پښتو او پښتونواله

ارواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالكريم خان كړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو كي حسن خېل و، په 1303 هـ ش كال د كابل په اندرابيو كوڅه كي زېږېدلي و، لومړنۍ زدكړي يې په ځاني ډول وكړې په 1327 هـ ش كال كي د حربي ښوونځي دويم ټولګي ته ولويد، په پنځه كاله كي يې پوځي زدكړه بشپړ كړه وروسته په اردلانو غونډ كي كومندان وټاكل شو، دا مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه، او هم يې د حربي ښووځي سرمعلمي پر غاړه وه، د دغه بريالي چوپړ په پايله كي د سپاه سالار صالح محمد خان ياور وټاكل شو، بيا د شاهي ګارډ كومندان سو، څه مهال په تركيه كي د افغاني سفارت پوځي اتشه و، ده د هيواد د خپلواكۍ په جګړه كي هم پوړه ونډه واخيسته، او خپله پښتني مېگړانه يې څرګنده كړه، په 1303 لمريز كال كي د پكتيا د عسكري كومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو. په 1306 لمريز كال كي د مزار شريف د ملكي پلټني رئيس او بيا د ننګرهار عسكري كومندان وټاكل شو، د سقاوي انقلاب پر مهال يې لومړى له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كي له اعليحضرت محمدنادر شاه شهيد سره كلكه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه يې وكړل، د هيواد تر ژغورني وروسته د سردار محمدهاشم خان په كابينه كي كورنى وزير وټاكل شو دا مهال د اعليحضرت محمد نادر شاه له خوا لومړي د ننګرهار او بيا د پروان او كابيسا ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل سو، په دغو ولايتونو كي پوره ارامي او را وروسته وروسته بيا په 1311 لمريز كال كي د قطغن، بدخشان، مزار شريف، ميمنې او كندهار ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل شو، په هر ځاى او هركار كي يې خپله دنده په پوره ايمانداري سرته رسوله، او د خپلو ښو خدمتونو له امله يې د لمر اعلى نښان واخيست. په 1309 لمريز كال كي د دولت وزير وټاكل شو، او تر دې وروسته يې نور ټول ژوند په خپل كاله كي د پښتو ژبي په پوهنيزو او ادبي چوپړ كي تېركړى دى. په 1343 لمريز كال كي د لويي جرګې د مشر مرستيال ټاكل شو او خپله پښتني دنده يې په ښه توګه تر سره كړه. تر 1327 لمريزكال پوري د مزار شريف په ايبكو كي اوسېدئ، بيا په همدغه كال كي د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كي كابل ته راغئ او پاته ژوند يې په خپله خوښه په كابل او ننګرهار كي تېراوه، څو ژمي يې د كونړ په نرنګ او پاته ژمي يې په خپل آر ځاى (ګولايي) كي تېر كړل خو په اوړي كي به كابل ته تلئ او په دې ډول يې د خپل كوچياني ژوند سلسله هم ټينګه ساتله.

مړينه: سمول

دغه ننګيالى، توريالى، خبر لوڅ او جرګه مار پښتون په پاى كي د 1343 كال د زمري پر اووه ويشتمه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجې د 80 كلونو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كي وفات او په خورا درناوي د كابل د شهداى صالحينو په هديره كي خاورو ته وسپارل شو. د ارواښاد محمدګل مومند د جنازې مراسمو ته د كابل لوى_لوى خلګ، ملكي او عسكري ماموران او نور ډېر مينه وال راغلي وو، كله دى په درنښت خاورو ته وسپارل شو نو لومړى يې مولانا ارشاد لنډ ژوند ليك بيان كړ، د ده لوړ شخصيت او د هيواد لپاره يې دده سپېڅلي چوپړونه وستايل، ورپسې يې ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، و عسكري، سياسي، پوهنيز او ادبي ارزښت ته نغوته وكړه، او ويې ويل: چي محمد ګل مومند ددې مهال خوشال خټك و، ځكه چي دى هم د هغه په شان د توري او قلم څښتن و، د سياسي ډګر پهلوان او يو غښتلى عسكر او جنرال و، او د عبدالقادر خټك دا شعر يې ووايه:

چي څراغ د هنر ځمكي پوشيده كړ كه يې زه په اوښكو ډوبه كړم سزا ده د ارواښاد محمدګل مومند بابا رسمي فاتحه د پوهني وزارت له خوا د زمري پر 28 _ 29 د سيد پور په لوى جومات كي واخيستل شوه، دغي فاتحې ته د هغه مهال باچا محمد ظاهر شاه هم راغلى و، او د هغه ورور محمد كريم خان او وراره محمد پتنګ ته يې خپله خواخوږي څرګنده كړه.

اخلاق او شخصيت يې: سمول

په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمدګل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن و، پر مذهبي آرونو ټينګ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين و، د پښتون له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته و، د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي و، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوګي يې بده ګڼله، د ده په وجود كي عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول را يو ځاى سوي وو، او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه له همدې امله نو په هيواد كي د يو ستر ملي شخصيت په توګه پيژندل شوي دي. مومند بابا د يوې نه بدلېدونكي ګروهي خاوند و، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پر خپل هوډ، ننګ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينګ ولاړ وو، ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندي د پيسو پر ځاى كيسې ګټلې. او په دولت او پيسو پسې دومره نه ګرځېدى، همدا لامل و چي تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېدئ او تر مرګه هم په كابل كي د كوم كورګي خاوند نه شو، تر دې چي سا يي هم په بل كور كي وختله، او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز ګڼل كېداى شي. مومند بابا پر نورو ښېګڼو سر بېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو كي يې پوره فصاحت، زيات جرئت او ځواكمن منطق شته وو هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست، او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دي اړولى.

دمحمد ګل بابا پوهنيز او ادبي خدمتونه: سمول

مومند بابا پر سياسي او عسكري چوپړونو سر بېره په پوهنيزه او ادبي برخه كي هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره يې لوى_لوى كارونه كړي دي. كله چي د كندهار تنظيمه رئيس و، نو هلته د محمدنادر شاه شهيد په اراده په 1311 لمريز كال كي د پښتو انجمن لومړۍ ډبره كښېښوده چي بيا همدغه انجمن كابل ته را وغوښتل شو او دكابل له ادبي انجمن سره يو ځاى شو چي وروسته بيا (پښتو ټولنه) ځني جوړه شوه. مومند بابا په كندهاركي هم رسمي دفترونه هم په پښتو اړولې وه، چي وروسته بيا چا دغه لار ټينګه نه كړاى شوه. په كندهار كي يې ډېر زلميان و روزل، او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډګر ته را وايستل، د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت، د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختګ سره زياته مرسته كړې وه، او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده. دده لومړى پوهنيز چوپړ له (پښتو سيند) څخه پيلېږي د دې قاموس د ليكلو لپاره يې له ډېرو د لغتونو په را غونډولو له پخوا څخه بوخت و، خو د كتاب په بڼه په 1316 لمريز كال كي د كابل په عمومي چاپخونه كي چاپ شو، دغه قاموس دوه ټوكه دى، اوټول مخونه يې 765 ته رسېږي، په دې قاموس ډېر زيار كښل شوى دى، او په پارسي باندي د پښتو يو ارزښتمن سيند ګڼل كيږي. (پښتو ليار) دا د پښتو ژبي يو نوى ګرامر دى، چي په پښتو ليكل شوى دى، او په 1317 لمريز كال په لاهوركي د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى په دې ګرامر كي داسي نوي څېړني راغلي دي چي په پخوانو هغو كي نه وې، په پاى كي د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چي ټول مخونه يې 400 ته رسيږي. د مومند بابا بل اثر لنډكۍ پښتو ده، چي وروسته به پر وږغېږو، مومند بابا ځيني نور كتابونه هم لري، لكه (پښتني روزنه)، د پښتو پښتونواله، (د پښتو لويه نحوه د معاني او بيان) (د پخلي كتاب په 400 مخونو كي) خو موږ نه پوهېږو چي دا كتابونه به تر اوسه لا چاپ شوي وي كه نه. د مومند بابا زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كي وه تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نا اشنا لغاتو پوښتني كولې، تل به قلم او كاغذ ور سره و چي نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، ګډه وډه اوناوړه پښتو يې نه خوښېده، چا چي به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كي يې پوره ملكه در لوده، او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي لكه خج= د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، و توځى، مخرج، ننوتوځى، ايرنۍ، خاكستردانۍ او نور خو ځيني يې د سختۍ له امله دود شوي نه دي، لكه اڅل= ګيلاس، هڅوب= كلچر. په پښتو ليكدود كي يې هم ځيني بدلونونه را وستلي دي، لكه (شا) (سړه ى) خو دا ليكدود هم دود نه سو، يوازي دغه (ۍ) پښتو ليكدود ته را ننوته، ارواښاد پوهاند رښتين وايي چي زه د ده تر مړيني درې ورځي مخكي د جمعې په ورځ ورغلم، څو تنه نور پښتانه هم وو، په دغه ورځ سره له دې چي رنځور مالومېده، خو د لغاتو په پوښتنه لګيا و، قلم ور سره و او نوي لغاتونه يې په كتابچه كي ليكل، په دغه ورځ يې پوښتنه را څخه وكړه چي د (بې وزلي او اسكېرلي) تر منځ څه توپير دي؟ ما وويل: چي زه نه پوهېږم نو ويې ويل چي دغه لغت د كندهار دى له كندهاريانو څخه يې مانا مالومه كړه او بيا يې ما ته ووايه. د مومند بابا زياته پاملرنه نثر ته وه، له شعر سره يې ډېره جوړه نه وه، خو يو دوه شعرونه يې ويلي چي په كابل مجله كي خپاره سوي دي.

