پيټن رانډولپ

پيټن رانډولپ (۱۷۲۱ سپتمبر ۱۰ – ۱۷۷۵ زاکتوبر ۲۲) يو کروندګر او د ويرجينيا له مستعمرې څخه يو دولتي کارکوونکی و. هغه د ويرجينيا د برګسس د جرګې مشر، د ويرجينيا د کانوانسينونونو د رئيس او د لويې وچې د کانګريس لومړی او درېيم مشر و. له تخنيکي پلوه رانډولف د امريکا متحده ايالاتو د لويې وچې د کانکريس لومړی مشر و، چا چې د امريکايي انقلاب پر مهال د ولس مشري وکړه. [۳][۴]

پيټن رانډولپ
پيټن رانډولپ
پيټن رانډولپ

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۰ سپټمبر ۱۷۲۱[۱][۲]
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات

لويې برېتانيا پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
لاسليک
پيټن رانډولپ
پيټن رانډولپ

د ژوند لومړي کلونه

سمول

رانډولف د ويرجينيا ويليامزبرګ په تازول هال کې په يوه پېژندل شوې کورنۍ کې زېږېدلی و. د پلار نوم يې سر جان رانډولف چې د وليام رانډولف زوی و او د مور نوم يې سوزانا بورلي وه، چې د پيټر بورلي لور وه،  ورور يې جان رانډولف نومېده. پيټن رانډولف پنځلس کلن و چې پلار يې مړ شو.[۵][۶][۷][۸]

رانډولف د وليام او ماري پوهنځي ته د زده کړو لپاره ولاړ، وروسته يې  د لندن په «انز اف کورت» کې په ميډل ټيمپل کې د حقوقو زده کړه وکړه او په ۱۷۴۳ز کال کې د وکيلانو د ټولنې غړی شو. هغه خپله ځواني په وليامزبرګ کې تېره کړې.  [۹]

سياسي مسلک

سمول

کله چې رانډولف وليامزبرګ ته راستون شو، يو کال وروسته د ويرجينيا د مستعمرې د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو.

هغه د ويرجينيا د برګسس په مجلس کې څو پړاوه خدمت وکړ، چې له ۱۷۴۸ز کال څخه پيل شوی و. د لوی څارنوال او برګسس د غړي په توګه د رانډولف غبرګو دندو په ۱۷۵۱ز کال کې د ګټو تر منځ په لوړه کچه ټکر رامنځته کړ.

نوي والي «رابرټ دينويدي» د نوو ځمکو لپاره د سند پر ورکولو لګښتونه لګولي و، خو د برګسس مجلس پرې سختې نيوکې وکړې. دې مجلس پيټن رانډولف غوره کړ، تر څو په لندن کې له سلطنتي مسئولينو سره د دوی د غوښتنو استازيتوب وکړي. د لوی څارنوال په توګه هغه د والي له خوا د تر سره شوو اقداماتو څخه د دفاع مسئوليت درلود. د والي «ډينويدي» په وړاندې د مخالفت له امله رانډولف لندن ته روان شو او د لنډې مودې لپاره جورج وايت د لوی څارنوال په توګه، د هغه ځای ناستی شو. له راستنېدو وروسته يې د «وايت» او په لندن کې د مسئولينو په امر خپله دنده بېرته پيل کړه، مسئولينو همدا راز والي ته سپارښتنه کړې وه چې ياد لګښتونه بېرته لرې کړي.

په ۱۷۶۵ز کال کې رانډولف د برګس له يوه نوي غړي «پيټريک هنري» سره د سټامپ قانون ته د ځواب ويلو پر سر مخالفت څرګند کړ. دې مجلس رانډولف ته دنده ورکړه چې، د قانون پر ضد د نیوکو ليکلې مسوده چمتو کړي، خو د هغه محافظه کارانه طرحه هغه مهال له ماتې سره مخامخ شوه، کله چې «هنري» د ويرجينيا سټامپ قانون له اوو تړونونو څخه د پنځو تصويب تر لاسه کړ. دا چاره د جرګې په ناسته کې په داسې حال کې تر سره شوه چې د جرګې ډېری غړي ناسوب وو او رانډولف د مجلس د رئيس د نه شتون له امله د مجلس مشري هم په غاړه درلوده.

