پیاوړي کول

په چلندي ارواه پوهنه کې، پیاوړي کول (reinforcement) هغه بهیر ته ویل کېږي چې له مخې یې د یو ژوندي موجود راتلونکی چلن پیاوړی کېږي؛ هغه چې وړاندې د ځانګړو محرکونو له خوا اغېزمن شوی. دغه تقویتي اغېز کېدای شي د چلندي لوړ فریکانس (د بېلګې په توګه څو ځله د یوې میلې کش کول)، اوږد مهال (لکه د اوږد مهال لپاره د یوې میلې کش کولو)، زیات وزن (لکه د لوړ وزن لرونکې میلې کش کول)، یا لنډ ځنډ (لکه د پخواني محرک وروسته د میلې چټک کش کولو) له مخې اندازه کېږي.

د ځان تنظیمولو په موډل کې د انسان د چلن درې اصلي اړخونه شاملېږي چې ځان پېژندنه، ځان څرګندول او د ځان تنظیمول دي. پیاوړي کوونکي په معمول ډول له ځان تنظیم کوونکو سره همغږي دي. چلن کېدای شي د پایلو تر اغېز لاندې راوړل شي، خو همدارنګه وړاندنیو محرکو ته اړتیا لري. څلور ډوله پیاوړي کول شتون لري. مثبت پیاوړي کول، منفي پیاوړي کول، انقراض او مجازات. په مثبت پیاوړي کولو کې له یوې مثبتې پیاوړې کوونکې محرکې څخه کار اخیستل کېږي. منفي تقویت بیا د یوې موضوع له فضا څخه د هغه څه کمول دي چې لامل ګرځي د دغې موضوع پخواني چلن ته د هڅولو په موخه لاره برابره کړي.

په انقراض کې هغه چلندونه شاملېږي چې احتمالي پایلو ته اړتیا نه لري. که چېرې (ښه یا بد) څه پیاوړي نه شي، د تیوري له مخې باید له منځه ولاړ شي. په پایله کې تحمیلي تنبیه کول پر نامطلوب چلند ناسمې پایلې رامنځته کوي. مجازات بیا د یوې رایجې بیلګې یا یوې ګټې د له منځه وړو په برخه کې د ضعیف چلن لامل ګرځي. په داسې حال کې چې پیاوړتیا د محرک له خوا د راپاورل شوي اغېز اګاهانه درک ته اړتیا نه لري، خو د خوښې وړ هدف ته د رسېدو په برخه کې اګاهانه هڅو ته اړتیا لري.

مکافات لرونکي محرکین چې له «غوښتنې» یا «خوښولو» (په ترتیب سره له میل او لذت) او خوښې وړ چلن سره اړوند دي، د مثبتو پیاوړي کوونکو په توګه عمل کوي؛ چې په دې توګه سره د هغو برعکس هم چې پیاوړي کوونکي مطلوب مثبت محرکات وړاندې کوي صدق کوي. پیاوړي کول د یو محرک له خوا د رامنځته شوي اغېز اګاهانه درک ته اړتیا نه لري؛ له همدې امله پیاوړتوب هغه مهال رامنځته کېږي چې په چلن کې پام وړ پیاوړتیا شتون ولري. له دې سره منفي پیاوړتوب هم شتون لري چې د یوه نامطلوب محرک په لرې کولو سره ځانګړی کېږي. د شخصي دندې بدلون کېدای شي د هغو کسانو لپاره چې د ملا دتیر ستونزې لري د یو منفي پیاوړي کوونکي په توګه عمل وکړي (د بېلګې په توګه له یوې کارګري دندې څخه اداري ځایګي ته). [۱][۲]

په ډېری مواردو کې د پیاوړي کولو یا « reinforcement» اصطلاح د چلن ښه کېدو ته اشاره کوي، خو ځینې مهال هم د حافظې د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي. د بېلګې په توګه، «له ټرینېنګ وروسته پیاوړتیا» د (خوړو په څېر) یوه محرک ته اړتیا پیدا کوي چې د زده کولو له یوې جلسې وروسته د فردي خاطراتو د پراختیا، جزیاتو، مهال او یا هم د هغې بشپړې حافظې لپاره چې تازه رامنځته شوې مهم دی. د حافظې پیاوړی کوونکی محرک همدارنګه کېدلای شي داسې محرک وي چې تاثیراث یې نه یوازې په غیر مستقیم ډول بلکې په مستقیم ډول عاطفي وي، لکه «flashbulb memory یا د برېښنا په څیر حافظه» چې په هغو کې یو شدید حیجاني محرک کولای شي په یو موقعیت کې د شرایطو ټولګه د هغو د زیر مجموعې څخه په زیاته کچه تحریک کړي. له هغو شرایطو څخه چې د مهمو عاطفي تحریکونو لامل ګرځېدلي، د بېلګې په توګه هغه کسان چې په مناسب عمر کې وي او وکولای شي په یاد راوړي چې دوی چېرې کار کاوه هغه مهال چې د جان اف کنډې له ترور او یا هم د سپټمبر د ۱۱ مې له ترهګریزو بریدونو خبر شول. [۳][۴]

پیاوړي کول د فعال او ابزاري شرطي سازۍ مهمه برخه جوړوي.

