پوسټ استعمار (تر استعمار وروسته)

پوسټ استعمار یا Postcolonialism د استعمار او امپریالیزم د کلتوري، سیاسي او اقتصادي میراث په هکله انتقادي علمي مطالعه ده، چې د انساني کنټرول پر اغېزې او د مستعمرې د خلکو او ځمکو پر استثمار تمرکز کوي. په ځانګړې توګه، دا له تاریخ، کلتور، ادبیاتو، او د (معمولا د اروپایي) سترواکۍ ځواک د خبرو اترو د انتقادي نظریې تحلیل دی.

پوسټ استعمار ډیری ډولونه لري، او ښايي تیوریسټان یا د نظر خاوندان تل د یوه ګډ تعریف په هکله سره موافق نه وي. په ساده کچه، ښايي د بشر پېژندنې د مطالعاتو له لارې، د استعماري ژوند د ښه درک په لټه کې وي - د دې انګیرنې پر بنسټ چې استعماري واکمنان بې اعتباره داستان کوونکي دي – البته چې دا نظر ډېری تر استعمار لاندې خلک لري. په ژوره کچه، پوسټ استعمار د ټولنیز او سیاسي ځواک د استعمار او نوي استعمار اړیکې څېړي، او د استعمارګر او استعمار شوي شاوخوا ټولنیز، سیاسي او کلتوري داستانونه خوندي کوي. ښايي دا کړنلار د معاصر تاریخ له مطالعاتو سره یوځایوالی ولري، او کېدای شي د بشر پېژندنې، تاریخ لیکنې، سیاسي علومو، فلسفې، ټولنپوهنې، او بشري جغرافیې مثالونه هم په برکې ولري. د پوسټ استعمار د مطالعاتو فرعي برخې  د استعماري واکمنۍ اغیزې د فیمینیزم، انارشیزم، ادبیاتو او عیسوي فکر پر عمل باندې څېړي.[۱]

ښايي ځینې وختونه، د پوسټ استعمار د مطالعاتو اصطلاح ته پر پوسټ استعمار ترجیح ورکړل شي، ځکه چې ښايي د استعمار مبهمه اصطلاح یوه حکومتي سیسټم، یا د همغه سیسټم د ایډیالوژۍ یا نړۍ لید زېربیناوو ته اشاره وکړي. په هرحال، پوسټ استعمار (یعنې د پوسټ استعمار یا له استعمار وروسته مطالعات) په عمومي ډول د استعماري فکر پر وړاندې د ایډیالوژیک غبرګون استازیتوب کوي، نه دا چې په ساده ډول هغه سیسټم تشریح کړي چې تر استعمار وروسته راغلی، لکه څنګه چې د پوسټ مختاړی ورته وړاندیز شوی. په دې توګه، پوسټ استعمار د استعمار پر وړاندې د یوه غبرګون په توګه یا له استعماره د وتلو په توګه وګڼل شي، په ورته ډول پوسټ ماډرنیزم د ماډرنیزم پر وړاندې غبرګون دی. د پوسټ استعمار اصطلاح په خپله د پوسټ ماډرنیزم پر بنسټ رامنځته شوې، چې ځینې مفکورې او میتودونه یې سره ګډ دي.

موخه او بنسټیز مفاهیم

سمول

د پوسټ استعمار برخه د پوهنپوهنې یا ایپیسټیمولوژي په توګه (یعنې د پوهې مطالعه، ماهیت، او تصدیق)، اخلاق (اخلاقي فلسفه)، او د سیاسي علومو په توګه (یعنې د اتباعو د چارو په پام کې نیول)، هغه مسئلې په ګوته کوي چې له استعمار نه وروسته د استبدادي خلکو هویت رامنځته کوي، چې له دغو مواردو نه سرچینه اخلي:[۲]

  1. د استعمار شویو خلکو په اړه د استعمارګر نسل کلتوري پوهاوی؛ او
  2. څه ډول د غرب کلتوري پوهه د اروپا د مورني ټاټوبي په مستعمرې کې د غیر اروپايي خلکو لپاره، او همداشان تر لومړي یرغل وروسته د کلتوري هویت «استعمارګر» او «استعمار شوي» په توګه وکارول شو.

