پیټر کروپوتکین

پیټر الکسیوېچ کروپوتکین (۱۸۴۲- ۱۹۲۱ زکال) روسي انارشېست او جغرافیه پوه و چې د انارشېستي کمونېزم د پلوي په توګه شهرت لري.

کروپوتکین د ځمکو لرونکو په اشرافي کورنۍ کې وزیږېد، په پوځي ښوونځي کې یې زده کړې وکړې او وروسته یې په سایبریا کې د پوځي افسر په توګه خدمت وکړ، همدلته و چې نوموړي د ځمک پوهنې اړوند څو کشفي سفرونه وکړل. نوموړی په ۱۸۷۴ زکال کې د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله بند ته واچول شو او دوه کاله وروسته وتوانېد له بند څخه وتښتي. هغه په سویس، فرانسې (هلته هم شاوخوا څلور کاله بندي و) او انګلستان کې ۴۱ کاله په تبعید کې تېر کړل. د تبعید پر مهال هغه د انارشېزم او جغرافیا اړوند پریمانه لکچرونه ورکړل. کروپوتکین په ۱۹۱۷ زکال کې د روسیې له انقلاب وروسته روسیې ته راوګرځېد، خو له بلشویکي دولت څخه ناهیلی شو. [۱]

کروپوتکین له مرکزي دولت څخه د آزادې او په خودمختاره داوطلبه ټولنو او کارګري شرکتونو باندې د اتکا لرونکې یوې غیرمتمرکزې کمونېستي ټولنې پلوي و. هغه ګڼ شمېر کتابونه، رسالې او مقالې ولیکلې چې تر ټولو مشهور یې د ډوډۍ، کروندو، کارخونو او ورکشاپونو د فتح کولو (The Conquest of Bread and Fields, Factories, and Workshops)، او متقابله مرسته: د تکامل فکتور (Mutual Aid: A Factor of Evolution) په نومونو وو. هغه د بریتانیکا پوهنغونډ یوولسمې نسخې ته د انارشېزم اړوند مقاله ولیکله او د انارشېستي اخلاقو د فلسفې په برخه کې یې نابشپړ کار له ځانه پرېښود. [۲]

ژوند سمول

لومړنی ژوند سمول

کروپوتکین د ۱۸۴۲ زکال د ډسمبر په ۹مه د مسکو په کونیوشنایا سیمې کې وزېږېد. د هغه پلار، الکساندر سلطنتي افسر و چې په دریو ولایتونو کې یې ترلاس لاندې مامورین لرل او کورنۍ یې د سمولنسک د لویو شهزاده ګانو له اولادې څخه وه. د هغه مور اکاترینا سولیما د جنرال نیکولای سولیما لور او د زاپوروژیان قزاقانو د یو رهبر لمسۍ وه. پیټر د هغې له څلور ماشومانو څخه تر ټولو کوچنی و او د هغه د درې کلنۍ په عمر د سل ناروغۍ له امله مړه شوه. د کروپوتکین پلار دوه کاله وروسته واده وکړ. میرنۍ مور د ماشومانو سره کینه لرله او هڅه یې کوله د دوی د مور خاطرات له منځه یوسي. [۳][۴][۵][۶]

د پلار د غیابت پر مهال، یوې جرمنۍ نرسې به د کروپوتکین او د هغه مشر ورور الکساندر پالنه کوله. کروپوتکین له همدې امله د هغو خدمتګارانو او کارکوونکو پر وړاندې ډېر مهربانه و چې د ده پالنه یې کړې وه او همدارنګه به یې د خپلې مور د مهربانۍ کیسې کولې. هغه په مسکو کې د خپلې کورنۍ په ماڼۍ او له مسکو بهر د کالوګا ایالت په نیکولسکویه کې را لوی شو. [۵][۴]

