پي. جي. ووډ هاوس

انګرېز لیکوال
(له پي جي ووډ هاوس نه مخ گرځېدلی)

استاد پېلهام ګرېنوېل ووډ هاوس (۱۵ اکتوبر ۱۸۸۱- ۱۴ فیبروري ۱۹۷۵)یو انګیسی لیکوال وو او د ۲۰ پېړۍ یو د پراخو ټوکو ویونکو څخه وو ، په ګولډفورډ کې زېږېدلی وو،د هانګ کانګ اړوند د یو برتانیوي حاکم زوی وو،ووډ هاوس خپل د ځوانی کالونه په ډولویچ پوهنتون کې تېر کړل کوم پوهنتون ته چې ده خپل ټول عمر وقف کړی وو.د ښوونځي د پرېښودلو وروسته دی د بانک لخوا کارکوونکی وګمارل شو لیکن دده دا کار نه خوښېده او په خپل اضافي وخت کې لیکوالی ته راوګرځېدو. د هغه اولني ناولونه زیاتره د ښوونځي کیسې وې،لیکن په وروسته کې کوميډي داستانونو ته راوګرځېدو،د څو کریکټرونو په ترسره کولو سره دی د کلونو په موده کې د ولس تر منځ مشهور شو.

middle-aged man in overcoat and trilby hat smiling cheerfully towards the camera
ووډ هاوس په ۱۹۳۰ کې ، ۴۸ کلن