په ۱۹۳۶ زکال کې د هسپانیا انقلاب

د هسپانیا انقلاب ټولنیز کارګري انقلاب و چې په ۱۹۳۶ زکال کې د هسپانیا د داخلي جګړې پر مهال پیل شو او له امله یې د دوه دریو کلونو لپاره په لومړۍ درجه کې په کاتالونیا، ارګون، اندلس او د والنسیا ټولنې په یو شمېر برخو کې انارشیستي او له هغو په پراخه کچه لیبرترین سوسیالیستي سازماني اصول پلي شول. د هسپانیا د اقتصاد ډېره برخه د کارګرانو تر واک لاندې راغله؛ د انارشیستانو په اصلي ځای لکه کاتالونیا کې دغه کچه ۷۵ سلنه ته ورسېده. کارخونې د کارګري کمېټو له خوا اداره کېدلې، کرنیزې سیمې ټولو ته اړوندې شوې او د لیبرترین سوسیالیستي مشترکو کروندو په توګه اداره کېدلې. ډېری کوچنۍ سوداګرۍ لکه هوټلونه، سلمانۍ او رسټورانټونه هم ټولیز شول او د هغوی د کارګرانو له خوا مدیریت کېدل.

د ټولیز کېدو لومړۍ هڅې د دلتراباجو ملي کنفدریشن (CNT؛ د کارګرانو ملي کنفدریشن) او ایبریکا انارشیستي فدراسیون (FAI؛ ایبري انارشیستي فدراسیون) د لومړۍ درجې غړو له خوا تنظیم شوې. د جنرال دتراباجادورس سوسیالیستي ټولنې (UGT؛ د کارګرانو عمومي ټولنه) هم د ټولیز کولو په دغو هڅو کې ونډه لرله.

تاریخچه سمول

د ۱۹۳۶ زکال د جولای په ۱۷ مه پوځي کودتاه پیل شوه. د جولای په ۱۸ مه په داسې حال کې چې د کودتاه مشرانو خپل پاڅون ته دوام ورکاوه د پاشل شوي جمهوري دولت ترمنځ د واک خلا رامنځته شوه (څلورو دولتونه په یوه ورځ د یوبل ځای ناستي شول) چې د کودتاه تر اغېز لاندې سیمو کې د دولت د جبري بنسټونو د فلج کېدو او انحلال لامل وګرځېده. دغه مهال د کارګرانو ملي کنفدریشن یو میلیون ۵۷۷ زره غړي او د کارګرانو عمومي اتحادیې یو میلیون ۴۴۷ زره غړي لرل. د جولای په ۱۹ مه دغه پاڅون کاتالونیا ته ورسېد، چېرې چې کارګرانو وسلې ته لاس کړ، د ځواکونو په پوستو یې برید وکړ او په پایله کې یې پوځ مات کړ.

د انقلاب لومړی پړاو (جولای – سپټمبر ۱۹۳۶ زکال): د ګډوډیو (انارشي) اوړی سمول

د کارګرانو ملي کنفدریشن او د کارګرانو عمومي اتحادیې د پوځي پاڅون او د هغو پر وړاندې د دولت د بې تفاوتۍ له امله د جولای له ۱۹ مې نېټې څخه تر ۲۳ مې پورې د عمومي اعتصاب اعلان وکړ. له دې سره چې په تېر مهال کې د غیرنظامي ډلو ترمنځ د وسلو د ویش ځانګړو سوابقو شتون درلود خو د عمومي اعتصاب پر مهال د کارګري اتحادیو یو شمېر ډلو چې له خپلو جوړونکو اتحادیو او یو شمېر نورو کوچنیو ډلو سره یې اړیکې لرلې د دولتي ځواکونو د وسلو په زیرمو یې جلا له دې برید وکړ چې دوی د دولت پر ضد په پاڅون کوي او که نه.

