پښتو غزل او انځورګري

پښتو غزل او انځورګري سمول

          شاعري چې څه محسوسوي او د څه په اړه سوچ کوي ، هر کله چې هغې ته دلفظونو جامه ور په غاړه کړي او د تخيل په مرسته د تخليقي عمل په بڼه د اظهار جامه او وجود  ورکړي او شعري ځانګړتياوې پکې مراعت کړي ،نو ادب پوهان ورته د شعر نوم ورکړی .

        هر انسان په ورځني ژوند کې له ډېر ځه اغېزمن وي ، خو د اظهار په لارو به يې نه پوهېږي ، خو دا د يو هنرمند او تخليقي ذهن لرونکي انسان کار دی چې څنګه پېښې او حالاتو ته د لفظونو په واسطه د اظهار لاره جوړه کړي او د خپل زړه خبرې د لفظونو په واسطه انځور کړي ، عام لفظ به وي چې کله د يو غير هنرمند په لاس کې وي ،له هغه يو ډول کار اخلي ، خو کله چې هماغه لفظ د يو شاعر لاس ته ورشي ، نو نوی ژوند ، نوې مانا او نوی تصور وروبښي.

        په شعر کې انځور د لفظونو له فنکارانه استعمال پرته نشي رامنځته کېدای  ، څومره چې د لفظونو استعمال په هنري پيرايه کې وشي ،هومره په ذهن کې د انځورونو جوړېدنه روښانه او بشپړه وي ، همدا وجه ده چې د کومو لفظونو سره په ذهن کې انځور جوړ نه شي ، انسان پرې پوهېدلی هم نشي او نه هم د هغه په زړه او ذهن کې ځای پيداکولی شي ، شاعر د لفظونو جادوګر دی اود همدې لفظونو په واسطه د لوستونکو د ذهن په پرده نقاشي کوي لکه چې وايي:

نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

ګرد دلارې ګوره د شپونکي پرمخ

صديق پسرلی سمول

        که په خپلې کلاسيکې شاعرۍ نظر واچوو، تر ډېره حده له تمثالي بڼې ډکه ده ، هرڅوک د کلاسيک دور شاعرانو دې ته په شعوري توګه خاصه پاملرنه نه ده کړې او نه هم هغه وخت د انځور په اړه کومه اصطلاح وه ،خو په شعوري توګه د هغوی په شعرونو کې انځور ګرۍ ته ډېر ارزښت ورکړ شوی دی او دا کار يې د الفاظو او شعري ترکيبونو پرمټ ترسره کړی دی.

     په پښتو شاعرۍ کې د انځور ارزښت له پخوا موجود دی . که له دېواني ادبياتو لږ مخکې لاړ شو او شفاهي ادبياتو باندې نظر واچوو، هلته هم ورته پوره پاملرنه شوې ، يوازې پښتو ټپه په دې اړه دومره شتمنه ده چې د نړۍ د هرې ژبې د شعر سره د انځور په برخه کې مقابله کولی شي ، له بيټ نيکه او هغې څخه وړاندې شاعرانو څخه نيولې په هر دوره کې  د پښتو شاعرۍ او غزل ته د هنر دا جامه ور په غاړه شوې ده . روښانيان چې په غزل کې زيات وخت تصوف ته ورکړی ،نو په غزل کې ددې موضوع د بيان لپاره مادي رنګ ورکړی د ((وحدت الوجود )) نظريه د مرزاخان انصاري په دې بيت کې ګورو:

د کثرت لباس يې واغوست

را څرګنـــد په څــو لباس دی

  ياد بيت کې د لباس اغوستنه يو مبهم تصوير په ذهن کې جوړوي .

د خوشحال بابا په شاعرۍ کې هم انځور ګري يو مهم عنصر دی :

په بل ځای مې پېرزو نه يې د يار غمه

ته زما د زړه د مات کودي ريحان يې

خوشحال خان خټک سمول

       د پښتو نوی غزل چې د کلاسيک  دور له غزله رابېل شوی ،نو د نورو ډېرو ځانګړتياو ترڅنګ يې يوه ځانګړتيا همدا انځورګري ده .

    غزل چې ډېر نازک صنف دی او په خپل ذات کې ډېر نزاکتونه لري ،ځکه يې په خپله غېږه کې منظر کشۍ ته ځای ورکړی ،ځکه په دې سره اختصار ، ايجاز او تخيلي ژبه لا هم قوي کيږي.

