پښتو ليکدود

پښتو ژبه د اريايي ژبو له کورنۍ څخه يوه خپلواکه او تاريخي ژبه ده چې په افغانستان، پاکستان او شاوخوا هيوادونو کې په ميليونونه ويونکي لري. يوه ډېره مهمه ځانګړتيا چې دا ژبه يې لري؛ ادبي بډاينه ده. د نورو ژبو په پرتله د پښتو ژبې زياتره لغاتونه د خپل ځان دي. د بېلګې په توګه؛ په پاړسي ژبې کې د عربي او هندي ژبو لغاتونه دومره ډېر دي چې سړی شک کوي چې دا يوه مصنوعي ژبه ده، خو پښتو ژبه تر ډېره په خپل ځان کې بډايه ده خو پر دې هرڅه سربېره ځينې لويې ستونزې هم شتون لري.

معياري ليکدود

سمول

پښتو ژبه د نړۍ نورو ژبو پرخلاف يوازې يو ليکدود د معيار په توګه لري چې د افغانستان په تعليمي نصاب کتابونو او نورو ليکنيزو آثارو کې کارېږي. (د معياري ليکدود سره د کندهاري ليکدود توپير په هيڅ بلل کېږي) دغه ليکدود د هيڅ سيمې يا وګړو لهجه نه ده بلکې د ټولو پښتنو ګډ معياري ليکدود دی چې ورڅخه کار اخلي.

پښتو ژبه له لومړيو څخه تر دې دمه د افغانستان ملي او دولتي ژبه ده چې د تاريخ په ځينو وختونو کې دري ژبه هم ورسره وه خو په ځينو وختونو کې يوازې پښتو رسمي وه. خو په ځينو وختونو کې شړل شوې هم ده چې د لنډې مودې وروسته بېرته راګرځېدلې.

ښوونيز نصاب

سمول

د افغانستان د زده کړو نصاب کتابونه چې د پوهنې وزارت يې د چاپ او توزیع مسوليت پر غاړه لري پر دوو ژبو کتابونه چاپوي، يوه يې پښتو او بله دري. د پښتو ژبې کتابونه د پښتنو او د دري ژبې کتابونه د دري ژبې ويونکو سيمو ښوونځيو ته ځي. د پښتو ښوونځيو کتابونه ټول پښتو دي له څلورم وروسته يوازې يو دري کتاب پيلېږي او په دري ښوونځيو کې له څلورم وروسته يو پښتو کتاب پيلېږي.

د پوهنې وزارت له وينا هرکال د پښتو ژبې کتابونه له دري کتابونو څخه څو برابره ډېر چاپېږي ځکه چې د افغانستان زياتره ولايتونه پښتون مېشت دي نو ځکه کتابونه یې ډېر اندازه دي. خو د دري ویونکو سيمو کې د پښتنو لپاره په خپلې ژبې و زده کړو ته نه لاسرسی هم يوه له لویو ستونزو څخه ده.

د لوړو زدکړو يانې پوهنتونونو په برخه کې هم ورته سيسټم شتون لري ځينې پوهنتونونه په بشپړه توګه پښتو او ځينې يې ګډوډ وي، خو تر ډېره بريده د هرې ژبې پوهنځۍ سره بېلې وي.

ستونزې

سمول

پښتو ژبه له عربي ليکدود څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې د ژبپوهنې له اړخه کله چې يوه کليمه يا توری د بلې ژبې څخه بلې ژبې ته لاړ شي هغه کليمه په اصل کې د هغې ژبې شوه خو پر دې سربېره د عربي ليکدود پښتو ژبې ته ځينې اساسي ستونزې پېښې کړي چې پر لاندې ډول دي:

1- له عربي سره د پښتو ډېر لېرې واټن:

پښتو ژبه د ادبیاتو له اړخه پر عربي ژبې ولاړه نه ده او تقريباً ټول لغاتونه يې خپل دي، په دې ژبه کې که هر عربي لغات په تېروتنه کې هم وليدل شي نو یو پښتو لغات له مخکې خامخا ورته شتون لري. د عربي ژبې سره د پښتو ډېر لېرې واټن همدا د ادبياتو له اړخه دی. د بېلګې په توګه؛ پاړسي ژبه چې تقريباً 80% ځاني لغاتونه يې له عربي ژبې څخه رااخيستل شوي له دې ليکدود څخه یې بېلېدل ناشونې ده يانې د پاړسي ويونکي نشي کولای چې د خپلې ژبې ليکدود له عربي څخه انګرېزي ته بدل کړي خو پښتو ژبه نه يوازې دا چې امکان بلکې تر ډېره اړتیا لري چې ليکدود يې له عربي څخه خپلواک شي او لاتیني ته واوړي هلته د ځينو تورو لپاره ځانګړي فونيمونه جوړ شي. او یا که لاتيني نشي د عربي ژبې هغه لس تورې چې په پښتو کې هېڅ کارېدنه نه لري يوازې د پښتو ابېڅې ته بار دي له دې ژبې وشړل شي لکه د: ف، ق، ط، ص، ض، ظ، ث، ذ، ح، ع تورې چې په پښتو ژبه کې هېڅ ډول تلفظونه نه لري خو په فېزيکي بڼه شتون لري.

2- د کليمو په مېنځ کې د عربي ژبې حرکتونه پرته له دې چې شتون ولري:

د نوښت اړتيا

سمول

سرچينې

سمول