نثر: سمول

مومند بابا نثر ته ډېر ارزښت وركاوه او هغه نثر يې ډېر خوښاوه چي د پښتو د سوچه لغتونو او رڼي محاورې په ګاڼه به پسوللى و، په نثركي د متحد ادبي سبك او د پښتو د خپل ځانګړې ډول ټينګ پلوى و، د (پښتو ژپي ليار) په سريزه كي يې دغه راز نثر په خپله هم ليكلى دى، چي هم د مانا او هم د عبارت له مخي د پښتو خورا ځواكمن نثر دى. څو جملې يې داسي دي: "هر څه چي دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تګ دا ټول د ملي يووالي، مليته پوري او ملت او يووالي د ملي ژبي پوري اړه لري، كه ملي ژبي خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محوه شو نو ټول محوه كيږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخه څخه وركيږي". دا كتاب (لنډكۍ پښتو): د اروښاد محمد ګل مومند يو له خوندورو كتابو څخه همدا (لنډكۍ پښتو) ده، چي د لومړي ځل لپاره په 1327 لمريز كال كي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوې ده، وروسته تر هغه وروسته دوه ځلي بيا چاپ سوه، يو ځل په كوټه كي او پل هم په پېښور كي. دا چي كومه يوه مخته او كومه شا ته وه، موږ ته نه ده څرګنده، د پېښور له چاپه يوازي خبر لرو چي د ساپي پښتو خپرونو مركز په وړه كچه چاپ كړې ده، زموږ لاسته تر اوسه نه ده را رسيدلې او بل چاپ يې په كوټه كي سوى، چي له متن او نورو ځانګړنو څخه داسي ښكاري، چي له كابل چاپ څخه هو بهو كاپي سوى وي، خو بيا چي ګورو په كمپيوټر ليكل سوې، نور يې نو بيا د چاپ په اړه څه نه دي ويل سوي، خو دومره خبر يو چي د دې چاپ چارې د كوټي يوه ډېر پاك زړي، درانه او پر پښتو او پښتنو مين ملي څېرې ښاغلي ملك امان كاسي تر سره كړي، ده د دې لپاره چي د ده كار ريا ونه بلله سي، ځكه يې نو هيڅ ډول يادونه هم نه ده پر ليكلې، له دې ځايه دا موږ ته د ملك صاحب له پښتو سره لېونۍ، سپېڅلې او ژوره مينه څرګندېږي. تر دې وروسته بيا په امريكا كي مېشت فرهنګپال ښاغلي محمد داود مومند له بېنوا فرهنګي ټولني څخه هيله وكړه چي دا كتاب بيا چاپ كړي او د چاپ لګښت يې هم راولېږى، موږ دا خبره له علامه رشاد بابا سره ګډه كړه، هغه ډېر خوښ و او د مومند بابا په اړه يې ډېري غوره او نوي څرګندوني وكړې. بيا موږ د سريزي په توګه د دغو څرګندونو د ليكلو ورته وويل، علامه بابا په ډېره خوښۍ سره دا خبره راسره ومنله، خو درېغه چي دا عظيمه هستي زموږ څخه بېله او د ډېرو نورو ارمانونو تر څنګ دا سريزه هم پاته سوه او د دې كتاب د چاپ د ځنډ لامل هم همدا شى و، كه نه بايد وختي چاپ سوې واى، وروسته له هغه چي موږ د علامه بابا له درنې سريزي څخه بې برخي سولو، نو دلته مو د مومند بابا ژوندليك راوړ، ځكه زموږ ډېر پښتانه وروڼه لا زموږ د دغي لويي هستۍ له وجوده او د هغه له سياسي، ملي، پوځي، پوهنيزو او ادبي هلوځلو څخه ناخبره پاته دي. ګوندي وي چي ناخبره پښتانه يې وپېژني او پېژنديو ته يې بيا ياد تازه سي. ارواښاد مومند بابا له پښتو او پښتونولۍ سره ډېره مينه لرله، د دغه په مركه كي او مجلس كي به بې له پښتوڅخه بله خبره نه وه، د هر ځاى او هري سويې پښتون چي به ده ته ورغى، نو ده به خامخا د پښتو په شا و خوا كي خبري كولې، د سوچه پښتو كلك ملګرى و، د ده په وړاندي چي به چا د بلي ژبي كوم ټكى په پښتو كي راوړ، نو ده به سمدلاسه ورباندي ږغ وكړ چي پوه نه سوم، څه دي وويل؟ كه به چا خپله غلطي سمه نه كړه نو په درنه لهجه به يې ورته وويل: چي ها خداى دي وبخښه! څنګه ښه پښتو دي وويله اوس پوه سوم، كه موږ نور هر څه يوې خوا ته كړو او يوازي د مومند بابا همدا وړوكې رساله ګۍ غوندي كتاب (لنډكۍ پښتو) د زړه په سترګو ولولو نو بې له شكه به راته څرګنده سي، چي زموږ دغه بابا له پښتو او پښتونولۍ سره څومره مينه لرله او كه په چا كي لږ غوندي د پښتونولۍ څرك هم پاته وي، هماغه څرك به يې په اور بدل سي او د خپل پښتني ننګ او نام لمنه به ټينګه كړي، نن ورځ پښتانه له عجبه ګواښ سره لاس و ګرېوان دي، د دوى وجود، د دوى هويت او د دوى ژبه له پرله پسې كورنيو او باندنيو ګواښونو سره مخ ده، خو له پښتنو څخه دا وركه ده، چي زموږ دوست څوك دى او دښمن، مومند بابا د دې لامل شپږ لسيزي وړاندې خپله د پښتنو بې پښتوګي ګڼي. دى وايي پخوانو چي پښتو او پښتونواله ټينګه كړې وه، نو پر ډيلي او اصفهان يې راج چلېدى، خو نن د خپل وجود د رغېدو نه دي، دا چيغاري تاسو په دې لنډكۍ پښتو كي اورېدلاى سئ. توبه- توبه دا دى پر موږ د شوروي د نړيوال زور ناتار هم تېر سوى دى او نن مو ټول مانيز ارزښتونه په خاورو لړل سوي دي، خداى خبر دى چي د مومند بابا او ده غوندي نورو پښتنو باباګانو ارواوي په څومره زورېږي؟ نن چي د پښتو اخبار او مجله ګورئ نو له نورو قامونو څخه به شكايتونه او ماڼې ډېري په كي ووينئ، چي د پښتنو حق خوري او پښتو وهي، دا په داسي حال كي ده، چي پښتون د افغانستان اكثريت قام هم دى، له دې سره سره چي سم نيم يې لا تر اوسه هم د انګريز په چاړه را څخه بېل دى، خو بيا هم موږ د لږكيو له ګواښه نارې سورې وهو، خو همدا پښتانه به بيا وينې چي خپله په خپلو منځونو كي يو د بل رېښې وهي چي د دې يوازنى لامل پرته د پښتنو د بې پښتوګي او پښتونوالي له هېرېدو څخه بل څه نه شي كېدلاى او له دې ناسوري ناروغۍ څخه د ژغورني يوه خورا كارنده نسخه همدا لنډكۍ پښتو كېدلاى سي. خداى دي وكړي چي زموږ پښتانه وروڼه د خپلو درنو باباګانو، درنې ويناوي ولولي، واوري، نورو ته يې واوروي او پند او عبرت او زده كړه ځني وكړي.

امين يا رب العالمين د مومند بابا اروا دي ښاده وي او بركتونه دي يې پر افغان ملت را خپاره وي. اداره