د پوسټ استعمار موخه د داسې (فکري او ژبني، ټولنیزو او اقتصادي) نظریاتو له منځه وړل دي چې استعمارګر د هغو په وسیله د نړۍ «درک»، «پوهېدنه» او «پېژندنه» کوي. په دې توګه، د پوسټ استعمار تیورۍ د تر لاس لاندې خلکو لپاره فکري فضا یا ماحول رامنځته کوي ترڅو د خپل ځان په هکله، په خپله خبرې وکړي، او په دې توګه د فلسفې، ژبې، ټولنې او اقتصاد کلتوري بحثونه رامنځته کوي، او د موږ او هغوئ ترمنځ د دوه اړخیز ځواک نا متعادلې اړیکې د استعمارګر او استعمار شویو ترمنځ متعادلې کوي. [۳]

استعماري خبرې اترې

سمول
استعمار د «تمدن د پراختیا» په توګه وپېژندل شو، چې له ایډیالوژیکي اړخه یې د غیر لویدیځې نړۍ پر وړاندې د لویدیځې نړۍ د توکمي او کلتوري غوره والی توجیه کاوه. دا مفهوم د ارنسټ رینان له خوا په La Réforme intellectuelle et morale په (۱۸۷۱) کال کې تائید شوی و، له دې کبله داسې ګمان کېده چې د سترواکۍ څارنه د نړۍ د ټیټو کلتورونو یا د رنګارنګ توکمونو درلودونکو خلکو پر فکري او اخلاقي اصلاحاتو اغیزه کوي. د نړۍ د انسانانو تر منځ داسې الهي او طبیعي همغږي ممکنه ده، ځکه نو هر څوک د سترواکۍ په مستعمرې کې ځانګړی کلتوري هویت، ټولنیز ځای او اقتصادي رول لري. په دې توګه: [۴]

د غوره نسلونو له خوا د ټیټو یا تخریب شويو نسلونو بیا رغونه د انسانیت لپاره د توجیه شوي نظم یوه برخه ده .... Regere imperio populos زموږ دنده ده. دا ټول مصرفي فعالیت په هغو هیوادونو باندې توزیع کړئ، چې لکه د چین په څیر هېواد چې د بهرني تسخیر له کبله په لوړ غږ کړېږي. [۵][۶]

د پوسټ استعمار هویت

سمول

د پوسټ استعمار تیورۍ په دې باور ده چې استعمار غوښتونکي خلک د پوسټ استعمار هویت رامنځته کوي، چې دا د بېلابېلو هویتونو (فرهنګي، ملي، توکمي او همدارنګه د جنسیت او طبقو) تر منځ د کلتوري تعاملاتو پربنسټ ده او استعماري ټولنې ورته د ټولنیز ځواک بېلابېلې درجې ټاکي. د پوسټ استعمار په ادبیاتو کې، د فتح ضد داستان د هویت اړوند سیاستونه چې د فرعي یا تر لاس لاندې استعماري موضوعاتو ټولنیز او کلتوري لید دی تحلیلوي - د استعمارګر کلتور پر وړاندې د دوی تخلیقي مقاومت او دا چې څنګه دې کلتوري مقاومت د استعماري ټولنې رامنځته کېدل پېچلي کړل؛ استعمارګرو څه ډول خپل استعماري هویت ته وده ورکړه؛ او دا چې څه ډول په فعاله توګه نوي استعمار د «موږ او دوی» ترمنځ دوه اړخیزه ټولنیزه اړیکه په کار اچوي ترڅو غیر غربي نړۍ د «نورو» میشته وي. [۷]

د پوسټ استعمار ادبي مطالعه

سمول

د یوې ادبي تیورۍ په توګه، پوسټ استعمار د هغو خلکو له خوا تولید شوي ادبیات څېړي چې یو وخت د اروپايي امپریالي یا شاهي ځواکونو (لکه بریټانیا، فرانسه او هسپانيې) له خوا مستعمره شوي وو او د استعمار غوښتونکو هېوادونو ادبیات د معاصر پوسټ استعمار ترتیباتو کې (لکه د la Francophonie نړیوال سازمان او د ګډو منافعو درلودونکي هېوادونه) د مورنيو هېوادونو یا اصلي هېوادونو په ګډون ښکېل وو.[۸][۹]

