د "کارل مارکس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: ilo:Karl Marx
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
 
کارل مارکس يوازې سياسي متفکر نه وو، دى هغه سړى وو چې له پيله يې د خپلو ليکنو له لارې د بدلونونو راوستل او لاس ته راوړل غوښتل. پخپل يوه لومړني اثر کې مارکس داسې ليکي :
فليسوفانو نړي په بيلابيلو بڼو تعبير کړى ده. خو خبره ددې نړى په بدلون کې ده. او مارکس دا بدلون رامنځ ته هم کړ . د کمونېزم هغه موډول چې کارل مارکس الهام ورکړى وو د چين ، د روسيې او د هغې د امپراتورۍ په اويا کلن تاريخ كې له [[کيوبا]] نه تر [[کمبوديا]] پورې دنړى په مختلفو هيوادونو کې واکمن وو . مارکس غوښتل چې د حکومتونو دوديز ليبرال عادتونه له منځه يوسي . د هغه مهال دولتونه يې نه غوښتل .
فليسوفانو نړي په بيلابيلو بڼو تعبير کړى ده. خو خبره ددې نړى په بدلون کې ده.
 
او مارکس دا بدلون رامنځ ته هم کړ . د کمونېزم هغه موډول چې کارل مارکس الهام ورکړى وو د چين ، د روسيې او د هغې د امپراتورۍ په اويا کلن تاريخ كې له [[کيوبا]] نه تر [[کمبوديا]] پورې دنړى په مختلفو هيوادونو کې واکمن وو . مارکس غوښتل چې د حکومتونو دوديز ليبرال عادتونه له منځه يوسي . د هغه مهال دولتونه يې نه غوښتل .
د [[لندن]] کالج له پوهنتون نه جوناتان وولف وايي:
 
"ليبرالو دولتونو ويل چې دولت بايد د خلکو او مادي شيانو تر منځ بې توپيره او بې طرفه وي ، په داسې حال کې چې ددولت دنده داده چې د ژوند په مختلفو برخو کې ټولو ته يو شان موکه ورکړي او برابري وساتي." هغه زياتوي:
هغه زياتوي:
 
"مارکس گومان کاوه ، چې دا ساده فکر وو او پخپله په دې باور وو چې ټول دولتونه د طبقاتو استثمار او زبيښاک وسايل دي. نو ځکه به يوه طبقه دا دولت ددې لپاره کاروي چې خپل اقتصادي ځواک پياوړى کړي او بله طبقه تر ستم لاندې راولي او ويې زبيښي . ښايي څوک وپوښتي چې په کمونستي دولت کې خبره څنگه ده ؟ په دې اړه د مارکس نظر دادى چې په لومړي پړاو کې کمونيزم ته اړتيا شته خو کله چې پراخه کمونستي ټولنه رامنځ ته کيږي نو بيا دولت ته اړتيا نشته ځکه هغه مهال خو به مختلفې طبقې نه وي او داسې کسان به نه وي چې په نورو ظلم کوي او استثماروي يې."
د بريستل له پوهنتون نه تيرېل کاروير د مارکس په اړه وايي:
 