      بله دا چې په غزل کې شاعر نشي کولی چې يوه موضوع له سره تر پايه لوستونکي ته وړاندي کړي ، په داسې مرحلو کې د غزل شاعران همېشه له شعري صنفونو کار اخلي ، علامتونه ، ترکيبونه ،استعارې ، تشبېهات ، تلمېحات او نور شعري صنفونه په کار اچوي ، په همدې وخت کې د غزل شاعر کولی شي چې د انځور ګرۍ له لارې خپل هغه خيال او فکر چې شاعر يې اظهار غواړي لوستونکو ته منتقل کړي ، شاعر دا نه وايي چې زما په کلي جنګ تېر شوی ، زما کلی وران شوی ، زما دکلي ښايستونه خلکو چور کړي دي ،خو داسې شاعرانه اظهار يې کوي ،ځکه چې دا يې شعري او هنري ضرورت دی .

مارغان دې راشي زمونږ لپو کې دې ځالې وکړي

غر مـــو نښتــــــر نه لري کلی مو چنـــــــــار نه لري

  پيرمحمد کاروان سمول

      د نن ورځې شاعر چاته د خپلې دربدرۍ ، دخپل غربت او د خپلې بې وسۍ داستان نشي ليکلی ځکه غواړي چې هغه حسي تجربه چې دی ورسره مخ دی په يو تصوير کې  لوستونکو ته وړاندې کړي.


خلک دې کډې ګرځول لــــه مـانه زده کړي

چې مې زوړ پاس په اوږو د کورسامان دی

رياض تنسيم سمول

       د نن دور شاعر د خپلو دردونو او زخمونو اظهار داسې کوي:

دومره مې د زړه زخـم ناســــور نه وه

څومره چې ماحول يې که ستي ستي

باصره ناصري سمول

     د نن دور شاعر خپل لوستونکي ته د فلسفيانه موضوع توضيحات نشي کولی ځکه چې هغ د خپل لوستونکي له بوختياوو خبر دی ، هغه ورته دا فلسفيانه فکر په غزليز انځور کې وړاندې کوي:

هر يو شی په تغير دی  هر يو شي کې قوت دی

مړی هم په حرکت دی ژوندی هم په حرکت دی

خالد پښتون سمول

زه په قاتل اومقتول دواړو ژاړم

قاتل هم زه يـــم او قتلېـــږمه زه

عمر دراز مروت سمول

     مروت صيب د دې نظام او د خپل منځي د ښمنۍ کيسه اوږده نه کوي بلکې پورته بيت کې يې را لنډوي چې څوک قاتل دی ،څوک مقتول ،څوک ظالم دی او په چاظلم کوي.

      مغربي نقادان د تصوير جوړونې تر شا درې عناصر په ګوته کوي او وايي ، چې انځور يا تصوير له دې سرچينه اخلي .

۱ – هغه ډول چې د ورځنيو پېښو ، د رښتينو حقايقو ، د خپل دور غوښتنو سره سم او د خپل عصر د کړو وړو مطابق رامنځته کيږي او د لفظونو په واسطه د يو واقعيت تصوير جوړوي لکه بازمحمد عابد وايي:

د زندګــــــۍ غمـــونــه واړه مـــې له زړه راټول کړم

چې کورته لاړ شمه په سينه باندې واړه راټول کړم

بازمحمد عابد سمول

۲ – قسم هغه چې د يو رښتيني او عصري پېښې انځور د يو نه بدليدونکي يا غير مريي تصوير يا تصوره وکړی شي او په نتيجه کې يې يو شعري انځور رامنځته کړی شي ، لکه د پيرمحمد کاروان په دې شعر کې :

څنګه يې وڅکم څنګه وخندېږم زهر دې شي

په اباسين کې د کابل د غرونو اوښکې راځي

۳ –درېيم ډول هغه دی چې له کومې مذهبي يا قومي پېښې او  يا هم د فولکلوريکو داستانونو له اتل سره اړيکه ولري او په اړه يې د لوستونکو په لا شعور کې تصورات هم لکه د کربلا واقعه يا هم د ليلی مجنون په اړه ، چې په ذکر يې سمدستي د لوستونکي ذهن هغې خواته ځي ، ددې ډول انځور جوړول په پښتو شاعرۍخصوصا په غزل کې ډېر زيات دی ، شاعر په دې برخه کې له تلمېحاتو څخه پوره کار اخلي :

بيا به مرغـــــلـــــــــرې د فرعــــون له ږيرې وشلوي

وخت لاس د ماشوم موسی دی سورانګار ونيسي

 پيرمحمد کاروان سمول

      د پښتو غزل د انځور ګرۍ په برخه کې يوه بله خبره د يادولو وړ ګڼم او هغه دا چې  پښتنو شاعرانو په تصوير جوړونه کې له درې مهارتونو کار اخيستی :

۱ – يو ډول هغه غزل ويونکي شاعران دي چې هغوی تقليد کوي ، د نورو شاعرانو په شعري تصويرونو د خپل شعر د ارزښت د زياتولو کوښښ کوي.

