شخصي کمپيوټر

(له ځاني سولگر نه مخ گرځېدلی)

شخصي کمپيوټر یو ګڼ‌موخیز مایکرو کمپیوټر دی چې اندازې، وړتیاوو او بیې ته په کتو سره یې فردي استفاده شونې ده. شخصي کمپیوټرونه په داسې ډول جوړ شوي دي چې د کمپيوټر د متخصص پر ځای په مستقیم ډول د وروستي کاروونکي له‌خوا اداره کېدای شي. د لویو او قېمته میني کمپيوټرونو او مېن فرېمونو پر خلاف د ډېرو خلکو له‌خوا له شخصي کمپیوټرونو سره په هم‌مهاله ډول نه کارول کېږي. د ۱۹۷۰یمې او ۱۹۸۰یمې لسیزې په پای کې د کورني کمپیوټر اصطلاح هم وکارول شوه.[۱]

ډولونه

نه لېږدېدونکي

ډېسک‌ټاپ کمپیوټر

د شخصي کمپیوټرونو تر پراخې استفادې مخکې چې کوم کمپيوټرونه پر مېز کارول کېدای شول، ډېر کوچني وو او بالاخره ډېسک‌ټاپ ونومول شول. په وروستیو کې دغه عبارت معمولاً د کمپیوټر د کېس یا قاب ځانګړی ډول څرګندوي. ډېسک‌ټاپ کمپيوټرونه بېلابېل ډولونه لري، له لویو عمودي قابونو نیولې تر کوچنیو ماډلونو پورې چې د اېل.سي.ډي مانیتورونو تر شا یا مستقیماً لاندې کارېدای شي.

که څه هم ډېسک‌ټاپ اصطلاح تر ډېرو هغو کمپیوټرونو ته کارول کېږي چې قاب یې په عمودي ډول درېږي، دغه ډولونه تر ډېره د ځمکې پر مخ یا تر مېز لاندې اېښودل کېږي. پر دغه ظاهري تضاد سربېره «ډېسک‌ټاپ» اصطلاح معمولاً هغو عمودي درېدونکو قابونو او افقي یا پرتو ماډلونو ته کارول کېږي چې د کلمې په اصلي معنا پر مېزونو اېښودل کېږي او له همدې امله د ډېسک‌ټاپ عبارت ته مناسب دي، که څه هم چې دغه دواړه ډولونه په اکثرو عملي استفادو کې د ډېسک‌ټاپ د اصطلاح په شرایطو برابر راځي.  د کمپیوټر د دغو قابونو دواړه ډولونه د سیستم هارډویر برخې لکه مادربورډ، پروسېسر چېپ و د داخلي عملیاتو نورې برخې لري. ډېسک‌ټاپ کمپيوټرونه د ښودنې لپاره یو بېرونی مانیتور او بېرونی کېبورډ لري چې د کمپیوټر د قاب له شاتنیو برخو سره نښلول کېږي. ډېسک‌ټاپ کمپيوټرونه د کورنیو او سوداګریزو محاسباتي پروګرامونو لپاره مشهور دي، ځکه چې پر ډېسک د ګڼو مانیتورونو لپاره ځای لري.[۲]

لېږدېدونکي

لپ‌ټاپ

لپ‌ټاپ کمپيوټرونه داسې ډیزاین شوي ډي چې د لېږدولو وړ وي. په دې ډول کمپيوټرونو کې کېبورډ او نورې برخې په یوه پنل کې واقع وي او یو بل پنل لري چې د ډېسپلې سکرین په کې وي. کله چې لپ‌ټاپ وتړل شي یا بند شي، د لېږدولو پر مهال یې سکرین او کېبورډ خوندي وي. په لپ‌ټاپونو کې معمولاً داسې بېټرۍ وي چې چارج کېږي او په دې سره د دغه ډول کمپیوټرونو د لېږد وړتیا لا ډېرېږي. د چارج، وزن او سپېس یا فضا د سپما لپاره د لپ‌ټاپ ګرافیک چېپونه په ډېرو مواردو کې په سي.پي.یو یا چیپ‌سېټ کې ادغامېږي او د سیستم له رم (RAM) څخه استفاده کوي، دغه چاره د هغو ډېسک‌ټاپ کمپيوټرونو په پرتله چې ګرافیک کارتونه په کې لګول شوي وي، د کمپیوټر ګرافیکي فعالیت را ټيټوي. له همدې امله ډېسک‌ټاپ کمپيوټرونه د ګېمونو لپاره تر لپ‌ټاپونو غوره ګڼل کېږي.[۳][۴][۵][۶]