په همدغو لومړیو اونیو کې د انارکو سندیکالیستي انقلابي څانګو ترمنځ دوه توپیرونه رامنځته شول: راډیکال ډله چې له ایبري انارشیستي فدراسیون (FAI) سره یې اړیکه لرله او د هغو په واسطه د کارګرانو له ملي فدراسیون (CNT) سره مل وه او هغه چارې یې چې ترسره کولې د سنتي انقلاب په توګه یې درک کړې وې؛ او احتمال پالونکې ډله چې د ملي کنفدریشن د معتدلې برخې غړي په کې شامل و چې په یوه لویه جبهه کې یې د ونډې لرلو په اسانتیا باور درلود او وروسته د وګړیزې فاشیست ضد ډلې (FPA) په نوم ونومول شوه چې پایله یې په مخکښ ټاکنیز وګړیز ائتلاف کې د اتحادیو زیاتوالی و.

هماغه مهال له دولت بهر یو شمېر اداري جوړښتونه رامنځته شول چې ډیرو یې محلي او سیمه ئیزې ځانګړنې لري او په ډېرو ځانګړو مواردو کې له دغو حدودو څخه مخکې تللې. د دغو جوړښتونو مهم یې دا و:

  • د کاتالونیا د فاشیست ضد ملیشه ځواک مرکزي کمېټه
  • د والنسیا مخکښه اجرایوي کمېټه
  • د ارګون د سیمه یېزې دفاع شورا
  • د مالاګا د عامې روغتیا شورا
  • د ګیخون د جګړې کمېټه
  • د سما دلانګرو وګړیزه کمېټه
  • د سانتاندر دفاعي شورا
  • د مادرید دفاعي شورا
  • د سارادینا شورا
  • د ایبیزا فاشیست ضد کمېټه

د څو ورځو په ترڅ کې د هسپانیا د داخلي جګړې جبهه چې د انقلاب په اډانه کې تر ټولو مخکښه جبهه وه د ارګون د جبهې په توګه وښوول شوه. د ۱۹۳۶ زکال د جولای په ۲۴ مه لومړۍ ملیشې ډلې بارسلونا د ارګون په مقصد پرېښوده. دغه دوروټي ملیشه ډله چې نږدې ۳۰۰۰ غړي یې لرل؛ تر ډېره هغه کارګران په کې شامل و چې بوئناونتورا دوروټي له خوا راغونډ شوي و او د لومړي ځل لپاره یې ازادي غوښتونکی کمونېزم په هغو ښاروالیو کې پلی کړ چې له هغو تېر شوي و. همدانګه نور مخکښ پوځي جوړښتونه هم رامنځته شول لکه وسپنیزه ډله او سره او توره ډله چې هغو هم د ارګون پر لور حرکت وکړ. دغه ټول خوځښتونه په هغه سیمه باندې د انارشیستانو د فوق العاده تمرکز لامل وګرځېدل چې پوځ ورته چندان پام نه درلود. ارګون ته له کاتالونیا او والنسیا څخه د زرګونو ملیشه کسانو په رسېدو او هالته د ارګون د کلیوالي پراخې وګړیزې ټولنې شتون د مترقي لوی ټولیز انقلاب لپاره لار برابره کړه.

د انقلاب په لومړي پړاو کې د هسپانیا د اقتصاد ډېره برخه د کارګرانو تر واک لاندې راغله؛ د انارشیستانو په اصلي ځای لکه کاتالونیا کې دغه کچه ۷۵ سلنه ته ورسېده، خو د سوسیالیستانو تر اغېز لاندې سیمو کې دغه کچه دومره لوړه نه وه. کارخونې د کارګري کمېټو له خوا اداره کېدلې، کرنیزې سیمې ټولو ته اړوندې شوې او د لیبرترین سوسیالیستي مشترکو کروندو په توګه اداره کېدلې. یو شمېر ځایونه لکه هوټلونه، سلمانۍ، ترانسپورټي وسایل او رسټورانټونه هم ټولیز شول او د هغوی د کارګرانو له خوا مدیریت کېدل. [۱]