۲ – دوه يم ډول هغه شاعران دي چې په تصوير جوړونه کې د نورو شاعرانو له تجربو څخه هم استفاده کوي او هڅه کوي چې د نورو شاعرانو له تخليقي تجربو استفاده وکړي اود خپلو شخصي تجربو سره يوځای په استزاج يوه بېله لار پيداکړي، د نورو شاعرانو تصويري تصورات د خپلو تصوراتو سره ګډ کړي او يو نوی رنګ تصوير ته ورکړي .

۳ –درېيم هغه ډول شاعران دي چې هغوی په دې برخه کې نه خو د نورو تقليد کوي او نه هم په خپل تخليقي عمل کې د نورو شاعرانو له شعري تجربو استفاده کوي بلکې هغوی ځانګړي او نوي تصويرونه رامنځته کوي .

    په پښتو شاعرۍ کې په ځانګړې توګه غزل دا درې واړه شاعران لري چې د غزل لپاره په خپل خپل ځای درې واړه ډلې ارزښتمنې دي ، په دې برخه کې د سيد جېلاني جلان يو غزل د انځور لپاره ګورو:

خلک برلاړ شي سفـــــــر ووهي دمـــــــه يې وشـــــــي

پښتو چې يو بل نه سر ووهي دمــــــــــه يې وشــــــــي

دوی د ګل سيوري کې د مينې ژوند ته زړه تنګيږي

دوی چــې خپـــــــل ځان په خنجر ووهي دمه يې وشي

زمــــــــا ګلاب ګلاب جــانان لري هم ښکلی عــــادت

چې مالګيـــــــن لاس پر پرهر ووهي دمـــــه يې وشـــــــي

اوس ددې چم وګړي ټول لکـــه باڼـــــــــــــــه د اشنــــــــــــــا

کلــــــــــــه چې شــــــــــر ته نظــــر ووهي دمه يې وشــــــــــي

ای ګل وجـــود ساقــــــــــــي په دوه غړپــــــو نو نه مړيـــږي

جلان چې ښه ډک ساغــــــــــــر ووهي دمه يې وشــــــــــي

سيد جېلاني جلان سمول

په پښتو غزل کې د علامت يا سمبول کارونه سمول

        غزل که په فارسي کې دی او که په اردو او په پښتو کې خو زينت او ايمايت يې بنيادي ځانګړتياده ، شاعران په غزل کې د معنوي وسعت او ظاهري ښايست لپاره له شعري  صفتونولکه تشبيه ، کنايه ، استعاره او تلميح څخه کار اخلي ، علامت يا سمبول هم په همدې ډګر کې ځانګړی ځای لري ، که څه هم په لوړ ادبي اظهار کې  اکثر لفظونه علامتي حيثيت لري خو په غزل کې استعمال شوي الفاظ په ځانګړې توګه له دغه صفته برخمن دي .