يادونه: د دې سريزي په ليكلو كي د ګندهارا مجلې دوولسمه ګڼه (1379 كال) د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين له ليكني څخه زيات كار اخيستل سوي دي ==بسم الله الرحمن الرحيم زما غښتلى ورور عبدالروْف خان!== زه ښه روغ نه يم نو ځكه ليك او لوست زيان راپېښوي. كه ډېر ضرور نه وي نه يې كوم بې دغه سږ كال خټي مې هم درلودې چې درست كال د ورغومي د مياشتې تر سره پورې په هغو اخته وم، په ژمي كښي خټې درېدلې وې او وزګارتياوه، نو كله- كله به مې د كابل مجلې را واخيستلې او څو كرښې ليا كوم مضمون او كومه مقاله به مې ولوستله. څو ورځې مخكښې مې په (201) ګڼه مجله كښې د غښتلي غروال (چې نوم او كام يې نه پېژنم) د ځواب په ترڅ كښي زما او د ځينو نورو پښتنو نه ستا ګيله ولوستله. كه څه هم ته حق لرې خو موږ معذور يو او زموږ عذرونه نه دي درڅرګند. زما خو بې نورو معاذيرو يو عذر د صحت ورانوالى دى، كه نه دغه خو رښتيا ده چې پښتو يوازځې ستا ليا د څو كسو نه ده. پښتو د پښتنو نيكونو نه راپاتې ميراث دى، چې په دغه كښې درست پښتانه برخه لري او درست پښتانه بشپړه ګټه ځنې اخيستلاى شي، خو وېشلاى يې نه شي. پښتو په پښتون ليا نړۍ كښې دغسې ده لكه په كاله كښې بله ډېوه، چې د يوه ليا د دوو ليا د درو كسو نه ده، بلكې د درست كاله د وګړو د هر يوه ده چې د كاله ټول وګړي هر يو بېلابېل برابره ګټه ځنې اخيستلاى شي، مګر وېش او برخې، برخې كول يې امكان نه لري. خو چې د ټولو ده نو ښايي چې ټول پرې پام وكړي او ښه يې وساتي او ښه يې سمباله كړي. كه ورانه يا وركه شوه تاوان يې هم ټولو ته رسېږي. رښتيا ده چې پښتو يواځې ستا لار، زما ليا د څو تنو نه ده، بلكې د درستو پښتنو ده او ټول به يې يو شان پالنه او روزنه كوي. پښتو خورا ګران امانت دى چې د نيكونو نه راپاتې دى او زموږ د نيكونو وصيت دى، چې بايد دغه امانت د درست ولس د ګټې او فايدې دپاره بې له خيانته خپلو زامنو، نمسو، كړوسو، كودو، پردو او د هغو نه وروستو ته پرله پسې ورورسوو او روغ يې ور وسپارو. وړاندې وروسته، خوا او شا، ټول ښه او بد ګټه او تاوان هر څه په پښتو راڅرګندېږي. پښتو ده چې ننګيالي نيكونه راپېژني او هغوى ته مو رسوي. پښتو به وي چې زموږ نمسى، كړوسى، كودى او پردى او د هغوى نه وروستني به له موږ سره رانښلوي. د پښتونولۍ اثبات په پښتو سره كېږي د دغه دپاره چي اوسني او وروستني پښتانه ځانونه خپلو پښتنو نيكونو ته ورسوي او ثابته كړي چې دوى په رښتيا سره د هغوى رښتياني نمسي دي، نو ښايي چې د صرف د اشتقاق د اُصولو په شان لفظي او معنوي بشپړ مناسبت په منځ كښې موجود وي او دغه مناسبت بې له كوم تغير او خلله ټينګ وساتل شي. كه نه په تشو دعواګانو او خوشي خبرو او پرړو نه څوك پښتون كېداى شي او نه يې څوك پښتون ګڼلى او منلى شي،.پښتانه د پښتو اطلاق يوازې پر هغې څرګندې ژبې چي دوى پرې ګړيږي نه كوي، بلكې د پښتنو د وړاندې د پښتو معنى او مفهوم د ژبې نه پرته په حقه ديانت، اسلامي او پښتني خوى او اخلاق، پښتني آداب او عادات، پښتني دود او دستور او د دوى پر درستو ولسي خصايلو، خصايصو، صفاتو او مزاياوو شامل دي چې دغو وروستنو ته (پښتونواله) هم وايي. د ژبې د اهميت په موضوع كښې ما د پښتو د ژبې ليارې نامه كتاب په ننتوځ كښې چې څو كاله مخكښې مې تاليف او نشر كړى دى، لنډ شانته څه ليكلي دي ګوندې ځينو به لوستي وي، زما په خيال ښايي چې پښتانه كاكاګان هغه ولولي او ورته ځير شي او ښه چُرت پكښې ووهي. د پښتونوالۍ په موضوع كښې مې هم غوښتل چې يو كتابګى وليكم او پيل مې هم پرې وكړ، خو رسمي چارو او صحي احوالو ملګرتيا راسره ونه كړه او رانه پاتې شو. په هر تقدير؛ مقصد دغه دى چې پښتو د پښتنو په ولس او جامعې كښې لكه روح په كالبد كښې ده، څنګه چې كه په كالبد كښې روح نه وي كالبد خوشي شى دى، همدغسې كه د پښتنو په ټولۍ (جامعې) كښې پښتو نه وه نو د پښتنو ټولۍ به خوشي شى وي، بلكې لكه چې روح له كالبده بېل شي، خورا ښايسته وجود خراب، بې ډوله او نږمن ګرځي، چې څوك ورته كتاى او ورنژدې كېداى نه شي او هرڅوك ځنې تښتي. همدغسې كه د پښتنو نه پښتو لاړه نو د پښتنو جامعه به هم بيدو هماغسې شي. خداى مو دې ځنې وساتي. پښتو: پښتومنل، پښتو ويل، پښتوكول او پښتو چلول دي. پښتانه په پښتو سره پښتانه وه، ان په پښتو سره به پښتانه وي. پښتانه په پښتو چلېدلي وه او په پښتو به وچلېږي، پښتانه په پښتو پېژندل شي. پښتانه په خپل منځ كښې هم په پښتو يو د بله سره پېژني. پښتانه په پښتو سره- سره عزيزان او يو پر بل ګران دي. د پښتنو خپلوي په پښتو سره ده، خپل او پردى په پښتو سره څرګندېږي او بېلېږي. پښتانه په پښتو باندې سره پوهېږي، د پښتنو خوږه مركه په پښتو كېږي، پښتانه د پښتو نه خوند اخلي. تر ټولو مركو خوندوره مركه د پښتو ده. پښتانه په پښتو سره خواله كوي، له عزيزه سره عزيزولي، له خپله سره خپلوي، د مشرانو احترام د كشرانو قدر او عزت پر وړو مهرباني او شفقت، د هغوى روزنه، پر هغوى د هر پښتانه پاملرنه دا ټول په پښتو سره كېږي. پښتانه په پښتو سره يو د بل باباګان، داداګان، كاكاګان، ماماګان، لالاګان، تاتاګان، وروڼه، زامن، چوچي او بچي دي او پښتنې هم په پښتو سره د هر پښتانه ببۍ، اناوې، ادې ګانې، ترېندې، توړۍ، خوېندې، خوركۍ، لوڼې، لوركۍ، چوچۍ او بچۍ دي. د ولس بېلوالى او نفاق په پښتو وركيږي، ځكه چې (اتفاق) او يووالى په پښتو سره راځي، پښتو ده چې له پښتنو نه يو كور، يوه كورنۍ، يو ټبر، يوه كوړمه، يو كهول، او يو ولس جوړوي. پښتو د پښتنو تفكرات، تخيلات، ذوق او هر څه يې سره يو شانته او يو كوي. پښتو خورا خوږه وروري ده. پښتو د پښتنو سره خواخوږي ده. پښتو صله رحمي ده. پښتو شفقت دى. پښتو مرحمت دى. پښتو مهرباني ده. پښتو مروت دى. پښتو ښېګڼه ده. د پښتو له امله پښتانه يو تر بله سر او مال جاروي او په دغې چارې كښې يو تربل زومبىكېږي. كونډې، رنډې، يتيمان، بېوزلي او مسكينان ړانده او ګوډ په پښتو ساتله كېږي. ژوبل، پرهارژلي، ټپي، ويشتلي، ناروغه په پښتو پالل كېږي. د ضرورت په وخت كښې د هر مسلمان ورور سره بيا په تېره د هر پښتانه سره هر ډول مرسته په پښتو سره كېږي. پښتو- پښتانه په غم او ښادي كښې سره شريك كړي او شريكوي يې. پښتو پالنه ده. چې پښتو نه وي نو بيا به مو سره څه وي؟ په پښتو مو سره سازه وه، په پښتو مو سره سازه ده او په پښتو به مو سره سازه وي. په پښتو مو سره ورانه وه، په پښتو مو سره ورانه ده او په پښتو به مو سره ورانه وي. آهو خود چې په پښتو سره سازه او ورانه ونه كړو نو په څه به يې سره وكړو؟ كه پښتو وه يو د بله خوښ، يو پر بل راضي، يو پر بل به ښاد يو. كه پښتو نه وه يو د بله ناخوښه، يو د بل نه ناراضه او يو به هم پر بل ښاد نه شو، ښادوالى، چېرته او خبره چېرته. كه پښتو وه زه به تا درنوم ته به ما درنوې.كه پښتو نه وه ته به ما دګې، زه به تا دګم. ته به ما سپكوې زه به تا سپكوم، دواړه به سره دګلي شو، دواړه به سره سپك شو، ګټه مو وكړه؟؟ كه پښتو وه،زما شته ستا دي، ستا شته زما دي، كه پښتو نه وه، زه به تا شكوم، ته به ما شكوې. ته به ما تالا كوې، زه به تا تالا كوم، چړې وړې چارې لاس د بري كار دى? كه پښتو وه زه به تا ته لاره سيخوم، ته به ما ته لاره راښيې، كه پښتو نه وه، ته به ما ته كوهى كينې، زه به تا ته كوهى كينم. نه پوهېږم چې څوك به مخكښې ورلوېږي. كه پښتو وه زه به ستا په شته والي خوښ يم، ته به زما په شته والي خوښ يې. كه پښتو نه وه، ته به زما وركه غواړې، زه به ستا وركه غواړم، يو له بله به سره ګورو چې خداى څه كوي. كه پښتو وه ټول به پښتانه يو او درست به په يوې خوا يو، كه پښتو نه وه د هر چا خپله خوا ده، يو به يوې خوا ته ځي، بل به بلې خوا ته، يو به يې يوې خوا ته راكاږي، بل به يې بلې خوا ته، ملك به غوبل وي، اور به پكښې بل وي. كه پښتو وه ته به زما سر نه راخوږوې، زه به ستاسر نه درخوږوم. كه پښتو نه وه، ته به زما د سر خوږ يې، زه به ستا د سر خوږ يم. نور به دې څه سر خوږوم، ټول همدغسې درواخله، پښتو له دښمنه سره ګالنه ده، انتقام پښتو ده. د پښتانه سره د پښتو د ليارې سره سم روغه كول هم پښتو ده، د پښتو د ليارې سره سم پښتانه ته ننواتې كول پښتو ده. د پښتو د ليارې سره سم، د پښتانه ننواتې منل پښتو ده، پړه منل او تړه وركول پښتو ده. پښتو اصيلتوب دى. پښتو سيالوالى دى. پښتو نجات دى. پښتو عاليجنابي ده. پښتو عزت دى. پښتو كښې بې پتي، دګلتوب (حقارت) نه شته، ځكه چې پښتانه يې نه شي منلى. پښتو ساووتوب او باداري ده. پښتو درندوالى (وقار) دى. پښتو د پښتنو درنول دي. پښتو كښې ټيټال او تملق نشته. پښتو كښې سپكه نشته، نو ځكه سپك پښتون نه دى. پښتو كښې پوچه نشته، نو ځكه پوچخولى پښتون نه دى. پښتو د پوچخولي خوله څيري. پښتو شرافت دى. پښتو ښه نيت دى. پښتو د پښتنو او مسلمانانو خيرغوښتنه ده. پښتو ښه اخلاق دى. پښتو سپېڅلتوب (تهذيب) دى. پښتو روغه پوهه ده. پښتو تدبير دى. پښتو پاكوالى دى، چټلتوب پښتو نه ده بې پښتوګي ده. پښتو فضيلت دى. پښتو مزيت دى. پښتو د پښتنو معنويت دى. پښتو فرحت دى، سېنما، تياتر او هر ډول تفرېح ده. پښتو د پښتنو د روح او ژوندانه ښكارندوى (تابلو، منظره) ده. پښتو سړيتوب دى او سړيتوب پښتو ده. پښتو انسانيت ته خدمت دى. پښتو كښې لويي نشته، پښتو د لويجن سړي سر په تيږه ټكوي. پښتو كښې ظلم نشته، د لږزورو او بې زورو سره زور پښتو نه ده. پښتو كښې مظلوميت نشته. پښتو په خبره درېدل، خپله خبره ترسره كول او په عهد وفا ده. پښتو غنا ده. پښتو استغنا ده. پښتو كښې سوال نشته او سوال او غوښتنه پښتو نه ده. پښتو قناعت دى. پښتو په حق درېدل دي. پښتو كښې ناروا نشته او ناروا پښتو نه ده. پښتو صبر دى. پښتو حوصله ده. پښتو زغم (تحمل) دى. پښتو كار كول دي. پښتو هاند او كوښښ دى. پښتو زيار ويستل دي، زيار كښل په پښتو كښې يو صفت دى چې دوى پرې سرلوړى كوي او پښتانه پرې ستايل كېږي. لټي، بېكاري، نازولتوب بې پښتوتوب دى. پښتو دين، وطن او د پښتانه ولس ته خدمت دى. پښتو ايثار دى. پښتو فداكاري ده. پښتو د اسلام، د پښتو او د پښتنو د شته والي دپاره ځان نشت كول دي. پښتو تكړه توب دى. پښتو غښتلتوب دى. پښتو ښاغلوالى دى. پښتو رښتيا ده. پښتو كښې خيانت نشته. پښتو كښې دروه نشته. پښتو كښې ټګي نشته، ټګ پښتون نه دى. پښتو كښې غلا نشته . پښتو كښې تالا نشته. پښتو كې ظلم نشته، ظلم بې پښتووالى دى. پښتو د مظلوم حمايه ده په نيمې شپې كښې له غږه سره سم د پېښې ځاى ته ځان رسول پښتو ده. غله، جاني او خاين پسې چيغه ويستل او نيول يا يې وژل پښتو ده. پښتو صداقت دى. پښتو كښې درواغ نشته او درواغ بې پښتو توب دى، نو يو پښتون نه شي كولاى چې د ځان د ګټې ليا كومې توزنې هيلې ليا د خپل موقعيت ساتنې، ليا كوم ضرر او تاوان نه د ځان ژغورنې دپاره دوارغ ووايي. پښتون رښتيا وايي، هر چېرې يې وايي، هر چا ته يې وايي او هركله يې وايي. پښتون رښتيا وايي، كه څه هم پر سولۍ وخيژي. پښتو پاك زړه دى. پښتو سليم وجدان دى. پښتو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي. پښتو ده چې پښتانه له بدو ليارو څخه را جارباسي. ښو ته مخه په پښتو كېږي. پښتو دوا ده. پښتو شفا ده. د پښتنو رنګ په پښتو ښه كېږي. پښتو د پښتنو د زلمو ښكلا او د پېغلو ښايست دى. پښتو د پښتنو ګاڼه ده. پښتو پسول (زينت) دى. پښتو حيا ده. پښتو د پښتنو جامه ده او حيا يې پرې ساتلې ده. پښتو د پښتنو د نارينه وو پګړۍ او د ښځو ټيكرى او پوړنى دى. پښتو د پښتنو د ښځو ستر دى. پښتو عفت دى. پښتو عصمت دى. پښتو د پښتانه د ناموس ساتنه پر هر پښتانه لازمه ګرځولې ده، پښتانه د پښتانه د ناموس په ساتنه كښې په سر او مال ولاړ وي. كه يو پښتون په خپل كاله كښې نه وي او نژدې خپل هم ونه لري، د هغه د مال او د ناموس ساتنه، د كاله خدمت يې حتى چې د كاله لګن (مخارج) يې پر كليوالو او ګاونډيانو دى، پښتو همدغسې معامله د هر چا په حق كښې لازمه كړې ده، چې د پښتنو په سيمې كښې پروت وي، كه څه هم پښتون نه وي او بل څوك وي. پښتو ده چې د پښتنو سر او مال تر ناموس جاروي. پښتو سمه عقيده ده. پښتو ايمانداري ده. پښتو پر مسلمانۍ ټينګېدل دي. پښتو سعادت ته ورغلې سمه سيخه لاره ده. پښتو ډاډ (اطمينان) دى. پښتو اتيتې (توكل) دى. پښتو په پښتنو اعتماد دى. پښتو پر ځان باور دى. د مېلمنو پالنه د پښتنو ځني ده. پښتو ډوډۍ ماري ده. وركړه او سخاوت، د بې وزلو سره مرسته لويه پښتو ده، د پښتانه په سيمه كښې د هر چا سر او مال او ناموس په پښتو سره ساتلى دى او څوك چي د پښتانه هېوادوالو ته تاوان ورسوي د هماغه پښتانه دښمني به هم مني، د پښتو تقاضا دا ده چي د سيمي خاوند د متجاوز نه د خپل سيموال مال يا يې تاوان واخلي، د پښتانه په سيمه كښې تجاوز له دغه پرته بېله جريمه او جزا هم لري. كه د پښتانه په سيمه كي د پښتانه پر سيموالو حمله ليا د هغه پر ناموس تجاوز وشي، ليا پكي څوك ووژل شي، نو د متجاوز جزا وژل دي او وينه يې هم توى ده او كه په تېښته موفق شو، نو وروسته به هم د سيمي خاوند د پښتو د لياري سره سم له هغه نه بدله او كسات اخلي. جهل په پښتو وركېږي. علم په پښتو زده كېږي. زدكړه په پښتو كېږي. پښتو د علماوو مننه او احترام دى. له سيالانو سره سيالي او له نړۍ سره برابري په پښتو كېږي. د وطن مينه پښتو ده. كار كول او د وطن ودانول په پښتو سره كېږي، پښتو د پښتنو د بري او لوړوالي ضامنه ده. پښتو د پښتنو د لوړوالي وسيله ده، يعنې د پښتنو او پښتونوالي، ترقي په پښتو سره كېدلاى شي. پښتو د سعادت وسيله ده يعني سعادت يواځي په پښتو سره پښتنو ته په لاس ورځي، د ژوندانه خوند په پښتو اخيستل كيږي. پښتو شته (ثروت) دى. پښتو پانګه (سرمايه) ده. پښتو ګټه ده. پښتو كي د دواړو نړيو ګټي دي. پښتو اقتصاد دى، ولي چي پښتو پښتنو ته امر كوي چي كار وكړئ او زيار وكاږئ، پښتو پښتانه ته اجازه نه وركوي چي بېځايه او بې دوده لګښتونه (مصارف) وكړي يعنې پښتو نه پرېږدي چي پښتانه په ناروا او ناجايزو لارو كي چي دين، اخلاقو او پښتو روا كړي نه وي څه ولګوي. پښتو، پښتانه سړي ته اجازه نه وركوي چي د ځان د ګټي دپاره بل چا ته تاوان ورسوي، ليا خيانت وكړي، بلكي بالعكس پښتو غواړي