ځانخبري مو له درانه خوبه راویښوي
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
ځانخبري مو له درانه خوبه راویښوي
لیکنه: اجرالدین اقبال
سریزه
د طالبانو تر را پرځېدو روسته، لویدیزه نړۍ چې را حشر شوه ؛ نو دومره ډنډورې یې پیل کړې چې په افغانستان کې د اروپا مارشال پلان تطبیقو، له افغانستانه به گلزار جوړوو، چې اسلامي نړۍ، درېیمې نړۍ او د سیمو هېوادونو ته به یوه بېلگه وي. خلکو هم دې ژمنې ته سترگې نیولې وې؛ خو د کلونو په تېرېدو راهسې ځلوب - سراب او شگي گل و، څه ژرنده پڅه او څه دانې لمدې، څه د لویدیځ ژمنې د دروغو دي او څه د واکمنۍ کمزورتیا وه، خو وشول هغه څه چې وشول. ددې شویو لږ تر لږه یوه اغېز دا وه، چې یو شمېر ځوانانو مو پر ځان او په هېواد کې په اوسېدو باور له لاسه ورکړ او دا چې یوازې په ۱۳۹۴ کال دوه لکه تنه هېوادوال اروپا ته وکوچېدل یو اروایي دلیل یې همدا دی.
دوی خپل ټاټوبی راباندې سره بټۍ کړه او دې ته یې پرېنښودو چې زموږ د اوسېدانې نړۍ زموږ د بهرنۍ جفرافیايي نړۍ سره انډول وي. د بهرنیو ډنډورې او د واکمنو له فرصتونو سمه ناگټنه او هم په هېواد کې د پیاوړیو سیاسي او اندیزیو گوندونو نه درلودل له هغو لاملونو ځنې دي چې دا اوسني حالات یې راتپلې دي. موږ د ځوان کهول د سیاسي او اندیزې کچې د لوړولو لپاره لاندې شننه در وړاندې کوو چې هېر ځانونه، هېر برم او هېر تاریخ بېرته را ژوندی کړو او په پوره زغم د هېواد ابادۍ ته مټې راونغاړو او د هغو ډنډورو مخنیوی وکړو چې ځوانان مو بې باوره کوي، د هغې ورځې په هیله چې ځوانان مو د هېواد د بیارغاونې سرداران او مخکښان وي.
"هغه واقعي نړۍ چې پکې ژوند کوو بې له فزیکي او بهرنۍ نړۍ ده چې یې وینو. دا دنیاوې مو داسې جلا کړي چې کله د یوه ډگر لوبغاړي کېدای شو او کله د یوې منظرې ناظر، دنیا مو کومه منظره نه ده چې نظر پکې کوو؛ بلکې یو ډگر او لوبغالی دی چې لوبې پکې کوو، په بله وینا په کومه کچه چې د ننني او واقعي نړۍ ته مو کوم عناصر راننوتي وي او زموږ په واقعي ژوند کې یې ونډه درلودلي وي په هماغه کچه نړۍ ته مو راننوتي دي. او که ووینو چې په نننۍ نړۍ، یا هېواد کې مو کومې پېښې تېرېږي، چې په ژوند کې مو ډېره لږ ونډه نه لري او هډو هیڅ توپیر را ته نه رادبروي؛ نو باید پوه شو چې دوی په یوې نړۍ پورې اړوند دي او مږ په بلې پورې. هر چا ته یې خپله نړۍ لوبغالی دی او نه یې د ننداې ډگر.
گویند ببلا ساقون ترکی دو کمان دارد ـــ ور زان دو یکی کم شده ما را چه زیان دارد؟! (شمس کلیات)
دغسې پېښې په نړۍ کې ډېرې پېښېږي، چې موږ ته یې څه گټه زیان نه انگېرلېږي او په همدې پار را پورې نه اړوندېږي. موږ نه چیچي او نه سوغوي او چې چار دغسې وي؛ نو مدعي کېدای نشو چې دا پېښه مو په نړۍ کې را پېښه شوې ده. په روایتو کې راغلي: الطرق الی الله بعدد انفاس الخلایق با الطرق الی الله بعدد انفس الخلایق.
کومې لارې چې د خدای پر لور ورسیخې دي د خدای د بندگانو د ساه په شمېر دي یا د خدای د بندگانو په شمېر دي.
کټ مټ ویلای شو کومې نړۍ چې شتون لري، په نړۍ کې د شتو انسانانو په شمېر دي. هر انسان په خپله یوه نړۍ ده:
تو پنداری جهانی غیر از این نیست؟ـــ زمین و آسمانی غیر از این نیست؟ چــو آن کرمی که در پیله نـــــــــــــــهان است ــــ زمین و آسمان او همان است.