           علامت که يو لوري ته شعري ښايست دی بل پلو همدا علامت د شعر معنوي خواته وسعت او هر اړخيز توب هم وربښي ځکه ويلی شو که يولوري ته علامت د شاعر شعري تجربې او د هغه د ذهن روښانه تصوير رامخې ته کوي ،نو بل پلو د علامت په وسيله د شعر د ظاهري جوړښت د ښکلا سره هم مخ کېدلی شو ، که له يو لوري د شاعر د انفراديت او ځانګړتيا د پېژندنې مزی په لاس راکوي نو بل لور ته د شعر د لفظي خوا اجمالياتي ارزښت هم روښانه کوي چې دا دواړه مهمې مسئلې دي ، نو په همدې اساس ويلی شو چې د غزل علامت (سمبول) تړون په خپلو کې خورا اوږده ريښه لري،که د پښتو غزل دې اوږد سفر ته يو ځغلنده کتنه وکړو نو ويلی شو چې د هر وخت په غزل کې د حالاتو د غوښتنې سره سم علامتونه راوړل شوي او د غزل لمن له رنګارنګ سمبولونو ډکه شوې ده . لکه د ګل ، بلبل ، شمع ، پتنګ ، سنبل ، سرو، چنار و ګودر ، ماښام ، پيمانه ، ميخانه ، ساقي ، زاهد ، ناصح ، ريباراو داسې نور ... له کلاسيکو علامتونو راواخله ترننه ، غزل ته تل د هنر جامه ور په غاړه شوې او غزل ته يې هنري رنګ ورکړی .  د علامت په اړه يو تصور داهم عام دی چې علامت کله هم په ذاتي خوښۍ او ناخوښۍ او انفرادي هڅو سره په وجود کې نه راځي بلکې د تمدني ميراث په توګه په وجود کې راځي ځينې لفظونه د وخت په تېرېدو سره علامت جوړ شي ،ځکه د ژبې سره د تعلق لرونکو خلکو تصورات ددې په اړه د هغوی کلتوري ارزښتونه او په اعتقادي توګه د هغې سره تړلي نظريات د علامتونو په رامنځته کولو کې پوره ونډه لري، همداراز سمبول د وخت په تېرېدو سره خپل رنګونه بدلوي اود حالاتو د غوښتنو سره سم خپله بڼه د نوي سوچ او نوي تصور سره بدلوي لکه تاسې ګورئ چې زياتره نوي ليکوالانو زاړه او کلاسيکي علامتونه په نوي مفهومونو کې راوړي چې د پخوانيو  څخه يې ډېر توپير ورکړی دی. لکه قلندر مومند ، ايوب صابر ، حمزه شينواری ، شمس القمر اندېش ، اجمل خټک ، غني خان ، قمر راهي ، صديق کاوون ،طوفاني او داسې نورو شاعرانو او ليکوالانو چې کلاسيکو علامتونو ته يې نوې ماناوې ورکړې او د پخواني تصوره يې رابېل کړه .

    که څه هم علامت د پښتو شاعرۍ په نورو فورمونو کې هم شهرت موندلی او له ټپې رانيولی تر هايکو ، په ټولو کې د علامت نښې شته ،خو په غزل کې ځکه زيات شهرت او د غزل سره يې په جوړښت کې ځای ونيوه چې د غزل لپاره رمز او اختصار ډېر ضرور وه او دا دواړه تقاضې علامت په ښان شان پوره کولی شوې ،نوځکه په غزل کې ورته ډېره پاملرنه شوه . د نثر په پرتله يې په شعر کې ځکه ژر ځای پيداکړ چې د خلکو د حسي تجربو سره د جوړښت خوړلو له امله يې ورسره اخ ولګېده او په غزل کې خود رزميت او ايمايت د اصل له کبله يې بېخي پوخ ځای نيولی ، که څه هم د نوي غزل علامتي رنګ د کلاسيکې غزل د علامتي رنګ سره ډېر توپير لري ځکه په پخوانۍ غزليزه شاعرۍ کې زياتره علامتونه له پخواني فولکلوري داستانونو اخيستل شوي او هم هغه د ليلی مجنون ، دښته ، ښاپېرۍ ، شهزاده ، باچا ، ملنګ، ساحره ، تعويذ، ښامار او داسې نور دي ، ځکه هغه وخت کليوالي ژوند وه ،نو زياتره علامتونه به داسې وه چې د طبيعت سره سمون وخوري.

        لکه هغه وخت به د هر لوړ شي لپاره د چنار ونه استعمالېده ځکه هغوی به د چنار له ونې لوړ څه نه وه ليدلي.

       يا د زلفو لپاره به ماران سمبول وه ، هغه وخت چې د خلکو مخه زياتره ځنګلونو او داسې نورو ځايونو سره وه چې هلته به ماران او لړمان وه ،نو تر هر څه خطرناک هغوی همدا ګڼل ،خو په نوي غزل کې په ځانګړي توګه په پښتو شعر کې دا تصور اوس له منځه تللی ځکه ټولنې د وخت په تېرېدو سره د تمدن په لور ځي او تمدني پرمختګ ذهني تصورات هم له ځان سره بدلوي ، د ذهني تصوراتو بدلون سره زياتره لفظونه ځانونه په نويو مضمونوکې راڅرګند کړل.

