د "روژه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۴ کرښه:
دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توګه ګوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی . همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي . په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينګار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي .
== د روژې مخينه ==
روژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي . د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز ، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري . د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي . د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې ګناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولوپه بيا بيا ټينګار شوی او وېل شوي چې
(روژه په تاسو فرض کړل شوې لکه څنګه چې له تاسو څخه مخکې انسانانو باندې فرض کړل شوې وه)''. '''روژه''' په لغت كي مطلق بندوالي ته وايې، د هر شي څخه چي وي اوهر وخت چي وي. په [[قرآن کریم]] كي د [[بي بي مریم|بي بي مريمي]] د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوي دي.
|