د "ادبپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير

۵٬۷۲۲ بايټونه ورگډ شول ،  ۷ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
'''ادبپوهنه''' په عام مفهوم هغه پوهنه ده چې د ادبياتو په هکله څېړنه کوي . يا په بله وينا هغه پوهنه چې ادبيات مطالعه کوي ادب پوهنه بلل کېږي . دغه پوهنه له [[فلسفه|فلسفې]] ، ښکلا پوهنې، هنرپوهنې او ژبپوهنې څخه مرسته غواړي .
 
د '''ادب''' لغوي مانا تهذيب دی او څه شی چې له چا سره يا له کوم شي سره لايق او مناسب وي هم ورته ويل کېږي لکه؛
د مجلس اداب، د ټولنې اداب او داسې نور
اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان پخپله وېنا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کېږي چې د وينا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه توب ښيي او په منشور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي.
د ادب په تعريف کې ويل شوي دي چې ادب د ښو الفاظو په وسيله د خپلو احساساتو او ادراکاتو يا د زړه خبرو ښکاره کول او د اوريدونکو په ذهن کې يې کښېنول دي. يعنې ادب يواځې د افکارو او روحي حالاتو اظهار نه دی، بلکه له يوه ذهن نه بل ذهن ته انتقال او ابلاغ هم په کې ملحوظ دی.
دا انتقال که په ښه ډول او مهارت سره وي چې هم په کې ښه کلمات انتخاب شوي وي او هم د کلماتو د ښه تړنګ (ترکيب) او ښه کارونې له مخې فصاحت او بلاغت په پام کې نيول شوی وي، ادب ورته ويل کېږي او که داسې نه وي نو عادي خبرې دي.
 
 
== د ادب پوهنې څانګې ==
 
درېيمه څانګه ادبي کره کتنه نومېږي : په دې لړ کې د ادبي آثارو د ښېګڼو او بدګڼو يا ښکلا ؤو او کمزورتياؤو ښودلو ، او په هکله ېې د پرېکړې کولو دنده په غاړه لري . دغه لړۍ د يو لړ ځانګړو معيارونو له مخې ادبي آثار مېچوي (ارزيابي ) کوي . يا هم په ادبي اثارو ځينې پرېکړې کوي او د هغو ښه او بد يا ښکلي او بدرنګ اړخونه رابرسېره کوي . دغه پورتنۍ درې واړه څانګې ، چې هره يوه ېې د څېړنې او مطالعې پراخه ډګر لري په ټولنييزه توګه ادبپوهنه نومېږي .
 
== د ادب د کلمې ريښې ==
د ادب د کلمې اصل يا ريښه (هذب) دی چې د (بې عيبه) مانا لري.
د هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې دپاره کارېږي چې څينې ځانګې او ښاخونه يې قطع شول او صافه به شوه، وروسته دا کلمه له محسوساتو نه معنوياتو ته ولېږدېده او هغه چا ته به هم وويل شول چې عيبونه به يې ورک شول او مهذب به شو.
اهل لغت ټول پدې باندې متفق دي چې د مهذب کلمه د يوه کامل انسان د پاره د ونې له تهذيبه رانقل شوې ده. څکه چې معنوي او عقلي امور له حسي شيانو ځخه ماخوذ دي لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب، عقل، عقال ځخه ماخوذ ده.
نو د هذب کلمې ذ په دال بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډېر مثالونه لري. لکه هذم، هدم، جدم، جذم، د قطع په مانا (ه) په (همزه) بدله شوه او دا ابدال هم په عربي کې متارف دی لکه اهل، آل، ماه، مه او داسې نور.
نو هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو.
 
== د ادب د کلمې تاريخ ==
ځينې وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه او د [[اسلام]] په ابتدا کې نه وه ځکه چې نه د هغه وخت په ادبي اثارو کې راغلې ده او نه په قران کې شته.بلکې لومړی ځل دا کلمه په [[حديث]] نبوي شريف ((ادبني ربي فاحسن تاديبي)) کې ذکر شوې ده .((دا حديث محدثينوپه دغوالفاظو نه دي ضبط کړي))، ځينې نور وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه کې هم وه او داچې د هغه وخت په اشعارو او [[قرآن|قران شريف]] کې نشته ددې دليل نشي کېدای چې ګواکې دا کلمه په هغه وخت کې هډو موجوده نه وه.
دوی د خپلې مدعا د ثبوت دپاره دا دليل راوړي چې کوم وخت دا کلمه په حديث او اصحابو يا د تابعينو په اقوالو کې راغله او هېچا ېې د معنې او مفوم پوښتنه ونه کړه معلومه ده چې پخوا هم وه او ارتجالآ نه ده وېل شوې.
وايي چې دا کلمه د [[حضرت علي]](رض) په اقوالو کې هم ډېره راغلې ده او د جاهليت په وخت کې هم [[اکثم بن صيفي]] د بني تميمو مشهور خطيب ذکر کړی دی.
 
== د ادب وېش ==
ادب د خپل جوهري او ذاتي وېش په لحاظ دوه ډوله دی:
*ادب محض
*ادب مخلوط
 
=== ادب محض ===
ادب محض هغه دی چې بې د بيان له لُطف او خوږوالي څخه او بې د بديع احساس له تحريکه بل مقصد او بله غايه په کې نه وي، لکه ځينې عشقي غزلې چې د رحمان بابا د حميد او خوشحال بابا او نورو شاعرانو په ديوانو کې ګورو يا ځينې منثور اشعار چې د طبيعي مناظرو يا د احساساتو او عواطفو تمثيل په کې وي.
 
=== ادب مخلوط ===
مخلوط ادب دې ته وايي چې يو اديب کوم تاريخي، علمي، اجتماعي مطلب په ادبي پېرايه کې راوړي او ادبي رنګ ورکړي نو دلته ادب واسطه ده او په لومړي صورت کې غايه ده.
 
د لومړي قسم ادب په لحاظ موضوع شاعرانه احساسات او عواطف روحي کيفيتونه، حسن او جمال، د طبيعت ښکلي مظاهر او مناظر، نفسي اغېزې، فلبي تمايلات ګڼل کېږي مګر دوهم قسم ادب هر څه په غېږ کې نيسي او کېدای شي چې سړی ساينس او تخنيکي يا رياضي مسايلو ته هم ادبي رنګ ورکړي او ادب په هر څه کې ګډ کاندي.
 
[[وېشنيزه:هڅوب]]
 
== سرچينې ==
۷٬۷۹۰

سمونې