پښتو نومځري او د هغو کارونه

ژبپوهنه (Linguistics) سمول

د ژبپوهنې نړيواله نومونه (اصطلاح) لينګويستيكه بلل شوې ده چې انګليسي بڼه يې لينګويستكس (Linguistics) ده ریښه یا بنسټ يې لينګوه (Lingua) لاتين دى چې مانا يې ژبه (لسان) ده استيكه (Astica) روستاړی (لاحقه) ورسره له يوناني ژبې څخه يوځاى شوی دى چې پوهنې ته ورته مانا لري.(۵ : ۱۰ )

يعني هغه پوهه چې ژبه او د هغې څرنګوالی، جوړښت او راز، راز ژبني مسايل تر كتنې او څېړنې لاندې نيسي.

د ژبپوهنې څانګې: سمول

ژبپوهنه دڅېړونكو د موخې (هدف) او كار د آسانتيا په غرض لومړى په دوو څانګو ويشل كېږي:    

الواكي (نظري) ژبپوهنه (Theoritical Linguistics): سمول

په ټوليز ډول د ژبپوهنې په دې څانګه كې هغه پرنسيپونه او عموميات څېړل كېږي چې د نړۍ  په هره ژبه كې كارول كيدای شي.

كاروني (تطبيقي) ژبپوهنه – (Applied Linguistics): سمول

هماغه توکونه او معلومات چې نظري ژبپوهنې را منځته كړي وي په ژبښـوونه او نورو اړينو ژبنيو چاروكې په كار اچول كېږي او ترې ګټه اخیستل كېږي.( ۵ : ۱۲ )

د نظري ژبپوهنې څانګې: سمول

۱- تاريخي ژبپوهنه: سمول

د ژبپوهنې په دې څانګه كې د يوې ژبې هغه تاريخي تحول اوبدلون تر غور او څېړنې لاندې نيول كېږي، چې په بېلابېلو دورو كې ورپيښ شوی وي.

۲- پرتليزه (مقايسوي) ژبپوهنه: سمول

په پرتليزه ژبپوهنه كې څو ژبې چې له يوې كورنۍ څخه وي اويا د ژبو څو كورنۍ په پرتليز ډول ترغور لاندې نيول كېږي او يو تربله سره پرتله كېږي. څو چې د دوی ترمنځ نږديوالی او اړيكې څرګندې شي.

۳- تشريحي ژبپوهنه: سمول

د ژبپوهنې په دې څانګه كې د ژبې رغاوني سيستم د تاريخ په يوځانګړي پړاوكې څېړل كېږي. (۵ : ۱۴ )

د ګرامر ليكنې په او سمهاله ميتود كې دا جوته شوې چې ګرامر د تشريحي   ژبپوهنې غوره او اساسي څانګه ده ، چې له موضوع سره په اړیکه کې یې دلته معرفي را اخلم .

  پښويه (ګرامر) سمول

پښتو پښويه، پارسي دري دستور زبان، انګليسي (Grammar) او لاتیني بڼه يې Grammatica ده، چې ژبپوهنه مانا لري. په عام ډول ګرامر د کارونۍ  (تطبیقي) او بيا د سپړیزې (تشریحي) ژبپوهنې يوه څانګه ده چې د يوې ټاکلې ژبې د رغاونې سيستم او جوړښت په علمي ډول تركتنې لاندې نيسي.(9 : 17 )

څرنګهچې هره ژبه ځانته جلا رغاونیز سيستم او لغوي پانګه لري، نو د يوې ژبې د ګرامر په ليكنه او برابرونه كې د هماغې ژبې خپله رغاونه، ساختمان، قاعدې او لغوي پانګه په پام كې نيول كېږي. د يوې ژبې ګرامر د بلې ژبې له پاره په كار اچول يا د يوې ژبې ګرامر کټ مټ د بلې ژبې د ګرامر په پيښو او تقليد ليكل ژبپوهنيز يا علمي نه  بلل كېږي.  ( ۶ : ۱۵ )

په دوديز ډول ګرامر په ښوونځيو او زده كړځيوكې د اړوندې ژبې يا دهغې د معياري ليكنې بڼې د آسانتيا لپاره لوستل كېږي او د هغې په مرسته پردۍ ژبې يا ټاكلې ژبې په آسانه توګه زده كولای شي.

د مورنۍ ژبې ويونكي د ګرامر په مرسته د خپل ځانګړي ګړدود پر ځای عمومي کره ليكنۍ ژبه زده كوي اوكاروي.

ګرامر د خلكو له ژبې را ايستل كېږي او بيرته پرهغو يو برابر او بې توپيره تطبيقيږي. (2 : 45 )

د ژبې رغنده توكي (متشكله عناصر) انساني غږونه، آوازونه، كلمې او مورفيمونه، عبارت او جملې په هره ژبه كې ځانته بېلابېل دودونه او قاعدې لري، په دې توګه كه وغواړو د يوې ژبې ساختمان وڅېړو پر دغو دريو څانګويې ويشو:

۱- آوازپوهه يا فونيم پوهنه.

۲- ګړ پوهه يا مورفيم پوهنه.

۳- غونډله پوهه (نحو) سنټکس

په غږ پوهنه کې د ژبې غږونه ، په  ګړپوهنه یا مورفیم پوهنه کې د ژبې د مورفیمونو جوړښت ، دندو او اوړونونو څخه بحث کېږي د ګرامر په نحوې برخه کې د ژبې د نحوي جوړښتونو په جوړښت ، دندو او اوړونونو بحث کیږي . زما د مونوګراف موضوع  د ګرامر په دویمې برخې یعنې ګړپوهنې پورې اړوندیږي ، ځکه د ژبې ضمایر یا نومځري د ژبې مورفیمونه دي، چې د خپل مونوګراف سرلیک ته په پام سره د پښتو ضمایرو په جوړښت ، اوړونونو او ندو بحث ترسره کوم .

نومځري (ضماير) سمول

نومځری (ضمیر) هغه خپلواکه کلمه ده چې د نوم پر ځای د تکرار دلرې کولو لپاره راځي. د ضمیر فایده او غرض دا دی چې په کلام کې یو نوم بیا بیا استعمال او تکرار نه شي او همدا رنګه په کلام کې اختصار هم راوستی شي. ( ۸ : ۱۱ )

مثلاً که موږ داسې یوه جمله ووایو چې:

( توریالی یو وطنپرست ځوان دی، دی تل خپله دنده په ښه توګه سرته رسوي.)

په پورته جمله کې ګورو چې (دی) ضمیر دی او د نوم (توریالي) پرځای استعمال شوی دی. یا لکه په دې جمله کې:

زمري وویل: (زه نن ډیر خوشحاله یم.)

په دې جمله کې (زه) ضمیر دی چې د زمري پر ځای راغلی دی او د هغه قایم مقام ګرځیدلی دی.

ضمیر په جمله کې د مبتدا او بشپړوونکي دنده ترسره کوي.

