د "لوی اقتصاد" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
{{وټپوهنه}}
'''لویه وټه''' د وټپوهنې یوه څانګه ده کوم چی د ټولو ټولوګړیزو (عامه) شرکتونو او ټولو وټیزو غونډالونو څیړنه کوي او د لویه وټه موضوع هم د دولتونو کړه وړه او د ملتونو د وټیزو کړنو څیړنه ده. په ټولیز ډول وټپوهنه په دوو برخو وېشل کیږي چې '''لویه وټه''' او '''کوچنی وټه''' ده او لویه وټه د بېلابېلو وټیزو اړیکو لکه:تولید، لګښت، پانګونه، سپما، عاید، وټیزپرمختګ، پاړسوب او دې ته د ورته چارو څېړنه او زده کړې ده. او یا په بله مانا لویه وټه په ټولیز ډول سره د وټیزو چارو څېړل دی، د لوېې وټې لمن ډېره پراخه ده چې د مالي سیاستونو او پولي پراختیا، بهرنی سوداګري، د دولت پورونه او لګښتونه او د یوه هیواد وټیزه وړاندوینه دا ټول په لویې وټې پورې اړه لري،
|