"دى د سياسي غبرگونونو په مهال کې رالوى شو چې هغه وخت د [[ناپليون بوناپارت|ناپليون]] تر پېر وروسته [[سياست]] ډير محافضه کار او دودپال وگرځيد . نوموړي له زده کوونکو او نورو سره له ځوانۍ نه په دې کې برخمن وو ، چې ددموکراتيکو نظرېو د لرلو او تبليغ کولو له امله به يې ځورول او جيلونو ته به يې اچول. نو مارکس په داسې مهال کې لوى شو ، چې دموکراسي پخپله انقلابي وه ځکه د جرمني پاچاهانو او شهزادگانو داسې قوانين را ايستلي ول ، چې دوى يې په خلکو حتمي او دايمي واکمن گرځول."
"دى د سياسي غبرگونونو په مهال کې رالوى شو چې هغه وخت د [[ناپليون بوناپارت|ناپليون]] تر پېر وروسته [[سياست]] ډير محافضه کار او دودپال وگرځيد . نوموړي له زده کوونکو او نورو سره له ځوانۍ نه په دې کې برخمن وو ، چې ددموکراتيکو نظرېو د لرلو او تبليغ کولو له امله به يې ځورول او جيلونو ته به يې اچول. نو مارکس په داسې مهال کې لوى شو ، چې دموکراسي پخپله انقلابي وه ځکه د جرمني پاچاهانو او شهزادگانو داسې قوانين را ايستلي ول ، چې دوى يې په خلکو حتمي او دايمي واکمن گرځول." کله چې مارکس په دې بريالي نشو چې د خپلې خوښې دنده ترلاسه کړي نو ده بنسټ پال ژورناليزم ته مخه کړه او ډير ژر [[پاريس]] ، [[بروکسل]] او په پاى کې لندن ته کډه شو ، چې د خپل ژوند د پاخه عمر ډيره برخه يې په لندن کې تيره کړه . سره له دې چې موږ مارکس د کمونيزم د پلار په توگه پيژنو ، خو دده د کار زياته برخه په کاپيتاليزم او د هغه په شننو کې غبرگون مومي . لکه چې [[تيريل کاروير]] وايي نوموړي د سوداگرىيزې ټولنې د گټې کولو پر اصولو درنه نيوکه کوله.
"هغه څه چې مارکس وکړل داوو چې دطبقاتې مبارزې په لړ کې يې ددې برخې تورې خواووې راوسپړلې او په ځانگړي ډول هغه صنعتي کارگران يې په گوته کړل چې په پوره خوارى اونيستي کې اوسيدل اودده په گومان دژوند شرايط يې لاپسې خرابيدل. داسې شواهد اوثبوت شته چې مارکس په ١٨٣٠ مو،٤٠مو او٥٠ کلونو کې پدې برخه کې په حقه وو ځکه چې داسې رپوټونه وو چې دده څرگندونې يې رښتينې ښوولې. هغه څه چې ده غوښتل داوو چې دصنعت په برخه کې ځينې کسان دنورو داستثمار له کبله خورا شتمن شول اوپاتې نور يې له داسې خوارۍ سره لاس اوگريوان شول چې انځورول يې گران دي."
 
دکارل مارکس ساده اوبنسټيز باور داوۀ چې د انسان رښتينى طبيعت ټولنيز دى . جوناتان وولف داسې توضيح ورکوي.
"دمارکس نظر داوۀ چې دغه جامې چې تاسو اوس اغوستې دي اوپکې ولاړ يى ، پکې کينۍ څومره کسانو يې په جوړولو کې برخه اخيستې ده؟ د دغې ستنې دجوړولو تکنالوژي چې داجامې پرې اوبدل شوې اوجوړې شوې دي خورا ارزښت لري. نود شيانو جوړول چې د تاريخ په اوږدو کې دهغو په جوړولو کې ډيرو وگړو برخه اخيستې خورا ارزښت لري. دمارکس لپاره اصلي خبره داده چې موږ دتوليدي شيانو دجوړولو په خبره کې يوله بل سره همکاري کوو. موږ داهمکاري نه احاسسوو او نه يې وينو خو نړى دهمکارى ستر ډگردى."
 
خومارکس باور لارۀ چې په کاپيتاليستي سيستم کې وگړي لدې همکارۍ نه لرې اوپټ ساتل شوي دي . ددوى رښتيني طبيعت پټ ساتل کيږي اونه جوتيږي. مارکس دې ته دوگړو له گوښي والي اوجدايي نه وايي . نوموړي عقيده لري چې خلک له هغه څه نه گوښي کيږي چې بايد پدوى پورې اړه ولري. دده په گومان دين اومذهب دلرې والي اوگوښي والي يو لامل دى.
د مارکس په باور خلک پخپل انځور کې خدايان جوړوي اوبيا عبادت ورته کوي . دى وايي موږ ځکه داکار کووچې سخت اودرانه کارونه کوو اوبيا دهغه محصول نه وينو. په ځانگړي ډول دکارخانو کارگران له هغه څه نه لرې اوبې برخې دى چې دوى يې جوړوي او توليدوي.
 
"موږ انسانان په تيوريتيکي ډول ډير پنځوونکي يو. موږ دښکلا چارې ترسره کولى شو. لکه چې کارل مارکس فکر وي موږ په کاپيتاليزم کې له ماشين سره تړلي يو. موږ تاکراري چارې بيااوبيا ترسره کوو. موږ پخپل توليد کې له شعور اومينې نه خوند نه اخلو. مارکس به ويل: موږ له انسانانو نه په يوه فعاله ماده او خيټه اوښتي يو. دا په کاپيتاليزم کې زموږ ژوند دى.
نو گوښى شوى کار هغه څه دى چې موږ يې دتوليد په ساحه کې گوښي کړي يو. نوموږ هغه مهال خوښ يو چې کار نه کوو. خودمارکس په گومان کاربايد دانسان اړين فعاليت وي موږبايد په کار کې خپل ځاى ومومو اوهمدامونيمگړتيا وې پوره کوي".
 
