د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۱۵ کرښه:
زبیر، حاجی راز محمد، قوماندان حاجی ګلا جان... د مامکي اوسیدونکي دي.
مولوي انځیر ګل، ملا ملنګ، شهید پاینده محمد، شهید عبدالرازق، ، قوماندان عبدالشکور، مولوی رحمت ګل، شهید صوفي عبدالرحمن، مولوي سردار ولي، قوماندان ظفر خان، مولوی عبدالحی، قوماندان عظم الدین، مولوی نور ګل او داسی نور...... د مهربان درې او خروټی سفلا اوسیدونکي دي.
 
===د چک ولسوالۍ===
 
چک دریمه درجه ولسوالي ده (۱۱۹۲) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۲۰۰) متره لوړ والی لري، د (۳۵-۶۸)درجو طول البلد او (۳۴-۰۶) درجو عرض البلد تر منځ واقع ده. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)
د چک بریښنا فابریکه او بند هم په همدې ولسوالۍ کې موقعیت لري، دا فابریکه د (۱۹۳۶-۱۹۴۱) م کلونو تر منځ د آلمان د هیواد په تخنیکي مرسته جوړه، د دریو توربینونو په لرلو یې د (۳۳۰۰) کیلو واټ بریښنا د تولید ظرفیت یې درلود، خو د جګړو او د دولت د نه پاملرني له امله اوس د فابریکې حالت د اندیښنې وړ او او ډیر کم تولید لري. چې فابریکې ته څیرمه کلي ترې ګټه اخلي.
 
====څلور خواوې او مهمې حوزې: ====
 
د دې ولسوالۍ شمال لور ته د نرخ ولسوالي، ختیځ ته یې د سید آباد ولسوالي، لویدیځ ته یې د جلګې او دایمیر داد ولسوالي، او جنوب ته یې د جغتو ولسوالي پرته ده.
 
د چک ولسوالي په لاندې څو درو او حوزو ویشل شوې:- ۱- آمبو خاک ۲- بیک سمند۳- علیشه ۴- کوز خوات ۵-منځنی خوات ۶- بر خوات ۷- سیوکه (سیبکه) ۸- ګردن مسجد ۱۰- سیاب ۱۱- عربان ۱۲- نیک پایقو ل ۱۳-ګوډه.
پدې درو او حوزو کې لاندې مهم کلي پراته دي:
 
====۱- د آمبو خاک سیمه: ====
په دې سیمه کې د اله سنګ، صالح خیل، خړیان، آمبوخاک، ګلدان، شاه قلندر او ګرداب کلي پراته دي.
د دې درې سیمه د خړیانو او اله سنګ له کلیو د سیدآباد او نرخ له ولسوالیو جلا کیږي او د قبلې په لورې پرمخ ځې.
دا سیمه هم له اله سنګ پرته د چک له سیند څخه اوبه اخلي، او کلي یې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته دي، خو دا سیمه د یوې تنګې درې په بڼه پرته ده.
 
====۲- د علیشې دره:====
 
په دې دره کې دا مهم پراته دي: علیشه، لنګر، کولک، شیخ یاسین...
دا دره د علیشي د غرونو په لمنو کې او د چک د سیند په غاړه پرته ده او د انګریزانو په خلاف د مجاهدینو قوماندان د غازی محمد جان خان ددې سیمې اسیدونکی وو.
====۳-بیک سمند: ====
 
دا دره د کوز خوات د شمال لور ته د علیشې د غرونو په لودیځه لمن کې پرته ده، دا دره د چک د سیند څخه ګټه نشی تر لاسه کولای، د کرنې ټولې ځمکې یې د چینو او کاریزونو په اوبو خړوبیږي، همدا شان په دې دره کې د وردګو د قوم تر څنګ زیاتره مسید، شیراني، هیریپال، مروت، منګل او نور قومونه هم اوسیږي. (وردګ:د نعمت الله رشیدي لیکنه)
د دې سیمې مهم کلي د: جوز، جلیل، حسین کلا، پالیزک..څخه عبارت دي.
 
====۴-کوز خوات:====
 
دا سیمه د چک د سیند دواړو خواوو ته پراته دي، ښکلې، شنه او آباده سیمه ده. ښې د کرنې ځمکې، ښکلي باغونه او راز راز میوې لري. د نورو غلو تر څنګ د پنډو وریجو شولې هم پکښی کرل کیږي.
د دې سیمې مهم کلي د زمان خیل، خلیلي، لوړ، مداد، ګلي، لاله خیل، نوره خیل هزار باغ، څخه عبارت دي.
 