فعاله شرطي سازي

سمول

د فعال شرطي کېدو (operant conditioning) اصطلاح د بي. اف. سکنر له خوا د دې د څرګندولو په موخه چې د هغه په تجربي پاراډایم کې یو ارګانیزم آزاد دی څو په چاپېریال کې کار وکړي، معرفي شوه. په دغه پاراډایم کې ازمویونکي نه شو کولای مطلوب ځواب رامنځته کړي. ازمویونکی په تمه پاتې کېږي څو غبرګون رامنځته شي (له ارګانیزم څخه ساطع شي) او بیا ورته یو بالقوه پیاوړی کوونکی وړاندې شي. د کلاسیکې شرطي سازۍ په پارډایم کې ازمویونکي د یو غبرګون پارونکي محرک، غیر شرطي محرک او همدارنګه د یو خنثی محرک او شرطی محرک په یوځای وړاندې کولو سره خپل مطلوب غبرګون پاروه.

مثبت پیاوړي کول

سمول

مثبت پیاوړي کول هغه مهال رامنځته کېږي چې یوه مطلوبه پېښه یا محرک د یوه چلن د پایلې په توګه وړاندې شي او همدارنګه ورسره په مشابه چاپېریالونو کې هم د همدغه چلن د رامنځته کېدو احتمال زیات شي. [۵]

  • مثال: هغه مهال چې یو موږک یوه تڼۍ کېکاږي خوند ترې اخلي. که چېرې دغه موږک د تڼۍ په کېکاږلو پیل کړي، دغه چاره په مثبت ډول دغه چلن پیاوړی کوي.
  • مثال: کله چې یوه نجلۍ خپل د لوبو وسایل ټول کوي، پلار یې ورته یو چاکلېټ ورکوي. که چېرې د لوبو د وسایلو د ټول کولو دفعات زیاتوالی ومومي، دغه چاکلېټ (د پاکولو د چلن د پیاوړتیا په موخه) یو مثبت پیاوړی کوونکی دی.
  • مثال: یو شرکت د مکافاتو ورکولو یو پروګرام ترسره کوي چې له مخې یې د دغه شرکت کارکوونکي د توکو د پلور د کچې له امله جوایز ترلاسه کوی. د پلور د کچ د زیاتوالي په صورت کې جوایز مثبت پیاوړي کوونکي دي.
  • مثال: ښوونکی هغه مهال چې زده کوونکی یې ښې نمرې اخلي ستایي. دغه ستاینه چې زده کوونکی یې ترلاسه کوي د هغه د نمرو په لا زیاتوالي کې مثبت پیاوړی کوونکی دی.
  • مثال: یو کارورکوونکی خپل یو کارمند ته د هغه د زیات کار له امله پولي جایزه ورکوي. پولي جایزه د ښه چلن مثبت پیاوړی کوونکی دی او له تمې زیاتې پایلې رامنځته کوي.

منفي پیاوړي کول

سمول

منفي پیاوړتوب هغه مهال رامنځته کېږي چې د یو چلن کچه زیاتوالی مومي او بیا یو بده چاره او یا هم محرک ترې حذف کېږي او یا یې هم له ترسره کېدو مخه نیول کېږي. [۶]

  • مثال: یو ماشوم خپله کوټه پاکوي او دغه چاره په هغه باندې «د غالمغال کولو» او یا هم له ماشوم څخه د مکررې غوښتنې په درېدو سره ترسره کېږي. په دغه ځای کې په هغو غالمغال کول په منفي توګه د هغه د پاکولو چلن پیاوړی کوی، ځکه ماشوم غواړي له دغه غالمغال څخه ځان خلاص کړي.
  • مثال: یو شرکت ځانته کړنلار لري چې که چېرې یو کارکوونکی خپل ورسپارل شوی کار تر جمعې ورځې پورې بشپړ کړي کېدای شي شنبه رخصت ورکړل شي. په شنبه کار کول بد محرک دی. کارکوونکي د خپل کاري موثریث په زیاتوالي هڅه کوي ځان له بد محرک څخه وساتي.
  • مثال: یو کس له بیروبار او دندې ته له وروسته رسېدو څخه د خلاصون په موخه وخته خپل کار ته ځان رسوي. دغه کار ته د وخته تلو چلن او همدارنګه کار ته د وخته رسېدل له یو بد محرک څخه د ځان خلاصولو په موخه دی.