د بېلګې په ډول په لاندې جملو کې:

               ۱- زه په کابل کې ژوند کوم.

               ۲- تاسې وخندل.

               ۳- باغوان ده ته ګلان ورکړل.

               ۴- هغوی له کندهار څخه راغلل.

په پورتنیو جملو کې ګورو چې (زه، تاسې، باغوان،هغوی) د مبتدا په ډول راغلي دي.

ضمیر د نورو نومونو او ستاینومونو تر څنګه د کلام یو جز جوړوي، خو د نورو نومونو پر خلاف د جنس، عدد، حالت سربیره د شخص (متکلم، مخاطب، غایب) له پلوه هم اوړون (ګردان) مومي. (۵ : ۹۸ )

د نومځري ډولونه: سمول

ضمیر د شکل او چار له مخې دا وروسته ډولونه لري:

۱- ځانګړي (شخصي) نومځري: سمول

ځانګړي یا شخصي ضمیرونه، هغه دي چې په یوه ټاکلي شخص (متکلم، مخاطب، غایب) باندې دلالت وکړي. (2 : 31 )

یا په بل عبارت چې د متکلم، مخاطب او غایب وګړي پر ځای راځي.

مثلاً: کله که موږ وغواړو چې د خپل ځان په باره کې څه ووایو نو موږ خپل نوم نه اخلو بلکې د خپل نامه پر ځای (زه، ما، مونږ، زما، زموږ) ضمیرونه استعمالوو چې داسې ضمیرونو ته د متکلم شخصي ضمیرونه وایي. کله چې مونږ د یو مخاطب سړي سره خبرې کوو نو موږ په خبرو کې د هغه نوم نه اخلو، بلکې د هغه د نوم پر ځای (ته، تاسې، ستا، ستاسې) ضمیرونه راوړو چې داسې ضمیرونو ته د مخاطب شخصي ضمیرونه وایي.(۴ : ۹۹ )

دغه ډول که موږ د یو غایب سړي یا شي په باره کې خبرې کوو، نو دهغه نوم نه اخلو او د نوم پر ځای ورته دا ضمیرونه راوړو:

(ده، دی، دا، دې، دوی، دغه، دغې، دغو، هغه، هغې، هغو) چې دا ډول ضمیرونوته د غایب شخصي ضمیرونه وايي.

لکه لاندې مثاله ته ځیر شئ :

1.     زه ښوونځي ته ځم .

2.     موږ ښوونځي ته ځو .

3.     ته ښوونځي ته ځې .

4.     تاسې ښوونځي ته ځئ .

5.     دا (ښځینه)ښوونځي ته ځي.

6.     دی(نارینه)ښوونځي ته ځي.

7.     دوی ښوونځي ته ځي.

ځانګړي یا شخصي ضمیرونه په دوه ډوله دي:

               ۱- خپلواک (غښتلي ـ منفصل) شخصي ضمیرونه

               ۲- نا خپلواک (کمزوري- متصل) شخصي ضمیرونه

الف ـ خپلواک (منفصل) شخصي ضمیرونه: سمول

ځانګړي خپلواک نومځري هغه نومځروته ویل کېږي چې د نورو کلمو څخه جلا لیکل کېږي او په بلې کلمې پورې تړلې نه وي. ( ۱ : ۶۳ )

یا په بل عبارت هغه ضمیرونه چې په خپلواکه توګه معنا ورکوي. ځانګړي خپلواک نومځري په دریو وګړو ویشل کېږي:

لومړی وګړی (متکلم).

دویم وګړی (مخاطب).

درېیم وګړی (غایب). ( ۴ : ۱۰۱)

هر وګړی یې د شمېر له مخې یو ګړی (مفرد) او ډیر ګړی(جمع) لري. د دغو ضمیرونو مفرده بڼه دوه حالته لري یعنې اصلي حالت او غیر اصلي یا مغیره حالت. د مطلب د وضاحت او څرګندتیا لپاره:

ځانګړي خپلواک ضمیرونه په لاندې جدول کې وګورئ:

وګړی (شخص) یو ګړی (مفرد) ډیر ګړی (جمع)
اصلي حالت غیر اصلی (مغیره) حالت
لومړی وګړی (متکلم) زه ما موږ
دویم وګړی (مخاطب) ته تا تاسې
درېیم وګړی (غایب) نارینه دی ـ هغه ده ـ ð ـ هغه دوی
ښځینه دا ـ هغه دې هغوی


لکه په لاندې مثالونو کې :

1.     زه خپل هېواد ساتم .

2.     موږ خپل هېواد ساتو.

3.     ته خپل هېواد ساتې .

4.     تاسې خپل هیواد ساتئ.

5.     دا (ښځینه )خپل هېواد ساتي .

6.     دی(نارینه )خپل هېواد ساتي .

7.     دوی خپل هېواد ساتي.

ب ـ ځانګړي بیواک نومځري: سمول

ځانګړي بیواک نومځري هغه نومځروته ویل کېږي چې د نورو کلمو څخه جلا لیکل کېږي مګر بې د نورو کلمو له راوړلو څخه ځانته یا یوازې نه استعمالیږي او تل د نوم په وروستۍ برخه کې د نوم سره څنګ په څنګ راځي. چې له همدې کبله ورته بیواک، کمزوري یا متصل نومځري وایي. دا نومځري خپله معنا او مفهوم د نورو نومونو او کلمو سره د یو ځای والي په صورت کې په ډاګه کوي. ( ۴ : ۱۰۲ )

ځانګړي بیواک نومځري دا دي:

مې مو
دې مو
یې یې

په پښتو ژبه کې ځانګړي بېواک نومځري د ملکي بېواکو نومځرو دنده هم ترسره کوي .

د ځانګړو بیواکو نومځرو بېلګې په لاندې جملو کې وګورئ:

1.     ما کار وکړ.   کارمې وکړ.

2.     موږ کار وکړ. کارمو وکړ.

3.     تا کار وکړ . کار دې وکړ.

4.     تاسې کار وکړ . کار مو وکړ.

5.     دې (ښځینه)کار وکړ. کار یې وکړ.

6.     ده (نارینه ) کاروکړ. کار یې وکړ.

7.     دوی کار وکړ . کار یې وکړ.

په پورته توګه څرګندیږي ، چې د لومړي شخص مفرد کمزوری ضمیر (مې)  ، د لومړي شخص جمع  او دویم شخص جمع  کمزوری ضمیر ( مو ) ، د دویم شخص مفرد کمزوری ضمیر ( دې ) ، او د درېیم شخص مفرد ، جمع ، ښځینه او نارینه ټولو حالتونو لپاره د (یې)کمزوری ضمیر کارول کیږي.

نا خپلواک شخصي ضمیرونه په جملو کې په دریو حالتونو استعمالیږي. (۳ : ۷۳ )

     په فاعلي حالت کې د ناخپلواکو ضمیرونو استعمال:

مفرد متکلم:                    توریالی مې ولید.

