پښتو ياگانې
په پښتو ژبه کې "ی گانې" په پینځه ډوله دي:
- نرمه يا بې ټکو یا (ی): په نارینه مفردو نومونو، ځينې نسبي نومونو، ستايننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه : ستوری، زلمی، زمری، سړی، مزاری، خوستی، ژوندی، ځای، راتلای، کولای، زوی، توی، لوی…
- څرگنده يا ( ي ) چې دوه ټکي څنگ پر څنگ ولري: په نارینه جمع نومونو (ځينو مفردو نومونو)، ځينې نسبتي ستایننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: ستوري، منگي، موچي، سړي، والي، ځي، خوري، مولوي، وروري، بنگړي او نور…
- لکۍ لرونکې یا ( ۍ): په ښځینه مفردو نومو او ځينو ستايننومونو کې راځي لکه: تڼۍ، مرمۍ، لکۍ، کېږدۍ، کابلۍ، گلالۍ، لېونۍ، خوښۍ، سپوږمۍ…
- اوږده یا ( ې ): په ښځینه جمع نومونو، نومځرو (ضميرونو) او ستاينونونو او کړونو کې راځي لکه: کې، چې، راځې، تودې، مستې، واورې، پلمې، شېبې، تودې، کارنامې، جگړې…
- همزه لرونکې يا ( ئ ): تر ډېره د امر او نهې اړوند په کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: وخورئ، راځئ، مه کوئ، وکړئ، راشى، او داسى نور...
سرچینه
سمول- لومړيتوب lomritob.com ویب سایټ