پښتنانه په اسټرېليا کی

کله چې له نن نه ۱۷۷ کلونه وړاندې پښتانه اوښبا ڼه (اوښ والا) آسترالیا ته لاړل نو له ځانونو سره یې هلته اوښان هم بوتلل . دوی ددغو اوښانو په مرسته چې دصحرایي کښتیو حیثیت یې درلود درانه بارونه له يوې سيمې نه بلې سیمې ته ليږدول،ځکه او ښان درانه بارونه وړي او دآستراليا په څېر ګرم هيواد کې چې سو ځوونکې دښتې لري دغو اوښانو دتندې په وړاندې مقاو مت کو لا ی شو .بل داچې په هغه وخت کې ګاډي او موټر نه وو او انګریزانو داورګاډی دپټلیواو دتیلګراف دمزو دغځولو لو لپاره د دغو پښتنو اوښبه وواو ددوی او ښانو ته ډیره اړتیادرلودله او درانه بارونه یې پراوښانو بارول .په پای کې دهمدغو اوښبه وو او ددوی داوښانو په برکت انګریزان په دې وتو انیدل چې دجنوبي آسترالیا نه شمالي آسترالیاته داورګاډي پټلۍ او دتیلګراف مزی وغزوي . دافغاني او ښبه وو داوښانو دغه نسل اوس دومره ډیر شوی دی چې اوس یې شمیر یو ملیونو اوښانو ته رسیږي اوپه وحشي او ښانو بدل شوي دي او دوی د څر خي چورلکو په ذریعه پرې له هوانه ډزې کوي او وژني یې. په لاندینې انځورکې تاسو دافغاني او ښبه وو داوښانو نسل ګورئ!

نور سمول