د چینجي ځمکه و اسمان، پیله یې ده؛ خو ډېرې ځمکې او اسمانونه شته. د بهرنۍ نړۍ فزیکي یووالی او جغرافیایي پراخ اړخونه یې په هیڅ توگه د انسانانو د نړیو د وحدت او یووالي جوړوونکي نه دي. انسانان خپلې نړۍ سره نژدې کولای او په خپلو نړیو کې گډ ټکي او عناصر درلودای شي؛ خو دا هډو د بهرنۍ نړۍ د وحدت له مخې پېژندوني نه دي؛ بلکې ژوند یې باید وښيی چې څومره یې نړۍ سره گډې، مشترکې او ورته دي. د ځینو نړۍ یې له خپلې کوڅې او محلې اخوا نه ځي او د ځینو نړۍ یې خپل کالی دی. د ځینو نړۍ یې د خپل هېواد تر پولو نه وراوړي. د یو ډگر نندارچیتوب په ډگر کې د لوبغاړي پر مانا نه دی. موږ ټول د بهرنۍ نړۍ نندارچيان یو؛ خو په یوې کچې لوبغاړي نه یو او په همدې پار موږ ټول په یوې نړۍ کې ژوند نه کوو.
د ښکیلاکگرو یوه ستره او اغېزمنه نخچه دا ده چې د انسانانو نړۍ خورا ورتنگوي او لږ تر لږه نه پرېږدي چې نړۍ یې د بهرنۍ جغرافیايي نړۍ انډول وي. خلکو ته ننگېرنې او اندېښني ورپیدا کوي چې نړۍ یې داسې ور تنگه او سپکه شي، چې په دنیا کې ډېرې سترې پېښې یې په نړیو کې ځای نشي. و مو ویل چې د هر چا د نړۍ چورلیز، هماغه دی چې دده د ژوند چورلیز جوړوي، د انسان مینه، دښمني، نیت، هڅې، تگ راتگ او گټه زیان په همدې په پار وي. کله چې په وگړیز او شخصي ژوند کې ټولې لارې په یوې ځانگړې موخې پای ته ورسېدې، دا موخه او مقصد یې د ژوند چورلیز شمېرلېږي. دا چورلیز خدای، خلک، ملیت، پوړۍ، خېل، خپله وگړی، او نور ډېر څېزونه کېدای شي. مهم ټکی دادی کله چې یو څیز چورلیز شو او د لارې او مسیر پای او نهایت وگڼل شو او ټولې هڅې یې په پار وې؛ نو هله په ژوند بل رنگ خپل کړي او د هر چا ځانگړې نړۍ به څرگنده او په نښه شي.
دا نړۍ به د وگړي په ژبه، اړیکو، ناسته پاسته ویناوو او ان کتو کې هم را څرگنده شي. دا مې د خبرې لنډیز و. ژمنه مې کړې وه چې د ځینو نړیو په هکله اوږدې خبرې وکړم. یوه له دې نړیو چې په پوره هېښتیا شتون لري، هغه نړۍ ده که څه انسان پکې اوسي؛ خو ترې غایب او ناسوب دی، یعنې هم پکې سوب دی او هم ترې ناسوب دی او د سعدي په وینا:
هر گز حدیث حاضر و غایب شنیده ای ــــ من در میان جمع و دلم جای دیگر است.
انسان په یوې نړۍ کې سوبېدای او سا اخستای شي؛ خو په واقعي مانا ترې ناسوب وي. دا یوه له هغو نړیو ځنې ده چې پکې اوسېدای او په حقیقت کې یو ډول ناروغي ده چې پرې اخته کېدای شو. ددې ویینې موخه تر یوه بریده ددې نړۍ د اړخونو څرگندول او بیا پېژندنه او په نهایت کې له دغسې ژونده مخ اړول او سالم او روغ رمټ ژوند ته ور مخه کول او په منطق او دفاع کې اوسېدل دي. احتمالا موږ ټولو غولېدلي یو او کله مو یو څيز د بل پر ځای راخستی. دا یوه نادره ښکارنده نه ده. هغوی چې په تېره دنننی نړۍ یې د سوکالۍ او گټې پر چورلیز چورلي او هر څه ته د گټې له درېڅي ویني، دې مسالې ته دې یې ډېر ورپام وي چې په معامله او راکړه ورکړه کې و نه غولېږي؛ خو په پوره افسوس کله چې د نفس معاملې ته وار راشي، ټول اسان گېرېږي. د مولانا په وینا ډېری کسان شته چې ډېره ځیرنه او دقت لري چې د اجناسو په پېرنه کې و نه غولېږي، بدل د اصل پر ځای وانخلي. ارزانه مال پرې قیمته و نه پلوري؛ خو له نورو څیزونو سره د ځان د معمالې په باب ډېر سرسري او ناغیړی وي او په اسانۍ د ځان پر ځان یو بل څیز پېري او د "واقعي خپل" پر ځای "پردی" کېنوي او ځان ارزانه پلوري:
قیمت هر کاله می دانی که چیست ـــ قیمت خود را ندانی ابلهی است
که همی دانم یجوز ولا یجوز ـــ خود ندانی تو یـــــــجوزی یا عجوز (مثنوي)
دلته مولانا بلخي (رح) ځینو قشري او سرسري فقهاوو ته اشاره کوي چې خپل عمر یې په "یجوز او لایجوز تېر کړی او ښه پوهېږي چې کوم عمل جایز او کوم ناجایز دی، حرام کوم دی او فرض کوم دی؛ خو په ځان پېژندو کې بېوسې دي. د څیزونو په بیه ښه پوهېږي او پېرلای هم شي؛ خو ځان ارزولای نشي. دا پېښه د انسانانو په نړیو کې هم مصداق مومي. انسان ځان د بل موجود پر ځای ایښوای او "دروغجن خپل" د "واقعي خپل" پر ځای کېنوی شي او له ځانه را چاپېره یوه نړۍ جوړه کړي، چې پکې یو عمر په غرور او خوشحالۍ اوسي.
