پښتو هادی ټی وی

دا د هادي ټي وي رسمی چینل دی https://ps.haditv.com/

هادي ټي وي د نړۍ په شپاړسو ژوندو ژبو کښې خپل پروګرامونه خپروي، چې په کښې کلتوري، اخلاقی، عقیدتی او ټولی هغه خبرې چې دین سره اړه لري.

د هادي ټی وي پښتو برخه سمول

قدرمنو کتونکو ډیر د افسوس خبره ده چې نن سبا دور کې کومې چارې روانې دي هغه بدې چارې ورو ورو نورې هم زیاتیږي کوم ګناهونه چې ترسره کیږي هغه د ورځې نه بلې ته په زیاتیدو دي او اسلام نه لرې کیدو وسایل او اسباب لا په زیاتیدو دي او دا یو داسې پټ اور دی چې زمونږ ورته خیال نشته او ورو ورو زیاتیږي.

او له بده مرغه له بلې خوا د دې بدیانو د مخنیوې کوششونه ورو ورو په کمیدو دي بلکې له ټولو غټ ظلم دا شورو دی چې له کومو وسایلو نه چې د ټولنې د ښه کیدو لپاره ګټه اخستی شي هماغه وسایل د انسانیت په تاوان کې استعمالیږي هغه څیزونه چې د انسان پرمختږ سره سره لاس ته راغلي دي او باید د هغه انسانیت ورسره کامل او بشپړ شي هماغه څیزونه د انسانی اخلاقو د ختمیدو سبب ګرځي او مسلمانان ورسره ورو ورو د ګناه په لور روان دي او په بدو لارو کې ترې ګټه اخستل کیږي.

د نړۍ رسنې سمول

یو له هغه څیزونو چې نن سبا ورسره مخ یو هغه د ټی وي چینلې دي چې په اسلامي ټولنه کې وسره بدۍ خپریږي، له ټي وي چینلو داسې فحاشي او بد پروګرامونه وړاندې کیږي چې زمونږ ټولنه او معاشره ورسره یو بد طرف ته بوتلل کیږي او که همدا ټی وي چینلې په ښه طریقه استعمالیدلې او دغو چینلو ښه پروګرامونه وړاندې کولې نو زمونږ ټولنه به یو ښه اړخ ته روانه شوې وه.

په داسې وخت کې چې نوي نسل ته د ښو اخلاقو د ښودنی ضرورت دی چې د نوي نسل ذهن یو ښه لور ته بوتلل شي خو مونږ ګورو چې د دغه اوسنۍ میډیا په لاس زمونږ ټولنه د هلاکت او بربادۍ په لور روانه ده او نننۍ میډیا ته مونږ د هلاکت او بربادۍ د عامل نامه ورکولی شو، نو په ځای د دې چې د میډیا په دې لوی سمندر کې اولادونه بې لګامه او بې بنده پریږدو باید لاس يې ونیسو چې په دې سمندر کې ډوب نه شي. کله چې د ماشومانو په لاس کې دغه بې لګامه اس (موبایل) ورکوو نو باید پاملرنه وکړو او تر دې حد ته ماشومان پوه کړو او کنټرول يې کړو چې سمه ګټه ترې واخلي، پرله پسې يې ساتنه وکړو او بیا بیا ماشومانو ته یادونه او پوهه ورکړو چې له دې اوزاره په سمه توګه ګټه واخلي. که چرې همدا رسنې او د ټي وي چینلې په سمه توګه د مثبت کار لپاره استعمالیدې نو زمونږ ټولنه به یوه په زړه پورې ټولنه وه او په کې دومره بدۍ نه زیاتیدې.

د هادي ټي وي موخې او غرضونه سمول

په داسې حال کې چې د نوي نسل د فکرونو د راغونډولو او ښه لور ته بوتللو وخت دی همدغه ټولنیزې رسنۍ زمونږ د ځوانانو فکرونه خرابوي او همدې کار ته مونږ د انساني هلاکت نامه ورکولی شو. په دې کې شک نشته چې له تیرو شلو دیرشو کلنونو راهسې د ټي وي چینلې د ټولنې د خرابلو په هڅه کې لګیا دي چې اسباب يې د بهرنیو ظالمانو په لاس دي، خو هادي ټي وي په دې هڅه کې دی چې ټولنه یو ښه لور ته بوځي د ځوانانو اسلامي روزنه وکړي او په دې لږ وخت کې چې هادي ټي وي په بیلا بیلو ژبو کې په ټولنه باندې کومې اغیزې او اثرات درلودلي دي هغه په چا پټ نه دي او مثال يې ډیر کم پيدا کیږي او په بیله توګه په پښتو ژبه داسې کار مونږ ته په نظر نه راځي.

د هادي ټي وي خدمتونه سمول

نن هادي ټي وي د هدایت یو د یو څراغ په څیر د پښتنو کورونو ته ننوتلی دی او کور کور ته د محمد صلی الله علیه و آله  وسلم او د هغه د پاک آل علیهم السلام زده کړې رسوي او د اهلبیتو د علمونو تږي نړۍ خپلو پروګرامونو سره خړوبوي. له تیرو څو کلونو راهسې د خلکو دیني لارښونه د هادي ټي میراث جوړ شوی دی او په نړۍ کې د هدایت څراغونه هم له دې څراغه بلیږي، هادي ټي وي دې وخت د نړۍ په شپاړسو ژوندو ژبو د اهلبیتو علیهم السلام له علمونو ډک پروګرامونه وړاندې کوي، د افریقې له ځنګلونو د عربو تر صحراګانو، له هندوستانه تر انډونیشیا او اسټریلیا، له ترکیې تر انګلیډه او د پاکستان او هندوستان له میدانونو د افغانستان تر غرونو پورې خپلو قدرمنو کتونکیو ته په بیلا بیلو ژبو کښې د محمد او آل محمد زده کړې رسوي، چې یو له هغه ژبو د پښتو ژبه ده.

