پوښتنه.... کله چې امرباالمعروف فلمونه بندوي بدیل به یې څه شی وي.. په داسې حال کې چې موږ څوو په شمار د انځوریزو چینلونه لروو؟

[[

]] ستاسو ټول نظرونه سم او په ځای دي!


زما له اړخه ددې پوښتنې ځواب!


موږ دې ته ضرورت لرو چې داعلام په ډګر کې د هرڅه بدیل ولرو ځکه دا د انسان جوړښټ داسې شوی چې یو کار پرېږدي په ځای یې ضرور بل کار او عادت اخلي اصلاً که په انسان کې عادت نه وای نو د ژوندي پاتې کېدو چانس به یې نه وو.


پاتې سو بدیل،زه مطلق په بدیل خبره نه کوم یوازې دې ټکي ته وضاحت ورکوم

چې (د بدیل اثر، د ولس په ذهن سازي):کله چې اشغال او جګړه ختم شوه د قربانۍ په نتیجه کې یې بدیل ارامي شوه سمه ده، د ویجاړي بدیل ابادي شوه،د ناپوهي بدیل پوه شوه اوس که پورته دری واړه خبرې په نظر کې ونیسو او وګوري چې سولې،ابادي او پوهې د اولس په ذهن څومره اثر کړی نو دا یقیني خبره ده چې ډېر اثر یې پرې کړی.


اوس راګرځم اصلي موضوع ته،( د فلم بدیل)؛ استاد عبدالهادي مجاهد په خپل کتاب (فکري پوهنه) کې د اعلام درې مهم ډګرونه چې①چاپي(کتاب،مجله،اخبار....) ②صوتي(راډیوو،پیتې....) او ③ تصویري/انځوریز(تصوریونه،ویډیوګانې او فلمونه) ډګرونه دي ذکر کړي که وګورو نو دلته هم په چاپي ډګر کې د کتاب په مقابل د کتاب بدیل څه شی ده؟،کتاب ده! په صوتي ډګر کې مثلاً دسندرې بدیل څه شی ده؟، ترانه ده! ، نو د اعلام په انځوریز ډګر کې د فلم بدیل څه شی ده!؟


تاسو به فکر کوئ چې د فلم بدیل اسلامي فلم جوړول دي خو نه!

دا فکر تر ډېره حده ناسم دی!

داچې ولې ناسم دي دا به درته ثابته کړم.

راځئ غربي فلمونه تر بحث لاندې نیسو ولي په فلم کې دښځې او خاوند د بسترې صنحه تمثیلېږي؟

که فکر وکړو داسې فلمونه چې په هغه کې خرابې صحنې ډېرې تمثیل شوې وي لیدوونکي زیات لري،ولې؟

که پورته دواړو پوښتنو ته وګوره نو دا په حقیقت کې موږ ته دا ثابته وي چې اکثره ځوانان د خپل نفسي خواهش د پوره کولو په خاطر فلم ګوري .

دا چې یو څوک د خپل خواهش د پوره کولو له پاره فلم ګوري، نو ایه هغه انسان به اسلامي فلم ته کېښني؟

بلکل نه!


نو حل لاره څه ده؟

موږ وینو چې ټول فلمونه هالیوډ دي که بالیوډ چې دا دواړه نړیوالې فلمي، شیطاني او غربي رسنۍ دي خپروي چې په کتوونکو یې ډیر اثر کړی ده

او په نتیجه کې یې اکثره خلکو د غرب کلتور ته مخه کړې او د هغوی له تهذیب متأثره شوي ، اوس

ښه حل لاره یې څه ده ؟

پورته ما د هغو مسلمانانو وروڼو ذکر وکړ کوم چې موږ دلته د آسیا په زړه یعنې افغانستان کې لیدلي،دا اثر یې یوازې په افغانه اسلامي ټولنه کړی ، داچې غرب یې ځاله او مرکز دی ددې فتنو هلته به لا په پراخه کچه خلک تر سترګو کیږي چې په فلمونو اموخته وي او وروسته یې بیا نور جورمونه هم کړي وي


اوس ښه حل لاره!

دا ده چې باید د غرب له هغو علماوو څخه استفاده وشي چې د غرب اخلاق او کلتور ردوي او په مقابل دغرب کې یې بغاوت کړې وي.

باید دداسې علماوو بحثونه، او پروګرامونه په دقیق ډول وژباړل شي ځکه دوی له موږ داسې موضعات ښه راسپړې ځکه دوي په غرب کې هغه واقع خلک دي چې غرب رد وي.


ددوي ژباړن باید څوک وي؟


ددوي ژباړن باید هغه څوک وي چې موږ ته یې مخکې غربي فلمونه په پښتو ژبه ژباړل اوس یې خلک له غږ سره اشنا دي نو ددوي په غږ چې دا ژباړه او ډوبله وشي نو اوریدونکي به یې له غږ سره بلد هم وي


له کوم ادرسه باید دا د علماء تحقیقات او بحثونه خپاره شي؟


۱ ددوي له هغو ادرسونو کوم چې د ولایتونو په سطحه له یو ولایت څخه بل ولایت دوی خپلې ژباړې او کمپیوټري ډیټاوې لیږي چې دا بیا د ټولو ولایتونو کمپیوټرونه د مرکزي کمپیوټرونو(د کابل کمپیوټر کاران) ټول ولایتونو ته ډیټا ورکوي او د مرکزي کمپیوټرونو په واسطه د ټولو ولایتونو هرنګه ډیټاوې سره وصل دي.


۲ په ټلګرام کې دوي هریو ژباړن او د ډوبلې غړی یو چینل لري چې باید له هغه څخه هم دوي همدا نشرات وکړي.


ایه ددې علماوو بحثونه او مرکې د فلم بدیل کیدلای شي.؟

هو! موږ په سوشل میډیا کې یو د (المؤمن الرشید) په نوم اسلامي چینل هم لرو چې ټولې خپرونې یې په انګلیسي ژبه او اکثره هغه مسلمان علماء چې په غرب کې دي له دې چینل څخه یې بحثونه او مرکې په داسې ډول خپرېږي چې له فلم ښې صحنې لري.

او ژباړي یې دلته په خلکو ډېر ښه اغېز کړی ده دا یوازې یو مثال ده او دا تشه یوازې یو تلویزون او یو یوټیوب چینل نه شي ډکولای په سلګونه څه چې په زرګونو چینلونو ته اړتیا ده.


ددې ژباړو د اثر ثوبت....!

زما یو ملګری ده د پکتیا ددری ادبیاتو پوهنځي کې ده یوه ورځ مې ورته ډېر نصیحت وکه چې و هلکه دا ګیم مه کوه تاوان لري، ډېر تاوانونه مې ورته بیان کړه کومه نتیجه یې ورنه کړه بل ورځ مې تیاره ژباړل شوې همدا د علماوو د تحقیق ويډیو موبایل ته ورته ولېږله او بحث یې هم په ګیم کړی وه، ما ورته وویل دا وګوره کیداشي ګیمونه پرېږدې، وه یې خاندل وېل یې بیګا ته دا ویډیو ګورم، سبا مې چې ولید ګیمونه یې موبایل کې نه وو ړنګ کړي یی وه ما ورته وویل: څنګه دې ګیمونه ړنګ کړه موبایل کې! وه یې ویل: موږ د فیل په غوږ کې ویده یوو دا خو ریښتیا تاوان لري.