حال دا نوموړی چې په دې نړۍ کې اوسي، خپله دا نه دی. که څه انگېري چې خپله همدا دی. و مو ویل چې انسان کله خپله بهرنۍ او فزیکي نړۍ د خپلې نړۍ پر ځای نیسي. همدغسې کېږي چې یو څوک دا خاورینه او فزیکي تنه د واقعي نړۍ پر ځای ونیسي. دا یو له هغو مواردوو دی چې انسان خپل دروغجن "من = ځان" د واقعي "من= ځان" پر ځای ونیسي او د نننیو په تعبیر، آلینه پېریانی، مسخ او پردی شي او یا په قرآني تعبیر، ځان هېر کړي. حقیقت دا دی چې انسان هیڅکله له ځانه نه پردی کېږي؛ خو ځان هېروای، ځآن نالیدلی گڼلای او له ځآنه محجوبېدای شي. او د مولانا په وینا:
در زمین مرد مان خانه مکن ـــ کار خود کن، کار بېگانه مکن
کیست بیگانه، تن خاکي تو ــــ کز برای اوست غمناکي تو (مثنوي)
وینو یو له هغو مواردو چې انسان ځان ورکوي او "پردی" د "ځان" پر ځاي نیسي، هغه مورد دی چې خاورینه تنه د ځان پوره واقعیت انگېري. که سوچ وکړو موږ بې له دې خاورینې تنې بل څه نه یو؛ نو باید پوه شو چې یو له بدترینو الیناسیونونو او د مسخ له بدترینو ډولونو پیدا شوی او تر دې روسته په هغې نړۍ کې ژوند کوو چې خپله پکې حاضر نه یوو او پردی مو په نړۍ کې ژوند کې خپل استازی کړی او همدا مو پر ځای کار کوي، ژوند کوي، او نړۍ چورلیزیږي؛ خو حق دا و چې خپله ددې نړۍ اوسېدونکي اوسو. او جوته ده کله چې یو څوک خپل ټول ځان د ځان پریوې برخې یعنې په خپلې تنې بدل کړي او پر خپل ځای یې کېنوي، په دې حال کې کومه نړۍ چې د دې چورلیز پربنسټ جوړېږي او ژوند چې پر همدې مبنا تر سره کېږي، بیخي به بل رنگ او بله بڼه خپله کړي. نومړی تر دې روسته په داسې نړۍ کې ژوند نه کوي چې یو اوچت او متعالي "خود" او "ځان" پکې حاضر وي. د مادي ښوونځيو ښوونې را زده کوي موږ بې له همدې خاورینې تنې بل څه نه یوو او باید ټولې ننگېرنې او اندېښمني مو د همدې خاورینې تنې د سوکالۍ په پار وي. دا هغه نړۍ ده چې مادي ښوونځي را ته سازوي. باید ټینگار وکړم، بیخي منع نه ده چې انسان د خاورینې تنې د سوکالۍ په لټه کې وي او په پار یې هڅه ونکړي.
موږ هډو د تنگلاسۍ، ناپوهۍ او ظلم بیه نه یو او نه وایو: تنه پرېږدئ چې کمیس و نه غواړي. موږ دغسې منطق نه خوښوو او نه یې تبلیغوو؛ خو ددې ترمنځ توپیر وي چې په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې پکې، بې له خاورینې تنې بل څیز نه موندلېږي او دا خاورینه تنه چورلیز شي او زموږ گرده نړۍ ترې راتاوه جوړه شي او تن داسې یو رکن شي چې نړۍ مو پرې ولاړه وي، یا په داسې نړۍ کې ژوند وکړو چې پکې یو بل "خود" او ځان هم موجود وي.