د انقلاب دویم پړاو (سپټمبر – نومبر ۱۹۳۶ زکال): د بریا لومړنی حکومت سمول

په دغه پړاو او وړاندني پړاو دواړو کې د انقلاب لپاره د ژمنتیا له امله دولتي جوړښتونه مقننې قوې ته محدود شوي و؛ په داسې حال کې چې د یاغي ځواک پر وړاندې د پوځي عملیاتو د زیاتوالي له امله اتحادیو د ملیشه ډلو کنټرول د ۱۹۳۶ زکال د اکتوبر میاشتې څخه تر نومبر میاشتې پورې د مادرید دفاعي شورا ته وسپاره چې نیمه خپلواک جوړښت یې درلود او د انارشیستانو سربېره په کې ټولو وګړیزو ډلو خپل استازي لرل. دغه هوکړې او د وګړیزو ډلو او اتحادیو تدریجي نږدیوالی د سپټمبر په څلورمه د لارګوکابالرو «د بریا د لومړني حکومت» په رامنځته کېدو کې څرګند شو.

د انقلاب دریم پړاو (نومبر ۱۹۳۶ – جنوري ۱۹۳۷ زکال): د بریا دویم حکومت سمول

د نومبر په ۲ مه د والنسیا مخکښې اجرایوي کمېټې د نویو اقداماتو طرحه تصویب کړه چې له مخې یې دغه اقدامات د لارګوکابالرو د جمهوري غوښتونکي دولت د سیاست تابع کړل؛ چې په کې د کارګرانو د ملي کنفدریشن څخه خوان ګارسیا اولیور، خوان لوپز سانچز، فدریکا مونسنی او خوان پیرو په کې شامل و. د همدغې میاشتې پر مهال وسپنیزې ډلې پرېکړه وکړه چې د لنډ مهال لپاره والنسیا ونیسي خو د وګړیزې اجرایوي کمېټې له خوا ورته د لږو تدراکاتو په اعتراض سره د آزادي غوښتونکو ملیشه او کمونیستي ډلو ترمنځ نښتې وشوې او له ۳۰ زیات کسان په کې ووژل شول.

د نومبر په ۱۴ مه دوروټي ډله د احتمال پالونکو د فشار له امله چې له دولت سره د همکارۍ غوښتونکي و، مادرید ته ننوته. د نومبر په ۲۰ مه بوئناونتورا دوروټي د مادرید په جګړه کې د یو لړ شکمنو شرایطو له امله په داسې حال کې چې له ارګون جبهې څخه د زرو څخه زیاتو ملیشه ځواکونو سره راغلی و ووژل شو.

د ډسمبر په ۱۷ مه نېټه په مسکو کې پروډا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې څرګنده کړه چې: «په کاتالونیا کې لا له وړاندې د تورتسکیستانو او انارکو سندیکالیستانو تصفیه پیل شوې؛ دغه تصفیه په شوروي اتحاد کې د هماغې تصفیې د انرژي پر مټ ترسره شوې ده». ستالینېستانو د هر هغه ډول فاشیشت ضد چارو، جمعي سازۍ او نورو انقلابي چارو په انحلال لاس پورې کړی و چې د مسکو له اوامرو څخه په کې تابعیت نه کېده. [۲]

د ډسمبر په ۲۳ مه د ملي دفاع د کمېټې د تشکیلاتو په رسمیت پېژندلو سره د ګیخون د جګړې کمېټه د یو فرمان له مخې په استوریاس او لئون ترمنځ په ایالتي شورا واوښته چې د جمهوري غوښتونکي دولت د چارواکو له خوا تنظیم شوه او د سیاستونو له مخې هم معتدله وه. د ۱۹۳۷ زکال د جنوري په ۸ مه د والنسیا وګړیزه کمېټه هم منحل شوه.

همدا و چې دولت په بشپړه توګه په وګړیزو انارشیست ملیشه ډلو کنټرول ترلاسه کړ او دغه ډلې یې منحل کړې څو اړ شي د هسپانیا د مراتبو د سلسلې لرونکي جمهوري غوښتونکي پوځ کې ادغام او د حرفوي افسرانو تر قوماندې لاندې راشي.

سرچينې سمول

  1. Andreassi 1996, p. 86
  2. Enzensberger 2006