د "باچا خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و روباټ زیاتول: fa:خان عبدالغفار خان
د سمون لنډیز نسته
۲۲ کرښه:
د بمبيی نه د جدا کيدو په وخت کې ماتاسره وعده کړی وه چې زما په خيال کې هر وقت ستاسو متعلق څه خبر راشی نو تاسو به پری خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته يادوی او خدايې خدمتګار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوی نه وو چې تاسو ته می ليکلی وای تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلی يي، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او دخدايې خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندی حالات څرګند کړي وو.
 
د هندوستان دخلکو د سرحد او خدايې خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په دوره هری صوبی ته تللی يم، نو د خلکو او له مطالبه دا وه چې موږ ه د سرحد او خدايې خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړ. خير دې کې به خير وی. د الله تعالی هر کار د خير دی ولی مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندی ظاهری تکليف چې راباندې راشي نو بيا مو وار خطا وي . زه په خپل قيد خفه نه يم ولی چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو د بهر يم او زما بعضی خدايي خدمتګاران ورونه دی په جيل خانه کې وی ماصرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه ګڼله.
 
خدايي خدمتګاران ورونو چې د جيل خانو بی اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړی وی ، هغه يې پېښودی که لا هغه شان پکښې اخته دی؟، که چيرې په صداقت سره يې دا بدعادتونه پرې نه ښودل او رشتينې خدايې خدمتګاران نه شوو ، نو دا ټولی قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت سوی پښتون به بيا پريوځي ولی چې زموږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي حدمتګاران کې دی.