تر دې مخکې مو په تفصیل وویل هغه عنصر مو نړۍ ته راننوځي چې ژوند ته مو راننوځي. له همدې لامله د هغه چا ژوند چې ځان یې په بل څیز عوضي نیولی نه دی او خپل "واقعي خپل" ته ور رسېدلی د هغه انسان له ژوند سره چې بدن یې واقعي خپل (قلمداد او) ورښوول شوی وي، ډېر توپیر لري. دا ځان یو ډول عوضي نیول دي، یو ډول مسخ ده، یو ډول الیناسیون دی، یو ډول ځان هېرونه ده؛ خو یوازې شونې ډول نه دی. مسخ ډولونه لري. په قرآن کې په دې اړه ډېرې خبرې شته چې انسانان زیانمنېږي.انعام ـ ۱۲ : " الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ: هغوی چې ځانونه زیانمن کړي." د ځانونو زیانمنېدل، د خپلې پانگې له لاسه ورکول دي او پانگه مو بې له ځانه بل څه نه دي. موږ بې له ځانه بل څیز نه لرو چې پانگه مو وي. ان طاعت او عبادت مو هله پر گټه دي چې پر دې پانگې مو ور زیات شي. یعنې موږ خپله ډېره وده او بلوغ ومومو. کله چې داسې وشول؛ نو ویلای شو پر پانگه مو زیاتونه شوې ده. نباید وانگېرو چې چارې، عبادات او هڅې مو په بل ځای کې زېرمه کېږي او په گانده – راتلونکي کې، په قیامت کې یې راکوي. کوم څیز چې په یوې څنډې کې وي څه توپیر لري چې موږ یې مالکان اوسو یا نه اوسو. ایښوو ته که تیږه وي که زر. هله یې واقعا مالکان یو، چې زموږ په واک او زموږ د وجود په حوزه کې وي:
شاه ان باشد که از خود شه بود ـــ نه به لشکر ها و مخزن شه شود.
قرآن په دې باب ډېر تعابیر لري. د قرآن له نظره کوم کسان زیانمېږي؟ هغوی چې خدای یې هېر کړی دی. حشر ـــ ۱۹:(( وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)) " او د هغو په څېر مه کېږئ جې خدای یې هېر کړ؛ نو خدای (هم) خپل ځانونه ترې هېر کړل، همدوی پوله ماتي او فاسقان دي. " فسق لکه څنگه چې ځینو مفسرینو لیکلي، ړومبی ځل قرآن و، چې په ځانگړې مانا یې ـــ چې اوس یې کارووـــ د عربو فرهنگ ته وردننه کړ. فسق په لغت کې له کجورې یې د زڼي را ایستو پر مانا ده. قرآن د هغو کسانو په هکله چې خدای هېروي او له لامله یې ځان هم هېروي، د فسق تعبیر کاروي، ته وا دا انسانان د خپل واقعي انسانیت له پوټکي دباندې راوځي او تر دې روسته ځانونه له نورو څېزونو سره عوضي نیسي؛ نو ځکه یې پردی پر ځای کېني. دا هم یو ډول الیناسیون دی. موږ د اسلامي منطق له مخې یوازې له خدای سره په تړاو هویت موو.
هغه موجود چې ځان پر خپلې هستۍ متکي، پر ځان بسیا او ختم شوی انگېري او عارفانه او آگاهانه انگېرنه ونلري چې په بل ټکي او بل موجود متکي دی او له شؤونو یې یو شان دی، په دې حال کې دې انسان ځان ورک کړی او له ځانه داسې انگېرنه لري چې له واقع سره اړخ نه لگوي. په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې خپل ترې غایب او ناسوب دی؛ خو په عین حال کې په یو ډول پکې حاضر او سوب دی؛ یعنې په دروغو مني چې پکې حاضر دی؛ خو واقعا ترې وتلی دی.
له دې چار سره بې تړاو نه دی چې موږ نن په خپل پېر کې له رانغاړونکې ناروغۍ سره مخ یو، چې تر یوه بریده د صنعتي کېدو او د خلکو له متجدد کېدو سره جوخته وده او پراختیا مومي او پېژندل به یې د مخنیوي او درملنې لپاره سمه لا ور مخې ته کړي. دا ناروغۍ له ځانه تشېدل، خپلواکي نه درلودل، بې جرړې کېدل؛ په دې مانا چې انسانان ځانونه څوک نه بولي او په ځان کې څه ښه توب، ژورتیا، پېرزوینه او لطافت نه ویني چې له ځان سره ملگرتوب او ناسته پاسته وکړای شي او په همدې چار غافلونیکیو بوختیاوو ته پناه وروړي. دا چې زموږ په پېر کې انسانان دغسې بې زغمه شوي او د بې زغمېدو نښه یې همدا ده چې په لومړی درجه کې خپل ځانونه زغملای نشي او په دویمه درجه کې نور؛ نو په همدې پار خپله له خپلو (ځانونو) سره نه دي. د دوی په نړیو کې نور هر څيز شته؛ خو خپله په خپلو نړیو کې حضور او شتون نه لري.