مفرد مخاطب:                 توریالی دې ولید.

مفرد غایب:                     توریالی یې ولید.

په پورته مثالونو کې ځانګړي بیواک نومځري (مې، دې، یې) فاعلي حالت لري.

په همدې ډول د نا خپلواکو شخصي ضمیرونو د جمعې صورتونه هم په فاعلي حالت کې استعمالیږي.

لکه:

               جمع متکلم:                     احمد مو ولید.

               جمع مخاطب:                  احمد مو ولید.

               جمع غایب:                       احمد یې ولید.

د ناخپلواکو شخصي ضمیرونو استعمال په مفعولي حالت کې:

ناخپلواک شخصي ضمیرونه یوازې د ناتیرې زمانې په متعدي افعالو کې په مفعولي حالت کې راځي او په نورو حالتونو کې نه راځي.( ۷ : ۸ )

د بېلګې په ډول لاندې مثالونو ته پاملرنه وکړئ:

مفرد متکلم ـ احمد مې وهي.                     جمع متکلم ـ احمد مو وهي.

مفرد مخاطب ـ احمد دې وهي.                 جمع مخاطب ـ احمد مو وهي.

مفرد غایب ـ احمد یې وهي.                      جمع غایب ـ احمد یې وهي.

د پورته مثالونو څخه څرګندیږي چې د نا خپلواکو شخصي ضمیرونو د مفرد او جمعې صورتونه مفعولي حالت لري.

نا خپلواک شخصي ضمیرونه په اضافي حالت کې هم راځي او تل تر خپل مضاف وروسته راځي او د اضافت (د) ورسره نه راځي.(۱ : ۶۵ )

د ناخپلواکو شخصي ضمیرونو د مفرد صورت استعمال په اضافي حالت کې:

شخص د ناخپلواکو شخصي ضمیرونو مفرد صورتونه په جملو کې د هغو استعمال په اضافي حالت کې
متکلم مې کتاب مې چیرې دی؟
مخاطب دې کتاب دې چیرې دی؟
غایب یې کتاب یې چیرې دی؟

د ناخپلواکو شخصي ضمیرونو د جمعې د صورتونو استعمال په اضافي حالت کې:

شخص د ناخپلواکو شخصي ضمیرونو د جمع صورتونه به جملوکې د هغو استعمال په اضافي حالت کې
متکلم مو کتابونه مو چیرې دي؟
مخاطب مو کتابونه مو چیرې دي؟
غایب یې کتابونه یې چیرې دي؟

 

2- پلوي يا سمتي نومځري: سمول

د نا خپلواکو شخصي ضمیرونو دویم ډول پلوي یا سمتي ضمیرونه دي چې د یو چار او فعل سمت او پلو د وګړو (اشخاصو) له پلوه ښیي. او درې ګونې بڼې لري.

۱-  را: د متکلم لوری ښیي.           

۲- در: د مخاطب لوری ښیي.         

۳-  ور: د غایب لوری ښیي.          

لاندې جدول وګورئ:

وګړی یا شخص مفرد جمع
لومړی شخص (متکلم) را را
دویم شخص (مخاطب) در در
درېیم شخص (غایب) ور ور

پلوي یا سمتي شخصي ضمیرونه د جنس او عدد کټګوري نه لري دا په دې معنا چې د نارینه، ښځینه، مفرد او جمعې لپاره یو شان راځي.(۱ : ۶۲ )

دغه ضمیرونه په ځینو ماخذونو کې د ضمیري سرینو په نامه هم یاد شوي، خو څرنګه چې په نوموړو ضمایروکې د متکلم، مخاطب، او غایب د سمت او جهت مفهوم پروت دی، نو په دې اساس یې ضمیري خاصیت قوي ګڼل کېږي.  د بېلګې په ډول لاندې جملو ته پاملرنه وکړئ:

۱- قلم یې را ولیږه.

۲- قلم مې در ولیږه.

۳- قلم مې ور ولیږه.

۳- ملکي يا اضافي نومځري: سمول

ملکي یا اضافي نومځري هغه ضمیرونه دي چې د یو شي ملکیت او متعلقیت ښيي.

دا ضمیرونه د اضافت د تورو (د، ز، س) په واسطه جوړیږي او د یوه شخص یا شي د ملکیت ښوونه کوي. اضافي نومځري په دوه ډوله دي:

اضافي خپلواک نومځري او اضافي نا خپلواک نومځري.

الف ـ اضافي خپلواک نومځري:   

اضافي خپلواک نومځري په لاندې جدول کې ښودل کېږي:

وګړي یوګړي (مفرد) ډیر ګړي (جمع)
نارینه ښځینه
لومړی وګړی (متکلم) زما زما زمونږ
دویم وګړی (مخاطب) ستا ستا ستاسې ـ ستاسو
درېیم وګړی (نږدې غایب) دده ددې د دوی
درېیم وګړې ( لېرې غایب) د هغه د هغې د هغوی

ب ـ اضافي نا خپلواک نومځري:  

اضافي نا خپلواک نومځري هم د اضافي خپلواکو نومځرو په ډول ملکیت ښیي، مګر د اضافي خپلواکو نومځرو په شان په جلا ډول نه راځي، بلکې تل د نوم په پای کې د نوم سره یو ځای راځي.

اضافي نا خپلواک نومځري دا دي:

وګړی (شخص) یو ګړی (مفرد) ډېر ګړی (جمع)
لومړی وګړی (متکلم) مې مو
دویم وګړی (مخاطب) دی مو
دویم وګړی (مخاطب) یې یې

د اضافي خپلواکو او نا خپلواکو ضمیرونو د ښې پیژندنې لپاره لاندې جملې وګورئ:

زما کتاب راکړه                                               کتاب مې راکړه

زموږ کتابونه را کړئ                     کتابونه مو راکړئ

کتاب دې واخله                                              کتابونه مو واخلئ

ستا کتاب چیرې دی؟                   کتاب دې چیرې دی

د ده کتاب چیرې دی؟                   کتاب یې چیرې دی

د دې کتاب واخله                           کتاب یې واخله

۴-  نغوت نومځري (اشاري ضميرونه): سمول

هغه ضمیرونه چې د اشارې په ډول د یو یا ډیرو وګړو او شیانو یادونه وکړي. اشاري نومځري بلل کېږي. یا په بله وینا اشاري ضمیرونه هغه ضمیرونو ته وایي چې اشخاصو او څېزونو ته اشاره کوي. ( 4 : 104 )

اشاري ضمیرونه د شخص، عدد او حالت سربیره د درېیم وګړي لپاره د واټن (فاصله) له مخې ګردانیږي یعنې دا چې دا نومځري یوازې د درېیم وګړي لپاره راځي او د هغه له مخې اوړون یا ګردان مومي.