چي پښتون سړى د نورو پښتنو او مسلمانانو د ګټي دپاره د ځان تاوان وكړي او پرې خوښ هم وي. پښتو آزادي ده. پښتو قوت دى. پښتو مقاومت دى. پښتو اقتدار دى. پښتو حاكميت دى. پښتو عظمت دى. پښتو شوكت دى. وطن په پښتو ژغورل كېږي. سيمه په پښتو ساتله كېږي، په پښتو كلكېږي او په پښتو درنېږي. پښتو پښتنو ته مړينه ډېره خواره كړې او مرګ ورته حقير كړى دى. پښتو د دين، پښتو، وطن او د پښتنو نيكونو د نامه او د پښتنو د ټولۍ د ګټي او پت د ساتني دپاره پښتانه د مقتدرو او غدارو دښمنانو په مخكي درولي او كلكو جګرو ته يې څېلمه كړي او په سرو وينو يې لړلي او رغړولي دي او لړي او رغړوي يې. پښتو د پښتنو ككرۍ د پښتني او ولسي غروره څخه ډكي كړي او پښتانه يې په پښتو نېشه كړي دي. پښتو زړورتوب دى، ځكه چي پښتانه په دې خبره ايمان لري چي ګټه او تاوان، عزت او ذلت هر څه د خداى څخه دي، بې د ده د ارادې نه هيڅوك هيڅ هم نه شي كولاى، نو ځكه پښتو كي وېره نشته او پښتانه نه وېريږي. پښتو لوړ همت دى. پښتو ننګ دى. پښتو حميت دى. پښتو غيرت دى. پښتو جرئت دى. پښتو اراده ده. پښتو هوډ (عزم) دى. پښتو متانت، ثبات او استقامت دى. پښتو حزم دى. پښتو حلم دى. پښتو توره ده. پښتو د پښتنو هغه مهمه وسله ده چي په هر ډګر كي يې دوى بريالي كړي او هيڅ يوه وسله ورسره مقابله نه شي كولاى. پښتو تورزنتوب دى. پښتو نارينتوب دى. پښتو مړانه ده. پښتو د پښتنو هرګوره كلك سنګر دى. پښتو د پښتنو نه چاپېره خورا كلكه كلا ده. پښتانه د ژوندانه درستې ګرانې يواځي په پښتو ځغملى، له سره اړولى او له ځايه ليري كولاى شي. د ژوندانه په تيارو كي پښتانه يواځي د پښتو په رڼا لاره ميندلاى او سيخولاى شي. پښتو لطف دى. پښتو معنا ده. پښتو دعوه ده. پښتو اثابت دى. پښتو نتيجه ده. پښتو حكمه ده. پښتو حاكمه ده. پښتو حكم دى. پښتو قانون دى. پښتو پرېكړه (فيصله) ده. پښتو ضابطه ده. پښتو نظام دى. پښتو انتظام دى. پښتو سمبالونه ده. امنيت په پښتو كي دى. خواخوږي په پښتو كي ده. حريت په پښتو كي دى. عدالت په پښتو كي دى. پښتو نياو (انصاف) دى. مساوات په پښتو كي دى. په پښتو كي هغه رښتيني ډيموكراسي ده چي ټګي، چل ول، افراط او تفريط پكي نشته. ظلم او ستبداد په پښتو وركېږي. ظلم په پښتو خربشوى كېږي. د مستبدانو سر د پښتو په تيږه ټكول كيږي. د ولس او وطن رښتينى او خادم په پښتو پېژندل كيږي. د دين، وطن، پښتو، او پښتنو خاين په پښتو څرګنديږي. د ظالمانو، مستبدانو سټه او ولي په پښتو ويستل كيږي. پښتو كي كشران د مشرانو دپاره او ولس د حكومت دپاره نه دى، بلكې مشران د كشرانو دپاره او حكومت د ولس دپاره دى، د دوى موقعيت او احترام د پښتنو په سترګوكي د دوى د خدمت په تناسب دى. پښتو د سمو مشرانو مننه ده. پښتو د خاينو مشرانو رټنه ده. ډګر په پښتو ګټل كيږي. خلاصى او نجات په پښتو كي دى. جنت پر اسلام باندي په پښتو كولو ګټل كيږي، حوري، غلمان، او د جنت بېشمېره نعمتونه پښتنو ته په پښتو لاسته ورځي. پښتو د پښتنو د دواړو نړيو سعادت ضامنه ده. پښتو د پښتنو د وړو روزونكې (مربي) ده، د زلمو، د زڼو قوت او خوشحالي ده، د زړو لكړه او امسا ده. پښتو د پښتنو د ژوندو ساه او د مړو كفن دى. پښتو پښتنو ته د پښتني ژوندانه لاره ورښيي. پښتو د پښتنو د ژوندانه نه ونجېدونكې او نه بدلېدونكې كړنلاره، دستورالعمل او پروګرام دى. د پښتنو د دواړو نړيو چاري يواځي په پښتو سره سموالى مينده كوي. پښتو پښتنو ته د مړيني ډول او دود ورښيي، مړينه هم خدايږو په پښتو سره خوند كوي. پښتو د پښتنو لوى ناموس دى. پښتو د پښتنو د ټولني روح دى. پښتو د پښتنو روحونو او معنوياتو منځى (مركز) دى، يعنې د پښتنو روحونه او معنويات په يوه ځاي كي غونډوي. پښتو د پښتنو لالۍ ده. پښتو د پښتنو هغه حق دى چي يوځاى ورسره زېږېدلى دى. پښتو خو نو پښتو ده، پښتو ده. پښتو ده، او پښتو (پښتونواله) ده. د پښتنو سره لوړوالى په پښتو دى. پښتو په پښتنو درېدل او سر ومال ترېنه ځارول دي. پښتانه په پښتو نازېږي. پښتانه په پښتو سرلوينه كوي. په وروستۍ كي تللې پښتو هم په پښتو راګرځي، لنډه يې دغه چي د پښتنو شته والى په پښتو سره دى او پاينه (بقا) به يې هم په پښتو سره وي. پښتانه په پښتو ولاړ دي، كه پښتو نه وي پښتانه غورځيږي، پرزيږي، سټه يې خيژي او وركيږي. پښتو غواړي چي د پښتنو درست زده كړي ويښ ځلميان،هر يو پوه، حساس پښتون، د تللې پښتو د ستاينې، راګرځونې، راڅرګندونې، ارتوالي، لوړوالي او خپروني په ليار (تعميم) كي، خپله ټوله مادي او معنوي قوا په كار واچوي او د خپل وسي او توانه سره سم هاند وكړي. درستي بېنظمۍ، ټولي ناكلارۍ او ناهوسايۍ د بې پښتوګۍ څخه راپېښي دي، بې پښتوګۍ د غومره بيرته پاتي كړي يو، د بې پښتوګۍ له امله دغومره ټيټ لويدلي يو، د بې پښتوګۍ له لاسه ټوټې ټوټي يو، ځانځاني، د بې پښتوګۍ څخه منځته راغلي ده. درستي بښكولي (ټول فلاكتونه او مصيبتونه) د بې پښتوګۍ والي له كبله رارسېږي او نوري لانجې به د همدغي لاري نه راپېښي شي. حكومت د بې پښتوګۍ له امله اريان دى او لاره يې وركه كړې او ولس د بې پښتوګۍ له لاسه بې پته، خوار، زار او ورك دى، ټول د بې پښتوګۍ په اور سوي يو، د بې پښتوګۍ په اور سوځو، د بې پښتوګۍ په اور كړېږو، د بې پښتوګۍ په اور وريتېږو، ښايي د بې پښتوګۍ دلاسه وژاړو، د بې پښتوګگۍ دلاسه كوكي او سورې وهو! واى پښتو! ارمان پښتو! پخوانيو پښتنو، پښتو تر هر څه ښه او پښتانه يې تر هر چا لوړ ګڼلي او په خپلو تمامو قواوو به يې هاند كاوه، چي پښتو وكړي او پښتو وساتي، په دغي لاري كي به يې مالونه او سرونه ښندل، بې پښتوګي به يې خورا بده ليدله او سپيتانه يې ګڼله، په هغه مهال كي پښتونواله او مړانه په سيالۍ وه لكه چې اوس بې پښتوګي او سپيتانه په سيالي ده. پښتو ده چي د وطن، نامه، ناموس، شرافت، حيثيت او بالآخره د پښتو د ساتنې دپاره يې پښتانه د سكندر، چنګېز، تېمور او نورو نړۍ نيوونكو په مخ كي ودرول او د نامه خاوندان يې كړل، چي نېټه ليك (تاريخ) پرې شاهدي لولي او ټول خلك پرې قايل دي، چي اوس د دوى چارليكونه (كارنامې) په غټ قلم او په سرو زرو ليكل كيږي او موږ پرې سرلوړي كوو. پښتو ده چي په پښتنو باندي يې هغه چاري وكړي چي خلك ورته ګوته په غاښ نيسي او ښه شابسى پرې وايي. هو! همدغه پښتو وه چي پښتانه يي د پښتو نياڼۍ له غرو څخه لكه توى وبهول او د كلكتې او برما تر ټكه پوري يې ورسول. هوكې! پښتو وه چي د پښتنو يو ټولګى يې تر اصفهانه پوري ورساوه او هلته كي يې څه و څه پرې وكړل، دا خو پښتو وه چي پښتنو منځنۍ اسيا خوځوله، پښتو د منځنۍ آسيا تالنده (رعد) او پښتانه يي تندر (صاعقه) و، پښتو وه چي په پښتنو يي د سرو زرو مرغۍ ساتله او شندان يې ورته نه پرېښودل چي ويي نيسي او كه چيري وبه يي نيوله، ژر به يې بڼه او بڼوكي وروشكولې او منګولي او وزرونه به يي ورمات كړل او د سرو زرو مرغۍ به يې ترېنه خلاصه كړه. دا خو پښتو وه چي د پښتنو نه د هر چا سترګه سوځېده او دا پښتانه وو چي د سرو زرو مرغۍ ته يې څوك نه پرېښودل او له همدې كبله د سرو زرو مرغۍ مينان لېوالان تل پښتو