تر موږ به موږ ته کوم ښه لیدونکی چار او خورا را نژدې موجود وي؟ هغه څیز مو ښه ایسي، ښکلی او ښه يې بولو، چې راسره سازگار او رانژدې وي. اوس په ډاگه شوه چې موږ خپله تر بل هر څیز ځان ته خورا ورنژدې او تر هر موجود له ځان سره په تړاو سازگار یو. له همدې مخې ځانونه باید تر بل هر ملگري ښه زغمونکي او تر بلې هرې ښکلا ښکلي ومومو؛ نو ولې موږ له خپلو ځانونو تښتوو؟ ولې یوه شېبه په خپل حضور کې کېناستای نشو، او له دې مو مطلب، یوازېتوب او تنهايي ده. سکوت دی، ولې یوه شېبه سکوت زغملای نشو او وحشت مو نیسي؟ ولې؟ ان که څو دقیقې فرصت ومومو چې یوازې کېنو؛ خو په یوه لا نه په یوه لار ــــ چې اوسني روزگار او تمدن نښتې ته را چمتو کړې ـــ تښتوو؟ یا رادیو ته غوږ ږدو، یا تلوېزیون ته گورو. یا کوم دوست او ملگري ته تېلفون کوو، یا کوم فیلم ننداره کوو، یا چکر وهو. په دې ټولو مواردو کې مو لټه له ځانه یو ډول تېښه ده له ځانونو نه سره نه کېنوو، دا ولې؟ دا ځکه په خپلو نړیو کې نه یوو او له خپلو ځانونو سره پردي یوو.
او کله چې له ځان سره ناست یو له پردي سره ناست یو او چېرې او کله له پردي سره ناسته مطلوبه او خوندوره وه؟! د سترو او اوچتو روحونو له نښو دا وه چې له سکوت، خلوت او یوازېتوب سره یې مینه درلوده. نه یوازې ترې نه تښتېدل؛ بلکې ورځغاستل یې او دا د هغه څيز اپوټه دی چې په اوسنۍ نړۍ کې موږ اکثرو ته را مخې شوی دی. موږ له سکوت ځنې یو بل څیز ته ورتښتوو، یعنې له ځانونو تښتوو؛ ځکه په یوازېتوب او سکوت کې له ځان سره خلوت کوو. مولانا وایي؛
تو بـــــــه هر صورت که ایی بایستی ـــ که منم این، والله این تو نیستي
یک زمان تنها بمانی تو ز خلق ـــ در غم و اندیشه مانی تا به حلق (مثنوي)
ته چې مدعي یې زه خپله یم دروغ وایې. ته خو د یوازېتوب زغم نلرې او که یو وخت له خلکو تش نس پاتې شې او څوک درسره ملگری او همغمږی نه وي، سر تر پایه په غوسه کې ډوبېږې او یوه شېبه په خپل حضور کې کېناستای نشې، ایا دا ته یې؟ دا هماغه ته یې چې مدعي یې، چې زه یم؟ که ته هماغه وې چې انگېرې ځان دې د ځان پر وړاندې خوندور څیز مونده او له خلوته نه غمجنېدې؛ بلکې خوشحالېدې. له ځان دې ملگرتوبه تېښته او خلکو او بوختیاوو ته دې ورځغاسته، بې له دې بل دلیل نه لري چې پردی دې په ځان کې راننه ایستی دی ته د ځان او نفس دښمن سره ملگری همخونی او په یوې کوټې کې يې. نه نفس مو، یعنې دروغجن خپل مو؟ یعنې پر بدیو امر کوونکی نفس مو سر تر پایه هستي رانغاړي او داسې نړۍ را ته جوړوي او داسې ژوند ته برنامه ریزي کوي چې زموږ واقعي نړۍ نه ده؟ یعنې هغه نړۍ نه ده چې موږ پکې شتون ولرو.