اشاري ضمیرونه دا دي:

وګړی (شخص) واټن (فاصله) یو ګړی (مفرد) یو ګړی مغیره حالت ډیر ګړی (جمع)
درېیم وګړی نارینه نژدې دی ده دوی
درېیم وګړی ښځینه نژدې دا دې دوی
نرینه درېیم وګړی نژدې دغه دغه دغه ـ دغو
ښځینه درېیم وګړی نژدې دغه دغې دغه ـ دغو
نرینه درېیم وګړی لیرې هغه هغه هغه ـ هغو
ښځینه درېیم وګړی لیرې هغه هغې هغه ـ هغو
نرینه درېیم وګړی ډېر لیرې هوغه هوغه هوغه ـ هوغو
ښځینه درېیم وګړی ډېر لیرې هوغه هوغې هوغه ـ هوغو


که چیرې د اشاري نومځرو سره مرجع نه وي راغلي اشاري ضمیرونه بلل کېږي.

لکه: دغې ډوډۍ پخه کړه.                         دغو لار جوړه کړه

او که چیرې مرجع ورسره راغلې وي، نو بیا د اشاري نومځرو څخه اشاري ستاینوم (صفت) جوړیږي. (۱ : ۶۴ )

لکه: دغې ښځې ډوډۍ پخه کړه.                            دغو سړو لار جوړه کړه.


د اشاري ضمیرونو استعمال په لاندې جملو کې وګورئ:

-      دغه خاندي

-      دغه به وخاندي

-      هغه خاندي

-      هغه به وخاندي

-      هوغه خاندي

-      هوغه به وخاندي

په پورته مثالونو کې ګورو چې د درېیم وګړي د اشاري ضمیرونو مفرد اصلي حالت په لازمي افعالو کې په دوو زمانو ( اوسنۍ او راتلونکې) کې د فاعل په توګه راځي.

په همدې ډول د اشاري ضمیرونو د مفرد اصلي حالت په متعدي افعالو کې هم د فاعل په توګه راتلای شي. لکه په لاندې بېلګو کې:

دغه لیک لیکي                      دغه به لیک ولیکي

هغه لیک لیکي                      هغه به لیک ولیکي

هوغه لیک لیکي                   هوغه به لیک ولیکي                                 

د اشاري ضمیرونو د مفرد اصلی حالت په متعدي افعالو کې د مفعول په توګه هم راتلای شي. لکه په لاندې بېلګو کې:

نرینه درېیم وګړی متعدي فعل  تیره زمانه = دغه  یې و واهه.

                                                   اوسنی زمانه =  دغه  وهي

                                          راتلونکې زمانه =  دغه به و وهي

ښځینه درېیم وګړی متعدي فعل تیره زمانه = دغه یې ووهله

                                             اوسنی زمانه = دغه وهي .

                                         راتلونکی زمانه = دغه به ووهي.

د اشاري ضمیرونو مفرد اصلي صورتونه په اضافي حالت کې نه راځي مګر مفرد مغیره او جمع مغیره صورتونه یې په اضافي حالت کې راتلای شي خو د اضافت (د) ورسره راځي. د اشاري ضمیرونو د جمع د اصلي صورتونو څخه یوازې (دوی) په اضافي حالت کې راځي او د جمع نور اصلي صورتونه یې په اضافي حالت کې نه راځي. ( ۴ : ۱۱۲ )

د اشاري ضمیرونو مفرد مغیره حالت استعمال په اضافي حالت کې په لاندې بېلګوکې وګورئ:

   (دغه، دغه)                   د دغه کتاب ورک شو.                

   (دغه،دغې)                  د دغې کتاب ورک شو.              

   (هغه، هغې)                  د هغه کتاب ورک شو.                  د هغې کتاب ورک شو.

   (هوغه، هوغې)           د هوغه کتاب ورک شو.                  د هوغې کتاب ورک شو.

د اشاري ضمیرونو د مفرد مغیره شکلونه په ارتباطي حالت کې هم استعمالیږي.

د بېلګې په ډول لاندې جملې وګورئ:

د (له) د سرینې، او د (سره) له پسینې سره

1.     له دغه  سره لوبې مه کوه .

2.     له دغې سره لوبې مه کوه.

3.     له هغه سره لوبې مه کوه .

4.     له هغې سره لوبې مه کوه.

5.     له هوغه سره لوبې مه کوه.

6.     له هوغې سره لوبې مه کوه.

7.     له دغو سره مرسته وکړه.

8.     له هغو سره مرسته وکړه.

9.     له هوغو سره مرسته وکړه. 

نتیجه اخیستل کیږي ، چې اشاري ضمایر په اوس زمانه کې د درې واټنونو لپاره د جمع ، مفرد ، ښځینه او نارینه نومونو لپاره  په فاعلي حالت کې تصریف نه لري . خو په اضافي او ارتباطي حالت کې بیا مفرد ضمیرونه د جنس ، حالت او عدد له اړخه تصریف کوي . او د جمع ضمایر یې بیا یوازې د عدد او حالت له مخې خو په تېره زمان کې بیا فاعلي حالت هم ورته تصریف مومي .( ۴ : ۱۱۵ )

د موضوع د لا روښانتیا په منظور لاندې مثالونو ته د تاسو پام را اړوم .

نغوتنومځري (شاري ضمایر) ( Demonstrative Pronouns): سمول

هغه ضمایر دي چي وګړو او څیزونو ته اشاره کوي .

په پښتو ژبه کې اشاري ضمایر د واټن (فاصلې) په لحاظ په درې برخو ویشل کیږي . یا په بله ژبه په پښتو ژبه کې وګړو او څیزونو ته فاصلې ته په پام سره درې ډوله ضمایر موجود دي . ۱- د لنډې فاصلې ضمایر ، ۲- د لرې فاصلې ضمایر او  ۳- د ډیرې لرې فاصلې ضمایر

دغه ضمایر بیا د مفردو او جمع څیزونو او اشخاصو لپاره هم بیل بیل ضمایر لري. ( 6 : 27 )

اشاري ضمایر په جمله کې موقعیت ته په پام سره مغیره حالتونه هم لري چې دا ټول په دې لاندې جدول کې ښودل کیږي:

واټن (فاصله) مفرد جمع
اصلي حالت غیر اصلي حالت اصلي حالت غیر اصلي حالت
لنډه واټن دغه (daγa) دغه (dǝγǝ) دغه (daγa) دغو(deγo)
دغه (daγa) دغې (dǝγe) دغه (daγa) دغو(deγo)
لرې واټن هغه (haγa) هغه (hǝγǝ) هغه (haγa) هغو (haγo)
هغه (haγa) هغې(hǝγe) هغه (haγa) هغو (haγo)
لا لرې ( ډیر لرې) واټن هوغه (huγa) هوغه (huγa) هوغه (huγa) هو غو (huγo)
هوغه (huγa) هوغې(huγe) هوغه (huγa) هو غو (huγo)


د مثال لپاره :

دغه (a)(کمپیوټر) دی. (لنډه فاصله)( نارینه )

