پکول يو ډول خولۍ ده. د دې خولۍ اغوستل د افغانستان او پاکستان په بېلابېلو توکمونو کې دود دی. دا دود په پښتنو، نورستانیانو، چترالیانو، پشيانو او تاجيکانو کې ډېر عام دی. په افغانستان کې پکول د ننگرهار، کونړ، نورستان، پنجشېر، بدخشان، پروان او کاپیسا ولایتونو کې او د پاکستان په گېلگېت بلتېستان، چترال، سوات،دير او باجوړ سيمو کې ډېر دود دی. دا خولۍ د همدغو سيمو د ځايي خلکو لخوا جوړيږي. د سوات، چترال او کونړ ولايت پکولونه د ښه څرنگوالي او جوړښت په خاطر مشهور دي.