او ایا حاضر یاست په داسې نړۍ کې ژوند وکړئ چې بل څوک، پردی او دښمن مو پکې وي او پر ځای مو هوډ ونیسي او تاسې هم په پټو سترگو او د مريي په څېر راکاږي؟ دا د ادیانو له بنسټېزو ښوونو ځنې دي چې انسانانو ته خپل واقعي ځان ورورښيي او ورته ووایي چې څنگه په خپلې نړۍ کې حاضرېدای شو ا و د مولانا په تعبیر د بل پر ځمکه کور ودان نکړو. د اسلام د پېغمبر (ص) پیغام هم بې له دې بل څه نه و. اقبال لاهوري (رح) په وینا: ای ز خود پوشیده خود را بازیاب ـــ در مسلمانی حرام است این حجاب.
څه چې په مسلمانۍ کې واجب او لازم دي او څه چې ټول شرایع یې په پار راغلي او هغه حقیقت چې گرد حقیقي او رښتوني عارفان یې په لټه کې وو، همدا وو جې د انسان واقعي او رښتونی خپل ـــ چې کله نا کله پټېږي او ډول ډول پردې او دوړي پرې اچول کېږي ـــ صیقل او راڼه کړي، دوړې ترې پاکې او سینگار یې کړي او خپله وگړي ته یې وروښیي چې ژوند ورسره وکړي او خپلې نړۍ ته یې راننباسي. مولانای بلخي چې د بشري اندنې د تاریخ یو له نادرو ځان پېژاندو ځنې دی په مثنوي کې یو ښکلی داستان لري، چې د هغه مطلب څرگندوی دی چې دلته یې په لټه کې یو. وایي: یو مارگیر غره ته تللی و، چې مار ونیسي، له یوه مړمار سره مخ شو. البته مار مړ نه و، له ډېر سړښته یخ وهلی او بې حرکته و. مارگېر و انگېرله چې مړ دی. راپورته یې کړ او ښار ته راغی. په عراق کې یو ښار ته. غږ یې کړ یو مار مې راوړی او خلک یې نندارې ته راوبلل. مار یې د ښار پر یوه پله واچو، او ډېر خلک ترې راتاو شو، چې د اژدها په څېر مار وویني. خلکو ویل: مارگیری اژدها اورده است ـــ بوالعحب نادر شکاری کرده است (مثنوي)
رو رو لمر توېده او ښه تود شو. دومر تود شو چې د اژدها مړاوتیوب او یخ ځپنه لرې شوه، او خلک چې د اژدها په نندارې اخته او عافل وو، مار ناڅاپه برید وکړ او په لومړي قدم کې یې خپله مارگير او ورپسې یو شمېر نندارچیان ووژل. دا ساده افسانه په همدې ځای پای ته رسي. مولوي چې افسانه د اشعارو په ترڅ کې یاده کړې د داستان د یادولو په پیلامه کې یې په پایله اخستو پیل کړی، چې ډېره عبرتناکه پایله ده. او لومړی درس یې را دادی.
مارگیر از بهر حیراني خلق ـــ مارگیرد، اینست نادانـــــــــــــــــــی خلق! آدمی کوهی است چون مفتون شود؟ کوه اندر مار حیران چون شود؟ صد هزاران مار و که حیران اوست ـــ او چرا حیران شده است و مار دوست؟ (مثنوي)
هغه انسان چې باید طبیعت او نړۍ یې نندارې ته راشي، هغه انسان چې باید هر څه ورته هک اریان شي، خپله ورغلی او یو مار ته هک اریان شوی دی؟ هغه انسان چې خپله یو غر دی او بلکې سل گونه غر دی او ټول غرونه او ماران ورته هک اریان دي، اوس دومره سپک، حقیر او بې منځپانگې شوی چې یو مار ته هېښ پېښ شوی دی؟ ولې د ځان نندارچې کېږې نه؟ ولې دې ځان نظر نه کوې؟ ولې خپلې لیکنې نه لولې؟ دا ده د خلکو ناپوهي او ناداني، دا د خلکو ناآگاهي او ناځانخبري ده. دا د دوی د دنننیو هېښتیاوو او ښکلاوو له ناخبرۍ را ولاړه شوې ده. د تېرو بوختیا د مار لیدنه وه او په اوسني پیر کې د تلوېزیون، سینمايي فلمونو او ډول ډول بوختیاوو لیدنه. نو ځکه باید په دقت او ځیرنه څېړنه وکړو، چې ولې ځان ته هک اریان نه یو؛ خو د نورو ښکارندو هېښ یو. ایا تر انسانه به هېښنده ښکارنده وموندل شي؟ دا یو سبق دی چې ټولو عارفانو رد کړی دی؛
ای نسخه نامه الهی که تو یی ـــ ای آئینه جمال شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاهی که تو یی بیرون ز تو نیست هر چه در عالم هست ـــ از خود بطلب هر آنچه خواهی که تو یی علي (ک) وایي: اتزعم انک جرم صغیر ــــ و فیک انطوی العالم الاکبر
"انگېرې چې یوه ناڅېزه جوثه او تنه یې، حال دا ستره نړۍ درکې پرته ده." چېرې انگېرلای شو یو څوک دا ستره نړۍ پرېږدي او د کوچنیو هېوادونو لیدو ته ورشي؟ دا یوازې هله وي چې له دې سترې نړۍ ناخبره وي.