دغه  (نجلۍ ) کار کوي. (ښځینه ) (اوسمهال)

دغه (ǝ)کمپیوټر  زما فایل خراب کړ.  (تېرمهال) ( مغییره حالت ) (لنډه فاصله)   (نارینه)                       

دغې (نجلۍ) کمپیوټر خراب کړ.(ښځینه) (تېر مهال)

               هغه (a)کمپیوټر دی. (لرې فاصله)(مذکر)  (اوسمهال)

هغه  نجلۍ  کار کوي. (مونث) (لرې فاصله – اوسمهال)

هغه (ǝ)(کمپیوټر)  زما فایل خراب کړ. ( مغییره حالت ) (لرې فاصله) (مذکر)                         

هغې (نجلۍ) کمپیوټر خراب کړ.(مونث)

هوغه (a)کمپیوټر دی. (ډیره لرې فاصله)(مذکر)

هوغه  نجلۍ  کار کوي. (مونث)

هوغه (ǝ)کمپیوټر  زما فایل خراب کړ.

( مغییره حالت ) (ډیره لرې فاصله) (مذکر) هوغې نجلۍ کمپیوټر خراب کړ.(مونث)

۵- ناټيک نومځري (مبهم ضميرونه): سمول

په پښتو ژبه کې نا ټیک یا مبهم ضمیرونه هم شته چې د یو نا معلوم وګړي یا څیز لپاره راځي. دا نومځري په دوه ډوله دي: ساده او مرکب.( ۴ : ۱۱۶ )

ساده او مرکب نومځري په لاندې جدول کې ښودل کېږي:

ساده مبهم ضمیرونه مرکب مبهم ضمیرونه
څوک ټول هر څوک
چا واړه بل څوک
څه دواړه نور څوک
څو نور هيڅ څوک
هر هیڅ هر یو
بل سړی بل یو
ځنې هرڅه


مبهم ضمیرونه د بېلابېلو دندو له مخې په لاندې ډول دي:

۱- څوک:

څوک پر پوښتنومځرو سربیره نا ټیک یا مبهم ضمیر هم دی.

چې د وګړي او څیز نوم ښکارندویي کوي.

لکه: څوک راځي او څوک ځي. څوک ګرځي او څوک را ګرځی.

۲- چا:  

(چا) د څوک مغیره یا غیر اصلي حالت دی. دا هم د څیز نوم او وګړو ښکاندویي کوي.

لکه: چا کار کاوه او چا ساعت تیراوه.

چا وویل چا و خوړل.

چا وژړل چا وخندل.

۳- څه:

څه پر پوښتنومځرو سربیره ناټیک یا مبهم ضمیر هم دی.

لکه: څه دا دي او څه نور.    څه یې وخوړل او څه یې پریښودل.

۴- څو:

لکه : څو وو دا هېواد وران کړ.

د اشخاصو په مورد کې څو له مشخص کوونکو سره یوځای راځي. لکه : څو تنو ددې هېواد بنسټونه خراب کړل .

(څو) پر استفهامي ضمیر سربیره د څیز نوم ښکارندویي هم کوي.

لکه: څو روپۍ مې په کار دي.    څو وارې راغلم خو ته مې ونه لیدې.

۵- هر:

د (هر) ناټیک نومځری زیاتره د مفرد لپاره راځي.( ۳ : ۷۵ )

او دا نومځري لږو ډېر د جنس او حالت له مخې اوړون مومي.

لکه: هر ځلمی،                                هره پیغله،          هرې پیغلې

د هر نومځری له بېلابېلو ټاکونکو سره راځي او یوه مبهمه ډله مشخص کوي . لکه په لاندې سروکې کې :

هر ځوان دې شاه زلمی دی

هره پېغله لکه حوره

قربان شم دره نوره

یا لکه په دې لاندې جملو کې:

               هر ځلمی یې باتور دی.

               هره پیغله یې ملالۍ ده.

د (هر) ناټیک نومځری په اوښتي حالت کې د جمع لپاره هم راځي.

لکه: په هرو پنځو تنو کې یو ړوند و.   په هرو دوو کې یو حج کوي.

۶- بل:

دا نومځري یوازې د شمېریدونکي یو ګړي (مفرد) نوم پر ځای راځي او یا ورسره د اشاري نومځري غوندې ملګرتیا کوي.

لکه: بل زلمی، بله پیغله، د بل زلمي، د بلې پیغلې، بل څوک، بل هلک، د اناټیک نومځری د جنس او حالت له پلوه اوړون (ګردان) مومي.

1.     بل  چې هیواد یې له یرغلګرو وساته ، میرویس خان هوتک و. 

2.     بلې چې د تاریخ په پاڼو کې یې ځای موندلی ملالۍ ده .

۷- نور:

دا نا ټیک نومځری د (بل) سرچپه یوازې د شمیریدونکي ډېر ګړي (جمع) او نه شمیریدونکي یو ګړي (مفرد) او ډېر ګړي (جمع) جنس نوم ښکارندویي او ملګرتیا کوي، او څه نا څه اوړون لري.(۳ : ۷۲)

لکه: نور هلکان، نورې نجونې، نور غنم، نوره اوسپنه، نوره خاوره، نورې اوبه، د نورو هلکانو، د نورو پیغلو، د نوروغنمو، نوره اوسپنه، نوره خاوره.

1.     نور هېوادوال راغلل.

2.     نور  ښوونکي حاضر دي.

3.     نورې نجونې سندرې بولي .

4.     نور و ښاریانو  شکایت وکړ.

۸- ځینې:

د ډېر ګړي (جمع) او شمېرل کېدونکي (جنس نوم) ښکارندويي کوي.

لکه: ځینې شاګردان، ځینې هلکان، ځینې شاګردانې، ځینو خلکو او داسې نور...

1.     په ځینو کې د هېواد د مینې څرک نشته .

2.     ځینې خو له خپل شعر څخه شعار جوړ کړی دی.

۹- ټول:

دا ناټیک نومځری هم د ډېر ګړي او جنس نوم ښکارندویي کوي.

لکه: ټول خلک، ټول هلکان، ټولې نجونې، ټول تیل، ټوله خاوره، ټولې خاورې، دټولوخاورو.

د (ټول) نومځری د جنس، حالت او څه ناڅه د عدد له مخې اوړون مومي.

1.     ټول خلک د هېواد د ساتنې هوډ لري.

2.     ټول هلکان کریکټ لوبه کوي.

3.     ټولې نجونې له ګودر څخه خاطره لري.

۱۰- واړه:

دا نومځری د (ټول) هم معنیز دی، خو یوازې د جنس او حالت له مخې ګردانیږي. لکه:واړه هلکان، واړه نجونې، واړې نجونې، واړو هلکانو، واړو نجونو، واړه خاوره، واړې خاورې، د واړې خاورې.

لکه :

1.     واړه افغانان  په یوه خوله دي .

