پوځي تاریخ

پوځي تاریخ د بشریت په تاریخ کې د وسله والې جګړې د عمومي تاریخ په ثبتولو کې د بشري علومو څانګه ده، چې پر ټولنو، کلتورونو او اقتصادونو باندې غېزې لري او په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې له دوی نه رامنځته شوي بدلونونه رانغاړي.

مسلکي تاریخ لیکونکي، معمولا په پوځي چارو تمرکز کوي، چې پر ښکېلو ټولنو او د جګړو په پایلو ډېرې اغېزې لري، په داسې حال کې چې اماتور یا نامسلکي تاریخ لیکونکي په جګړو کې د کارول شوو تجهیزاتو او یونیفورمونو له جزئیاتو سره مینه لري.

د پوځي تاریخ د مطالعې په اړینو موضوعاتو کې د جګړې لاملونه، ټولنیز او کلتوري بنسټونه، په هر اړخ کې پوځي مفکورې، تدارکات، رهبري، ټکنالوژي، سټراټیژي، ټاکټیکونه او د وخت په تېرېدو سره د دغو برخو د بدلون څرنګوالی شاملېږي. له بلې خوا د عادلانه جګړې تیوري، د جګړې اخلاقي اړخونه څېړي او د جګړې له امله رامنځته شوي ورانوونکي واقعیت د محدودولو لپاره، د پوځي اخلاقو مفکوره رامنځته کوي.

پوځي تاریخ، د یوې عملي څانګې په توګه، په اکاډمۍ او خدماتي ښوونځیو کې مطالعه شوی، ځکه چې پوځي قومانده هڅه کوي، ترڅو تېرې تېروتنې بیا تکرار نه کړي او په قوماندانانو کې دا وړتیا پیدا کوي، چې د جګړې په لړ کې پر تاریخي ورته والو پوه شي او له تېرو درسونو نه په ګټه اخیستنې سره دې خپل اوسني فعالیت ته وده ورکړي. پوځي تاریخ، د ښوونکو په تصدیقولو کې د جګړې د مطالعاتي انستیټیوټ پر کره جزئیاتو ټینګار کوي او د اوسنيو او راتلونکو جګړو په تړاو، پر موضوعاتو اوحالاتو تمرکز کوي، دوی له «تېر پیل دی» شعار نه کار واخیست. [۱][۲]

د پوځي تاریخ څانګه خوځنده ده او له پراختیا سره سم، لکه څنګه چې ټولنې او سازمانونه ترې کار اخلي، د بدلون په حال کې ده. د پوځي تاریخ د څانګې خوځنده ماهیت تر ډېره بریده د پوځي ځواکونو د بدلون له چټکتیا، د هنر او علم اداره کولو او د ټکنالوژیکي پرمختګ له په زړه پورې چټکتیا سره تړاو لري، چې د صنعتي انقلاب په دوره کې او په دې وروستیو کې په اټومي او معلوماتي دوره کې ترسره شوي دي. په پوځي چارو کې یو اړین وروستی مفهوم انقلاب (RMA) دی، چې هڅه کوي ترڅو دا تشرېح کړي، چې جګړه څنګه له نوو ټکنالوژيو، لکه: له باروتو نه رامنځته شوې ده. دا د چټک او لنډ بدلون څرګندونه کوي، چې له نسبي ارامې دورې نه وروسته رامنځته شو. [۳]

د اکاډمیک پوځي تاریخ په پرتله نامتو سمول

په لویو هېوادونو کې د تاریخ مسلک ته په کتو سره، پوځي تاریخ پر ډېر شهرت سربېره بیا هم یوازې دی. ویلیم ایچ مک نیل په دې اړه داسې وایي:

