پښتو ملي شعرونه پر عربي عروضو نه برابرېږي، اوځكه چې پښتو آريايي ژبه ده نو داروپايي ژبو د اشعارو په شان د سيلاب او سيلابل له رويه پېژندل كېږي، يعني په هجايي صورت يې سم او ناسم سره بېلېږي، كه څه هم د پښتو ځينو شاعرانو د پاړسي ژبي د شاعرانو په څير خپل اشعار په زور او ستم برابر كړي مگر په عمومي او اساسي ډول هېڅ نه برابرېږي - دا ولي ؟

يو خو دا چې پښتو آريايي ژبه ده او عربي سامي ژبه ده او د دواړو ژبو خصوصيات سره بېل دي، بل دا چې په پښتو كي ابتداء په ساكن بيخي ډېره راځي، او دا په عربي كي هـيڅ جواز نه لري، او نه خليل بن احمد پخپلو عروضو كي د ابتداء په ساكن مراعات كړيدى، له دې څخه هم ښكاري چې خليل خاص د عربي ژبي دپاره عروض جوړ كړيدي نو كه د پښتو د بيت په سر كي ابتداء په ساكن راشي، تقطيع به يې څنگه كوو؟ ځكه نو بايد سېلاب وپېژنو:

سېلاب يوې هجا ته وايي، هجا د خولې يو وار ښورېدل دي، يعني د حروفو ډېر والي يا لږوالى اهميت نه لري مثلاً : در، ور، پر،كه څه هم دوه توري دي مگر سېلاب يې يو دى، لكه لا داسي وي چې څلور توري يو سېلاب ولري لكه : ورور، ترور يا نور. دوه سېلابي كلمې لكه: اتر، خبر، زنه،پزه، گټل، وهل، درې سېلابي كلمې لكه زړه ور، مرور، كښېناستل، څلور سېلابي كلمې لكه : دړي وړي، لاندي باندي ترله وتل. پنځه سېلابي كلمې لكه وژلي شوي، خوړلي شوي. شپږ سېلابي كلمې لكه خبري اتري، يا نوري داسي كلمې، سېلاب چې وپېژانده شو نو دا هم ښكاره ده چې دپښتو د شعر په تقطيع كي فقط حركت او سېلاب اهميت لري د تورو ډېرښت ته نه كتل كېږي.

سرچينه

سمول

بېنوا (ادبي فنون)