پوهاند فضل ولي ناګار

پوهاند فضل ولي ناګار د فضل قادر زوي او د مولوي فضل رحيم(رح) لمسی دی. که څه هم د زوکړې کره نيټه يې معلومه نده خو بيا هم (۱۳۳۲ھجري شمسي ) کال د علم او ادب ټاټوبي چې خلک يې هميشه بهار هم بولي د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي کلي په يوه دينداره او روحاني کورنۍ کې سترګې وغړولې.

زده کړې سمول

استاد ناګار لومړنۍ زده کړې د خپل كـلـي چاردهـي په كليوالي ښـوونځي تـر سره کړې دي او منځنۍ زده کړې يـې ايـمـل خـان بـابـا په ليسه کـې ترسره کړې، چې په مومندرې ولسوالۍ کې موقعيت لري. خو د پوهې سره د ځانګړې علاقې او خپل استعداد دې مجبور کړی وو چې هـره ورځ له خپل كـلـي څـخه مومنـدرې ولسوالۍ تـه ۳۰ کيلو متره پـلـی تـګ راتګ وکړي بلاخره دايـمـل خـان بابا لـيسـيې څـخـه فـارغ شو.په( ۱۳۵۳ ھ ش) کال پوهنتون کې شامل او په کال( ۱۳۵۶ھ ش) کال د كابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشري علومو د پـوهنځي د پښـتو څانګې څخه ليسانس ترلاسه کړی دی.

دندې سمول

استاد ناگار چې كـلـه لـه پوهنځي څـخـه دفـراغـت سند ترلاسه کړ، نو په ايـمـل خـان بابا لـيسـه كې د استادۍ پرسپېڅلې دنده بـو خت شو ، د لومړي ځل لپاره د شهید قومندان نادر خان ترمشرتابه لاندې د مومندو په لومړنۍ جبهه ( ۱۳۸۵لمريز کال ) پر عملي جهاد لاس پورې کړ. نوموړي د جهاد او هجرت پر مهال شهادت د معتبرې ورځپاڼي د چلونکيو له ډلې څخه و. او دغـه راز له (۱۳۷۶ھ ش) څخـه (۱۳۸۰ھ ش) پورې دننګرهار ورځپاڼـې مسوول مدير پاتې شوی دی. د اسلامي انقلاب تر برياليتوب وروسته (پيام آزادۍ) د راډیو تبصـره ليكـونكی ؤ، دغـه راډيو چې هـغه مهال يې په درونټـه كي شتون درلود د حزب اسلامي افغانستـان پورې تړاو درلود ، د مجاهديـنو د بري پر مهال، د ننگرهار د دولتي مطبعـې د ريئس چې هـغه وخت رياست ؤ او دوه ځله دننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبيـاتو پوهنځي درئيـس په تـوگه يي دندې پرمخ وړې دي، چې يو ځل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال او دويم ځل د طالـبـانو تر واکمنۍ وروسـته په انتخابي ډول ریئس پاتې شوی دی. او د کلونو کلونو راهيسې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د استادۍ مقدسه دنده پر مخ وړي.

چاپ اثار او ناچاپ اثار سمول

۱_ دا هغه بالا حصار دی(شعري ټولګه)

۲_ عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې يې څرکونه

۳_ معاني

۴_ شملې هسکې ولونه ولونه

۵_ د سرو زرو تنابونه

۶_ د بيان علم (ادبي فنون)

۷_د حمزه بابا عرفان او غزل

۸_ د بايزيد روښان عرفاني_ادبي ښوونځی

۹_ليکوالي

۱۰_ ادبي کره کتنه