پوسټگانگليونېک عصبي ريښې
په آټونوميک عصبي غونډال، کې هغه عصبي ريښې چې د گانگليون نه اغېزمنو غړو ته ورځي د پوسټگانگليونېک عصبي ريښو په نامه يادېږي.
په پوسټگانگليونېک عصبي ريښې کې کارېدلي نيوروټرانسمېټرونه، توپير لري:
- په پاراسيمپاتيک برخه، کې نيوروټرانسمېټرونه کولينرجيک دي (دا په دې مانا چې هغوی اسيتيلکولين د خپلو نيوروټرانسمېټرونو په توگه کاروي.)
- په سيمپاتيک برخه کې ډېری يې اډرېنرجيک دي (دا په دې مانا چې هغوی نورايپينفرين د خپلو نيوروټرانسمېټرونو په توگه کاروي.) په دې کې بيا د خولو مرغړيو د سېمپاتيک عصبي رښتو د سمبالښت يوه استثناء شته، کوم چې اسيتيلکولين په دواړو پريگانگليونېک او پوسټگانگليونيک عصبي تړنو کې د خپلو نيوروټرانسمېټرونو په توگه کاروي.
دا هم وگورۍ
باندنۍ تړنې
- Diagram of postganglionic neuron and its synapse at sns-web.org
- Diagram at University of Waterloo