د اته کلنۍ په عمر کروپوتکین د تزار لومړي نیکولاس د سلطنتي ګډا په مراسمو کې ګډون وکړ. تزار د ماشوم له جامو څخه په ستاینې هغه د پېج کراپس پوځي ښوونځي ته غوره کړ، دا په سن پترزبورګ کې هغه مخکښ ښوونځی و چې زده کوونکو ته یې پوځي او اداري زده کړې ورکولې او د تزار د سترواکۍ مامورین یې تولید کول. کروپوتکین د نوې ځوانۍ پر مهال په پېج کراپس ښوونځي کې شامل شو او له خپل ورور سره یې د لیکونو پر مټ ۱۴ کاله اړیکه وساتله چې دغو لیکنو د هغه د فکري او عاطفي ودې څرګندويي کوله. په ښوونځي کې د زده کړو د پیل پر مهال نوموړي د عامه خلکو د ملاتړ په موخه د اصلاحاتو، د خپل پلار پر وړاندې د یاغي طبیعت او په ښوونځي کې د سیالۍ کولو اړوند خپل دریځ څرګند کړی و. کروپوتکین خپلې پټې لومړنۍ انقلابي لیکنې په ښوونځي کې پیل کړې، چېرې چې هغه د روسیې له اساسي قانون دفاع کوله. هغه له علومو، مطالعې او اوپرا سره لیوالتیا پیدا کړه. د یو مخکښ زده کوونکي په توګه په ۱۸۶۱ زکال ضابط وټاکل شو او درباري ژوند ته سوق شو چې د سترواک د شخصي خدمت کارانو په دویمه ډله کې یې کار کاوه. د تزار او درباري ژوند اړوند د هغه لیدلوري، راتلونکی کال د سترواکۍ د سیاستونو د بدلېدو له امله بدل شول. هغه په خصوصي بڼه یو ګټمن ټولنیز ژوند ته د اړتیا په فکر بوخت و.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سایبریا سمول

کروپوتکین په ۱۸۶۲ زکال کې د دندې ترسره کولو په موخه په ختیځه سایبریا کې د آمور قزاق سیمه غوره کړه ځکه چې هغه هلته کولای شول د توپخانې تخنیکي ریاضیات ولولي، سفرونه وکړي، په طبیعت کې ژوند وکړي او له مالي پلوه پلار ته له احتیاج څخه ځان خلاص کړي. هغه له بې وزلو سره د مرستې اړوند پیاوړی نړیوال لید رامنځته کړ او د یومن ځمکې لرونکو بزګرانو غرور او حیثیت یې د عامو وګړو له خواریو سره پرتله کړ. هغه د ترابایکان ګورنر جنرال، بولسلار کازیمیروویچ کوکل ته چې دی ورته ځواب ویونکی و؛ د تمدني کارونو د ترسره کولو ولیکل چې تائید یې ترلاسه کړ. کوکل، کروپوتکین د بندخونې په اصلاحي او د ښار د خپلې حکومتولۍ په پروژو کې بوخت کړ چې بالاخره دغه پروژې مرکزي دولت رد کړې. تبعیدي شاعر او سیاسي بندي میخایل لاریوونوېچ میخائیلوف، کروپوتکین ته د پیر جوزف پردون د یوې مقالې د لوستلو وویل او همدا و چې له انارشېزم سره بلد شو. ورور یې هم خوا ته راغی څو داوړه یوځای په ایرکوتکسک کې ژوند وکړي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په سایبیریا کې د پنځه کاله استوګنې وروسته کروپوتکین او ورور یې سن پترزبورګ ته کډه وکړه او هلته یې خپلو زده کړو او علمي چارو ته دوام ورکړ. کروپوتکین د روسیې په کورنۍ چارو وزارت کې د کوم مسئولیت لرلو پرته دنده واخیسته. هغه په پوهنتون کې فزیک، ریاضي او جغرافیه ولوستل. کروپوتکین وروسته له هغه چې د خپل ویتیم اکتشافي سفر موندنې یې وړاندې کړې د روسیې په جغرافیايي ټولنه کې یې د نیم مهاله مامور په توګه د دغې ټولنې د فزیکي جغرافیې د برخې منشي توب ومانه. کروپوتکین د لا زیات عاید ترلاسه کولو لپاره د هربرت سپېنسر اثار وژباړل. هغه د خپلې تیوري پراختیا ته دوام ورکړ او هغه یې خپل تر ټولو غوره علمي کار وباله؛ د دغې تیوري له مخې د ختیځې سایبریا غرونه د یوه لوی فلات برخه دي نه دا چې جلا راوتلي دي. کروپوتکین په ۱۸۷۰ زکال کې د قطبي کشفي سفر په طرحې جوړولو کې ونډه واخیسته او غوښتل یې هغه برخه کشف کړي چې وروسته د شمالي قطب په مجمع الجزایرو کې د فرانتس یوزف د سیمې په نامه کشف شوه. [۱۹][۲۰]