مرغ کو ناخورده است آب زلال ــــ اندر آب شور دارد پروبال (مثنوي)
طبیعي ده کله چې درسته و نه وینې؛ نو دې ناڅېړو ته به ورمخ کړې. هغه بوختیا چې د ځان ورکاوي لاملېږي او ټوله فلسفه یې همدا وي چې انسان ښه ډېر له ځانه غافل کړي، یوازې هله دا حالت واقع کېږي چې څوک ځان حقیر او ناڅیزه وبولي یا ځان ونه ویني او د ځان زغمل شونې و نه ګڼي او له ځانه تېښته او دوی ته پناه ور وړي. دا انسان چې دومره له ځانه تش نس دی چې هر سپک او ناڅیز شي یې پر ځای کېناستای شي؛ نو دا د یو مسخ شوی انسان بېلگه ده.
دا یو انسان دی په هغه نړۍ کې چې خپله پکې حاضر نه دی. نور څېزونه د ده ونډه لوبوي. هر څه یې پر ځای کېناستای او له ځانه یې پردی کولای شي: یو مار، یو خوشې او بې مانا تلوېزیوني فیلم او .... یو لیکوال لیکلي، نه پوهېږم ولې ځينې وگړي ټینگار لري جې خلک ویده کړي، حال دا معقوله او ټولمنلې دا ده چې راویښ یې کړي. باید دا پوښتنه دلته وکړو. ولې ځینې دومره ټینگار لري چې ځانونه له ځانه غافل کړي؟ ولې؟ ولې یې ځانخبری اوسېدو ته نه پرېږدي؟ ځواب په ډاگه دی. دا ځکه په منځ کې "خودي" او ځان نه ویني. دا ځکه کله چې ځان ته رجوع کوي تش نس یې ویني. دا تشلاسي ده چې پرده پوشۍ ته اړتیا لري. ځان تش نس لیدل، د وگړي د خپلواکۍ لرې کولو لپاره غوره لاره چاره ده.
هډو باور مه کوئ چې د استقلال او خپلواکۍ مانا دا ده چې د چا دې په چا کار نه وي. کله چې دې ځان تش نس ولید، نور به ځان ته راوبولې او خپل څان ته به لار وړکړې. د یو هېواد خپلواکي یوازې دا نه ده، چې له بهره، د چا کار ورپورې نه وي؛ بلکې هر یو وگړی خپلواکی نه وي، په دې مانا چې "خود" او ځان ولري. آخر کله چې "خودي" په منځ کې نه وي، څوک خپلواکي غواړي؟ ایا خپله نه غواړو چې خپلواک اوسو؟ کوم یو خپل؟ د خپلواکۍ او د استقلال نشتون دا دی چې پردی مو پر ځای کېني او پردی مو واکمن وي او واک راباندې چلوي او دا کټ مټ هله میسرېږي چې "خود" او ځان له منځه ولاړ شي او "خودي" تری تم شي. او دا تشه کاسه که اوبه ډکه نه کړي، هوا به یې ډکه کړي.
په همدې پار که موږ له ځان سره او په خپل ځان کې ناست نه اوسو، بل به مو پر ځای کېني. په دې حال کې د خپلواکۍ څه دعوا؟ او د خپلواکۍ څه تمه؟ او څنگه د خپلواکۍ هیلمنېدای شو؟ په اوسني پېر کې روږدي یو، چې پر ځای مو بهرني لاملونه چارې ترسره کړي. ډېر ټینگار دی چې قوانین ټولې چارې وکړي. هیڅکله څوک نه وایي چې څنگه اوسم چې چارې سمسکې وي؛ بلکې وايي پلانی قانون نیمگړی دی او پلانی قانون باید داسې شي چې چارې سمې شي. دا ټول په دې پار دي چې وگړي ځان ته په کومې ونډې او شان گروهن نه وي. ټول څېزونه له یوه بهرني لامله تمه لري. دا د دې نښه ده چې انسانانو ځانونه د یوه درانه، حاضر او واقعي خود او ځان په توگه هېر کړي او تل څوبمن دي چې پر خپل ځای نور عوامل کېنوي. ایا کله مو سوچ کړی چې انسانان نن ډېر لږ کړښت هم زغملای نشي؟ لکه د خوړو پر میز ،چې ناروغ د طبیب په اړه ډېر مقاومت ښیي ناروغ چمتو دی هر ډول درمل وخوري؛ خو حاضر نه دی چې لږ شان ته امساک او څه خورې پرهېز وکړي. ولې؟ دا ځکه امساک کټ مټ په هغه ځای پورې اړوندېږي چې د "خود" پښه را منځ ته کېږي او همدلته انسان باید خپله مهارت وښیي او دا کټ مټ هغه څه دي چې عموما ترې تښتي او ډېر کسان څوبمن دي چې بهرني څیزونه یې کارمندان وي. په دې حال کې له دوی څه تمه درلودای شو چې خپلواک وي. او څنگه له ټولگې یې یوه خپلواکه ټولنه جوړه کړای شو؟ داسې انسانان چې شتون او بودن یې خپل "خود" (او ځان) ته د پردیو عین بلنه ده.