2.     واړو نجونو سبق لوستی و .

3.     واړو هلکانو لوبه پیل کړه .

4.     واړه نجونې له دې خبرې سره سلا شوې .

۱۱- دواړه:

دا هم په وګړي او جنس اړه لري. ( ۴ : ۱۱۹ )

لکه: دواړه هلکان، دواړې نجونې د دواړو هلکانو، د دواړو نجونو، دواړه قلمونه.

1.     دواړه  مشرانو  سوګند وکړ.

2.     دواړه وکیلانې خوله په خوله شوې .

3.     د تحصن  دواړه مشران په کې وو.

یادونه : په همدې ډول ټولې شمېرې (اعداد) په ځانګړي موقعیت کې د نومځري دنده هم ترسره کوي . لکه

1.     اوو واړو رهبرانو هېواد وران کړ.

2.     اتلس واړه استادان  د پښتو څانګې په غونډه کې حاضر وو.

3.     دوه سوه او نهه څلویښت واړو وکیلانو  هوکړه لاسلیک کړه .

4.     درې واړو نجونو  سندره وویله .

۱۲- هیڅ:

دا نومځری د یو نا ټاکلي څېز یا څېزونو نشتوالی ښیي، کوم اوړون او ګردان نه لري. د نومځري په چارکې لکه: هیڅ نشته، هیڅ نه اخلم، هیڅ نه خورم، هیڅ مو ونه کړل.

د مختاړي په دریځ کې لکه: هېڅ انسان، هېڅ هلک، هېڅ سړی، هېڅ غنم، هېڅ نجلۍ، هېڅ نجونې، هېڅ نجونو.

(هیڅ) له پیژند (یو) او زیاترو ناټیک نومځرو سره د لومړي ټوک په توګه تړښتي (ترکیبي) ناټیک نومځري منځ ته راوړي. لکه:

هیڅ یوه ، هیڅ کوم، هیڅ بل، هیڅوک، هیڅ نور...

1.     هیڅ یو هم د هېواد په درد دردمن نشو .

2.     هېڅ کوم  هم  د سولې خبره ونه کړه .

3.     هیڅوک  د وطن غم نه لري .

4.     هیڅ نور به  هم ددې هیواد غم ونه خوري .

۱۳- سړی:

دا نومځری پر ستاینوم او څیز نوم سربیره نا ټیک نومځری هم دی او په څیز نوم اړه لري.

لکه: یو سړی ځي او هغه بل سړی یې ننداره کوي.

-      سړی دې هڅه کوي چې څوک ترې ونه ځورېږي.

-      باید د سړي له لاسه داسې کارونه شي چې وروسته پرې پښیمان شي.

-      دلته د سړي هره هیله نه پر ځای کېږي.

-      سړی دې سړي ته ګوري او بیا دې ورسره هماغسې چلند کوي.

پورتنی ناټیک نومځری په مرکب یا ترکیبي ډول هم راځي.

لکه:  هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه (خوشحال)

له خوازک پرته بل سړی مې ونه لید.

څوک سړی زمونږ خواته را روان دی.

کوم سړی چې دې نه خوښیږي په مخه مه ورځه.

هیڅ سړی نه ښکاري.

۶- پوښتنومځري (استفهامي ضميرونه): سمول

پوښتنومځری هغه نومځروته وایي چې د پوښتنې په وخت کې د څیزونو او وګړو لپاره راځي. ( ۴ : ۱۱۶ )

د پوښتنې ضمیرونه د شخص، زمان، ځای، څرنګوالي او څومره والي له مخې په لاندې ډول دي:

۱- څوک:

څوک چې مغیره یا اوښتی حالت یې (چا) دی. دا ضمیر د وګړي (شخص) یا وګړو (اشخاصو) لپاره استعمالیږي. لکه

1.     څوک  به دا هېواد جوړ کړي .

2.     څوک نشته چې زموږ په زخمونو پټۍ کېږدي.

3.     څوک  به دا ورانې ویجاړې سمې کړي.

(چا) د متعدي ماضي په فاعلي او ارتباطي حالت کې او (څوک) په نورو حالتو کې راوړل کېږي.

(چا) چې د (څوک) غیر اصلي یا مغیره حالت دی په لاندې مواردو کې استعمالیږي:

               ۱- د متعدی ماضي په فاعلي حالت کې.

               ۲- د غیر مستقیم مفعول په توګه په ټولو زمانو کې.

               ۳- په اضافي حالت کې د مضاف الیه په توګه.

د (چا) ضمیر د کارونې لپاره لاندې جملې وګورئ:

   غیر اصلي حالت:   سمول

               ۱- چا توریالی لیدلی و؟

               ۲- چا په توریالي مضمون لیکه؟

               ۳- چا په زرمینې ډوډۍ پخه کړه؟

               ۴- د چا کور اخلې؟

               ۵- چا زرغونې ته لوست ورکاوه؟

               ۶- چا لیک ولیکه؟

               ۷- چا خپل درس ولوست؟

(څوک) په لاندې مواردو کې کارول کېږي:

               ـ د لازمي فعل سره د فاعل په توګه په ټولو زمانو کې.

               ـ د متعدي فعل سره د فاعل په توګه یوازې په اوس مهال کې.

               ـ د مستقیم مفعول په توګه په ټولو زمانو کې.

د (څوک) ضمیر د کارونې لپاره لاندې جملو ته پاملرنه وکړئ:

  اصلي حالت: سمول

۱- څوک راغی؟

۲- څوک راغلی دی؟

۳- څوک راغلی و؟

۴- څوک خاندي؟

۵- څوک په قلم کار کوي؟

۶- څوک په ملالۍ درس لولي؟

۷- څوک زرغونې ته درس لولي؟

۲- کوم  (کومه، کومې): سمول

د (کوم) استفهامي ضمیر هم د وګړو او څېزونو لپاره راځي. ( ۴ : ۱۱۵ )

دا ضمیر پر حالت سر بیره د جنس له پلوه هم ګردانېږي.

لکه:

مذکر مؤنث
۱- کوم هلک راغی؟ ۱- کومه نجلۍ راغله؟
۲- کوم سړي کار وکړ؟ ۲- کومې ښځې کار وکړ؟
۳- کومو سړیو جنګ وکړ؟ ۳- کومو ښځو جنګ وکړ؟

۳- چیرې: (چیرته) سمول

د (چیرې) استفهامي ضمیر یوازې د ځای او مکان د پوښتنې لپاره راځي. لکه:

چیرې تللی وې؟                              چیرې ځې؟

چیرې به لاړ شې؟            چیرې کار کوې؟                             چیرې راغلې؟

۴- کله: سمول

دا استفهامي ضمیر یوازې د وخت او زمان پوښتنه کوي. لکه:

کله تللې وې؟                  کله ځې؟

کله راغلې؟                       کله به راشې؟

               کله لیک لیکې؟                             کله ښوونځي ته ځې؟

۵- څنګه: سمول

دا نومځری د یو وګړي (شخص) یا یو کار یا یو شي څرنګوالی پوښتي.