کله چې پياوړی مشر او د هغه خپلوان جان رابينسن ومړ، رانډولف په ۱۷۶۶ز کال کې د لوی څارنوال له دندې څخه استعفا وکړه او د مجلس له خوا د برګس د رئيس په توګه وټاکل شو. دې مجلس د عمومي محکمې په توګه رانډولف (له جورج وايت او ادموند پنډلټن سره يو ځای) د پخواني مشر د شتمنيو د پالونکي او ساتونکي په توګه هم غوره کړ، کومه چې يوه ستره مالي رسوايي وه. په داسې حال کې چې د بریتانيې او مستعمرو تر منځ ټکر زيات شو، رانډولف د خپلواکۍ پلوي غوره کړه. د «تاونشند» د قوانينو پر ضد د برګسس د کړنو په ځواب کې، په ۱۷۶۹ز کال کې د برګسس مجلس د والي «نوربورن برکلي څلورم بارون بوتتورت» له خوا منحل شو. رانډولف په ۱۷۷۳ز کال کې د ويرجينيا د ليکنو د پلاوي مشري وکړه. کله چې د برګسس له خوا د ماساچوسټ له بوسټن سره يووالی وښودل شو، د بوسټن د بندر له قانون وروسته بل والي «جان موري» د «دانمور څلورم ايرل» هم په ۱۷۷۴ز کال کې د برګسس مجلس لغوه کړ. له دې وروسته رانډولف د برګسس د مجلس له پخوانيو غړو څخه جوړ، د ويرجينيا د پنځو کوانسيونونو د ناستې مشري وکړه، چې دا ناستې عمدتاً د وليامزبرګ په يوه مسافرخانه کې شوې وې، په دې ناستو کې د بریتانيې د حکومت له خوا د نه منل شوو مالياتو په وړاندې کار کېده. د ۱۷۷۵ز کال د مارچ مياشتې په يوويشتمه نېټه، هغه په «ريچموند» کې د ويرجينيا د دويم کنوانسيون مشر و، کوم چې د خپلواکۍ په اړه بحث کاوه (د پاتريک هنري د مشهورې وينا ځای «ماته خپلواکۍ راکړئ»). په اپريل کې رانډولف له لارډ ډانمور سره د هغو باروتو په اړه مذاکرات وکړل، کوم چې د وليامزبرګ د وسلتون څخه د باروتو د پېښې پر مهال لرې کړای شوي و، دا پېښه د والي د ځواکونو او ويرجينيا د مليشو تر منځ يو ټکر و، چې مشري يې پاټريک هنري کوله. د ۱۷۷۵ز کال د جون په مياشت کې د برګسس مجلس د وروستي ځل لپاره د لارډ ډانمور له خوا راغوښتل شوی و، تر څو د بریتانيې د لومړي وزير لارډ نارت د پخلاينې پریکړه ليک ته ځواب ووايي. رانډولف چې دا مهال د لويې وچې د کانګريس لپاره استازی و، يو ځل بيا وليامزبرګ ته راستون شو، تر څو د مجلس د مشر په توګه دنده پيل کړي.[۱۰]

رانډولف څرګنده کړه چې، دا پریکړه ليک کانګريس ته نه دی استول شوی (د دې پٍر ځای هرې مستعمرې ته په جلا جلا توګه په دې هڅه استول شوی، چې دوی سره ووېشي او د لويې وچې کانګريس ترې لرې وساتي). د برګسس مجلس دا وړانديز رد کړ، چې وروسته د لويې وچې د کانګريس له خوا هم رد شو. په دې توګه رانډولف د برګسس د مجلس وروستی مشر و (د دوی پر ځای د ويرجينيا کنوانسيون دا دنده تر سره کوله او وروسته په ۱۷۷۶ز کال کې يې د استازو مجلس ځای ناستی شو). رانډولف د ۱۷۷۵ز کال په جولای مياشت کې د ويرجينيا د درېيم کانوانسيون د مشر په توګه کار وکړ، کوم چې د يوې قانون جوړوونکې هستې په توګه د خونديتابه يوه کمېټه  وټاکله، تر څو د مستعمرې د اجرائيه پلاوي په توګه کار وکړي، ځکه چې لارډ دانمور پلازمېنه خوشې کړه او د بریتانيې په يوه جنګي بېړۍ کې يې پناه اخستې وه. ايډموند پنډلټن د کنوانسيون د رئيس په توګه د رانډولف ځای ناستی شو.