د پوسټ استعمار ادبي انتقاد د استعمارګرو او استعمار شویو له خوا لیکل شوي ادبيات په برکې نیسي، چې موضوع یې د تر استعمار لاندې خلکو انځورونه او د هغوئ ژوند د امپراتورۍ د مضامینو په توګه څرګندوي. په هالنډي او هندي ادبیاتو کې د استعمار او تر استعمار وروسته ژانرونه شامل دي، چې د پوسټ استعمار د هویت رامنځته کېدنه تحلیلوي، او د پوسټ استعمار کلتور چې د هند-اروپایي خلکو د ډیاسپورا له خوا رامنځته شوی؛ د یوریشیا خلک چې له اندونیزیا نه سرچینه اخلي؛ هغه خلک چې د هالنډ ختیځ هند مستعمره کې وو؛ د ادبیاتو په برخه کې د پام وړ لیکواله Tjalie Robinson ده. د بربریانو په تمه (۱۹۸۰) د J.M. Coetzee لیکنه ده چې د مېشتو خلکو تر واک لاندې د خلکو غیر عادلانه او غیر انساني حالت انځوروي. [۱۰]

د پوسټ استعمار ادبي مطالعه په دوو ډلو وېشل شوې:

  1. د پوسټ استعماري هیوادونو مطالعه؛ او
  2. د هغو هیوادونو مطالعه چې د پوسټ استعمار جعلي ملي هویت ته دوام ورکوي.

د ادبياتو لومړۍ ډله هغه دنننۍ ننګونې وړاندې کوي او تحلیلوي چې په یوه استعمار شوي ملت کې د توکمیز هویت د ټاکلو لپاره شتون لري.

د ادبیاتو دویمه ډله د توکمیز تعصب په پایله کې د مدني او ملتپالو د یووالي انحطاط وړاندې کوي او تحلیلوي، چې معمولا د ولس د غولوونې «د ملت ساتنې» په توګه، او د موږ او دوئ ترمنځ د دوه اړخیزو ټولنیزو اړیکو د یو ډول په توګه څرګندیږي. هغه وخت مدني او ملي یووالی له منځه ځي کله چې یو پلارواکی رژیم په یو اړخیز ډول د استعمار شوي هیواد «ملي کلتور» تعریف کړي چې څه دی او څه نه دی.

سرچينې

سمول
  1. Raja, Masood (2019-04-02). "What is Postcolonial Studies?". Postcolonial Space. Masood Raja. نه اخيستل شوی 16 July 2019.
  2. On the power dynamics between Western cultural knowledge production and Indigenous knowledge systems, see Laurie, Timothy, Hannah Stark, and Briohny Walker. 2019. "Critical Approaches to Continental Philosophy: Intellectual Community, Disciplinary Identity, and the Politics of Inclusion." Parrhesia 30:1–17.
  3. Ashcroft, Bill; Griffiths, Gareth; Tiffin, Helen (2000). Post-Colonial Studies: The Key Concepts. New York: Routeledge. pp. 168–173. ISBN 0-203-93347-8.
  4. Saïd, Edward. 2000. "Nationalism, Human Rights, and Interpretation." Reflections on Exile, and Other Essays. pp. 418–19.
  5. Evans, Graham, and Jeffrey Newnham. 1998. The Penguin Dictionary of International Relations. Penguin Books.
    • "Colonialism," p. 79.
    • "Imperialism," p. 244.
  6. Saïd, Edward. 2000. "The Clash of Definitions." In Reflections on Exile, and Other Essays. p. 574.
  7. Sharp, J. (2008). "Chapter 6, "Can the Subaltern Speak?"". Geographies of Postcolonialism. SAGE Publications.
  8. Hart او Goldie 1993، م. 155.
  9. Evans, Graham, and Jeffrey Newnham, eds. 1998. The Penguin Dictionary of International Relations. pp. 83–84, 182–83.
  10. Rob, Nieuwenhuys (1978). "Oost-Indische spiegel. Wat Nederlandse schrijvers en dichters over Indonesië hebben geschreven vanaf de eerste jaren der Compagnie tot op heden" [Indian mirror. Some Dutch writers and poets have written about Indonesia from the first year of the Company to date.] (په هالنډي). Amsterdam: Querido. نه اخيستل شوی 2016-02-23. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)