د "وردګ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۰۱ کرښه:
ددغه ولایت د اوبو سرچینې د هیواد د نورو سیمو په څیر د لوړو غرونو څخه د را روانو سیندونو څخه عبارت دي. پدې ولایت کې د هیواد د دریو لویو سیندونو اوبه بهیږي چې عبارت دي له:
 
== '''۱- دهلمند سیند''' ==
دا سیند د بابا د غره د جنوبی لمنو، د لومړی حصی بهسودو له درو او د پغمان د غره له لویدیځو لمنو د رابهیدونکو اوبو څخه سرچینه اخلی، د بهسودو په دوهمه حصه کې هم د دواړو خواوو څخه د رابهیدونکو اوبو په واسطه پیاوړی کیږی، او پرته له دې چې دې سیمې ته ډیره ګټه ورسوی په ډیره بیړه د دای زنګي (پنجاب) سیمې ته داخیلیږي.
دا سیند د وردګو په ولایت کې تقریباً د (۸۰) کیلو مترو په اوږدو بهیږی. د بریښنا د تولید او د ځمکو د خړوبولو لپاره په دې ولایت کې ښې وړتیاوي لري، کیدای شي په ډیره لږه بیه پرې د بریښنا لوی بندونه او فابریکې جوړې شي. او په زرګونه هکتاره ځمکه پرې خړوبه او د کرنې لپاره برابره شي.