په داسې حال کې چې بیلا بیلې رسنې د ټولنې او کورنیو له منځه وړنې هڅه کوي او د پيسې ګټلو په هوس کې په ټولنه کې هر ډول بدۍ خپروي، د هادي ټي وي شتون له یوې معجزې کم نه دی.

دې وخت په نړۍ کې په میډیا کې یو ډیر خطرناک جنګ شورو دی چې د کورنیز ژوند نظام له منځه وړولو هڅه له هرې خوا کیږي او زمونږ خویندو میندو ماشومانو او ځوانانو ته دا خبره ښودل کیږي چې د لویدیځ په څیر کورنۍ نظام خپل کړي او د اسلامي کورنیز نظام هر څه له منځه یوسي. د داسې خیالي ژوند ډرامې او سریالونه وړاندې کوي چې ورسره کورنیز ژوند خطرناک حد ته رسیږي او کله کله تر طلاقه خبره ورسي او دغه پاک تړون د یوې ډرامې له سببه له منځه لاړ شي. په داسې وخت کې هادي ټي وي خپلو کتونکو او مینه والو ته د «اسلامي ژوند»، «د ښځې او خاوند په یو بل حقونه»، «خوشحال ژوند» او نور ښایسته پروګرامونه وړاندې کوي چې په کې د ښه ژوند تیرولو او کامیابه کورنۍ لرلو طریقه په څو  ټوکونو کې بیانیږي چې په اسلامي طریقه به څه رنګ داسې ژوند ولرو چې هم په کې خوشحالي وي او هم هوساینه، هم په کې د مشر کشر خیال وساتلی شي او هم د ګاونډیانو او ټولنې حقونه ادا کړی شي. له بلې خوا «د پښتو په شعر او ادب کې د اهلبیتو علیهم السلام مقام» پروګرام وړاندې کوي چې هم ورسره د پښتو د ژبې د ادبیاتو خدمت کوي او هم د پيغمبر کورنۍ خلکو ته معرفی کوي. همدارنګ اخلاقي، تربیتی، تاریخي او عقیدتي پروګرامونه وړاندې کوي او دا هڅه کوي چې د پیغمبر(ص) امت یو ځای ته راغونډ کړي او له بې ځایه اختلافونو او جنګونو يې وساتي.

هادي ټي وي د نورو چینلو په مقابله کښې سمول

دې وخت کې د هادي ټی وي نورو چینلو سره مقابله د حق او باطل مقابله ده، په داسې وخت کې چې طاغوتی طاقتونه د رسنو له لارې په منظمې طریقې سره په اسلامي ژوند او ټولنې بریدونه کوي او په ښکلو او نوو نوو طریقو، فلمونو او ډرامو او وړو کلپونو سره اسلامي ژوند له منځه وړي، زمونږ دا دنده او ذمه جوړیږي چې د هادي ټي وي له خپرونو او نشریاتو خلک خبر کړو او دا هڅه او کوشش وکړو چې د هادي ټي وي په استازو کې شو او دې چینل سره هر ډول مرسته او مدد وکړو. په دې کې هیڅ شک نشته چې دې وخت دا یوازینې چینل دی چې په شپاړسو ژبو کې اسلامی تعلیمات او د اهلبیتو علیهم السلام زده کړې د نړۍ ګټ ګټ ته رسوي.

دلته دا خبره هم د ویلو ده چې کوم کسان د دې چینل لپاره شپه او ورځ هڅې او کوششونه کوي باید د هغوي مننه وکړو او تر خپل حده ورسره مرسته وکړو که هغه جاني مرستې وي وي که زباني او که مالي وي. چې په دې طریقه مونږ هم د محمد او آل محمد صلی الله علیهم د زده کړو او تعلیماتو په خپرولو کې لاس ولرو او ثواب کې ورسره شریک شو.

هادی ټي وي سره اړیکه سمول

کوم برادران چې د هادي پښتو برخه کتل غواړي:

که ډش لري نو له  yahsat یې کتلی شئ زمونږ فریکوینسی:

Satellite: yahsat

Frequency: 11985

Polarity: Vertical

Symbol rate: 27500

د افغانستان په وخت سهار له 4 – 10 او ماځیګر 2 – 8 بجو

او د پاکستان په وخت سهار له 4:30 تر 10:30 او ماځیګر 2:30 تر 8:30

د نیټ نه د کتلو ایډریس https://ps.haditv.com/live

همدارنګ د موبایل پروګرام هم لري چې له دې ځایه يې ډاونلوډ کولی شو

https://play.google.com/store/apps/details?id=tv.hadimedia.haditvapp

زمونږ تیر پروګرامونه زمونږ په سایټ کې ارشیو کی پراته دي:

https://ps.haditv.com/video/categories

په ټلیګرام کې زمونږ چینل

https://t.me/pashtoHaditv

فیس بک پيج: https://www.facebook.com/pas.haditv/

ایمیل: Pashto.haditv@gmail.com

pashto@haditv.com

وتس اپ او ټلیګرام نمبر: 009647804104267

ستاسو د پام کولو ډیره ډیره مننه

درانی

هادی ټی وي پښتو برخه