پلور

په بازار کې د پلور کچه

په ۲۰۰۱ کال کې ۱۲۵ میلیونه شخصي کمپيوټرونه عرضه شول چې په پرتلیز ډول په ۱۹۷۷ کال کې دا شمېره ۴۸۰۰۰ کمپيوټرونه وو. په ۲۰۰۲ کال کې څه باندې ۵۰۰ میلیونه شخصي کمپیوټرونه کارېدل او یو میلیارد شخصي کمپيوټرونه د ۱۹۷۰یمې لسیزې له منځنیو کلونو راهیسې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې پلورل شوي دي. په دې کې ۷۵ سلنه کمپیوټرونه د کار اړوند وو او پاتې نور د شخصي او کورنۍ استفادې لپاره پلول شوي دي. شاوخوا ۸۱.۵ سلنه عرضه شوي شخصي کمپیوټرونه ډېسک‌ټاپ، ۱۶.۴ سلنه لپ‌ټاپ او ۲.۱ سلنه سرورونه دي. متحده ایالتونو د عرضه شویو کمپيوټرونو ۳۸.۸ سلنه (چې ۳۹۴ میلیونه کېږي)، اروپا ۲۵ سلنه او اسیا-اقیانوسیې بیا ۱۱.۷ سلنه برخه ترلاسه کړې ده چې په دې کې اسیا-اقیانوسیه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د چټکې ودې په حال کې ده. تمه کېږي چې تر ۲۰۰۸ کال پورې به دویم میلیارد هم وپلورل شي. په لوېدیځه اروپا کې کابو نیمې کورنۍ شخصي کمپيوټرونه لري او د بریتانیا په ۴۰ سلنه کورونو کې کمپيوټرونه شته دي چې دا شمېره په ۱۹۸۵ کال کې یوازې ۱۳ سلنه وه.[۷][۸][۹]

د شخصي کمپيوټرونو نړیوال لېږد په ۲۰۱۰ کال کې ۳۵۰.۹ میلیون واحده، په ۲۰۰۹ کال کې ۳۰۸.۳ میلیون واحده او په ۲۰۰۸ کال کې ۳۰۲.۲ میلیون واحده و. د ای‌سپلي (iSuppli) د راپور له مخې دغه لېږد په ۲۰۰۷ کال کې ۲۶۴ میلیون واحده و چې د ۲۰۰۶ کال د ۲۳۹ میلیون واحده کمپیوټرونو په نسبت ۱۱.۲ سلنه زیات و. په ۲۰۰۴ کال کې نړیوال لېږد ۱۸۳ میلیون واحده و چې د ۲۰۰۳ کال په نسبت ۱۱.۶ سلنه زیات و. په ۲۰۰۳ کال کې ۱۵۲.۶ میلیونه کمپيوټرونه ولېږدېدل یا نړۍ ته ورسول شول چې په اټکلیز ډول یې ارزښت ۱۷۵ میلیارده ډالره و. په ۲۰۰۲ کال کې ۱۳۶.۷ میلیون شخصي کمپيوټرونه عرضه شول چې اټکلیز ارزښت یې ۱۷۵ میلیارده ډالره و. په ۲۰۰۰ کال کې ۱۴۰.۲ میلیونه شخصي کمپيوټرونه عرضه شول چې کابو ۲۲۶ میلیارده ډالره ارزښت یې درلود. د شخصي کمپيوټرونو نړیواله عرضه په ۱۹۹۹ کال کې تر ۱۰۰ میلیون کمپيوټرونو زیاته شوه او د ۱۹۹۸ کال له ۹۳.۳ میلیون کمپيوټرونو څخه ۱۱۳.۵ میلیونو ته ورسېده. په ۱۹۹۹ کال کې اسیا ۱۴.۱ میلیون کمپیوټرونه عرضه کړل.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۲۰۰۸ کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې د کارول کېدونکو شخصي کمپيوټرونو شمېر یو میلیارد ته ورسېد او تمه کېږي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به یو میلیارد نور هم زیات شي. بالغ یا لوی مارکېټونه لکه متحد ایالتونه، لوېديځه اروپا او جاپان د ټولې نړۍ د شخصي کمپيوټرونو ۵۸ سلنه برخه جوړوي. تمه کېده چې تر ۲۰۱۲ کال پورې به نوي را څرګند شوي مارکېټونه د شخصي کمپیوټرونو شمېر دوه برابره کړي او د دویم میلیارد ۷۰ سلنه برخه به ځانته ځانګړې کړي. تمه کېږي چې تر ۲۰۰۸ کال پورې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه کمپیوټرونه بدل شي او ۳۵ سلنه به یې د ضایعاتو د خښولو په ځایونو کې تخلیه شي. ټول انسټال شوي بېس په کلني ډول ۱۲ سلنه وده کړې ده.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ډېټا د نړیوال شرکت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۱ کال لپاره د هرې ربعې په ډېټا کې چین د لومړي ځل لپاره د شخصي کمپيوټرونو په لېږد کې تر متحدو ایالتونو مخکې شو چې د چین لېږد ۱۸.۵ میلیونه او د متحدو ایالتونو بیا ۱۷.۷ میلیونه و. دغه بهیر د نویو را ټوکېدلیو بازارونو وده او د بالغو سیمو نسبي رالوېدنه منعکسوي.[۲۳][۲۴]