مارکس پدې باورنه لارۀ چې په کاپيتاليزم کې هرڅه بد دى . نوموړي پدې عقيده وۀ چې داهغه مرحله ده چې ټولنه بايد سوسياليزم ته درسيدو لپاره بايد تې تېره شي.خو دۀ فکر کاوه چې کاپيتاليزم تل له بحرانونوسره لاس اوگرېوان وۀ اوپه پاي کې له حتمي زوال سره مخامخ کېدۀ .
"مارکس هغه څه ته گوته نيسي چې نن ورته دازاد مارکيټ لوړې ژورې اوټيټې جگې وايي. دى وايي چې گټه دزياتې پانگې اچونې مانا لر ى اودا پخپل وار زياتو کارگرانو ته اړتيا رامنځ ته کوي. دادجگو تنخواو سبب کيږي او دابيا خپپل وار دکار دعصري کولو وسايلو ته لاره پرانيزي خبره دې ته رسيږي چې بيکارى رامنځ ته شي اودشيانو اومال تقاضا راکميږي. لږې تنخواې بيا ډيره گټه رامنځ ته کوي اوداکړى بيا همداسې پيليږي. خودمارکس په عقيده هر نوى بحران به ترپخواني دا بد او سخت وي . دنوموړي په گومان داټول دپانگې دزياتوالي له امله وي . جوناتان وولف دانظريه دموډرن اومعاصرې بيلگې له مخې بيانوي:"
 
دبيلگې په توگه موږ څه موده وړاندې په برتانيه کې په ټولنيزو خدمتونوکې رنگارنگ ستونزې ياچاودنې وليدې . ځکه اوس ډير خلک په کور کې ماشوم پاله لري چې ماشومان ورته وروزي يې يې زاړه خلک داسې استوگنځايونوته استولي دي چې پيسې يې ورکوي . داهغه څه دي چې دکورنۍ پرځاى په مارکيټ کې چليږي.
اوسني خلک دهغو شيانو دکولو په بدل کې يو بل ته پيسې ورکوي چې پخوا به يې وړيا کول. ددې ماناداده چې څومره چې ټولنيزه پانگه په پوليزه اواقتصادي بڼه اوړي هومره دابحران زياته اغيزه ولري. نو هرنوى بحران داسخت وي ځکه ډېره پانگه دخليه ده اوزموږ دژوند ډيرې برخې له مارکيټ سره تړلې دي. مارکس فکر کاوۀ چې کمونيزم به پاى ته رسيږي ، دادمارکس وړاندوينه وه.
"پريږدى چې حاکمې طبقې په کمنونيستي انقلاب کې په لړزه راشي. کارگران خوله خپلو ځنځيرونو پرته هيڅ شي له لاسه نشي ورکولى. دوى بايد په ټوله نړى کې بريالي شي ." دنړى کارگرانوسره يوشى".
 
دادهغه کتاب وروستۍ جملې دي چې کمونسيتي مانيفيست نوميږي اوکارل مارکس اودده همکارفريدريخ انگلس په گډه ليکلى دى . داکتاب په ١٨٤٨ کال کې وليکل شو اوپدې جملو پيلېدۀ. اروپا يوې راتلونکې ته سترگې په لاره دى _ دکمونيزم راتلونکې ته .
تيريل کاروېر وايي چې کارل مارکس فکر کاوۀ چې همغه کال به دنوموړي وړاند وينه رښتيا کيږي او اروپا ته به کمونيزم را رسيږي.
Line ۲۹ ⟶ ۳۶:
دامشهوره کلمه يې له بل چا پور کړه چې وايي : دنړى کارگرانوسره يوشى!! دادنړيوال غورځنگ په مانا وه ، دوى غوښتل چى داروپا په لروبر کې کارگران ازاد شي اودښه اودرنښت وړ کار شرايط ورته چمتو شي. لدې سره جوخت دوى بايد په سياسى موسسو کې استازي ولري ، قانون کنترول کړي اواغيزه پرې ولري اوپه ټولنه کې دمالونو اوخدمتونو په ويش کې برخه واخلي."
د ١٨٤٨ کال انقلابونه داسې ستر کمونستي انقلابونه نه وو چې مارکس يې په جرمني ، فرانسه اوبرتانيا کې دپيښيدو وړاند وينه کړې وه. ده باورلارۀ چې هرکله چې هرچيرې داسې انقلاب رادرومي نو ښاري پرولتاريا به يې مخکښه وي .دوى به بري ته درسيدو لپاره خورا سازماني او منظم وي. نور نوکومې لارې چارې مارکس دانقلاب دترسره کولو په اړه په څرگنده په گوته کړې دي؟ دجوناتان وولف په گومان دومره ډيرې لارې چارې نشته .
 
