پښتون غږ راډیو

پښتون غږ راډیو په پکتیکا کې یوه فعاله خصوصي راډیو ده، چې په ۱۳۸۸ کال کې د محمدنبي همدرد له لوري رامنځته شوه، چې په پکتیکا سربېره په پکتیا او غزني ولایتونو کې هم اورېدل کېږي. ۱۲ ساعته خپرونې او ۱۰ تنه په کې په کار بوخت دي. سوداګریز اعلانونه یې د تمویل سرچینې دي.