غونډال کې واټنونه په ستورپوهنیز یوون سره کچل کېږي.]
۳- د عطارد یوه ورځ د ځمکې ۵۸ ورځې کېږي --- یانې محوري چورلښت یې د ځمکې په پرتله ډېر سوکه دی. خو یو کال یې بیا د ځمکې ۸۸ ورځې کېږي --- یانې په ډېر ګړندیتوب سره پر لمر را چورلي او ښایي له همدې کبله یې د (Mercury) نوم پر ایښی وي چې د روم په لرغوني ادبیاتو کې هغه استازی وو چې په ډېرې چټکتیا یې ځان تر خدایانو رساوه.
 
۴- عطارد یوه ځمکوزمه (terrestrial) سیاره ده --- یانې په جوړښت کې د ځمکې په شان کلک مخ (سطح) لري چې څوک پر درېدای شي [که څه هم ژوندی نشي پاتېدای]. د دې سیارې مخ هم لکه زموږ د سپوږمۍ هغې کندې کندې دی.
 
۵- دا سیاره نرۍ هوا‌وېجه (اټموسفیر) لري چې له آکسیجن، سوډیم، هایډروجن، هیلیم، او پوټاشیم رغښت مومي.
 
۶- عطارد سپوږمیانې نه لري.
 
۷- عطارد کړیانې (rings) نه لري.
 
۸- دوو تشیالبېړیو --- یانې مارینر ۱۰ (Mariner 10) په ۵-۱۹۷۴ کې او مسنجر (MESSENGER) په ۲۰۱۱ کې له عطارد څخه لیدنې ترسره کړې. د ۲۰۱۵ کال د اپرېل پر ۳۰مه د مسنجر ماموریت پای ته ورسېد او د سیارې پر مخ ټوټې ټوټې شوه.
 
۹- په عطارد کې د ژوند کومه نښه نه ده موندل شوې. تودوښه یې د ورځې ۴۳۰ درجو او د شپې له خوا بیا منفي ۱۸۰ درجو ته رسېږي. نو له همدې کبله ژوند کول کې ناشونی دی.
 
۱۰- لمر په عطارد کې د ځمکې په پرتله تر درې واره لا زیات لوی مالومېږي.
 
۱۱- د عطارد راښکونځواک (جاذبه قوه) د ځمکې تر هغې ۶۲٪ لږ دی --- یانې د یوې سل کیلويي ګونۍ اوړو درندتیا (وزن) به په عطارد کې یوازې ۳۸ کیلو وي.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/عطارد" نه اخيستل شوی