پښتو /ی/ ګاني
په پښتو املاء کي د /ی/ ګانو سمه کارونه د غلطیو او اشتباهاتو مخه نیسي. سم استعمال ئې د متن د ویلو په وخت کي د تلفظي او مانیزي ستونزو مخنیوی کوي. د /ی/ ګانو سم استعمال نه یوازي دا چي لوستونګي له تیروتونو څخه ژغوري بلکي د دغي ژبي په ګرامري جوړښت کي هم لوی ځای لري. د ځینو /ی/ ګانو په استعمال سره مفرد او جمع حالتونه ټاکل کیږي. د نومونو اصلي او مغیره حالتونه په /ی/ ګانو معلومږي. د امر او عادي حالت زماني افعال د /ی/ ګانو په ذریعه ښوول کیږي.
پښتو /ی/ ګاني پنځه بېل بېل ږغونه دئ. له دې جملې څخه ئې دوې واول او پاته درې ئې غبرګ (دیفتونګونه) دي.
نرمه، بې ټکو يا نارینه /ی/=ay
دا /ی/ له دوو ږغونو څخه جوړه شوې ده. یعني یو غبرګ ږغ (دیفتونګ) دئ، چي یو ږغ ئې خپلواک او بل ئې نیم واک دئ.
د استعمال ځایونه ئې په لاندي ډول دي.
أ. د مفرد مذکر نومونو په پای کي راځي؛ لکه: سړی، منګی، لرګی او داسي نور.
ب. په ځينو نسبتي صفتونو کي هم راځي؛ لکه: کندهاری، کابلی، هلمندی او نور....
ج. په هغو فعلونو کي هم راځي، چي د مفرد مذکر نوم لپاره ګردان سوي يا اوښتي وي؛ لکه: احمد ډېر ځورېدلی دئ. محمود ډېر کړېدلی دئ. لاس مي سوځېدلی دئ. او داسي نور....
د. د هغو نومونو او صفتونو په پای کي هم راځی چي په (i = ay) پای ته رسېدلي وي؛ لکه: ځای ، چای، پای، خوشحالېدی، راتلای او نور...
څرګنده، لنډه، یا معروفه /ي/=i
دا /ي/ يو خپلواک ږغ دئ. دغه /ي/ په پښتو متن کي ډېر کاريږي،
د استعمال ځايونه ئې دا دي:
أ. د هغو مفردو نارينه نومونو د جمعي له پاره راځي، چي په نارينه /ی/ پای ته رسېدلي وي؛ لکه:
سړی سړي
زمری زمري
لرګی لرګي او داسي نور..
ب. د هغو مفردو نارينه نومونو د مغيره يا اوښتي حالت لپاره راځي، چي په نارينه /ی/ پای ته رسېدلي وي؛ لکه:
سړی کار کوي. سړي کار وکړ.
بريالی درس لولي. بريالي درس ولوست.
ج. په يو شمېر کسبي نومونو کي چي د يو کسب ښکارندويي کوي هم کاريږي؛ لکه: ډولچي، موچي، توپچي، دوبي، جارچي او نور...
د. په يو شمېر فعلونو کي په تېره بيا د حال زمانې په فعلونو کي هم استعمالېږي؛ لکه: ځي، راځي، خوري، کړي، څښي، وړي، لولي، ناڅي، پاڅي او نور...
اوږده يا مجهوله /ې/ = é
دا /ې/ هم يو خپلواک اواز واول دئ، چي په پښتو کلمو په تېره بيا په ښځينه نومونو کي زيات کاريږي. د استعمال ځايونه:
أ. دا ښځينه /ې/ د هغو مفردو مونثو نومونو له پاره کاريږي، چي په زور (a) پای ته رسېدلي وي او خج د کلمې پر وروستۍ څپې وي؛ لکه:
مڼه مڼې
کاسه کاسې
وړانګه وړانګې او داسي نور...
ب. د پورتنيو مفردو ښځينه نومونو مغيره يا اوښتي حالت هم په دغه /ې/ سره ښوول کيږي؛ لکه:
اصلي حالت اوښتی حالت
پلوشه درس لولي. پلوشې درس ولوست. او داسي نور...
ج. په ځينو مفردو ښځينه نومونو کي استعماليږي؛ لکه: مستې، ادې، شلومبې او نور...
د. په ښځينه ضميرونو کي هم استعماليږی؛ لکه: دې هغې او نور...
ښځينه يا زورکيواله /ۍ/ = əy
دا /ۍ/ يو غبرګ ږغ دئ. يعني له دوو اوازونو څخه جوړه ده.چي لومړی ئې خپلواک او دوهم ئې نيم واک دئ.د استعمال ځايونه:
أ. د ځينو هغو نسبتي صفتونو د جمعي او مغيره حالت له پاره راځي، چي په څرګنه /ي/ پای ته رسېدلي وي؛ لکه:
اصلي حالت مغيره يا اوښتی حالت
خوښي خوښۍ
دوستي دوستۍ
خوشحالي خوشحالۍ
مثال: د احمد او محمود تر منځ دوستي ده.
د احمد او محمود د دوستۍ مزه نسته.
ب. د مفردو مونثو نومونو په پای کي راځي، لکه: خولۍ، هیلۍ، ګلالۍ او.
همزه لرونکې /ئ/ = əy
دا هم يو غبرګ ږغ دئ او له زورکۍ والي /ۍ/ سره ئې په سکښت، جوړښت او تلفظ کي هيڅ توپير نسته.
زورکۍ واله /ۍ/ په نومونو کي استعماليږي او همزه لرونکې /ئ/ په فعلونوکي استعماليږي.
د همزه لرونکې /ئ/ د استعمال ځايونه:
أ. اکثره د امر او نهي فعلونو په پهی کي راځي؛ لکه: کښېنئ ، ولاړسئ ، وخورئ ، مه خورئ ، مه ځئ او داسي نور...
د کومکي فعل ( دئ = is ) هم پر سر همزه غواړي. يو داچي داهم کومکي فعل دئ او بله داچي د ( دی = He ) ضمير سره ئې توپير وسي. دغه دواړه حالته نه يوازي دا چي د ګرامر په لحاظ توپير سره لري، بلکي آوازونه ئې هم توپير سره لري.