د "انقره" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
انقره د ترکيې وتلى ښار دى.
(بې توپيره)

د ۱۴:۵۹, ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۱ بڼه

انقره Ankara

د هېواد نوم: ترکيه د هېواد د روپيو ډول: ترکي لېرا دولتي ژبه: ترکي د زده کړې سلنه: ٨٢،٣ د خپلواکۍ نېټه: ١٤٥٣ Fall of Constantionple (Start of Muslil era) انقره پخوا په انګورا يادېده. په١٩٣٠ع کې پرې انقره نوم کېښودل شو.د اروپايې ترکيې پلازمينه او د هېواد مهم ښار بلل کېږي. له سمندر څخه ١٢٥ ميله لرې د سويل په لور پروت دى. ددې ښار سم تاريخ او د رغولو پېر په کتابونو کې نشته؛ خو د اندونو له مخې دا ښار د تېږو له پېر څخه رغول شوى. په ١٠٧٣ سلجوقو ترکانو په دې ښار حمله وکړه، په ١٤٠٣ کې د سلجوقو شهزاده ګانو د ښار په امنيت راوستو کې په خپلو کې سره ونښتل. په ١٣٦٠ع کې د اورخان ولکې ته ورغى. په ١٤٠٣ع يو ځل بيا د عثماني سلطنت يوه برخه شوه، او پرمختګ يې وکړ. له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته عطاترک دا ښار خپل مرکز وګرځاوه. او په ١٩٢٣ع کې انقره د تل لپاره د هېواد پلازمينه وټاکل شوه. ددې ښار له رغوني څخه ددې ښار تاريخ مالومېږي. په دې ښار کې د اله دين په نوم جومات ډېر نوموتى دى. دا ښار ډېر تاريخې اثار لري، چې په ځېنو ځايونو کې دا تاريخ اوس هم خوندي دى. د صنعت له پلوه دا ښار د استنبول پسې دويم ښار دى. په دې ښار کې شراب، کولچې، د خوړو او څښو توکي، سمينټ او وچې شيدې په پراخه پيمانه جوړېږي. له دې پرته تعميراتي سامان الات، د ټيکټرونو پورزې او کارخانې هم شتون لري. دې ښار ته د سيلانيانو راتګ ورځ په ورځ زياتېږي، په دې ښار کې د نړۍ نوموتى موزيم هم شتون لري. په ١٩٢٨ع کې په سم ډول ددې ښار د رغولو چارې پيل شوې، او د ښار لپاره هر ډول اسانتياوې په پام کې ونيول شوې. په ٢٠٠٠ ع کال کې ددې ښار نفوس ٣٠٢٣٠٠ وو.

سرچينه: [[دوتنه:[۱]

  1. د نړۍ ښارونه