د "د سېټريک اسيد څرخ" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و Bot: Migrating 53 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q133895 (translate me) |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
[[دوتنه:Citricacidcycle.png|thumb|left|400px|د سېټريک اسيد د څرخ پړاونه]]
'''د سېټريک اسيد څرخ'''، چې د '''ټرايکاربوآکسېليک اسيد څرخ''' ('''TCA څرخ''') يا د '''کرېبس څرخ''' په نومونو سره هم يادېږي، د کټلايز شوي [[انزايم]]ونو د [[کيميايي تعامل]]ونو يوه لړۍ ده. دا کيميايي څرخ په ټولو هغو ژونديو سلولونو کې چې د سلولي سااخيستنې په کړنه کې له [[آکسيجن]] نه کار اخلي پېښېږي. په [[ايوکاريوټ]] سلولونو کې د سېټريک اسيد څرخ د [[مايټوکونډريا]] په [[مېټرکس]] کې سرته رسي. د لومړي ځل لپاره د سېټريک اسيد څرخ د توکيو او تعاملونو موندنه د [[البېرټ شېنټ ګيورګي]] او د [[هانس آډولف کرېبز]] د څېړنو په پايله کې وموندل شول.
په [[اېروبيک ژواندي|اېروبيکو ژوانديو]] کې د سېټريک اسيد څرخ [[مېټابوليکه لار|مېټابوليکو پړاوونو]] يوه برخه ده چې [[کاربوهايډرېټ]]ونو، [[غوړ]]و او پروټينو د کيميايي ادلون بدلون په شتون کې [[کاربون ډای آکسايډ]] او [[اوبه|اوبو]] بدلولو سره د کارولو وړ اېنرژي توليدوي. همداسې نور اړونده تعاملونه چې په ميټابوليک پړاوونو کې پېښېږي هغه دي چې په [[ګلايکوليسېز]] او د [[پايروېټ آکسيډېشن]] په پروسو کې د سېټريک اسيد څرخ د رامېنځ ته کېدو نه دمخه رامېنځ ته کېږي خو [[آکسيډېټيف فاسفوريلېشن]] بيا د سېټريک اسيد څرخ نه وروسته رامېنځ ته کېږي.
[[وېشنيزه:سلولي سااخيستنه]]
[[وېشنيزه:مېټابوليکې لارې]]
|