لکه:      څنګه راغلې؟                  څنګه ولاړې؟                   څنګه کار دې وکړ؟

               څنګه تللی وې؟                              څنګه کار دې وکړ؟        څنګه کار به وکړې؟

۶- ولې: سمول

دا نومځری د یو عمل او پیښې د علت او دلیل پوښتنه کوي. لکه:

               ولې خاندې؟                    ولې خوشحالي کوې؟

               ولې ژاړې؟                        ولې خپه ناست یې؟

               ولې کار نه کوې؟            ولې نا وخته پاڅیږې؟

۷- څه: سمول

دا نومځری هم د علت او دلیل پوښتنه کوي، زیاتره په جنس نوم پورې اړه لري او ګردان نه لري. (۲ : ۳۲ ) کارونه یې په لاندې مثالوکې وګورئ:

څه غواړې؟       څه کوې؟            څه ګورې؟

څه درباندې وشول؟      څه دې اوریدلې دي؟

۸- څو: سمول

د (څو) نومځری د وګړو او څیزونو د اندازې او شمېر پوښتنه کوي.

نو ځکه دا نومځری تل د جمع په شکل استعمالیږي. لکه:

               څو نجونې ښوونځي ته ځي؟

               څو کتابونه دې په کار دي؟

               څو روپۍ لرې؟

               څو تنه په یو ټولګي کې سبق وايي؟

               څو کتابچې درته راوړم؟

               څو کتابچوته ضرورت لرې؟

               څو منه اوړه دې کفایت کوي؟

۹- څومره: سمول

دا نومځری زیاتره دڅیزونو او وګړو (اشخاصو) شمېر او د جنس دڅرنګوالي او کیفیت مقدار او درجه ښيي. لکه:

               څومره غنم اخلې؟

               څومره بوره دې رانیوله؟

               څومره ترې کم کړم؟

               څومره پیسې لرې؟

               څومره با سواده دي؟

               څومره ښکلي دي؟

۷-  اړيک نومځري (ارتباطي ضميرونه): سمول

په پښتو ژبه کې یو ډول اړیک نومځري (Relative Pronouns) هم شته چې په جمله کې د اړیکې او ارتباط وظیفه او دنده سرته رسوي.(۴ : ۱۱۸ )

دا نومځري لومړۍ جمله له دویمې جملې سره تړي. اړیک نومځري زیاتره له دوو توکونو څخه جوړیږي.

اړیک نومځري دادي:

۱- څوک چې:           څوک چې بد ګرځي بد به پرځي.

                                               څوک چې خوب کوي د هغه مېښه نر کټي زیږوي.

یا لکه د اجمل خټک په دې لاندې شعر کې:

غټان غټان لـویان لویان پیدا دي                              دوی خـو له ځایه جنـتیان پیدا دي

ځئ هغه خــواروته جنت وګټو                    څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي

۲- چاچې:                 چاچې کار کړی دی ګټه یې کړې ده.

                                               چا چې کار نه دی کړی خواروزار دی.

۳- څه چې                   څه چې کرې هغه به ریبې.

                                               څه چې غواړې هغه وکړه.

۴- هرڅه:                   په خیبر بازار کې (هرڅه) پیدا کېږي.

                                               په هرڅه ځان پوهول په کار دي.

۵- څومره چې:                        څومره چې خورې خوره یې.

۸- وييکنومځري (اداتي ضماير): سمول

اداتي ضمایر هغه ضمایرو ته وايي چې د وییکو (اداتو) او نومځرو ګډه وظیفه ترسره کوي. دا په لاندې ډول دي:

۱- پکې:

دا اداتي ضمیر د (ورکې) د همچاري په توګه درېیم وګړی (مخاطب ښځینه یا نارینه) په تون پیر (ظرفي، مکاني او زماني حالت) کې ښيي. ( ۴ : ۱۱۹ )

لکه: توریالی پکې ناست دی. ملالۍ پکې ناسته ده.

یا لکه د خوشحال په دې لاندې شعر کې:

باغ وای د ګلونو پکې ناست وای زه او ته

ګل وای غوړیدلی باندې ملاست وای زه او ته

د کندهار په لهجه کې (پکښې،کې) او په ځینو لهجو کې یوازې (کې) په همدغه مفهوم کارول کېږي.

۲- پسې:

دا اداتي ضمیر د (ورپسې) د لنډیز په توګه درېیم وګړی(غایب) په تون پیر (مکاني حالت) کې ښیي. لکه د ملنګ جان په یو شعر کې:

د زهرو ګولۍ خورم (پسې)

خامخا به ورپسې ځم.

پسې تلل مې راغلي دي

پسې ځم . پسې به لاړ شم

۳- باندې: سمول

دا اداتي ضمیر د (ورباندې) د لنډیز په توګه په پاسني ډول درېیم وګړی په تون پیر (مکاني برني حالت) کې ښیي. (۴ : ۱۲۲ )

لکه:    ګل وای غوړیدلی ((باندې)) ملاست وای زه او ته!

-      پر چوکۍ باندې کښینه!

-      پر چپرکټ باندې څمله!

-      پر کټ باندې څملاستل تر ځمکې څملاستو ښه دي.

-      په خپل هېواد باندې سرښندنه د ښو ځوانانو کار دی.

۴- پرې: سمول

دا اداتي نومځری هم د (( ورباندې)) یا په بله وینا ((باندې)) اداتي نومځري ته ورته دنده ترسره کوي.

لکه:      زما پرې قرض دی.             زما پرې روپۍ دي.   

زما پرې غنم دی.                 ما پرې سر کیښود.

ځوانانو پرې سر ورکړ خو سنګر یې پرې نښود.

سر پرې ورکوم خو سنګر نه پریږدم.

۵- ترې: سمول

دا اداتي نومځری د (ورڅخه، ورنه، ورځنې) د یو لنډ انډول په توګه یو نوم په منشایي او مکاني ښکتني حالت کې ښیي.( ۱ : ۶۶ ) لکه:

-      ما ترې لاندې کیښود.

-      قلم مې ترې واخیست.

-      کتاب ترې واخله.

-      انتقام ترې اخلم.

۶- ځنې: سمول

دا نومځری کټ مټ د (ترې، او ورځنی، ورڅخه، ورنه) د هممانیز او همچاریز په توګه کارول کېږي او د پلوي یا سمتی ضمیرونو (را، در، ور) سره ترکیبونه او تړنګونه هم جوړوي. ( ۴ : ۱۲۳ )

لکه: پوښتنه ځنې وکړه.                              کتاب ځنې واخله .

     کتاب راځنې مه غواړه.          کتاب ورځنې وغواړه.

      کتاب در ځنې یا درڅخه غواړم.