====۵-منځنی خوات:====
 
دا سیمه هم د کوز خوات په شان د چک د سیند پر دواړو غاړو پرته، ښکلې شنه او آباده سیمه ده ښې غلې دانې او رنګا رنګ میوې لري، د چک د بریښنا فابریکه هم په همدې ځای کې موقیعت لري، د پنه په سیمه کې دهغو شهید انو یاد ګاري څلی هم شته چې د ۱۳۵۹ کال دروژې په قوه کې د شهید انو لست پرې لیکل شوي دی.
د چک ولسوالۍ مرکز او د چک د ولسوالۍ بازار هم په همدې سیمه کې موقعیت لري. د دې سیمې ځینې مهم کلي د بمبايې، علیهمت، مدو، پنه، باباکلا، چک، زرباغ....... څخه عبارت دي.
او جهادي شخصیت او نومیالی عالم استاد محمد یاسر ددې سیمې اوسیدونکی وو.
 
====۶-بر خوات:====
 
په دې سیمه کې مهم کلی د نوره خیل، کولک، قرباني، سپین ښور، علیشنګ... څخه عبارت دي.
شهید مامور عبدالباري فدایې شهادت: (۱۳۶۹ /۹/۲). شهید جګړن عبدالحق، شهید جنرال عبدالعلي خان وردګ چې د کمونستانو په کودتا کې د داؤد خان په طرفداری یوازینی جنرال ؤ چې تر شهادت پورې وجنګید او په (۱۳۵۷/۲/ ۷) کې په شهادت ورسید، جنرال عبدالرحیم وردګ د اوسني حکومت د دفاع وزیر، د دې سیمې اوسیدونکي دي.
 
====۷-سیوکه:====
 
دا سیمه د چک او خوات له سیمې لوړه د په چپ لاس د مسجد په خوله کې پرته ده، شکم پاره، دربند، کوتره، ابراهیم خیل د دې سیمې مشهور کلي دي.
====۸-ګردن مسجد: ====
 
دا سیمه د درې په بڼه د خوات څخه د جنوب غرب په لور پرته ده، د دې سیمې ځمکې د کاریزونو او چینو په اوبو اوبه کیږي. له همدې سیمې د چک له ولسوالۍ د جغتو ولسوالۍ ته سرک اوښتی، همدا شان د سید آباد ولسوالۍ ته د غاښو له لارې پلې لارې اوښتې دي.
د دي درې مشهور کلي د مومد، قادر خیل، کچغو، څلګرې، علیا تکه، برغسون، ملکیار خیل څخه عبارت دي.
====۹-آبګزار====
(دره مشک، میرکه، چینه، تر ممد، پای کوتل، سره کلا، )
 
====۱۰-د سیاب یا سه آب دره:====
(مفتومه، حکیم خیل، خوجګین، ټپور، قاضیان). دا چې دا دره ولې په سه آب مشهوره ده لامل یې دادی چې د کوډه، نیم پایقول، او د بغلان د درو اوبه دغه ځای ته راوتلې دي.
====۱۱- د عربانو دره:====
(ګنیګر، بلاق، چارشونه، خواجه انګور، کنجغتو، ظریف خیل، خواجه احمد، نشکک، بغلان)
====۱۲-نیم پایکول (نیک پایقول)دره :====
(چوڼي، فتح خیل، سرپوښ، شونیه، ګلسینکه، او داسې نور...) دا دره د عربانو په ښي اړخ کې پرته ده د سیاب او ګوډه د سرک څخه لار ورته ورګرځیدلې ده، دا دره د لویدیځ په لوري پرته ده، د دې درې څخه یوه لاره دلخشک دغاښي څخه د جلګې ولسوالی دنازک خیلو سیمې ته اوښتې ده، د دې سیمې بعضې مشهور اشخاص:-ابن امین، مستو خان.
 
====۱۳- د ګوډه دره:====
 
دغه دره د چک ولسوالۍ وروستی دره ده چې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته کلي د همدې درې مربوط دي دا دره دسیاب څخه تر تنګي سیدان پورې غزیدلې ده، د چک د سیند له برکته ښې زراعتي ځمکې او ښکلي با غونه لري، د جلګې ولسوالۍ ته غزیدلی سرک په همدې دره کې تیریږي: عمر زي، آزاد خیل، ګوډه، کلالان، نوبرجه، برګه کلا، ابراهیم خیل د دي درې مشهور کلي دي، په دي دره کې د وردګو ترڅنګ نور پښتانه قومونه هم د ورور ګلوی په فضا کې ژوند کوي لکه اندړ، عمرزي، اوریاخیل، دوراني، هوتک، ابراهیم خیل، ترکي......
 
== '''د اوبو سرچينې''' ==