د مسلک دغه څانګه، یوازې په جلا روڼاندو چاپېریالونو کې وده کوي. د بحث په تړاو ۱۴۴ کتابونه (په ۱۹۶۸- ۷۸ز کال کې خپاره شوي) په دوو جلا برخو وېشل کېږي: هغه آثار چې نامتو لوستونکي یې موخه وي، هغه آثار چې له اکاډمیکو کړیو نه دباندې د ادیبانو او ژورنالیستانو له خوا لیکل شوي او هغه مسلکي آثار، چې کابو د تل لپاره په نظامي بنسټونو کې لیکل شوي دي. په پوهنتونونو کې د پوځي تاریخ مطالعه په جدي توګه نه ده پرمختللې شوې. په واقعیت کې له پوځي تاریخ سره د نه علاقې او دغې څانګې ته سپکاوی ښایي د مسلک یو له حیرانونکو تعصبونو نه وي. [۴][۵]

په وروستیو لسیزو کې د پوهنتون په کچه پوځي تاریخ زړه راښکونکی دی، زیاتره وخت دوی له فلمونو کار اخلي، ترڅو جنګي تجربې انساني کړي. د بېلګې په توګه: په ماین پوهنتون کې د تاریخ استاد یوجین پي.اې شيلي د تدریسي دورې ګټې او ستونزې (عصري جګړه او د هغې انځورونه) په بشپړه د فیلمونو له لارې پلټلې دي. زده کوونکو وویل چې: دغه مستند فلمونه تر ډرامو ډېر ارزښتناک دي. په هر حال، پوځي تاریخ لیکونکي د تاریخ په لویو څانګو کې له خپل حاشیوي حالت نه مایوسه دي. [۶][۷][۸]                                                                                    

د پوځي تاریخ، تاریخ لیکنه سمول

تاریخ لیکنه د تاریخ او د تاریخ د څانګې مېتود یا د یوې ځانګړې موضوع مطالعه ده. په دې حالت کې، پوځي تاریخ د ټولو شته وو سرچینو په کارولو او د جګړو د کره اروزنې لپاره په تمه ده. له همدې امله پوځي تاریخ پر دورو وېشل کېږي، د مطالعې او تحلیلونو پولې رامنځته کوي، چې په هغه کې د مشرانو  له خوا د جګړو ستاینې ښایي د ماتې یادونه راکمه کړي او مبالغه په کې وکړي، چې دا به د باور وړ نه وي. پوځي تاریخ لیکونکي د تاریخ لیکنې له تحلیل نه د دې لپاره کار اخلي، چې پخوانیو ته د بې پلوه او معاصر لید اجازه ورکړي.[۹]

پوځي تاریخ لیکونکی جیریمي بلیک هغه ستونزې، چې د ۲۱مې پېړۍ پوځي تاریخ لیکونکي د مخکنیو میراثونو په توګه ورسره مخامخ دي، داسې بیانوي: اروپا محوري، ټکنالوژیک تعصب، پر مخکښو پوځي قدرتونو او واکمنو پوځي سیسټمونو تمرکز، له سمندر نه د ځمکې بېلول، په دې وروستیو کې هوایي جګړې او پر سیاسي دندو د تمرکز نشتوالی د ځواکونو د څرنګوالي لپاره کارول کېږي. [۱۰]

د ډیپلوماټیک تاریخ په ډګر کې؛ ۷سلنه سوسیالیست، ۱۹سلنه نور، ۵۲سلنه لیبرال، ۱۱سلنه هېڅ یو او ۱۰ سلنه محافظه کاره تاریخپوهان دي. [۱۱][۱۲][۱۳]

آنلاین سرچینې سمول

په ټولو مهالي دورو کې پوځي تاریخ ته لېوال وګړي، د لا زیاتو سرچینو او د فرعي موضوعاتو د پیدا کولو لپاره له خپلو نږدې  کتابتونونو نه دا ښه ګڼي، چې انټرنېټ ته مخه کړي. له ۱۹۹۳ز کال راهیسې یو له خورا نامتو سایټونو نه H-WAR ، چې له ۴۰۰۰ نه ډېر غړي لري او د میشیګان ایالت په پوهنتون کې د H-Net  شبکې له خوا یې مالي ملاتړ کېږي. H-WAR شپږ ایډېټران لري او یو اکاډمیک مشورتي پلاوی لري، چې تګلارې ټاکي. دغه سازمان د اوسنیو موضوعاتوو له ورځنيو معتدلو بحثونو، د نوو خپرونو او کنفرانسونو له اعلانونو او په کنفرانسونو کې د پرمختګونو له راپورونو ملاتړ کوي. د H-Net د لیکلړونو ټولګې له ۴۶۰۰۰ نه ډېر کتابونه پلټلي او خپاره کړي دي، چې زرګونه وګړي یې د پوځي تاریخ برخې ته ورګرځي. په ویکیپیډیا کې د پوځي تاریخ په اړه له ۱۸۰۰۰۰ نه ډېرې لیکنې شته دي. [۱۴][۱۵][۱۶]