۹- ګډ ټولنومځري (اشتراکي ضمير): سمول

په پښتو ژبه کې د (خپل) له کلمې څخه د یوه تولنومځري (ملکي ضمیر) کارهم اخلي. دا چې د درې واړو وګړو (متکلم، مخاطب، غایب) لپاره یو ډول راځي، نو ځکه ورته ګډ ټولنومځري (مشترک ملکي ضمیر) هم ویل کېږي.

د دې نومځري بېلګې په جمله کې په لاندې ډول ښودل کېږي:

هر څوک په خپل کار کې خوښ دی.

هر چاته خپل وطن کشمیر دی.

هر چاته خپل مال ښاغلی ښکاري.

له خپل ورور سره دښمني کول ښه کار نه دی.

(خپل) د پیژند او ناټیک ستاینوم (مبهم صفت) په توګه هم کارول کېږي.

لکه: خپله لاسه، ګله لاسه. بیا هم پکې د ملکیت مفهوم پروت دی.

د (خپل) اشتراکي ضمیر په بیا ځلي ډول هم استعمالیږي.

لکه: ((هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه))

(خپل) د جنس او حالت له مخې بشپړ ګردان لري، خو د عدد له مخې نه ګردانیږي.

لکه: زلمی په خپله خونه کې کار کوي. ( ۴ : ۱۲۵ )

خوازک خپل کورته ناوخته ځي.

خوازک له خپل ورور سره ښارته ولاړ.

خوازک له خپلې خور سره ښارته ولاړ او داسې نور...

((خپل)) له ((ځان)) سره غبرګون نومځری (انعکاسي ضمیر) هم جوړوي. لکه:

-      خپل ځان مې ژوبل کړ.

-       خپل ځان ته  دې تاوان ورساوه.



پایله سمول

نومځري د کلام هغه توکي دي ، چې د نوم له تکرار څخه مخنیوی کوي او د نوم پر ځای راځي. په پښتو ژبه کې نهه ډوله نومځري پيژندل شوي دي . شخصي یا ځانګړي نومځري په پښتو ژبه کې دوه کالته لري ، اصلي حالت  لرونکي نومځري په اوس مهال  کې له هر ډول فعلونو سره پرته له کوم توپیر کارول کیږي . غیر اصلي ضمایر یې په تیرمهال کې له متعدي افعالو سره په مفرد حالت کې توپیر کوي . د جوړښت له اړخه هم شخصي ضمایر په دوه ډول دي . غښتلي نومځري او کمزوري ضمایر ، غښتلي د جملې په پیل کې کارول کیږي خو کمزوي عموماً له مفعول وروسته کارول کیږي . په پښتو ژبه کې ملکي ضمایر هم دوه بڼې لري ، هغه شخصي کمزوري ضمایر د ملکي کمزورو نومځرو پر ځای هم راځي او اصلي حالت یې له شخصي ضمایرو سره د (ز ، س ،د)په زیاتلو سره جوړېږي . بل ډول نومځري چې په پښتو ژبه کې ډېره کارونه لري ، هغه پلوي نومځري (را ، در ، ور) دي . په پښتو ژبه کې پلوي نومځري هم درې دندې ترسره کوي . دغه ضمایر شخص (لومړی ، دویم او درېیم )  څرګندوي او  د دغو اشخاصو پلو یا لوری هم څرګندوي او له دې دوو دندو سربېره د فعلي مختاړو په توګه هم دنده ترسره کوي . بل ډول نومځري چې ما په دغه پایلیک کې تشریح کړي هغه پوښتني یا استفهامي نومځري دي . دغه نومځري د پوښتنې پر مهال کارول کیږي او ځینې یې دوه حالتونه هم لري . په اوس مهال کې یې یوه بڼه کارول کیږي او په وروسته مهال کې یې بله بڼه کارول کیږي . په پښتو ژبه کې بل ډول نومځری ناټیک یا مبهم نومځري دي . دغه ډول نومځري د نا مشخص شخص یا شي لپاره کارول کیږي ، چې ځینې یې دوه حالتونه لري د اوس مهال بڼې یې بېلې دي او د تېر مهال هغه یې بېلې .

بل ډول ضمیر چې د دغه مونوګراف په لیکنه کې سره ورسره مخامخا شول هم وییک نومځري یا یا ارتباطي نومځري دي . دغه نومځري لکه چې له نوم څخه یې څرګندیږي د مرکبو جملو تر منځ د اړیکې لپاره کارول کیږي  او د تېرې جملې د یوې برخې پرځای هم کارول کیږي او په دې توګه خپله دوه ګونې دنده ترسره کوي . لکه چې بدګرځې ، بد به پرځې .  بل ډول نومځري اداتي یا وییک نومځري دي ،   اداتي ضمایر هغه ضمایرو ته وايي چې د وییکو (اداتو) او نومځرو ګډه وظیفه ترسره کوي او په پښتو ژبه کې نهم ډول نومځری  مشترک یا ګډ نومځری دی . په پښتو ژبه کې د (خپل) له کلمې څخه د یوه تولنومځري (ملکي ضمیر) کارهم اخلي. دا چې د درې واړو وګړو (متکلم، مخاطب، غایب) لپاره یو ډول راځي، نو ځکه ورته ګډ ټولنومځري (مشترک ملکي ضمیر) هم ویل کېږي. لکه : هر څوک د خپل ځواب وايي .







اخځلیکونه سمول

1.     خویشکی ، محمد صابر ،(۱۳۸۰لمریز)، پښتو غږ پوهنه او وييپوهنه ، افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني .

2.     رښتین ، صدیق الله ، (۱۳۷۲ لمریز)،پښتو ګرامر ، یونیورستي بک ایجنسي ، پیښور.

3.     زیار ، مجاور احمد ، (۱۳۸۴ لمریز)،پښتو پښویه ، دانش خپرندویه ټولنه ، پېښور.

4.    شیرزاد ، محمد آقا ،(۱۳۸۸ لمریز)، پښتو ګرامر- مورفولوژي ، د ښوونکو د روزنې لوی ریاست، کابل

5.    شیرزاد ، محمد آقا ، (۱۳۸۸لمریز)، پښتو ګرامر- فونولوژي،د ښوونکو د روزنې لوی ریاست ، کابل

6.     شیرزاد ، محمد آقا  او رشیدي ، جمشید ، (۱۳۸۷لمریز)،پښتو ژبه او ادبیات ، کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ، ژبو او ادبیاتو پوهنځی ، پښتو څانګه ، کابل

7.     شینواری ، کابلی ، پیښوری ، (۱۳۸۹لمریز)،پښتو ګرامر په خپله بڼه ، دانش خپرندویه ټولنه ،پېښور

8.    میاخیل ، وفي الله ، (۱۳۷۹ لمریز)، پښتو ګرامر، له انترنیتي پاڼې خپور شوی اثر، کابل.

9.     هاشمي ، سید محی الدین ، (۱۳۸۳لمریز)،د پښتو ژبې لنډ ګرامر ، د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره ، کابل