د ۱۸۷۱ زکال په لومړیو کې نوموړي د سکنډنیویا په جغرافیه کې د یخبندان د دورې په مطالعې پیل وکړ، چې په هغو کې کروپوتکین د اروپا د یخبندان او د شمال ختیځ د یخي زیرمو اړوند تئوري ګانو ته پراختیا ورکړه. د نوموړي پلار د همدغه کال په وروستیو کې ومړ او کروپوتکین ته په تامبوف کې یو ارزښتمن ملکیت په ارث ورسېد. کروپوتکین د عمومي منشي توب د څوکۍ لپاره د جغرافیايي ټولنې وړاندیز رد کړ او پر ځای یې نوموړي د یخبندانو د دورې پر معلوماتو او همدارنګه د بزګرانو په ژوندانه کې د ښه توب راوستو په برخه کې کار ته مخه کړه. [۱۹][۱۴]

انارشېزم سمول

په داسې حال کې چې کروپوتکین په مخ پر زیاتوالي ډول انقلابي لیکنې کولې، خو د سیاسي فعالیتونو په ډګر کې یې شهرت نه درلود. نوموړی په ۱۸۷۱زکال کې د پاریس د کمون او د سرګئی نچایف د محاکمې له امله تحریک شو. هغه او ورور یې د فرانسې او پروس د جګړې او همدارنګه انقلاب ته اړوندو ناستو کې ګډون کاوه. کروپوتکین په ډېر احتمال سره د یوې لویې سویسي کورنۍ د یوه غړي په هڅونه او د خپلې لیوالتیا له امله چې غوښتل یې سوسیالیستي کارګري خوځښتونه وویني، د ۱۸۷۲ زکال په فبروري میاشت کې سویس او لویدیځې اروپا ته ولاړ. په دریو میاشتو کې نوموړي په زوریخ کې له میخائیل ساژین سره ولیدل، په جینوا کې د نیکولای یوتین له مارکسېستي ډلې سره بلد شو او کار یې ورسره وکړ؛ سربېره پر دې یې د ژورا فدراسیون له غړو، جیمز ګوالیم او ادهیمر شویتزګیوبل سره وپېژندل. ژورا د مخائیل باکونین د پیرو بنسټ په توګه د مارکسېستانو تر کنټرول لاندې د لومړني انټرنېشنل اصلي داخلي مخالفین و. کروپوتکین په چټکۍ سره د دغې ډلې د برابرۍ غوښتنې او د بیان د آزادۍ تر اغېز لاندې راغی او په دې سره انارشېزم ته واوښت، خو دا چانس یې له لاسه ورکړ چې له مخکښ انارشېست باکونین سره دلته وګوري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 414. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-25225-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Peter Kropotkin entry on 'anarchism' from the Encyclopædia Britannica (eleventh ed.), Internet Archive. Public Domain text.
  3. Osofsky 1979، صص. 22–23.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Osofsky 1979، ص. 24.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Osofsky 1979، ص. 23.
  6. Osofsky 1979، ص. 13.
  7. Osofsky 1979، ص. 27.
  8. Osofsky 1979، ص. 28.
  9. Osofsky 1979، صص. 13, 28.
  10. Osofsky 1979، ص. 13, 26.
  11. Osofsky 1979، ص. 25.
  12. Osofsky 1979، صص. 13, 18, 25.
  13. Osofsky 1979، ص. 13, 24–25.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Osofsky 1979، صص. 13, 32.
  15. Osofsky 1979، ص. 30.
  16. Osofsky 1979، ص. 29.
  17. Osofsky 1979، صص. 29–30.
  18. Osofsky 1979، صص. 28–29.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Osofsky 1979، ص. 31.
  20. Osofsky 1979، صص. 30–31.
  21. Shatz, Marshall S. (1995). "Introduction". The Conquest of Bread and Other Anarchist Writings (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xi. OCLC 832639138. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-45990-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Osofsky 1979، ص. 35.
  23. Osofsky 1979، صص. 14, 34.
  24. Osofsky 1979، ص. 34.
  25. Osofsky 1979، ص. 33.
  26. Osofsky 1979، ص. 18.