پولاد د وسپنې او کاربن الیاژ دی چې ۱،۷ سلنه یې کاربن وي. د کاربن سربیره نور عناصر لکه: S , P , Cr , Mn , Mg , Mo , Cu , Al , Co هم په ټیټه سلنه په پولادو کې شتون لری. د چودن څخه د پولادو د لاس ته راوړلو په بهیر کې ځیني عناصر په پولادو کې پاتې کیږي او ځیني نور لکه: کروم (او داسې نور) د باندیني لاملونو په وړاندې د پولادو د مقاومت د زیاتولو په پار په پولادو کې ور ډېروي. د دغو ټولو توکونو د یو ځای کولو څخه راز راز پولاد په لاس راځي. پولادو کلک والی او پاوړی توب د کاربن په کچه پورې تړاو لري. د پولادو د کارون ساحه ډېره پراخه ده او نن ورځ پرته له پولادو ډېر کارونه نه شي تر سره کېدای. پولاد د ماشینونو په جوړولو کې، په ودانیزه کې، د اسلحې په جوړولو کې، د کور په سامان کې او داسې نورو کې کارېږي.

سرچينې سمول

د کیمیا قاموس - پوهاند خیر محمد ماموند