د "د افغانستان ژبې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۷ کرښه:
په اوس وخت کې په [[افغانستان]] ګې تقریبًا په ۳۰ ژبو خبری کېږي. جو یوازې پښتو او دري د [[افغانستان]] رسمي ژبې دی. دا هېواد په نننی وخت کې تقریبًا ۲۹ میلیونه اوسېدونکي لری. د [[پښتو]] ژبې د ویونکو شمیر په سلو کې شپتو ته رسېږی. د [[افغانستان]] د آخری اساسی قانون په یوې مادې کې پښتو ژبه په رسمی توګه ومنله شوه، خو دري هم اهمیت لري او ډېر کتابونه پرې ترجمه کېږې. ټول ښوونکی او زده کوونکی په دواړو ژبو ښه پوهېږی. د افغانستان په شمالی سیمو کې په ځانګړي ډول دري، ازبکی (اوزبکی) او تاجیکی ویل کېږي. د افغانستان په جنوبی سیمو کې د پښتو ژبه ډېر اهمیت لري. [[کندهار]] او [[جلالكوټ|جلال آباد]] د پښتو ویونکو مهم مرکزونه دی.
==د دري ژبه==
دري د عصري فارسی د ژبو د فورمونو څخه ده چي په [[افغانستان]] کې دری ابېڅې له [[عربي ژبه|عربي]] توروڅخه جوړه شوې ده ، چې د تورو ( فونيمونو )شمېر يې ۳۲ ته رسېږي. په دې کی څلور غږه ( پ، چ، ګ، ژ ) د دري يا پاړسي ځانګړي توري دي. د ۱۰مې پېړۍ څخه ویل او لیکل شوې ده. دغه ژبه د ساسانیانو پارسي څخه جوړه شوه. د ژبپوهانو په نظر د دري نوم د دربار د کلمې څخه اخیستل شوی دی. همدا رنګه د تاريخ لومړني مخکښ هېروډوټس خپل هيستېريه کتاب کې د دري ژبې او ويوونکيو په هکله دا وايي چې دغه خلک د ننني افغانستان د شوهيلي غرونو لمنو کې استوګنه درلوده او په غرونو کې ايسار ېې د کډوالۍ ژوند کاوه ځکه ېې خلک د درې خلک ياد شوي چې ښايی د ژبې نوم هم د درې څخه رامنځته شوی وي . د دري ژبه تقریبًا ۲۰ میلیونه ویونکی لري چی پکې تاجیکیان،هزاره ګان او ایماقان شامل دي. همدا ژبه د ډېرو شاوخوا ګړدودونه لري چې په دې کې هزاره ګي ، ايماقي ، تاجيکي ، ايراني ، يا پاړسي او هم فارسي د يادولو وړ دي . دغه ژبه په ځانګړي ډول په کابل، مزار شریف، بدخشان، هرات او بامیان کې ډېره ویل کېږی. دري ادبیات په [[افغانستان]] کې د ۱۰ مې پېړۍ څخه رواج شوې ده . په ۱۱ مې پېړۍ کې د محمود غزنوي په پاچایۍ کې مشهورو شاعرانو ابوالقاسم حسن عنصري بلخي، ابوالحسن علي بن جولوغ فرخي سیستاني او حکیم ابوالقاسم فردوسي توسي خپل اثرونه رامنځته کړل. په ۱۵ مې پېړۍ کې د [[ګوډ تېمور|تیموریانو]] د حکمرانانو په وخت کې دري ادبیات اوج ته ورسېده.په دې وخت کې نورالدین عبدالرحمن جامي او بدرالدین هلالي مشهور شاعران و. په ۱۹ مې پېړۍ کې حمید کشمیري یو مهم اثر ولیکه چی د اکبرنامه په نوم یادېږي.
 
==د پښتو ژبه==