د "جيارډيا لامبليا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۴ کرښه:
}}
 
<font face="Tahoma">
'''''جيارډيا لامبليا''''' (چې پخوا د '''''لامبليا انټېسټېنالېس''''' په نوم سره هم يادېده يا '''''جيارډيا ډيوډونالېس''''' او '''''جيارډيا انټېسټېنالېس''''') يوه [[فلاجلي]] [[پروټوزوني]] [[پرازيت]] دی چې د انسانانو د معدې او کولمې لارې منتن کوي او د [[جيارډياسېز]] ناروغي مېنځ ته راوړي.
 
==<font face="Tahoma">کوربانه==
<font face="Tahoma">
جيارډيا انسانان په ناروغۍ اخته کوي. دا يو تر ټولو عام پرازيت دی چې پيشوګانې هم پرې اخته کېږي. د دغه پرازيت په پېورو کوربانو کې غواګانې، سګ لاهوان، هوسۍ، سپي او پسونه هم شامل دي.
 
==<font face="Tahoma">نښې نښانې==
<font face="Tahoma">
کله چې څوک په دغه پرازيت اخته شي نو بيا همدا پرازيت د جيارډياسېز ناروغي منځ ته راوړي، دا د معدې او د کولمو د په لاره کې يوه منتن ناروغي ده چې نښې يې ډېر زيات نس ناستي يا دستونه دي، او کولمې تاو کوي او دردونه هم ورسره احساسېږي. ددې ناروغۍ نورې نښې د باد له وجې د نس پړسوب، ستړيا، زړه بدوالی، کانګې، د بدن د تول کمښت، او [[flatulence]].
په ځينو ناروغانو کې بيا يواځې زړه بدوالی او کانګې تر ټولو لويې نښې وي. کله چې د جيارډيا لامبليا پرازيت د ناروغ بدن ته لار پېدا کړي نو ناروغ په ځان کې دغه نښې نښانې وروسته د لس ورځو ويني. جيارډيا په نړېواله کچه د کولمو د ناروغيو يو لوی لامل دی او دا هغه غېرباکتريايي د نس ناستې ناروغي ده چې په شمالي امريکا کې ډېره پېښېږي. په اصل کې د دغه پرازيت د اصلي ژواکپوهنې په هکله مونږ ډېر لږ پوهېدلای شو.