پېرنشټېين کلا


پېرنشټېين کلا
Pernštejn
هېواد دچېک جمهوریت
کلی پېرنشټېين
معمار
Štěpán z Pernštejna
سپک گوتی سپک , باروکي سپک
د کلا بنسټ ۱۲۸۵

پېرنشټېين کلا (په چېکي: Hrad Pernštejn) د گوتي سبک یوه مشهوره کلا ده چې د چېک په جمهوريت کې د ویسوچینا په ولسوالۍ کې پېرنشټېين کلی ته نژدې پرته ده.نوموړي کلا د ۱۹۹۵ کال څخه د چېک ملی يادگارونو په فهرست کې دي.

تاریخ سمول

پېرنشټېين کلا په ۱۲۸۵ کال کې جوړه شوه او تر ۱۶ پېړی پورې د پېرنشټېين اشرافانو مهم مقر وو. د ادبی سرچينو په مطابق د دی کلا لمړنی واکمن Štěpán z Pernštejna وو. په ۱۵ پېړۍ کې پېرنشټېين کلا بیا جوړه شوه او څو ودانۍ او دیوالونه هم جوړ شول په دی وخت کې د شوالیو سال هم جوړ شو. په ۱۶۴۵ کال کې نوموړي کلا د سويډن پوځ لخوا محاصره شوه. په دي وخت کې د منشور برج پورتني برخه ویجاړ شوه.

انځورونه سمول