انقراض

سمول

انقراض کېدای شی عمدي یا غیرعمدي وي او هغه مهال رامنځته کېږي چې یو چلن په ناغوښتلي ډول له پامه وغورځول شي.

  • مثال (عمدي): یو کوچنی ماشوم هغه لنډغر چې په هغه ملنډې وهي په پام کې نه نیسي. دغه لنډغر له ماشوم څخه کوم غبرګون نه ترلاسه کوي او له زور ویلو سره د هغوی د علاقې د کمښت لامل ګرځي.
  • مثال (غیر عمدي): یو کارګر د سخت او له توان څخه لوړ کار لپاره نه دی ګمارل شوی. له همدې امله دوی د سخت کار نه کولو ته مخه کوي.
  • مثال (عمدي): یوه پشکه په شپه کې د خوړو موندلو په موخه میومیو کوي. څښتن یې ورته ډوډۍ نه ورکوي، له همدې امله پشکه د شپې له خوا له میومیو کولو څخه ډډه کوي.

د مجازاتو پر وړاندې پیاوړي کېدل

سمول

د بېلګې په توګه، ماشوم ته وروسته له هغه د چاکلېټ ورکول چې هغه خپله کوټه پاکوي، یو مثبت پیاوړی کوونکی دی. د شیشې د ماتولو په صورت کې د ماشوم تنبیه کول مثبته جزا ده. د هغه د ناوړه چارو په صورت کې د هغه د وسایلو ضبط کول یوه منفي تنبیه ده. په ازموینو کې د ښو پایلو په اخیستو هغه ته د چکر ورکول یو منفي پیاوړی کوونکی دی. «منفي او مثبت» د دغه کارونې له مخې د «ښه او بد» معنی نه لري.[۷]

سرچينې

سمول
  1. Schultz W (July 2015). "Neuronal Reward and Decision Signals: From Theories to Data". Physiological Reviews. 95 (3): 853–951. doi:10.1152/physrev.00023.2014. PMC 4491543. PMID 26109341. Rewards in operant conditioning are positive reinforcers. ... Operant behavior gives a good definition for rewards. Anything that makes an individual come back for more is a positive reinforcer and therefore a reward. Although it provides a good definition, positive reinforcement is only one of several reward functions. ... Rewards are attractive. They are motivating and make us exert an effort. ... Rewards induce approach behavior, also called appetitive or preparatory behavior, and consummatory behavior. ... Thus any stimulus, object, event, activity, or situation that has the potential to make us approach and consume it is by definition a reward. ... Intrinsic rewards are activities that are pleasurable on their own and are undertaken for their own sake, without being the means for getting extrinsic rewards. ... Intrinsic rewards are genuine rewards in their own right, as they induce learning, approach, and pleasure, like perfectioning, playing, and enjoying the piano. Although they can serve to condition higher order rewards, they are not conditioned, higher order rewards, as attaining their reward properties does not require pairing with an unconditioned reward.
  2. Winkielman P, Berridge KC, Wilbarger JL (January 2005). "Unconscious affective reactions to masked happy versus angry faces influence consumption behavior and judgments of value". Personality & Social Psychology Bulletin. 31 (1): 121–35. doi:10.1177/0146167204271309. PMID 15574667. S2CID 7427794.
  3. Mondadori C, Waser PG, Huston JP (June 1977). "Time-dependent effects of post-trial reinforcement, punishment or ECS on passive avoidance learning". Physiology & Behavior. 18 (6): 1103–9. doi:10.1016/0031-9384(77)90018-X. PMID 928533. S2CID 21534363.
  4. Gottfried JA, White NM (2011). "Chapter3: Reward: What is it? How can it be inferred from behavior.". In White NM (ed.). Neurobiology of Sensation and Reward. Frontiers in Neuroscience. CRC Press. ISBN 978-1-4200-6726-2. PMID 22593908.
  5. Flora, Stephen (2004). The Power of Reinforcement. Albany: State University of New York Press.
  6. Flora, Stephen (2004). The Power of Reinforcement. Albany: State University of New York Press.
  7. D'Amato MR (1969). Marx MH (ed.). Learning Processes: Instrumental Conditioning. Toronto: The Macmillan Company.