لومړي تاریخپوهان سمول

د پوځي تاریخ اسناد د سومر(اوسني عراق) او عیلام (اوسني ایران) تر منځ له مخالفتونو سره پیلېږي، چې له میلاد نه۲۷۰۰ کاله مخکې، له اوسنۍ بصرې سره نږدې رامنځته شوي وو. په پوځي تاریخ کې نور نامتو تاریخونه په ایلیاد هومر کې د ټروجن جګړه ده (که څه هم د دې جګړې پر تاریخ اعتراض دی) او د هیروډوټس تاریخونه، چې زیاتره وخت د «تاریخ پلار» بلل کېږي. ورپسې توسیډایډس دی، که څه هم یو آتنیایی و، خو خپلې بې طرفۍ ورته اجازه ورکړه، چې له جلاوطنۍ نه په ګټه اخیستو د اسنادو کره او له عیني شاهدانو سره په مرکه کې د جګړې په اړه له بېلابېلو اړخونو نه څېړنه وکړي. د نوو وسلو پراختیا کولای شي، چې په ډراماټیک ډول د جګړې مخه، د جګړې لګښت، چمتووالی او د سرتېرو او مشرانو روزنه بدله کړي.[۱۷][۱۸]

لرغونې دوره سمول

ارابې له میلاده ۲۰۰۰ کاله مخکې رامنځته شوې، ارابه یوه اغېزمنه او چټکه وسله وه. په داسې حال کې چې یوه کس به د ارابې مانور کنټرولاوه او دویم غشي ویشتونکي کولای شو، چې پر دښمن غشي وار کړي. دا د څو دولتونو د ساتلو لپاره ډېر مهم شول،لکه: د نوي مصر سلطنت، د شنګ کورنۍ او له لومړۍ نه تر منځۍ دورې پورې د ژو ملي دولتونه.[۱۹][۲۰]

د پوځي واحدونو ځينې ډولونه او ټکنالوژۍ، چې په لرغونې نړۍ کې رامنځته شوي، په لاندې ډول دي:[۲۱]

  • Slinger (ډبرې غورځونکی).
  • Hoplite(وسله وال پلي سرتېری).
  • Auxiliaries(د بېړیو او الوتکو اداره کوونکي).
  • Infantry (پلي پوځیان).
  • Archery (غشي ویشتل).
  • Chariots (ارابې)
  • Cavalry (سپاره عسکر)

عصري ټکنالوژۍ سمول

د نړیوالو جګړو په پیل کې، بېلابېلو هېوادونو داسې وسلې جوړې کړې، چې مخالفینو ته یې حیرانوونکې وې. مخالفو ډلو د دغو وسلو زده کړو ته اړتیا درلوده او دا یې هم باید زده کړي وای، چې په څه ډول ورسره مبارزه وکړي. اور غورځوونکي، د لومړي ځل لپاره په لومړۍ نړیواله جګړه کې وکارول شول. فرانسویانو په ۱۹۰۲ز کال کې لومړی زغره لرونکی موټر جوړ کړ. په ۱۹۱۸ز کال کې انګلیسانو لومړی زغره لرونکی پوځي بار وړونکی تولید وکړ. زیاتره لومړي ټانکونه ازموېل شوي وو، خو تر راتلونکې پراختیا پورې عملي نه شول. په لومړۍ نړیواله جګړه کې بریتانويانو او فرانسويانو په ټانکونو کې د غوره والي له امله ډېره ګټه درلوده. جرمنیانو یوازې څو درجنه A7V ټانکونه او ۱۷۰ نیول شوي ټانکونه درلودل، خو بریتانویانو او فرانسویانو بیا څو سوه درلودل. فرانسوي ټانکونه ۱۳ټني شنایدر- کریوسوټ او ورسره ۷۵ملي متره ټوپک وو. بریتانویانو Mark IV او  Mark Vټانکونه لرل. [۲۲]