په ۱۷۷۴ او ۱۷۷۵ز کلونو کې رانډولف د ويرجينيا له خوا په فلاډيلفيا کې د لويې وچې کانګريس ته د خپل يو استازي په توګه وټاکل شو. د ويرجينيا نورو استازو هغه د خپل مشر په توګه غوره کړ، هغه د لويې وچې د دواړو کانګريسونو غړيتوب درلود، د لويې وچې لومړي کانګريس کې (کوم چې له پاچا جورج درېيم څخه غوښتنه وکړه، چې اجباري کارونه منسوخ کړي) او په دويم کانګريس کې (کوم چې د پخلاينې د وروستۍ هڅې په توګه د زيتون څانګې عريضه لا پسې اوږده کړه). په هر حال، رانډولف په هر ځل ناروغ شو. د ۱۷۷۴ز کال د اکتوبر له دوه وېشتمې چې هغه استعفا ورکړه، د ۱۷۷۵ز کال د مې مياشتې تر لسمې پورې چې هغه بېرته راستون شو، د سويلي کارولينا هنري ميډلټن د مشر په توګه د هغه ځای ناستی شو. هغه يو ځل بيا د کانګريس مشر وټاکل شو، خو څلور ورځې وروسته رانډولف ويرجينيا ته ولاړ او جان هانکونک يې د ځای ناستي په توګه غوره شو.

مړينه او ميراث

سمول

رانډولف د ويرجينيا د استازي په توګه راستون شو، خو د ۱۷۷۵ز کال د اکتوبر په دوه وېشتمه نېټه په فلاډيلفيا کې له توماس جفرسن سره د ماښام ډوډۍ د خوراک پر مهال د ناڅاپي دماغي سکتې او بې هوښۍ سره مخامخ شو، پنځه ساعته بې هوښه او بيا مړ شو. [۱۱]

د هغه جسد وليامزبرګ ته راوړل شو او د ويليام او ماري پوهنځي په کوچنۍ کليسا کې خاورو ته وسپارل شو. په داسې حال کې چې د لويې وچې کانګريس د ټولو مستعمرو دولتي دندې یې په خپله غاړه اخستې وې، لکه د سفيرانو ټاکل، ځينې رانډولف ته د متحده ايالاتو د لومړي ولسمشر په سترګه ګوري، که څه هم هغه په ۱۷۷۵ ز کې مړ شوی دی .[۱۲]

د لويې وچې کانګريس  رانډولف ته د درناوي په موخه د سمندري ځواک لومړۍ بېړۍ، د هغه په نوم «يو ايس ايس رانډولف» ونوموله، همدا راز د اوهايو او کاناوها سيندونو د يو ځای کېدو په سيمه کې يوې کلا ته يې د رانډولف کلا نوم ورکړ.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gt5z8h — subject named as: Peyton Randolph — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=randolphp — subject named as: Peyton Randolph
  3. Clines, Francis X. (May 17, 2002). "Williamsburg Journal; Where the Past Lives, Undisturbed by the Present" – via NYTimes.com.
  4. "Travel" – via NYTimes.com.
  5. "Colonial Williamsburg Research & Education". www.colonialwilliamsburg.org.
  6. Peyton Randolph – Biographical directory of US Congress
  7. "Descendants of Sir John Randolph". freepages.rootsweb.com.
  8. Moorehead, S. P. (1955). "Tazewell Hall: A Report on Its Eighteenth-Century Appearance". Journal of the Society of Architectural Historians. 14 (1): 14–17. doi:10.2307/987717. JSTOR 987717.
  9. Peyton Randolph – Colonial Williamsburg
  10. "Virginia Resolutions on Lord North's Conciliatory Proposal, 10 June 1775". National Archives. نه اخيستل شوی 10 April 2016.
  11. Meacham, Jon (2013). Thomas Jefferson: The Art of Power. Random House. p. 94. ISBN 9780812979480.
  12. "Continental Congress Presidents - 1774 to 1789". www.russpickett.com. Archived from the original on 2020-11-06. نه اخيستل شوی 2021-12-03. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. "A BRIEF HISTORY OF FORTS RANDOLPH AND BLAIR AT POINT PLEASANT". pointpleasantwv.org. نه اخيستل شوی 2021-06-26.
  14. "Randolph County | NCpedia". www.ncpedia.org. نه اخيستل شوی 2021-03-01.
  15. "Randolph | Massachusetts, United States". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-01.
  16. IHB (2020-12-07). "Origin of Indiana County Names". IHB (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-01.