"انقلابونه به خونړي وي اوکنه؟ زما په فکر ده فکر کاوۀ چې دابه په کوڅو کې دځينو چارو سمبالول وي لکه دسنگرونو جوړول خومارکس ويل چې خبريالانو اوژونالستانو ، ليکونکو او مبليغينو ته هم اړتيا ده چې دفکر له کچې سره سم کارونه پرمخ بوزي. يوشى چې مارکس يې ډير ځله ياودنه کړې ده داده چې دانقلاب دکولو لپاره بايد تيوري اوپراکتيک دواړه په پام کې ونيول شي.يانې دانقلاب دکولو لپاره صنعتي پرولتاريا او فليسوف يا کم ترکمه سياسي فعالينو ته اړتياده."
[[ولاديمير لينن]] د روسيې د١٩١٧ کال دسوسياليستي انقلاب مشر وۀ . مارکس هيڅکله هم ددې ا نقلاب وړاند وينه نه وه کړې. کارل مارکس به بې له شکه دچين د١٩٤٩ کال دانقلابه هم هيښ شوى واى.
 
"زما په فکر لکه هغسې چې شوروي اتحاد دپلان شوي اقتصادي سوسياليزم په رڼا کې وده وکړه اويا دختيځې اروپاځينې هيوادونه په همدې پلۀ ولاړل هغه څه دي چې مارکس ويلي وي اويايې مسئوليت پرغاړه اخيستي وي. اوکله چې ځينې خلک فکر کوي چې داهم دمارکس دتيوري برخه وه فکر کوم اشتباه کوي. طبعا! دغوسوسياليستي انقلابونو د مارکس له تيورى نه الهام اخيستى وۀ اومارکس به داالهام پيژندلى واى".
خوداچې په سترو هيوادونو کې يې دديکتاتورې ډوله رژيمونه پيل کړل ، دوى دمارکس ددموکراسي انستيتوتونه هم په پام کې ونه نيول .دمارکس په عقيده دموکراسي دپرولتاريايي انقلاب لپاره ډيره مهمه وه. نو که مارکس لدې ټولو خبرواى دوى به يې ډير ژر ددغو انقلابونو له کولو منع کړي واى.
"يوه له ستونزو نه چې خلکو دشوروي دپلان شوي اقتصاد په اړه ورته فکر شوى داوه چې په ساړه ژمي کې به په دکانونو کې تودې ښځينې جرابې خلاصې شوې .هرکال به داژمنۍ تودې جرابې خلاصيدلې. نودوى به دامعلومات لرل خو پوره غبرگون به يې په وړاندې نه ښودۀ. نوپلان شوى اقتصادنه يوازې هغه معلومات لري چې اړتيا ورته شته بلکه داسې خلک اوافراد هم نه برابروي چې غبرگون وښيي. نوپه شوروي اتحاد کې به په ژمي کې ښځينه تودې جرابې کمې وې خوارزانه ودکا به دخپل توليد له کچې زياته توليدېدله ."
له هغه څه سره چې مارکس رښتيانى مخالفت کاوۀ داوه چې اقتصاد بايد مارکيټي ځواکونوته تردې کچې پرې نښودل شي چې سياسي جوړښت يې پايلې نشي کنترولولى. نوموړي مارکيټي ځواکونو ته دداسې قوې په سترگه کتل چې که نماينده او بامسئوليته حکومتونه مداخله ونه کړي نو داځواکونه خبره دشتمني اوخوارى خواته بيايي.
 
زه فکر کوم چې دمارکس موخه له مالونو نه داړتياوړمالونه وو، چې پدې مالونو کې کم دساعتيرى مالونه، اوساعتيري مهال راتۀ. دده موخه داسې ساعتير مالونه نه وو لکه چې نن يې ځينې پانگه وال اوشتمن خلک لري. څرگنده ده چې دامالونه ټول خلک نلري. داڅرگنده رښتياده چې په تيرو ١٠ ،٢٠ اوديرشو کلونو کې دنړيوال کاپيتاليزم په ودې سره دنړۍ ځينې برخې خوارې شوې دي.
 
Line ۴۱ ⟶ ۵۱:
* [[آندری کاراطايف]]
 
== اخځونهسرچينې ==
# http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/01/070114_im-history-political-thouths.shtml