او پښتنو ته به په غوسه وو او غاښونه به يې ورته چيچل خو د پښتنو نه د پښتو پولادي كلا او سنګر چاپېره و او د پښتو خورا مهمه وسله يې په لاس كي وه، هر چا چي بريد كړى دى ماتي يې كړې او ناكامه او شرمېدلي بېرته ګرځېدلي دي، د پښتو سره هيڅ نه كېدل او هيچا خپله مخه نه ليدله، وروسته خلك پوه شول چي په زور سره هيڅ نه شي كېدلى، نو چُرتونه بې وهل چي ګوندي په كوم علمي پټ چل سره د پښتو سنګر مات او د پښتو كلا ورانه كړي او د پښتو وسله د پښتنو له لاسه وغورځوي او په دغه ډول پښتانه مغلوبه كړي، دغه و چي متخصصين يې ورته كښېنول چي د پټو جګړه ييزو وسلو په څېر نوى چل ورمينده كړي، تر څو چي ډېرو ماهرو متخصصينو د ديني، اجتماعي، سياسي، اقتصادي او علم النفس د علومو په مرسته د نوو عصري آلو او وسلو په څېر نوي چلونه يې و ايستل، چي حقيقتاً پښتو او پښتنو د هغو چلو په مخكي مقاومت ونه شو كړى او مغلوبه او حتى چي په وروسته كي خوار او ذليل شول او دغه خبره چي كلا له دننه څخه فتح كېږي دلته بيا خورا ښه مصداق مينده كړ. څه يې وكړل؟ او څنګه يې وكړل؟ د هغو تشريح او بيان نه شم كولى او په دغه ليك كي بيانيږي هم نه، بلكي كتابونه غواړي. د پښتو او پښتونوالۍ تشريح چي د انساني، اسلامي او پښتني فضايلو بيان دى او د پخوانو پښتنو د اخلاقو، آدابو، عاداتو، دود او دستور او د ژوندانه د ډول او څه او څه ښوونه ده، حقيقتاً خورا ګران كار دى او د هر چا د لاسه نه دى پوره، لكه چي متل دى چي "پښتو چا ترسره كړې نه ده" همدغسي چا بشپړه څرګنده كړې هم نه ده، بالفرض كه څوك وغواړي چي په دغه موضوع كي څه وليكي نو په يو كتاب نه كيږي بلكي بايد چي كتابونه وليكي، زما غوندي خلك چي بشپړ علمي استعداد او قلمي توان ونه لري، د تېرو او اوسنيو پښتنو حال او احواله څخه پوره خبر نه وي، پښتنو كي شوي او د پښتنو سره لوى شوي نه وي، د ټولو پښتنو په كليو او كامونو كي ګرځېدلي او ډېري شپې يې پكي كړي نه وي، زيږه پښتانه سپين ږيري او سپين سري يې ليدلي نه وي، د هغوى له خولي يې د پخوانۍ پښتو او پخوانيو پښتنو غوري او كيسې اورېدلي نه وي، پېښي او واقعات يې له سترګو تېر شوي نه وي، روغه پوهه، تېره نظر او مكمله مميزه قوه ونه لري، لنډه يې دغه چي يو پياوړى (داهي) سړى نه وي، نو هغه به د پښتو له بشپړ بيان او تشريح څخه عاجز وي. زه هيله كوم چي په موږ كي دغسي سړي مينده شي چي بېله اروپايي او امريكني ليا نورو پردو سترګو نه په خپلو پښتني سترګو پښتنو او پښتو او د دوى اوس او پخوا ته وګوري او د رښتينو پښتنو صفات او مزايا او اخلاق او د رښتينې پښتو او پښتونوالۍ حقيقت څنګه چي ښايي، بيان او څرګند كړي، ترڅو چې ننني پښتانه ځلمي پوه شي چي د څه راز خلكو نمسي دي او د دوى نيكونو څنګه مزايا او اخلاق درلودل؟ پښتو او پښتونواله څه شى و؟ او څه شى دى؟ چي د هغې له مخي نه ځان او خپله وظيفه وپېژني او د تګ لاره او ليكه ورځرګنده شي او په هغې وخوځېږي، اوس خو ډېر ځملي د پاړسو او ډوډۍ او نور څه په غم كي دي، موږ يو اروپايي ولس نه يو چې د هغوى ديانت او معتقدات، اخلاق، آداب، عادات، او دود او دستور او د ژوندانه ډول ولټوو او هغه ومنو، او زده يې كړو، دغه زوړ شوى خوسا مدنيت چي نتيجه يې دوى ته هم ورڅرګنده شوه او ډګر كي ده، موږ ته نه دى په كار، موږ امريكايي، افريقايي، چيني ليا جاپاني ليا بل څوك نه يو چي د هغوى پېښي وكړو او ځانونه د هغوى په څير كړو، موږ ترك، پاړسيوان (ايرانيان) او هندي هم نه يو. موږ بې نومه او بې نښي نه يو، وړكوټى ولس هم نه يو، موږ د آسيا په منځ كي د نامه خاوندان يو، منځګوري آريايي ولس پښتانه يو او مهم جغرافيايي موقعيت لرو چي نړۍ موږ پېژني او زموږ د نيكونو چارليكو ته په ڼېټې (تاريخ) كي ښكلي شوي دي، څه كيږي كه اوس پرېوتلي يو، د خاوند اراده ده، ناشكري به مو كړې وي، دغه حال له ځانه موږ ته نه دى راپېښ، زمانه ډېر مد او جزر لري نورو باندي هم دغسي حالونه ډېر راغلي دي، مګر په هغه ولې كي چي اوبه تيري شوي وي بيا تيريږي. اوسني پښتانه چي غورځېدلي، پرځېدلي او پرېوتلي او په خورا بد حال كي دي بيا هم د هماغو تېرو پښتنو نمسي دي. يو څو كسه او څو كورنۍ كه وي مستثنا نورو كي لا د اروپا په ټوك ښكلى مدنيت دومره ډير تاثير نه دى كړى، چي حتى وينه يې هم وربدله كړې وي، د اوسنيو پښتنو وينه هماغه پخوانۍ پاكه پښتني وينه ده، فطرت خو يې هم نه دى بدل شوى نو ځكه څوك دا ګومان نه كوي چي ګني خپل استعداد يې هم بايللى، نه! هماغه وينه ده او هماغه استعداد دى، خداى ته مو هيله ده چي بيا سر جګ كړي او له خپلو نيكونو نه هم پسي ورتېر شي. څه ګگران كار نه دى كه پوه، پياوړي او سپېڅلي پښتانه مشران مخكښي شي او د پښتو په غږ پښتانه راويښ كړي، ټول يو ځاى او يو كاندي او د پښتو په خوا يې وخوځوي. د بې پښتوګۍ مخه ونيسي او بې پښتوواله وركه كړي، ډېرو د لږكيو(اقليت)په ټكي تېر نه ووځي او د دغو لږكيو (اقليت) له غمه مو خلاص كړي او يو نسل زموږ د رښتينې پښتو له روحه سره سم وروزي او عصري تعليم هم ورزده كړي، بيا نو څه غواړي پنځلس شل مليونه ولس او هغه هم پښتانه څه نه شي كولى؟ نور به يې ونه مني، پرړي به يې بولي مګر موږ پښتانه د پښتو له مخي پوهيږو چي څه نه شو كولى؟ هغه څه كولى شو چي نور يې نه شي كولى، هر څه او هر څنګه چي وي زه وايم چي موږ ته د اروپا خوسا پرتوګ غورځولى مدنيت نه دى په كار، موږ بايد د ځان دپاره لكه پخوا بېل مدنيت جوړ كړو چي هغه مدنيت پرته د اروپا او نورو مدنيتو څخه وي، د پښتو پښتني مدنيت وي. هوكې! موږ د فن او صنايعو له پلوه دوى ته اړ يو ښايي چي دغه د دوى نه زده كړو او زموږ دين هم موږ ته امر كوي چي (الحكمآ ضالآ المومن اينما وجده اخذه) خو پرته له دغه نه د دوى نور څه ته اړ نه يو او نه ښايي چي په هرڅه كي د دوى پېښې وكړو او د دوى معتقدات، اخلاق، آداب، عادات، دود او دستور...هر څه په پټو سترګو ومنو، هو! زموږ په وطن كي دغسي ځلمي شته چي د اروپا مينان او لېوالان دي، غواړي چي موږ په هر څه كي د اروپا په څېر شو، هر څه د دوى ومنو او خپل هر څه ايسته ليري واچوو، دوى پښتو او پښتونوالي نه بده مني، كه څه هم په ظاهر كي ځان "اوغان" بولي مګر په زړه كي يې پښتانه او پښتو بده اېسي. دغه څوك دي؟ ايا رښتياني پښتانه دي؟ كه پښتانه وي نو ولې دغسي دي؟ په هغې كي به اوس نه ګډېږو او نه پكي ګړېږو دغه څېړنه به اوس پرېږدو دغلته نه ځايېږي. زما خپل نفس يې نه مني چې موږ په بل چا پسي لاړ شو، ړانده نه يو چي لكړه مو د بل چا په لاس كي وي، دومره ناپوه هم نه يو چي لكه واړه د خپل ژوندانه چل به هم نه راځي او په بل پسې به منډې وهو! لېوني هم په خپله خوښه ژوند كوي نه د بل چا په خوښه، بيزوګاني هم نه يو چي په هرڅه كي به د نورو پېښې كوو، موږ خپلواك، مستقل مزاجه پښتانه يو، زموږ هر څه به زموږ په واك كي وي، مدنيت به مو هم خپل او پښتني مدنيت وي يوه خبره غوره ده چي (چا د يوه كاكړ نه پوښتنه وكړه چي كاكړ په چا ورځي؟ مدعا يي دغه وه چي په كومه لويه پلرينه ګډيږي. كاكړو ويل چي كاكو كاكړ په هيچا نه ورځي، كه څوك په كاكړ راځي راځي دي او كه نه راځي خوښه يې،كاكړ په چانه ورځي) نو موږ مجبور نه يو چي په خوراك او څښاك، مړۍ او اغوستو كي د كور او كلي په جوړوني كي په ناسته او ولاړه، په خبرو او هر اوضاع كي... په هر څه كي لكه چي ځيني وايي او غواړي د اروپايانو په څېر شو، نه! موږ موږ يو او اروپايان اروپايان دي او نور نور دي، اوس هم پښتانه له مخي ورك نه دي، پښتو او پښتنواله هم بشپړه نه ده، واك زموږ خپل زده كړي ځلمي (نګه، پښتانه ځلمي) به خپله پښتو راڅرګنده كړي، راوبه يې ګرځوي دغسي د پښتو مدنيت به راته جوړ كړي چي د خپلو سترګي وبريښوي. كه څوك راپسې راځي راځي دي، كه نه موږ په چا پسې نه ځو، هغه څوك چي بې له دغه څه غواړي هغه به پښتون نه وي، ځكه چي پښتون په پښتونوالۍ سره پښتون دى او پښتونواله هم دغه غواړي، بېزو پښتون نه دى او پښتون هم بيزو نه دى. كه څه هم سمدلاسه پښتانه پرځېدلي او څانګي وانګي پرېوتلي دي، پر ستوني باندي يې خلكو پل ايښى په ملا پرې كړي او دوه بولكه څه چې لا ټوټي ټوټيدى، د ساه كښلو لاره يې هم نه شته او ټوكړې ټوكړې دي، د دې ټوټو يو د بله سره پيوند كېدل او بيا د يوې تنې جوړېدنه او آزاده ساه ويستنه سلامتيا او تكړه توب يې لكه پخوا ډېر ګران برېښي. دغه تېرې خبري كه څه هم يواځي تمنيات دي، مګر خداى لوى دى او په هر څه قادر دى پښتانه دده بندګان او سپين مسلمانان دي، د ده په دين باندې كلك ولاړ دي، تل يې خپل سرونه او مالونه د ده د دين په لاري كي د ده د رضا دپاره ښندلي او ښندي يې، كه شيطان كله په پوټكو ورننوتلى وي او په ځينو مواردو كي يې غولولى وي او د نشتمنۍ، فقر او لوږي له امله (چي د ده حبيب له هغې نه خپل خاوند ته پناه غوښتې ده) او په ناپوهۍ څه سهوه ترې شوې وي هيله مو ده چي په خپلي مهربانۍ سره راته هدايت وكړي، عفوه وكاندي او د پښتنو ټوټې- ټوټې شوي اندامونه بېرته سره ورولي، پرهارونه يې ورغوى، د ستوني لاره يې ورخلاصه كړي، درستي ناروغتياوي ترې ليري كړي، روغ رمټ او تكړه يې كړي او په رښتيا سره يې د خپل كاله او ملك واكمن كړي، د كار سړي پكي شته كړي او دغي بدحالۍ نه نجات وركاندي. "والله غفور الرحيم" ښايي چي پښتانه ځلمي زموږ د كار سړي او ځانونه ونه بايلي، بي هيلي نه شي همت ټيټ نه كړي متانت او استقامت له لاسه ورنه كړي. پر خداى توكل وكړى پښتو او پښتونواله را پر سره كړي، پښتانه د پښتو په غږ ويښ او د پښتونوالۍ پر لاري يې وخوځوي، د مسلمان او پښتانه دپاره بې هيلي او نا اُميندي نشته (الا ان حرب الله هم الغالبون) بې هيلي كفر دى، بې هيلي ډېر خلك د نجات او موفقيت له وره څخه بېرته را ګرځولي دي، مېړه او بيا پښتون سړى هېڅكله بايد بې هيلي نه شي، پښتانه ځملي خپله ديني او پښتني وظيفه بايد پر ځاى كړي، بيا د كېدلو او نه كېدلو مسوول يې نه دى ځكه چي هغه د خداى په قدرت كي دى، هر زده كړى ځلمى، هر حساس پښتون، په خپل كاله كي، په خپلې كورنۍ كي ، د خپلو دوستانو، عزيزانو سره، د خپلو ګاونډيانو سره، په دېرو او ډبو كي په هري ډلي كي د خپل چم ګاونډ او خپلو كليوالو سره په جوماتونو كي، په ودونو كي، په هري ټولني كي ښايي چي د پښتو مركه جوړه كړي، چي كومه خپه پښتو ده او كومه پښتو نه ده څه پښتونواله ده او څه بې پښتوګۍ، پخوانۍ پښتو زموږ څنګه وه؟ او اوسنۍ بې پښتوګۍ له كومه شوه؟ نور له كومه راغله څنګه راغله، څنګه پاتې شوه د هغو لږكي څنګه راباندې غښتلي شول؟ لږكي ولي ښاغلي شول؟ پښتانه ولي نتلي شول؟ پښتو به كله را وګرځي؟ څنګه به را وګرځي، څوك به يې را وګرځوي؟ د نورو پېښې څنګه پريږدو څنګه به ترې لاس واخلو؟ د پښتو او پښتونوالۍ په ساتنه او راګرځوني كي د هر پښتانه وظيفه څه ده؟ دا د هر پښتون وظيفه ده چې تڼۍ دي وشكوي، منډې دې ووهي، هاند به كوي، ځان به وژني او پښتو به ګرځوي، څوك چي څه ليكلى شي په اخبارونو كي، په مجلو كي دي مقالې وليكي دا لازمه نه ده چې خورا لوړه ادبي مقاله دي وي. نه! د چا چي څه زده وي هر څه او هر څه چي ليكلى شيو هغه دي وليكي د پښتو غږ دي وكړي او خپل خيال دي ښكاره او خپل اخلاص دي څرګند كړي. څوك چي كولى شي په ټولنو كي، په راډيو كي دي ويناوي وكړي، كتابونه دي په پښتو واړوي، كه پښتو سره پښتو ونه شي پښتو تللې او پښتانه هم د همدغه له امله وږي، تږي، بربنډ، بې كوره، خوار- زار، سپك، نتلي او څه او څه وي. موږ خو هم خاوره لرو، اوبه لرو، غرونه لرو، رغونه لرو، ډاګونه لرو، ځنګلونه لرو او په نورو ولسونو، وطنونو كي هم همدغه وي. نه بل څه، بلكي زموږ د ملك استعداد پر ډېرو ملكونو زيات دى، زموږ په غرونو كي هر ډول او خورا ډېر درنګونه (معدنونه) دي، چي په بل ملك كي نه مينده كيږي؟ ككرۍ لرو، ماغزه لرو، لاسونه لرو، پښې لرو، نو ولي وږي يو، تږي بربنډ يو؟ مملكت لرو، نفوس لرو، مفاخر، تاريخ، دولت، حكومت، استقلال هم لرو، نو ولي خوار يو، نتلي يو، رټلي يو، سپك يو، ورك يو، دا ځكه چي پښتو نه لرو، پښتونواله نه لرو، هر څه رانه خلكو تالا كړي، وړي دي او وړي يې، كار كوو د بل دپاره، ځانونه وژنو د بل دپاره، وطنونه ګټو د بل دپاره، خپل خپلوان او وروڼه، عزيزان، خپل مشران، خپل كشران سپكوو او وژنو د بل دپاره، ولي؟ ځكه پښتو نه شته، پښتونواله نه شته، خلك خپل شته والى ساتي، خپل نفوس ډېروي، خپله ډله لويوي، د خپل ولس غم كوي، خپلو وږو ته ډوډۍ پيدا كوي، خپل لغړ پټوي، خپلو بې كور ته كور جوړوي، خپلو وزګارو ته كار مينده كوي، خپل وطن ودانوي، خپل واړه روزي، خپل وران اخلاق سموي، خپل علم، خپل صنايع ډېروي، خپل مدنيت لوړوي، د خپل كام د عزت د ساتني دپاره هاند كوي، مګر زموږ وجود ټوټې- ټوټې دى، په غونډولو كي يې نه يو، بلكي د بل چا په ټونګ په دا كي يو، چي لا يې هم په وړو وړو برخو او ټوټو ووېشو، پښتني شته والى نشته او نه يې غواړو، د نفوسو ډېروالى مو څه كوې چي په لږوالي كي يو، د تربګنۍ، ګوندۍ او څه او څه په نامه د پردو په ټونګ سره وژنو، خپله ډله وړوو، خپل نفوس لږوو، د ولس غم مو نشته د هر چا سر د ځان غم دى او د هيچا سره د بل غم پيدا نه شو. د كوم وږي په لاس كي كه څه روټه يا سوكړك وي هغه هم ترې اخلو او لا يې پسې وږي كوو. لغړو ته جوړانګي هم نه پرېږدو، خلك له ګنډرو هم شړو، وزګارو ته كار مينده كول څه كوې چي لا د خلكو نه كار اخلو او د كار خلك وزګاروو، وطن دومره ودان نه شو لكه چي وران شو. د وړو روزنه نشته، د خلكو بد اخلاقي سمول لاپرېږده چي سم اخلاق مو ور وران كړل. علم نشته، صنايع نشته، خپل مدنيت پسې نه ګرځو، خو د اروپا مدنيت د شپې او ورځي ستايو، دغه په موږ كي فضيلت دى، خپل كام ته عزت وركول او درنول څه كوې بلكي د شپې او ورځي د دوى په بې پتي او سپكوالي پسې يو، پالنه نشته، خواخوږي نشته، څه نشته څه نشته... هيڅ هم نشته، مشران ځان له دي، موږ ځان له يو، ولي؟ ځكه چي پښتو نشته پښتونواله نشته. خبره لنډه كړم چي د پښتنو دپاره كه پښتو او پښتونواله نه وي، هيڅ به هم نه وي، اروپايي توب او نور هيڅ هم زموږ په درد نه خوري او يو هم زموږ دردونه نه دواكوي. زموږ د ټولو دردونو دوا، د درستو خوږو علاج همدغه يوه نسخه ده، چې هغه هم پښتو او پښتونواله ده، زموږ د ټولو پرهارونو ملهم همدغه يو ملهم دى، چي پښتو ده زموږ د ژوندانه، زموږ د كارونو، زموږ د دوارو نړيو د سعادت دپاره همدغه يو پروګرام او كړنلاره ده، چي هغه هم پښتو او پښتونواله ده، بيا وايم چي كه چېري زموږ ځلمي د نورو پېښې ونه كړي او نورو پسې لاړ نه شي، وړاندي وروسته وګوري، پښتو او پښتنواله ولټوي، مينده يې كړى، ټينګه يې كړي او د پښتو او پښتونوالي تلقين او تبليغ خپله وظيفه وګڼي، هاند او جديت وكړي، د بې پښتوګۍ په مخكي كلك ودرېږي، مخه يې ونيسي خداى ته هيله ده چي به پښتانه ژر د دغي بدحالۍ څخه ووځي. زه خو پخپله د پښتو د مينانو او د پښتنو درښتينو چوپړيو (خادمانو) ځني يم، ما د پښتو او پښتونوالي په رابرسېره كولو او د پښتنو په خدمت كي هغومره هاند كړى دى، څومره چي مي له واكه او توانه كېده او كېداى شو، ګمان نه كوم چې بل چا دي دغومره كړي وي. په دغي لاري كي له ډول ډول ګرانو سره هم مخامخ شوى يم، چي شرحه يې امكان نه لري، ټول مي ځغمل او ځغمم يې، كه هر چا دغومره كړي واى پښتو به اوس را ژوندۍ وه او كه هر څوك دغومره هاند وكړي ډېره ژر به ژوندۍ شي او تللې پښتو به هم بېرته راوګرځي او پښتانه به له دغي بدحالۍ نه ووځي. كه خداى كول موږ خپله برخه كړې، خپل وار مو تېر كړى او لاره مو هم پښتنو ته ښودلې او پرانيستې ده او پر نورو ده چي ډګر ته راووځي ورپسگې شي او خپله برخه كار وكړي، كه څه هم ما اوس هم د پښتو او پښتنو د خدمت نه بشپړ لاس نه دى اخيستى اوس هم د موجوده شرايطو او خپله توانه سره سم هغومره مې چي له واكه كيږي او په هغه ډول چي كېدلاى شي كوم يې او تر مړيني پوري به هم لاس وانه خلم ځكه چي پښتون يم، پښتو د پښتنو د ژوندانه او مړينې مسئله او خبره ده، رښتيا هم دغه ده چې هر پښتون چي د ځان او درستو پښتنو، پښتني ژوند يعنې د پت، شرافت او سړيتوب ژوند غواړي نو هغه بې له پښتو كېداى نه شي. كه پښتو منځ كي نه وي د پښتنو ژوند به د نوكرانو ژوند وي هسي ساه ښكل راښكل او خواړه څكه، څښه، كه څوك ژوند بولي نو دغسي ژوند خو څاروي هم لري. هرڅوك چي پښتون او په رښتيا سره د پښتانه زوى وي، نو هرو مرو به پښتو او پښتونواله غواړي او د زړه له كومي څه به ورسره مينه او محبت لري، خپله ساه به يې بولي او خپل ژوند به ورپوري تړلى ګڼي، ښايې چي هر پښتون د پښتنو او بالوسيله د پښتنو دپاره مادتاً او معناً په هري لارې او په هري وسيلې چي كولاى شي خدمت وكړي، په دغي چاري كي د حيثيت ملاحظه مورد نه لري زما خپل چُرت دغه دى چې د پښتانه سړي حيثيت په پښتو كي او د پښتو او د پښتنو په چوپړولو (خدمت) كي دى د اشخاصو عزت او حيثيت د ټولۍ او ولس د عزت او هيثيته سره تړلى دى. كه ولس عزت او حيثيت درلود نو د هغه ولس هر سړى به هم د عزت او حيثيت خاوند وي او كه ولس عزت او حيثيت نه درلود، نو د هغه ولس افراد به څه عزت او حيثيت ولري؟ عزت او حيثيت په ډېر او ښه خوراك، په ډېر او ښه څښاك په ډېر عيش او عشرت د ډېرو سازونو او سندرو او راډيوګانو په اوريدلو، د ډېرو تياترونو او سېنماوو په ليدلو او په نمړيو او جامو په ډېرو عطرونو او لونډورو، په ښو ماڼيو، كوټيو د ګړندو ګاډو په سورلۍ نه دى، عزت او حيثيت په دې كي نه دى چي سړى په هره لار چي وي په سود وي، په غلا وي، په جبر او ظلم وي، په تالا وي، په تجارت وي، پيسې وګټي، عزت او حيثيت په لويي، غرور، عنوان، لقب او منصب نه دى او نه د مېز ناستې او د خوشامندګرو خوشامند او چاپلوسيو ته عزت ويل كيږي. دا عزت نه دى چې ټيټ خلك او د غرض خاوندان، چا ته ملك، خان، سردار، بادار او څه او څه ووايي او په درواغو خبرو او هغو ستاينو يې وستايي، چې په ده كي نه وي. لكه چي ناپوه په پوهه، جاهل په علم، ظالم په عدالت، بخيل په سخاوت، بې زړه په زړورتوب، بې ديانت په ديندارۍ او ديانت پناهۍ وستايي او فاسق ته ولي الله ووايي، عزت او حيثيت په دغه هم نه دى چې څوك خپل ځان غټ سړى وبولي، د خپل دروندوالي د وقار، ساتني دپاره ځانله چېرته ناست وي، ډېر نه وځي، چيرته نه ګرځي او كه وګرځي هم ځانله به ګرځي سر به يې كښته اچولى وي او چا ته به نه ګوري، نه به چا ته سلام اچوي نه به د چا سلام اخلي او كه په چا سلام اچوي يا يې اخلي، هغه هم په ډېره استغنا او لويي وي او د سر او سترګو په اشاره به وي، دا څه عزت او لويي نه ده چې څوك له چا سره لاره چاره ونه لري، له چا سره دوستي عزيزولي تګ راتګ، ناسته ولاړه ونه كړي، د چا په غم ښادي كي شريك نه شي، د ناروغو پوښتنه ونه كړي چا ته بې ګټي يوه پيسه پور ورنه كړي، يا د چا يو كار روان نه كړي څوك ځان ته پرې نږدي او كه كوم وخت كي څوك ورشي او د ناكامه ورسره وګوري نو بې خونده روغبړ او بې خونده مركه ور سره وكړي، په استغنا سره په مثقالۍ تلي تللي او په سوهان سوهان كړي، څو رسمي خبري وكړي د هر څه په نسبت بدبيني ښكاره كاندي، د هر چا او هر څه نه بېځايه شكايتونه وكړي او ټول چُرت يې د ځان په ډاب مصروف وي... څوك چي په دغه چُرت كي وي هغه تېر وتلى دى او داسي كسانو ته د عزت خاوندان نه شو ويلى. له پښتو سره زما مرسته په حيثيت او رتبه پورې څه اړه نه لري او كه څوك دا خيال كوي اشتباه به كوي، كه زما صحيه احوال ښه واى نو په دغه مهال كي چي رسمي چاري هم را ترغاړه نه دي او ډډې مي ترې سپكي دي، د پښتو په ليكلو كي به مي هم له پښتو ټولني سره مرسته كړې واى. ګرانو پښتنو ته څه ليكل د دوى سره خواله كول، د زړه خوږ ويل، حال احوال بيانول، د ولس او وطن څنګوالى ډګر ته ايستل، وړاندي وروسته ته، پښتو او پښتونوالي ته د ځلمو پام كول، سمې او كږې ورښودل، كوكي سوري ويل، شور او غلبلې كول، په ژړا ژړل او په دغي ذريعې د پرهارژلي زړه غمونه سپكول له پښتو ټولني سره مرسته نه ده او پر تاسو ښېګڼه اړول نه دي، بلكي خپله انساني، اسلامي او پښتني وظيفه پر ځاى كول دي. مګر ارمان دى چي د علمي او قلمي استعداد د لږوالي بيا په تېره د روغتيا د نابشپړوالي له كبله په اخباراتو او مجلاتو كي د مقالو د ليكلو نه يم. تاسي ومنئ چي دغه مي هم په خورا زيار ليكلى دى په وروستي كي نه پوهېدم چي څه مي ليكلي او څه ليكم؟ نو د دغه دپاره چي ستاسو د ځلمو غږ خوشي لار نه شي، دغه مي وليكه خداى دي وكړي چي پدل (تاثير) وكړي، بيا هم كه چيري شرايطو مساعدت وكړ او خپل توان مي وليد په دغي كي به هم هاند وكړم، كه خداى كول.

په وروستي كي د پښتو ويښو ځلمو ته د لوى خاوند نه توفيقونه غواړم، چي ديني او پښتني څلو او اساساتو سره سم، د پښتو او پښتونوالۍ او پښتنو او پښتو نياڼي دپاره هغسي خدمتونه وكړي، چگي لوى خاوند او د ده استاځي (ص) او د پښتنو مړي- ژوندي درست ترې خوښ او راضي شي. نور نو ځان تاسي پښتانه، پښتو او پښتونواله او پښتونياڼه او درستي چاري په لوى مهربانه خداى سپارم.

# پښتو،پښتونواله

ليكوال :: محمد ګل"مومند" بابا چاپ :: څلورم خپرندوى :: بېنوا فرهنګي ټولنه كمپوز/ډيزاين :: مختار احمد انتقام د پښتۍ ډيزاين :: صالح محمد صالح چاپكال :: 1383 لمريز د خپرونو لړ :: (14) كندهار