ستا د زلفو خطرناک جــــــال کې راګېر يم

هيڅ خلاصی مې ترېنه نشته څه چاره کړم

خو زمونږ د نن دور شاعر داتصور داسې بيانوي:

که د تيارو سره نسبت يې نه وی

ما به د زلـفــــــو عبــــــادت کولو

سليم راز سمول

اينه که ددې ښار کوڅـــــو کې کېږدم

نو دا خلک به اخته خپله په ځان شي

طاير ځلاند سمول

         زمونږ د کلاسيکې دورې شاعرانو زياتره وخت هنداره د حيرت او تعجب په مانا استعمال کړې ،خو نن دور شاعرانو بيا هنداره د صداقت او رښتينولۍ په مانا استعمال کړې او د دې لفظونو ته يې نوی علامتي رنګ ورکړی .لکه دا لاندې بيتونه :

تصوير مې د چا مخ پسې هنداره ګرځوله

روان ومـــــــه قدم پســـــې مې لاره ګرځوله

سيد شاه سعود سمول

آينه که ددې ښار کوڅــــو کې کېږدم

نو دا خلک به اخته خپله په ځان شي

طايرځلاند سمول

        که دې بيتونو ته وګورو نو دې علامت ته يې نوی رنګ ورکړی او د صداقت ، رښتينولۍ او حقيقت د ښودلو لپاره يې هنداره سمبول ګرځولې ده .

      بله خبره داده چې که په پښتوکلاسيک غزل نظر اچوو ،نو پکې زياتره علامتونه له فارسي ژبې اخيستل شوي دي چې پوهېدلو لپاره يې په فارسي ژبه پوهېدل ضروري او څه ناڅه د مغربي ادبي تحريکونو د اغېزې لاندې هم دي چې پوهېدو لپاره يې مغربي تنقيدي اصولو ته رجوع کول په کار دي.

      درېيم توپير يې د کلاسيک غزل سره دا دی چې ډېر زاړه علامتونه يې پرېښي او د نوي علامتونو د رامنځته کولو هڅه يې کړې ده .لکه باز محمد عابد چې واييک

هر سهار يې د ښار ښکلو باندې وېشم

هــــر مـــــاښـــــام راټولوم شــــيندلی زړه

       د يوښه انځور ترڅنګ د غزل په دې  بيت کې  د زړه درد او ناخوالې د سمبول په بڼه وړاندې شوي البته د (ښار ښکلی ) سمبوليکه بڼه لري چې مراد ترېنه رنګه ښايسته خلک نه دي بلکې غريبان او مظلومان ترې مراد کېدای شي .

       د نن ورځې زياتره علامتونه د نورو ژبو ترجماني نه کوي ، بلکې د خپلې خاورې او خپل کلتور نه يې ساه اخيستې چې د لوست په وخت کې ، لوستونکی د هيڅ قسم ذهني مشکل سره نه مخ کيږي . دا علامتونه په هر ځای کې تازه او نوي په نظر راځي لکه : ورځ ، شپه ، تياره ، رڼا ، لمر ، سپوږمۍ ، ستوري ، اسمان ، پسرلی ، خزان ، څراغ ، هوا ، ماښام سحر ، دېوال ، سمندر ، ساحل ، جزيره ، بادبان ، کاروان ، څاروان ، حسين ، يزيد ،کربلا، ښار ، هنداره ، شبنم او داسې نور تازه علامتونه د نوي معنويت سره مخ ته راځي او په همدې خصوصياتو سره د پښتو غزل نوې بڼه بېخي بدله محسوسيږي، د موضوع د ښې روښانتيا لپاره د غزل يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې کوم :

شپه او سحر د سمبول په بڼه

تا مې د ژوند د ارمانونو شمعې مړې کړې اشنا

ضرور به شپــــــه راځي له تانه به سحـــر ګرځوي

جلال امر خېل سمول

يالکه پيرمحمد کاروان چې چنار د خپل يار لپاره سمبول ګرځولی او وايي:

چپ شمه که ووايم چې دنګه ياره تا ښايم

خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه مانا

خو سترګو ته بيا شاعر په خپل غزل کې څراغ سمبول ګرځولی او وايي:

چې کله مې هم سترګې څراغونه ته کړم پورته

نو ټک په زړګي راکړي د لړم غوندې جــانـان

اجمل اند سمول

ځينې سمبولونه د اسماعيل يون پدې غز ل کې ګورو:

څومره چې په زړه باندې سپېڅلې يو

هومره په سينه بانـدې داغـــــلــــــې يو

څوک وايي دلمر حوره راوړای نه شو

مونږ يې له وزرونو نــــه نيــــولـــــي يو

ای د تيارو باده لږ په ورو درومـــــــــه

مونــږه د يــــادو د ايـــــرو څـــلــــــي يو

ښـــه ښکاري دوزخ ته چــــې دا ووايو

مونږ هم لــــــه دوزخ ځينې راغـلې يو

دا تياره فضار د اســتوري نه زغمي

مونږه پرې بې وخته ځلېدلــــــــې يو

اسماعيل يون سمول