نن رادیو تلویزیون په ټولنه کې حساسترین رسالت لري باید د خلکو د راویښوولو، د نادودو د سمولو او فرهنگي ویښتیا په باب رغنده برنامې ولري. او هغه دسیسي شنډې کړي چې پردي یې زموږ پردي کولو ته جوړوي. ددې غونډال ونډه دا ده چې خلکو ته ورزده کړي چې یوازې نندارچیان نه وي، منفعل نه وي، بهر ځپلي نه وي، خپلې دنننی نړۍ ته سوچ وکړي. مطلب مو دا نه دي چې صوفیانه سوچونه وکړي؛ بلکې له دنننۍ نړۍ مطلب مو یعنې په خود کېدل؛ یعنې ددې پېژندل چې موږ یو، لوبغاړي یو، او یو کاره یو او یوازې څو پرانستي ورونه نه یو چې یوازې واردات ولرو، صادرات هم لرو. موږ نندارچیان نه یو، بلکې لوبغاړي یو او په دې لوبه کې شتون لرو او په دې حضور ښیو چې شتون لرو او یو او له ځانه په پرده او پوښ کې نه یو. په کومې نړۍ کې چې ژوند کوو ونډه لرو او ځان مو په کې په بل څیز بدل کړی نه دی. ځان ته هېښ یو، د ځان نندارچیان یو، خپلې ښکلاوې حس او مومو. پر خپل نزد حاضر یو او په خپل حضور کې کېناستای او ځان زغملای شو. موږ خپلواک زڼي یو، موږ د چاپېریال غبرگون نه یو، موږ هغه عنصر یو چې چاپېریال را دبره کوو. نو ځکه وایو هغه انسان چې خپله په خپله نړۍ کې حاضر وي او ژوند کوي له هغه انسان سره توپیر لري چې پردي یې پر ځای ژوند وکړي او دا یې په منځ کې غایب او ناسوب وي.
متاسفانه زموږ په زمانې کې یوازې لوبې او بوختیاوې نه دي چې له موږه د موږ اخستنې ونډه لري؛ بلکې داسې فلسفې هم شته چې "زموږ" پر ځای "خود" یانې را ته ټاکي او راښیي. دا فلسفې چې را ته وایي؛ "خود" دې هغه خېل او نژاد دی، چې ته ترې یې او ورپورې اړوند یې، هغه تاریخ دی چې ورپورې تړاو لري او یا واقعي خود دې هغه ملت دی چې ورپورې اړوند یې. گرد سره کار یې دا وی چې یو خود دروښیي چې هر وخت ورپورې اړوند وې؛ نو خپل واقعي ځان به دې موندلی وي او که نه وې له ځانه به شلېدلې او لرې شوي یې. دا فلسفې زموږ په پېر کې ډېرې سترې مسخوونکې ونډې لري او راښیي چې د ځان پېژندنې مساله له یوې نږه فلسفي کچې وځي او د سیاسي پایلو تر پړاوه را ټیټېږي."
په راروسته ویینو کې د هغې نړۍ ځانگړې تشریح کوو چې خدای پکې مرکز وي هماغه نړۍ چې اسلام راښوولې، هماغه نړۍ چې پکې مرو او پکې ژوند کوو او پکې عبادت او قرباني کوو، او دا له بلې نړۍ سره یې پرتله کوو جې بل چورلیز لري. (انشا الله)
ځوانانو! د نورو هېوادونو له تجربو گټنه یوه آریز دنده ده. باید دا اصلي ننگېرنه ولرو چې څنگه د نړیوالو دوستانو له مرستې په ملي او دیني روحیه د هېواد د بیارغاونې په بهیر کې وکاروو. د هېواد رغاونې او د نظام ثبات ته پانگونه وکړو، نه دا چې څه ترې راوڅنډو او جېبونو ډک کړو. یوازې همدا تاسې یاست چې راتلونکی کهول به مو په اړه قضاوت وکړي او راځئ چې دې نېک قضاوت ته ځانونه چمتو کړو.