د ۱۹۰۳ز کال د ډسمبر په ۱۷مه د رایټ وروڼو، لومړۍ کنټرول شوې، ځواکمنه او د هوا په پرتله ډېره درنه الوتنه ترسره کړه، دا ۳۹ متره (۱۲۰فوټه) لاړه. په ۱۹۰۷ز کال کې لومړۍ هلیکوپټرې الوتنه وکړه، خو د کارونې لپاره عملي نه وه. هوایي چلند په لومړۍ نړیواله جګړه کې مهم شو، چې څو هوابازانو په کې شهرت وموند. په ۱۹۱۱ز کال د لومړي ځل لپاره یوې الوتکې له جنګي بېړۍ نه الوتنه وکړه. [۲۳]

سرچینې سمول

  1. "Becoming a Military History Instructor in the Army". The Griffon 108th. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Military History Instructor Course (MHIC) | US Army Combined Arms Center". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cowley, Parker, p. xiii
  4. William H McNeill, "Modern European History" in Michael Kammen, ed., The Past Before Us: Contemporary Historical Writing in the United States (1980) pp. 99–100
  5. Ian F W Beckett (2016). A Guide to British Military History: The Subject and the Sources. Pen and Sword. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781473856677. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Eugene P. A. Scleh, "Teaching History Through Film," Film & History (1973) 3#3 pp 12-16.
  7. John A. Lynn, "Rally Once Again: The Embattled Future of Academic Military History", Journal of Military History 61 (Oct. 1997), 777–89 online.
  8. Ronald H. Spector, "Teetering on the Brink of Respectability." Journal of American History (2007) 93(4): 1158–60. online
  9. Morillo, Pevkovic, pp. 4–5
  10. Black (2004), p. ix
  11. Bergen, Hilary, Documenting Shock and Awe: Researching Operation Enduring Freedom and Operation Iraqi Freedom History Associations, 2015. http://www.historyassociates.com/blog/historical-research-blog/researching-iraq-and-afghanistan-wars/ Archived 2015-08-03 at the Wayback Machine.
  12. Paul Kennedy, The Rise and Fall of the Great Powers: Economic Change and Military Conflict from 1500 to 2000 (Random House, 1987)
  13. Jeffrey Kimball, "The Influence of Ideology on Interpretive Disagreement: A Report on a Survey of Diplomatic, Military and Peace Historians on the Causes of 20th Century U. S. Wars," The History Teacher (May, 1984) 17#3 pp. 355–84 in JSTOR
  14. Richard Jensen, "Military history on the electronic frontier: Wikipedia fights the War of 1812." The Journal of Military History 76.4 (2012): 523-556 online[مړه لينکونه].
  15. See H-War book reviews
  16. See H-War policies
  17. "Herodotus: The father of history", Warburton
  18. Farah, Karls, pp. 137–38
  19. Mary Aiken Littauer, "The military use of the chariot in the Aegean in the Late Bronze Age." American Journal of Archaeology 76.2 (1972): 145–57. in JSTOR
  20. P.R.S. Moorey, "The emergence of the light, horse‐drawn chariot in the Near‐East c. 2000–1500 BC." World Archaeology 18.2 (1986): 196–215.
  21. Richard Ernest Dupuy, and Trevor Nevitt Dupuy, The encyclopedia of military history: from 3500 BC to the present (1970).
  22. Patrick Wright, Tank: the progress of a monstrous war machine (Penguin, 2003).
  23. Norman Polmar, Aircraft carriers: a graphic history of carrier aviation and its influence on world events (1969).