په ۲۰۱۱ کال کې ډېلویټ مشورتي شرکت اټکل وکړ چې د محاسباتي دستګاوو په توګه به د ځیرکو موبایلونو او ټبلېټ کمپيوټرونو پلور تر شخصي کمپيوټرونو زیات شي (لکه څرنګه چې په ۲۰۱۲ کال کې همداسې وهم شول). له ۲۰۱۳ کال راهیسې د شخصي کمپيوټرونو نړیوال پلور کم شو، ځکه چې ډېر خلک د ځیرکو موبایلونو او ټبلېټونو پر لوري لاړل. د ۲۰۱۲ کال په څلورمه ربع کې د ۹۰.۳ میلیونه کمپيوټرونو پلور د ۲۰۱۱ کال په څلورمه ربع کې د پلور ۴.۹ سلنه کموالی وښود. د ډېټا د نړیوال شرکت د شمېرو له مخې د شخصي کمپیوټرونو نړیوال پلور د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ ربع کې ډېر کم شو. کال په کال ۱۴ سلنه کمښت په ۱۹۹۴ کال کې د شرکت له جوړېدو راهیسې تر ټولو لوی ثبت شوی کمښت و او تر هغه دوه برابره زیات و چې تحلیلګرانو یې اټکل کاوه. د ۲۰۱۳ کال په دویمه ربع کې د شخصي کمپيوټرونو په پلور کې کمښت د پنځمې پرله‌پسې ربعې کمښت و. یوه تحلیلګر وویل: "دا د شخصي کمپیوټرونو لپاره ډېر بد خبر دی. اوس د محاسباتو اړوند هر څه په موبایلي بڼه دي. موږ اوج ته رسېدلي یو."[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

  1. کينډۍ:Cite Dictionary.com
  2. Houghton, Andy. "Evolution of Custom Gaming PCs: What Really Made the Difference". digitalstorm.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Desktop notebooks stake their claim, accessed October 19, 2007
  4. Bott, Ed. "The PC was supposed to die a decade ago. Instead, this happened". ZDNet. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Erica Ogg (په August 20, 2009 باندې). Time to drop the Netbook label. CNN
  6. "Light and Cheap, Netbooks Are Poised to Reshape PC Industry", The New York Times, April 1, 2009, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۰, AT&T announced on Tuesday that customers in Atlanta could get a type of compact PC called a netbook for just 50 US$ if they signed up for an Internet service plan... 'The era of a perfect Internet computer for 99 US$ is coming this year,' said Jen-Hsun Huang, the chief executive of Nvidia, a maker of PC graphics chips that is trying to adapt to the new technological order. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kanellos, Michael. "PCs: More than 1 billion served". CNET News. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په June 30, 2002 باندې). personal computers: More than 1 billion served. CNET News
  9. (په July 1, 2002 باندې). Computers reach one billion mark. BBC News
  10. Global PC shipments grew 13.8 percent in 2010 – Gartner study, Jan 13, 2011, retrieved at September 12, 2011
  11. Laptop Sales Soaring Amid Wider PC Growth: Gartner, May 27, 2010, Andy Patrizio, earthweb.com, retrieved at September 12, 2011
  12. Worldwide PC Shipments in 2008, March 16, 2009, ZDNet, retrieved at September 12, 2011
  13. PC Sales Up for 2008, but Barely, January 14, 2009, Andy Patrizio, internetnews.com, retrieved at September 12, 2011
  14. ISuppli Raises 2007 Computer Sales Forecast, pcworld.com, 2007-06-19, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه January 13, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. iSuppli raises 2007 computer sales forecast, Macworld UK, د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2011 باندې, د لاسرسي‌نېټه January 13, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Global PC Sales Leveling Off, newsfactor.com, د اصلي آرشيف څخه پر جون 14, 2011 باندې, د لاسرسي‌نېټه جنوري 13, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. HP back on top of PC market, د لاسرسي‌نېټه January 13, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په January 24, 2000 باندې). Dell Passes Compaq as Top PC Seller in U.S. Los Angeles Times.
  19. Economic recovery bumps AP 1999 PC shipments to record high, zdnetasia.com, د لاسرسي‌نېټه January 13, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  20. "Worldwide PC use to reach 1 billion by 2008: report". CBC News. د لاسرسي‌نېټه June 12, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Gartner Says More than 1 Billion PCs in Use Worldwide and Headed to 2 Billion Units by 2014" (Press release). Gartner. June 23, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر December 4, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Tarmo Virki (په June 23, 2008 باندې). Computers in use pass 1 billion mark: Gartner. Reuters
  23. "4P Computing – Negroponte's 14 Million Laptop Impact". OLPC News. December 11, 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Conrad H. Blickenstorfer. "Rugged PC leaders". Ruggedpcreview.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Tablets, smartphones to outsell PCs https://news.yahoo.com/s/afp/20110210/tc_afp/itinternettelecomequipmentmobileconsumerproduct
  26. (په January 14, 2013 باندې). Gartner Says Declining Worldwide PC Shipments in Fourth Quarter of 2012 Signal Structural Shift of PC Market.
  27. (په April 10, 2013 باندې). Feeble PC industry stumbles to steep sales drop during first quarter as Windows makeover flops. Washington Times.
  28. Nick Wingfield (په April 10, 2013 باندې). PC Sales Still in a Slump, Despite New Offerings. The New York Times.
  29. "Steve Ballmer's retirement leaves Microsoft in a replacement crisis". August 24, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر August 24, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)